(لومړئ برخه او دوهمه برخه يې دلته ولولئ،)
د دريو برخو ليکنو لړۍ په لومړئ برخه کې موږ د مخابراتو او ټکنالوژئ پر عمومي حالت او قانوني چوکاټ وغږيدو، په دوهمه برخه کې پر اوږدمهاله سراتيژئ، د کاروونکو او د هغوی د معلوماتو پر خوندتيا او د بشري ظرفيتونو پر لوړولو مو بحث وکړ، پدې اخيري برخه کې د ټکنالوژئ پر ګڼوالي او سيمه ييز پرمختګ، مناسب تعليمي نصاب، د ايکو سيسټم رامنځ ته کول او له نړۍ سره پر نښليدو غږيږو.
ټکنالوژئ ګڼوالی، سيمه ييز پرمختګ
په افغانستان کې تجارتي ټکنالوژئ پرمختګ کړی يعنې هغه وسايل يا خدمتونه چې شاته يې ستر څوميليارد ډالره شرکتونه ولاړ دي، لکه د مايکروسوفټ، ايپل، اوريکل، سامسنګ او نورو پيداوار پراخه کاروونکي لري او هېواد ترې ډک دی، چې اساسي دليل يې د هغې شرکتونو غښتلې او بريالی بازار موندنې ستراتيژئ او مهارتونه او د پاليسيو جوړوونکو د دې ټکنالوژيو کارولو اوږدمهاله اغيزو په اړه نه فکر دی.
لدې سره هغه تجارتي ټکنالوژي چې دلته کاريږي اکثره پروګرامونه يې غير قانوني شکل لري يعنې د جوړوونکي له اجازې پرته کاريږي، چې له کبله يې د هغې کاروونکي حقوقي خوندتيا او د دې پروګرامونو نوو بڼو ته لاسرسی نه لري. په شخصي استعمال کې ممکن څه ستره ستونزه نه وي، خو رسمي استعمال لپاره بايد له جوړوونکي اجازه/لايسنس واخيستل شي چې ښايي په لنډه کې ګرانه تمامه شي، خو په اوږده کې بيا خپلې ګټې لري، او څرنګه چې افغانستان د WTO غړی دی نو ځکه مجبور دی چې دا اجازې راونيسي.
لدې سره چې دغه غير قانوني نقلونه څومره امنيتي او اجرائيوي ستونزې زيږوي، هغه بيل بحث دی.
د نړۍ ټول هېوادونه خپلو حساسو چارو او ادارو لپاره خپل سيمه ييز يا په خپل کور کې جوړ کړي کمپيوټري پروګرامونه کاروي، له دغو کمپيوټري پروګرامونه آن څوک خبر هم نه وي او يو څو ځانګړي خلک يې پر مخ بيايي. په ځينو مواردو کې دغه هېوادونه خپله داخلي شبکه هم جوړوي او که چيرې احیاناً له نړۍ پرې شي، نو بیا هم داخلي شبکې يې کار پرې نه ږدي.
د ايران او اسرائيل د راکټونو په جګړه کې دا بحث هم ښکته پورته کيده، چې ايران د اسرائيل دفاعي سيسټم، په ځانګړي ډول له راکټونو څخه د خوندتيا سيسټم کمپيوټري پراګونه له بريد وړاندې څيرلي او ورننوتي وو، چې له کبله يې ځينې راکټونه له دې سيسټمه تير شوي وو، اخوا اسرائيل تل پر دې وياړي چې موږ د ايران له ټولو هغو کمپيوټري پروګرامونو خبر يو چې ايران يې په حساسو چارو کې کاروي او ورته داخليدلای شو.
اوس دا چې د دغو هېوادونو دغو لاپې او دعوې څومره رښتيا دي، هغه هیڅکله نه معلوميږي، خو د هر څه څيړل، ورداخلیدل او پرې حاکميدل د هغې له پيژندنې پيليږي. هر څومره چې يو هېواد نړيوال يا مشهور کمپيوټري پروګرامونه خپلو حساسو چارو لپاره کاروي، همدومره يې امکان ډيروي چې له هر څه به يې هر څوک خبر وي.
لدې هېوادونو پرته چين، روس، هند او د جنوبي امريکا ځينې هېوادونه يې ښې بيلګې دي، چې خپلې داخلي شبکې او کمپيوټري پروګرامونه لري او خپلې حساسې چارې پرې پر مخ بيايي.
هر هېواد او ولس یې خپلې ځانګړې اړتياوې او غوښتنې لري، ضرور نه ده څه چې تجارتي ټکنالوژئ شرکتونو څښتنان وايي، هېوادونه دې هم هماغه ډول ستونزې حل او اړونده ټکنالوژئ وکاروي. لدې سره د خپلو اړتياوو پر يوه ځانګړي شرکت يا ټکنالوژئ بنا کول پخپله يو ستر ګواښ او ریسک دی، او که چيرې دغه شرکت يا وسيله له کاره پريوتله نو هر څه له خطر سره مخ کيږي.
د هېواد په داخل کې پر پروګرامونو تمرکز او په هغه ساحه کې د کافي ماهره ځواک لرل يې د حل ښه او غوره لار ده. پر يوې ټکنالوژۍ اتکا هیڅکله د هیڅ چا په ګټه نه دي او نه ترې کوم چا ښه ورځ ليدلې ده.
مناسب تعليمي نصاب
داسې يو مسلک چې د يو پيداوار نسل ټول ژوند يې له دوو کالو کم وي او هره ورځ په زرګونو ويبپاڼې، او هره مياشت نوي ټليفونونه او پيداوار بازار ته وړاندې کوي همداسې نوي او د بازار پر اړتياوو ولاړ تعليمي نصاب ته اړتيا لري، په دولتي پوهنتونونو کې په ځينو مواردو کې تر اوسه د ۱۹۹۰ د زمانې وسيلې تدريسيږي او شخصي پوهنتونه پر پريزنټشنونو قاريان فارغوي، د تعليمي نصاب اصلاح او د ټولنې له غوښتنو سره عيارونه پر څيړنو بنا وي، داسې څيړنې چې د ټولنې واقعيتونه په پام کې ونيسي.
دلته د ټکنالوژئ په ساحه کې يو نوي او پر اړتياوو ولاړ تعليمي نصاب ته اړتيا ده چې د کاروبارونو او دولت له اړتيا سره سم د مناسب مسلکي فارغين ورکړي چې هم دوی ته د کار زمينه وي او هم تجارتونو ته ماهر کاري ځواک ارزانه او پريمانه موجود وي.
هند نړۍ ته د ماهره کاري ځواک ليږلو نوم لري، يو خو يې ولس ډير دی، بل هر چيرې په هر هېواد کې يو نه يو هندوستانی شته، چې خپل خپلوانو لپاره کار کړي، خو لدې ټولو مهم د هغوی تعليمي نصاب دی چې د نړۍ له اړتياوو سره سم د ټکنالوژۍ په ساحه کې کاري ځواک روزي.
موږ باید لومړيتوبونه وټاکو، پوه شو چې داسې کومې ساحې دي چې د ژوند په دې پړاوو کې پکې سالمه سيالي کولای شو، او څرنګه دغې سیالۍ لپاره داسې تعليمي نصاب رامنځ ته کړو، چې راتلونکي لپاره راته ښه ځواک وروزي.
د تعليمي نصاب بل اړخ د بازار اړتياوې پوره کول دي، د بازار سرلاري له شرکتونو او پاليسي جوړوونکو دولتي ادارو سره وي، ښه تعليمي نصاب د دې ټولو غوښتنې په پام کې نيسي، پوهيږي چې دا د نن زده کوونکی چې پنځه کاله وروسته د کار اهل کيږي، څه يې بايد زده وي، څرنګه بايد ترې کار واخلي او څرنګه دوامداره وده وکړي.
د ايکو سيسټم رامنځ ته کول
په کاروبارونو، کرهڼه، صنعتي ودو او ډيرو سکتورونو کې دا اصل دی چې د يو څه ودې لپاره چاپيریال رامنځ ته کيږي، چيرې چې يو توکی بل ملاتړوي، او دا چاره عموماً دولتونه سر ته رسوي. لکه فابريکې عموماً په يوه ځای کې وي، ځکه له چاپيريالي ملحوظاتو سره دولت ته آسانه وي چې په يوه ځای کې دوی ته ټولې اړونده آسانتياوې برابرې کړي.
همدا اصل په ټکنالوژۍ کې هم شته، له ايکو سيسټم څخه هدف دا دی چې د مفکورې درلودونکی اړوند پانګونې، شرکتونه ماهره کاري ځواک او قانوني خوندتياوو، کاروونکي مناسبو حقوقي چوکاټونو او ارزانه او اسانه خدمتونو ته لاسرسی ولري.
دغه سکتور تر ډيره پر څيړنو ولاړ وي، څيړنې ګرانې او مبهمې وي، پوهنتونونه دومره وسايل نه لري چې په يوازې تنه څيړنې وکړي، شرکتونه له ګټې پرتې ډير څه ته لاس نه اچوي، يو غښتلی چاپيريال او قانوني سيسټم کولای شي د ټولو حقوق خوندي کړي.
کله نا کله په ټلويزونو يا ټولنيزو شبکو کې ښکاري چې چا ټانک جوړ کړی وي، څوک ډرون الوتکې الوزوي، څوک موټرې جوړوي او څوک نور ابتکارات کړي، ابتکارات تل له نورو الهام اخلي. مهمه نه ده چې فکر له کومه راغلی وي، مهمه دا ده چې پوه شو آیا موږ دا فکر په پراخه کچه عملي کولی او تجارتي شکل ورته ورکولی شو يا نه، او که چيرې د مفکورې څښتن وغواړي دغه فکر تجارتي کړي، دغه محصول يا خدمت په ارزانه، قانوني او باوري توګه ولس ته ورسوي، پر يو کاروبار يې واړوي، بايد له کومه يې پيل کړي.
هیڅوک او هیڅ اداره په خپل ذات کې پوره نه وي، پر غښتلي قانوني چوکاټ ولاړ مبتکر ایکو سيسټم کولای شي د پوهې څښتنان د ژورو جيبونو له څښتنانو سره د متقابلې ګټې په چوکاټ کې ونښلوي.
له نړۍ سره نښليدل
موږ په يوه نښليدلې نړۍ کې ژوند کړو، او د ټکنالوژۍ تر ټولو کلیدي ارزښت په نښلونه کې دی، د نړۍ تنابونه رالنډ شوې دي او نور هم لنډيږي. مثلاً اوس جرمونه سيمه ييز شکل نه لري، او په آسانه نړيوال کيږي. داسې ډيرې بيلګې شته چې د يوه هېواد وګړي د خپل هېواد له بريدونو اخوا آنلاين جرمونه سر ته رسوي.
موږ که وغواړو يا نه، د نورو له کړو وړو اغيزمن کيږو، یا زموږ هېوادوال ترې اغيزمنيږي. داسې ميکانيزمونو او اړيکو ته اړتيا لرو چې له نړۍ سره د ټکنالوژۍ په ساحه کې مناسبه راکړه ورکړه ولرو. هند د فیسبوک پر ځينو پاڼو او محتوا انديښنه څرګنده کړه، له يوې اونۍ په کمه موده کې هغه پاڼې د فيسبوک لخوا ليرې شوې، همدا چاره پاکستان وغوښته چې وکړي، فيسبوک ورته ويل چې موږ د خپلو کړنلارو په رڼا کې د دې چارې اجازه نه لرو او نه شو کولای د هر چا هره غوښتنه ومنو.
که د ټکنالوژۍ نړۍ پوه شي چې يو اعتباري او پوه غړی لري او خبره يې اوريدل کيږي، نو په مقابل کې هغوی هم کولای شي له موږ سره مرسته وکړي. تر اوسه موږ ته ټکنالوژي او اړونده ابتکارات يې له بهره راروان دي، ورسره د هغوی تجربه زموږ په پرتله ډيره ده، داسې ډيرې ساحې شته چې موږ يې د نورو له تجاربو زده کولای شو، ډير څه دي چې موږ يې له نورو سره شريکولای شو.
د ټکنالوژۍ په سکتور کې يو عام اصل دی چې وروسته راتلونکي يې د وړاندې تلونکو له تجربو زده کوي، آن دا بحث هم شته چې وړاندې تلونکو دا هر څه په ډيره ستره بیه زده کړي دي، او وروسته راتلونکي يې يوازې نقلوي، خو هر څوک خپل مزل پخپله کوي، ابتکارات به ګران وي خو مبتکرین يې بيا همدومره ګټه هم له ځان سره وړي.
ضرور نه ده هغه نيمګړتياوې او اشتباهات چې نورو کړې وي، موږ يې هم تکرار کړو، له نړۍ سره د ټکنالوژۍ په ساحه کې راکړه ورکړه موږ ته ښايي ډيرې ښګيڼې راوړي.
د ټکنالوژۍ او اړونده وسایلو کارولو مخه نه نيول کيږي. د بشر هرې پوهې او پرمختګ په څير ټکنالوژي هم ګام په ګام، خښته په خښته پرمختګ کړي، يو پوړ يې بل پوړ ته وده آسانوي. موږ کولای شو د نورو له تجاربو یې زده کړو، ضرور نه ده چې هر څه پر ځان تجربه کړو.
اوږد متمرکزه فکر، غښتلی قانوني چوکاټ، ماهره کاري ځواک او د ټولو اړونده ادارو او کاروبارونو تر منځ غښتلې همغږي کولای شي، زموږ د پرمختګ او ودې مزل ډير ګړندی، خوندي او رالنډ کړي.
ورته ليکنی: ۲ – د مخابراتو او ټکنالوژي سکتور – ننګونې او وړانديزونه، د مخابراتو او ټکنالوژي سکتور – ننګونې او وړانديزونه، ستراتيژي هدف که پروسه، پوهه او د ټولنيزو شبکو هوښيار، ټکنالوژي او ملي کړنلارې، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د مشرۍ کبر او ناکامۍ مزل، د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۵)، سايبري مينه – اخيري برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين محتوياتو ننګونه






څرګندون پریږدئ