د آنلاين محتوياتو ننګونه

ټکنالوژي دوه اړخه لري، يو يې د زيربناوو برابرول دي دوهم يې محتويات دي.

د زيربناوو برابرول تر ډيره د دولت او ټليکام شرکتونو کار دی چې افغانستان پکې تر يو بريده بريالی او نږدې هر افغان کولای شي چې انټرنېټ او فرضي نړئ ته لاسرسی ولري، خو په دوهم اړخ کې چې پر انټرنېټ پراته محتويات دي هلته موږ ډير وروسته پاتې يو.

افغان له اوله هم په لوست او ليک کې سست وو، او اوس خو دې د فيسبوک کور آباد وي هغه ليکوالان او د قلم خاوندان يې هم له کاره وويستل، ممکن تاسې ډير له ما سره پدې کې موافق وانه اوسئ چې فيسبوک زموږ د ليکنې چم را ضعيف کړ خو بيلابيلو څيړنو او مطالعو ښودلې چې فيسبوک يا ټويټر د لنډې ليکنې يا فکر ابرازولو لپاره ښه دی خو د جدي او علمي ليکنو يا څيړنو ځای نشي نيولای، او ورسره هغوی چې له اړتيا ډير آنلاين ټولنيز شتون لري جدي فکر او څيړنېز کار له ستونزو سره مخ کيږي، او په دوامداره توګه د اوږدمهاله تمرکز نيمګړتيا لري.

داسې انګيرل کيږي چې په انګليسي ژبه يوازې تر څلور کلن او له هغې کشر ماشوم لپاره تر لسو ميليونو زيات کتابونه او درسي موارد شته، پدې شمېره کې آنلاين مواد شامل ندي، د يوې بلې څيړنې له مخې آنلاين يا پر انټرنېټ نږدې يو ميليارد ويبپاڼې شته، د ۱۹۹۱ اګست له شپږمې څخه چې لومړئ ويبپاڼه انګليس فزيک پوه ټيم برنر لي رامنځ ته کړه تر تيره مياشت سپټمبر ۲۰۱۴ پورې يو ميليارد ويبپاڼې رامنځ ته شوې دي، او د همدې محاسبو پر بنسټ نږدې ۲۹٪ خلک پر انګليسي انټرنېټ کاروي، چې ورپسې چينايي ۲۳٪ او هسپانوي ۸٪ دي، عربي، پر انټرنېټ يو تر ټولو ګړندئ پراخيدونکی ژبه ده، چې تير کال يې ۲۵۰۰٪ وده کړې ده، يعنې خپل آنلاين شتون يې ډير کړې دی.

پښتو او دري پدې حسابونو کې نه راځي هغه پدې دليل چې موږ آنلاين څه نه لرو، د نفوس په لحاظ موږ د نړئ څلويښتم پرنفوسه هېواد ګڼل کيږو او د سواد په لړئ کې بيا ډير وروسته يو چې آن دوه سوم نه هم ښکته حسابيږو، پداسې حال کې د ليک لوست درجې لوړولو لپاره دوامداره هڅې کيږي، خو په مقابل کې يې موږ په دوامداره توګه دومره د ليک لوست مواد نه برابروو چې وکولای شو د هر چا له ذوق او لوست لپاره سم وي.

په ډيرو هېوادونو کې د چاپ صنعت له خطر سره مخ دی، د نړئ ډيرو مشهورو اخبارونو خپل چاپي تيراژ کم کړی دی او ځينو خو آن خپل چاپ بيخي درولی دی او يوازې ډيجيټل يا آنلاين شتون لري، زموږ اخبارونو او چاپي مواردو لپاره ممکن يو دمي د خپل چاپ بندولو امکانات به ونه اوسي خو موږ هم د غښتلي آنلاين شتون په لور روان يو، دولت د ډيجيټل مواردو لپاره د قانون جوړولو په هڅه کې دی چې ورسره به موږ وکولای شو آنلاين خريداري، بانکي راکړه ورکړه او خدمتونه وړاندې کړو.

انټرنېټ له پيله ډيره ګړندئ وده وکړه، هغه مزلونه چې ټلويزون او راډيو په پنځلس او شلو کلونو کې وکړل انټرنېټ له شپږو مياشتو هم کمه موده کې ځان همدومره خلکو ته ورساوه، ورسره انټرنېټ د دوه اړخيزه اړيکو ډير ښه ميکانيزم دی، که په ټلويزون يا راډيو کې څه نشريږي نو موږ هلته خپل غبرګون نشو ثبتولای په مقابل کې انټرنېټ موږ ته آسانتياوې راکوي چې خپل غږ لوړ کړو او په خپله ژبه وکولای شو ليکنې وکړو.

سره لدې چې دا پديده له ځان سره ډيرې ګټې راوړي خو په مقابل کې يې د غښتلي کلتور خادم دی، څرنګه چې مو وويل آنلاين په پريکنده توګه انګليسي مواد ډير دي چې له کبله يې عمومي فکر او ارقام هم د هغوی په ګټه دي، د بيلګې په ډول که څوک زموږ په اړه يا افغانستان په اړه معلومات راخلي نو تر ډيره همدا غربي او بهرنئ زيرمې کاروي چې اساسي دليل يې د افغاني زيرمو نه شتون دی، د هر چا چې هره ټاپه زړه شي پر موږ يې وهي.

ځوان نسل د ټکنالوژئ نسل دی، نن هغوی کتاب نه لولي که د کتاب ورته ووايې لکه چې د جنګ ورته وايې خو په مقابل کې آنلاين ډير څه لولي او فعاله شتون لري، هلته موږ ضعيفه يو زموږ همدا نسل په دوامداره توګه د هغوی چې غښتلې آنلاين شتون لري تر اغېز لاندی دی، د هغوی کلتور سره بلديږي او ژبه يې زده کوي، چې همدا د پردئ زده کړه اکثره وختونه زموږ د ارزښتونو په بيه تماميږي، نو ځکه دا ډيره مهمه ده چې موږ وکولای شو د همدې ځوان نسل لپاره اړونده مواد برابر کړو.

آنلاين مواد به زموږ د تشخص او هويت په معلومولو، د نوي نسل په تربيه کولو، د خپل کلتور او ژبې په ترويجولو، له تاسې سره ستاسې د نظر په ابرازولو او زموږ د ژبو په غني کولو کې مرسته وکړي، نو ځکه قلم راواخلئ او ځان ته پر انټرنېټ ليکلي نړئ آباد کړئ، بلاګ وليکئ، ويبپاڼه جوړه کړئ، نورو ويبپاڼو ته ليکنې ورکړئ او نړئ ته خپل غږ ورسوئ، نن دی که سبا هر افغان به انټرنېټ ته لاسرسی ولري نو بهتره ده چې همدې لاسرسي سره همدومره غني مواد هم ولرو.



ټولي:Education

ټگونه:

3 replies

Trackbacks

  1. د افغانستان مخابراتو او ټکنالوژئ سکتور د دولت د بې کفايتئ ښکار که د شرکتونو يرغمل – دوهمه برخه | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  2. د افغانستان مخابراتو او ټکنالوژئ سکتور د دولت د بې کفايتئ ښکار که د شرکتونو يرغمل – اخيري برخه | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  3. آنلاين دروغ خبرونه او د معلومولو يې ۹ لارې چارې | مشري || ټکنالوژي || مديريت

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: