د مخابراتو او ټکنالوژي سکتور، ننګونې او وړانديزونه – ۲

(لومړئ برخه يې دلته ولولئ،)

د دريو برخو ليکنو لړۍ په تيره برخه کې موږ د مخابراتو او ټکنالوژئ پر عمومي حالت او قانوني چوکاټ غږيدلي وو، پدې برخه کې پر اوږدمهاله سراتيژئ، د کاروونکو او د هغوی د معلوماتو پر خوندتيا او د بشري ظرفيتونو پر لوړولو يو نظر تيروو.

اوږدمهاله فکر يا ستراتيژي

له ستراتيژۍ هدف اوږدمهاله فکر دی، د هدف او لید ټاکل دي، دغه لید پر زماني واحدونو ويشل دي او بيا هغې په لوري د اړونده زيرمو او سايلو د درک کولو له لارې مزل دی، او په لاره کې چيرې چې اړتيا وي له حالاتو سره ځان عيارول دي.

چارواکي تر اوسه د ټکنالوژئ ودې، قبلولو او کارولو لپاره اغېزمنه ستراتيژي نه لري، سره لدې چې څو ځل هڅه وشوه چې دې پرمختګ ته يو ستراتيژيک لوری ورکړي خو تر اوسه ونه توانيده د يو لرليد پر بنسټ يو لوري ته حرکت وکړي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژئ وزارت د دولت د ټکنالوژئ مخکښ په توګه د ستراتيژئ جوړولو مسؤل دی، خو څرنګه چې دا يو عمودي او افقي وسيله ده يعنې ټکنالوژي ټول کاروي او يوازې يوه اداره آن يوازې دولت نشي کولای چې په کلي توګه ټکنالوژي وړ او ټکنالوژي هوښيارې چاری او ستراتيژئ عملي کړي، نو لدې کبله فکر کوم سره لدې چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژئ وزرات به پدې اړه خپلې هڅې وکړې خو که د دولت لوړ پوړي چارواکي يې ملاتړ ونه کړي او نورو ادارو ته د همکارۍ لارښونه ونه شي، بيا هم د يوه وزارت د وس کار نه دی.

د ځينو هېوادونو بريالۍ بيلګې ښيي چې دغه سکتور ودې لپاره د دولت تر ټولو لوړ چارواکي تر مستقيم نظارت لاس لاندې کميسونونه جوړ شوي وي، او هر وزارت يا دولتي اداره هڅولې کيږي چې خپله اړونده ساحه کې د دې کميسون د مشورې په رڼا کې ټکنالوژي خپله کړي.

د دولتونو اوږد مهاله ستراتيژئ عموماً دوه بنسټيزه توکي لري، لومړی د ادارو تر منځ همغږي رامنځ ته کوي يعنې هڅه کړي چې هره اداره پر خپله خوښه هره ټکنالوژي خپله نه کړي، بلکه دولت ورته يو لوری او لارښود ټاکي او هغوی يې د هغې په رڼا کې خپلوي، دوهم ټکنالوژي د ولس ژوند آسانولو لپاره خپليږي، يعنې که يوه اداره تذکره ورکړي، پاسپورټ بايد هماغه معلومات بيا ثبت نه کړي، بلکه دولتي ادارې بايد چارې داسې همغږي کړي چې له مراجعينو يو ځل اخيستل شوي معلومات بيا په هیڅ اداره کې دوهم ځل لپاره وانخيستل شي.

لدې سره هرې ادارې ته مسؤلیتونه او دندې ټاکل کيږي، تعليمي ادارې پوهيږي چې څوک په کومه شميره وروزي، يا د شميرو او اقتصادي وړاندوينو ادارې اټکليزه پوهيږي چې په راتلونکي کې به څه ته په کوم شمير اړتيا وي. لدې پرته راټولیدونکو معلوماتو اړتيا او ارزونو ټولو لپاره أصول معلوم وي، دولت پوهيږي چې د څه ډول معلوماتو پر أساس څه پریکړې وکړي.

د اوږدمهاله فکر له لارې موږ هڅه کړو چې له نورو وروسته پاتې نه شو، د نورو کارولي توکي او ټکنالوژئ ونه کاروو، د نورو د وسيلو پر کارولو ځان له هغوی سره ګرو نه کړو او تر ټولو مهم خپلې بشري او نورې زيرمې داسې چارو ته ځانګړې کوو چې وکولای شي د ولس ژوند آسانه او د هېواد پرمختګ سبب وګرځي.

pen om paper

د کاروونکو او د هغوی د معلوماتو خوندتيا

د ټکنالوژئ خدمتونو ډېره ګړندئ وده وکړه، خو لکه چې مو يادونه وکړه ورته ډول ورسره قوانينو او لارښودونو وده ونه کړه چې له کبله يې د کاروونکو او د هغوی معلوماتو خوندتيا لپاره منظم ميکانزمونه رامنځ ته نه شول، نن د افغانستان د ټکنالوژئ کاروونکې تر ټولو ډير ژوبل دی، مهمه نه ده چې دا شخصي استعمالوونکی وي يا دفتري.

ټکنالوژي يو خدمت دی او د خدمت په ډول وړاندې کيږي هغوی چې لدې خدمتونو ګټه اخلي روښانه واحدونه نه لري، لکه يوه اداره له تاسې شل قسمه معلومات اخلي، که سبا دغه معلومات رسوا شو، او له کبله يې مشتري زيانمن شو، آیا داسې ميکانيزمونه شته چې دا شخص دغه اداره يا شرکت قانوني مراجعو ته معرفي کړي.

يا د ټکنالوژئ يو خدمت کاروئ، او له کيفيته يې راضي نه ياست، د هغوی يا کومې دولتي ادارې مشتري خدمتونو ته له شکايت پرته کومه بله لاره چاره لرئ. يا هره اداره يا شرکت چې يې خوښه وي مشتريانو ته د ګوتې نښانونو، لاسليکونو، سترګو نښانونو او نورو ثبتولو ماشينونه او فورمې ږدي، آیا دا مشتري کولای شي چې ورته ووايي دا معلومات د کوم قانون له مخې اخلي او که وغواړي چې خدمت يې د دې معلوماتو له ورکولو پرته وکاروي، آیا امکان لري.

آیا له کاروونکي د معلوماتو اخيستونکی اداره که دولتي وي يا شخصي، د معلوماتو ورکوونکي ته دا تضمين ورکولای شي چې د ده معلومات به نه رسوا کيږي، يوازې د هماغه هدف لپاره به کاريږي د کوم لپاره چې ترې اخيستل کيږي، په معلوماتو کې به يې څوک لاسوهنه نه کوي، دا د خپلو معلوماتو مالک دی او هر کله چې وغواړي له منځه يې وړلای شي او ورسره دغه معلومات به تر دې مودې له دې ادارې سره ثبت وي، او له هغې وروسته به په مسؤله توګه له منځه وړل کيږي.

او تر ټولو مهم، که چيرې کومه بل څوک وغواړي دغه معلوماتو ته لاسرسی ولري، نو آیا دا شخص به خبريږي چې موږ ستاسې معلومات له چا سره شريک کړل يا د اجازې حق لري چې که چيرې د معلوماتو شريکوونکی اجازه ور نه کړي او اداره يې له شريکولو بښنه وغواړي.

او که په دې ټولو مواردو کې له يوه هم سرغړونه وشوه، د معلوماتو ورکوونکی کولای شي د قانون په چوکاټ کې پر اداره، شرکت، شخص په محاکمو کې عارض شي.

Internet LED signage beside building near buildings

د بشري ظرفيتونو لوړول

نړۍ په عموم کې د بشري ظرفيت له ستونزې سره مخ ده، او افغانستان په نړۍ کې په دې سکتور کې يو تر ټولو کم کاري ځواک لري. لدې سره دا د کډوالو سکتور دی، يعنې په نړيواله توګه د دې سکتور ماهره کاري ځواک ته د دندو ښه فرصتونه ډير وي چې له کبله ډير يې خپل هېوادونه نورو پرمختلليو او غوړو فرصتونو لپاره پريږدي، پدې سکتور کې د مهارتونو نړيوال شکل او ورته والي له کبله تګ راتګ د نورو په پرتله ډير دی.

د هېوادونو اقتصادي پرمختګونو په واحداتو کې د درېيم پوړ (له ثانوي ښوونځي لوړ) تعليم هم ارزول کيږي آن دا کتل کيږي چې هېواد څومره دوکتورا لرونکي لري، ورسره د ځانګړي مسلک خلک هم کتل کيږي.

د ټکنالوژئ سکتور د هغې د مسلکيانو پر پوهه او مهارت ولاړ دی، او ورسره دغه سکتور په ګړنديوالي سره د خدمتي سکتور په لور روان دی، يعنې ماهره کاري ځواک به د ټکنالوژئ وسيلو په مرسته د نورو ژوند آسانوي. د فزيکي توکو جوړولو وخت يا تير دی او يا ډيرې چارې يې اتومات شوي دي، ماشينونه يې سر ته رسوي، او څه چې پاتې دي هغې پسې چينايانو او هندوانو بډې وهلي دي.

ظرفيت د هغې له استعمال سره مستقیمه اړيکه لري، يعنې لومړی موږ کار معلوموو بيا هغې لپاره د ظرفیت په شمول وسايل لټوو. لومړی به مسؤلین دغې سکتور لپاره اوږدمهال اهداف ټاکي، بیا به هغې اهدافو ته رسیدو لپاره ماهره کاري ځواک روزي او لدغې کاري ځواک څخه به د ګټې اخيستنې له لارې اهدافو ته ځان رسوي.

د ظرفیت په ساحه کې زموږ تر اوسه ستره ننګونه دا ده، چې تجارتي ټکنالوژيو لپاره لنډمهاله روزنې او کورسونه ښه ډير دي، خو اوږدمهاله او غير تجارتي ټکنالوژئ ماهرين د ګوتو په شمار دي، ورسره داسې يو سکتور لپاره د کاروونکو روزل چې په دوامداره توګه بدليږي خپله ستره یوه ننګونه ده، خو له کاري ځواک پرته نه کيږي.

(په راتلونکې ليکنو پر ټکنالوژۍ ګڼوالي او سيمه ييز پرمختګ، مناسب تعليمي نظام، د ايکو سيسټم رامنځ ته کول او له نړۍ سره پر نښلیدلو غږيږو.)

ورته ليکنی: د مخابراتو او ټکنالوژي سکتور – ننګونې او وړانديزونه، ستراتيژي هدف که پروسه، پوهه او د ټولنيزو شبکو هوښيار،  ټکنالوژي او ملي کړنلارې، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د مشرۍ کبر او ناکامۍ مزل، د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۵)، سايبري مينه – اخيري برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين محتوياتو ننګونه


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

4 responses to “د مخابراتو او ټکنالوژي سکتور، ننګونې او وړانديزونه – ۲”

  1. ډيجيټلي وده – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ټکنالوژي سکتور، ننګونې او وړانديزونه – اخيري برخه،  ۲ – د مخابراتو او ټکنالوژي سکتور – ننګونې او وړانديزون… د مخابراتو او ټکنالوژي سکتور – ننګونې او وړانديزونه، […]

    Like

څرګندون پریږدئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading