ستراتيژي هدف که پروسه

ستراتيژي اوږدمهاله فکر دی، يعنې له نن څخه دومره موده وروسته بايد زه يا زما کاروبار چيرې اوسي، او هلته رسيدو لپاره څه ته اړتيا لرم. دغه د اړتيا توکي مهارتونه، مالي زيرمې، اړيکې، محصولات، خدمات، کاري نښانونه، بازار برخه، عايد او نور هر څه کيدای شي.

هیڅوک هر څه نه شي کولای، ستراتيژيو کې موږ دا ټاکو چې څه کړو او له څه ډډه کړو. ښايي دا ډډه کول نن موږ ته ښه ښکاره نه شي، خو هغه لوري او ځای ته چې موږ روان يو، نو هلته رسيدو لپاره بايد له إضافي بارونو، کارونو، مهارتونو او نورو چارو ډډه وکړو، تر څو مو مزل ځنډنی او خنډنی نه شي، ورسره له څه چې تيريږو، پوهيږو چې زموږ د هدف په ځای کې دا نه په کاريږي. ستراتيژئ ښايي د هدف يا پروسې په رڼا کې رامنځ ته شي.

له نن څخه، څه موده وروسته ټاکل شوی مقام به هدف يا پروسه وي، يعنې ممکن خپله ستراتيژي پر يوه ټاکلی هدف بنا کړئ، چې يوه خاصه نتيجه لاسته راوړئ، يا يوه ټاکلې پروسه يا سلوکونه بيان کړئ، چې زموږ اوږدمهاله فکر همدا دی چې دغو سلوکونو ته دوام ورکړو، او يا دواړه سره يوځای کړئ.

black pencil on white printerpaper

له هدف څخه مقصد هغه نتيجه ده چې يو څوک يې غواړي لاسته راوړي. لکه شرکت ځان ته هدف ټاکي چې بايد نيم بازار زما وي، دغه نيم بازار ته رسيدلو لپاره وخت ټاکي، يعنې وايي چې پنځو کلونو کې بايد نيم بازار زما وي، دغه بازار ته به هم واحد ټاکي، يعنې نن په بازار کې زما د صنعت محصول لکه صابون، پنځه ميليونه دانې په کال کې خرڅيږي، په راتلونکو پنځو کلونو کې بايد د دغه پنځو ميليونو څخه دوه نيم ميليونه زما محصول وي.

يعنې په راتلونکي پنځه کلونو کې په بازار کې هرو خرڅيدونکو دوو صابونونو څخه يو بايد زما د شرکت محصول وي. دې لپاره به بيا دا ټاکي چې پدې پلورل کیدونکو صابونونو کې به څومره د جامو مينځلو، څومره د ځان مينځلو، څومره د ماشومانو، څومره د پخلنځي، څومره صنعتي لکه تيلو، غوړو او نورو وينځلو لپاره وي. آن د جنس او سيمې پر أساس به یې هم ویشي، لکه د مالګينو اوبو په سيمو کې به کوم صابون پلوري. د همدې ټولو محاسبو په رڼا کې به ځان ته تګلاره ټاکي. بيا د پنځو کلونو په موده کې هره مياشت هغه لوري ته خپل مزل ارزوي، او چيرې اړتيا وي، ضروري بدلونونه به راولي، يعنې لاره بدلولای شي، خو هدف به ثابت ساتي.

ورپسې د پروسې ستراتيژي ده، دا کله کله د کړو وړو ستراتيژي هم ياديږي، د کړو وړو بحث ته راستنيږو. د پروسو په ستراتيژيو کې موږ خپلې نننۍ چارې په دې هيله بهتروو، چې دا به وکولای شي، موږ له سيالانو وړاندې کړي. لکه مخابراتي شرکت د مشتريانو پر خدمتونو، د وړاندې کيدونکو خدمتو پر کيفیت، د هغو پر بيو، د پوښښ لاندې سيمو، چيرې چې ډير مشتريان لري هلته د خپل بازار پر پراخولو او نورو ورته چارو تمرکز کړي.

دا د يوه ايکو سيسټم رامنځ ته کيدو سبب ګرځي، یعنې شته مشتریان نورو ته د محصول ښه وايي، او هڅوي يې دې شبکې ته راواوړي. لکه که په کورنۍ کې له يوه سره يو سیم کارت وي، نو د کورنۍ نور غړي هم هڅه کړي چې دغه شبکه کې واوسي تر څو ورته ارزانه پريوزي، له يوه شرکت سره به يې کار وي او اړونده مشتري چارو، خدمتونو فعالولو او نورو ته به لاسرسی ولري.

د پروسې ستراتيژۍ لپاره د کړو وړو بحث د افرادو په رڼا کې کيږي، يعنې راتلونکی به نامعلوم وي، خو د شخص يا شرکت د نن سلوک د هغې راتلونکی ټاکي. تاسې د خپل نن پر سلوکونو کار کړئ، دا سلوکونه مو سبا ټاکي. لکه هغوی چې دولتي لوړ مقام غواړي، اختر کې به د هغو په کورونو ګرځي، چيرې چې فکر کړي کولای شي دغې چوکۍ ته یې ورسوي، يا به د اختر لمانځه لپاره ځان ارګ ته رسوي. يعنې نن پر تګ راتګ تمرکز کړي چې سبا یې يوځای ته ورسوي.

که څوک خپل نن ښکلې کوي، زيار باسي، پر خپلو مهارتونو او سلوکونو کار کړي، مهمه نه ده چې نن يې څومره ورک دی، څومره ورته هر څه ناهيلې ښکاري، خو فرصتونه تيار او ماهره شخص ته راځي، روزل شوې شخص له فرصته ګټه اخلي. دغه راتلونکي فرصت ته ځان ګام پر ګام برابرول د برياليتوب پروسوي ستراتيژي ده.

نن که تاسې په کرکټ کې څوک وينئ چې پر راتلونکي بال شپږيزه وهي يا پر بال ويکټه اخلي، دغې د شپږيزې وهونکی دغه ځای ته رسيدو لپاره پر ډيرو بالونو آوټ شوی دی يا د ويکټې اخیستونکي پر ډيرو بالونو شپږيزې وهلې شوې دي، خو دوی دواړو پر خپلو سلکونو، مهارتونو او نيمګړتياوو کار کړی، چې نن دلته رارسيدلي دي.

yellow and black arrow sign

ستراتيژی اوږدمهاله فکر دی، تاسې له ځان سره دا ټاکئ چې غواړم دغه ځای ته ورسيږم، او هلته رسيدو لپاره هره اړونده بيه پرې کوم. هر بدلون له ويرې، ابهام او مخالفت سره مخ وي، ستراتيژي سلوکي اړخونه هم لري. هغه فرصتونه چې تاسې يې نن د خپلو راتلونکو اهدافو لپاره پريږدئ، خپله بيه لري، آن ښايي خلکو ته ليونې او کم عقل ښکاره شيء، چې ورکی پسې ګرځئ، خو پر دې هيله او أراده وړاندې ځئ، چې نن دی که سبا هلته ځان رسوم.

اوږدمهاله فکر تعريف غواړي، د هغه څه چې غواړئ لاسته يې راوړئ. ورپسې د هغو اړتياوو او توکو ټاکل غواړي چې دغه مزل کې يې بايد له ځان سره ولرئ. بيا اندازه کيدونکي واحدونه غواړي، يعنې هر مزل له لومړي ګامه پيليږي، څرنګه بايد پوه شيء چې دغه ګامونه مو په سم استقامت دي، په لاره کې لاسته راوړل کيدونکي اهداف بايد وپيژنئ، ورسره بايد پوه شيء چې چيرته بدلونونو او دمې ته اړتيا ده، او په پای کې بايد وټاکئ چې څرنګه پوه شم چې ورسيدم.

له ځانه به د چاپان عسکر نه جوړوئ، چې د دويم نړيوال جنګ له ختمه ديرش کاله وروسته بل چا خبر کړ، چې خان جنګ خلاص دی، جاپان يې لوټه لوټه کړ، بس دی نور له سنګره راووځه.

ورته ليکنی: ډله ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

6 responses to “ستراتيژي هدف که پروسه”

  1. د مخابراتو او ټکنالوژي سکتور – ننګونې او وړانديزونه  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ليکنی: ستراتيژي هدف که پروسه، پوهه او د ټولنيزو شبکو هوښيار،  ټکنالوژي او ملي […]

    Like

  2. ۲ – د مخابراتو او ټکنالوژي سکتور – ننګونې او وړانديزونه  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] مخابراتو او ټکنالوژي سکتور – ننګونې او وړانديزونه، ستراتيژي هدف که پروسه، پوهه او د ټولنيزو شبکو هوښيار،  ټکنالوژي او ملي […]

    Like

  3. د مخابراتو او ټکنالوژي سکتور – ننګونې او وړانديزونه – اخيري برخه  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] د مخابراتو او ټکنالوژي سکتور – ننګونې او وړانديزونه، ستراتيژي هدف که پروسه، پوهه او د ټولنيزو شبکو هوښيار،  ټکنالوژي او ملي […]

    Like

  4. د مخابراتو او ټکنالوژي سکتور، ننګونې او وړانديزونه – اخيري برخه  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] د مخابراتو او ټکنالوژي سکتور – ننګونې او وړانديزونه، ستراتيژي هدف که پروسه، پوهه او د ټولنيزو شبکو هوښيار،  ټکنالوژي او ملي […]

    Like

  5. د مخابراتو او ټکنالوژي سکتور، ننګونې او وړانديزونه – ۲ – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] مخابراتو او ټکنالوژي سکتور – ننګونې او وړانديزونه، ستراتيژي هدف که پروسه، پوهه او د ټولنيزو شبکو هوښيار،  ټکنالوژي او ملي […]

    Like

  6. ډيجيټلي وده – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] د مخابراتو او ټکنالوژي سکتور – ننګونې او وړانديزونه، ستراتيژي هدف که پروسه، پوهه او د ټولنيزو شبکو هوښيار،  ټکنالوژي او ملي […]

    Like

Leave a reply to د مخابراتو او ټکنالوژي سکتور، ننګونې او وړانديزونه – ۲ – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت ځواب لرې کړه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading