ډيجيټلي وده

افغانستان نږدې ټوله خاوره د ټليفون تر پوښښ لاندې ده، نږدې هر څوک ټليفون ته لاسرسی لري. دغه ډيره غښتلې وسيله ده. له زده کړې نيولې تر مالي موضوعاتو او شخصي ژوند پر هر څه اغيزه لري.

فکر وکړئ، نوره نړۍ کې دا يوه عادي چاره ده. ځيرک ټليفون لرئ، غواړئ چا ته پيسې واستوئ يا تاسې ته پيسې راځي؛ چيرې غواړئ ولاړ شئ ټکسي راغواړئ؛ د کور لپاره سودا اخلئ؛ کتاب غواړئ، کومه زده کړه مو خوښه شوه، غواړئ نوی مسلک زده کړئ؛ نوې دندې ته عارض کيږئ؛ دولتي خدمت مو په کار دی، يعنې پاسپورټ، موټر جواز، کاروبار جواز يا نورو ته عريضه استوئ؛ ډاکټر سره غواړئ ووينئ، آن آنلاين يې هم ليدلای شئ. لاره مو ورکه کړې ده، پوه شئ نږدې کوم ښه خواړه خرڅيږي، او داسې نور هر څه چې مو فکر ته راځي، دغه ځيرک ټليفون يې د هغې په آسانولو کې مرسته کولای شي.

Phone and shopping cart with packages on purple background, mobile app for shopping. Concept of sale and purchase in store. Delivery of goods. 3D rendering

او داسې نور ډير څه چې دغه ټليفونونه يې ستاسې لپاره کولای شي. دغې چارې به اوس عجبې ښکاره شي، خو د متقابل باور او اعتمادي زيربناوو په مرسته شوني دي.

دغه هند چې د غواوو او بتانو عبادت کړي، له يوه ډيجيټلی غورځنګه تيريږي. عادي بزګر يې د ټکنالوژئ په مرسته پوهيږي چې په کومه خاوره کې څه وخت کوم تخم په څه ډول وکري، له کرلو وروسته يې چيرې وپلوري او که چيرې د کرکيلې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ شي، نو چا ته زنګ ووهي او له چا مرسته وغواړي.

دوکان ته یې څوک ورځي، ګوري چې پیسې نه لري، نو له لسو هندي کالدارو نيولې تر زرګونو کلدارو سودا پورې، د کوډ پر سکن کولو دوکاندار ته له خپل حسابه پيسې استوي. د هند په موضوع کې دغه ډيجيټلي چارو يو خو د ولس ژوند آسانه کړی دی، ورسره يې فساد او بې ځايه بيوروکراسۍ مخه نيولې ده، او ورسره د بودجې او پیسو سپمولو سبب ګرځيدلی ده، چې حکومت يې بيا دغه سپما شوې پيسې پر عام المنفعه زيربناوو لګوي.

ډيجيټلی وده درې کلیدي اړخونه لري، لومړی يې کاروونکی دی، دوهم يې برابروونکی دی، دريېم يې د دې دواړو تر منځ اعتماد او اسانتيا رامنځ ته کوونکی دی.

کاروونکی بايد له ډيجيټلی وسيلې څخه د ګټې اخيستنې لازمه پوهه ولري، خو له پوهې وړاندې بايد دغه کاروونکی پوه شي چې دغه ډيجيټلی وسيله يې ژوند آسانولی شي يا ده لپاره يو څه ارزښت لري. د افغانستان په شمالی ولايتونو په ځانګړي ډول فارياب، سمنګان، بلخ او شاوخوا سيمو کې چيرې چې ميرمنې په کور کې افغاني دود کالي جوړوي، هلته د واټس آپ ګروپونه عام دي، په دغه ګروپونو کې آن له هيواد بهره هم پلورونکي ملګري دي، او د دغه کوچنيو کاروبارونو او ميرمنو له محصولاتو خبريږي او د اړتيا پر مهال يې رانيسي.

دلته ضرور نه ده چې دغه کاروونکی دې باسواده او پر ټکنالوژئ ډير پوه وي، که چيرې دغه کاروونکي پوه شو چې دغه وسيله يې کاروبار ته وده ورکولای او ژوند آسانولای شي، نو اړوند وسيله به د خپل کاروبار لپاره خپلوي، او د زده کړې له تکليفه به يې تيريږي.

لدې سره دوهم د خدمت برابروونکی دی، هغوی چې د دغې ډيجيټل وسيلې له لارې خدمتونه او محصولات پلوري. هغه بايد اخيستونکي ته دا باور ورکړي چې پلورل کيدونکی توکی هغه څه دي چې اعلان شوي دي، يا هغه محتوا چې تاسې يې وينئ يا مصرفوئ، پر حقايقو او ريښتياوو بنا ده.

ورپسې د زيربناوو او اعتماد رامنځ ته کوونکو آسانتياوو بحث راځي. له دغه آسانتياوو څخه هدف قانوني چوکاټ، باوري اړیکه، د پيسو راکړې ورکړې آنلاين امکانات، او غښتلي تجارتي ميکانيزمونه دي. هغوی چې يو آنلاين خدمت کاروي بايد پوه شي چې که چيرې دوی تير وويستل شو، نو په هېواد کې داسې قانوني ميکانيزمونه شته چې په مرسته يې خپل حقوق غوښتلای شي.

د دغه اعتماد رامنځ ته کوونکو اسانتياوو تر ټولو ستره ګټه دا وي، چې کاروبارونو سره مرسته کوي په ملي او نړيواله کچه پراخه شي، يعنې که چيرې دغه قانوني چوکاټ او اړونده زيربناوې نه وي، نو خلک يوازې له هغوی سودا اخلي چې شخصي يې پيژني يا يې د کاروبار ځای ورته معلوم وي، دغه کاروبار په يوه محدوده جغرافيه کې وده کړي.

خو، که چيرې دغه اعتماد رامنځ ته کوونکی آسانتياوې واوسي، نو له کاروبارونو او اخيستونکو سره مرسته کوي، چې آن له هغه چا سره هم کاروبار وکړي، چې نه يې شخصي پيژني، او آن ښايي په بل ښار يا هېواد کې وي، ځکه د حکومتونو دغه قانوني اسنادونه او آسانتياوې دواړو اړخونو ته دا باور ورکوي، چې کاروبار او دغه راکړه ورکړه قانوني ده.

هغوی چې يو څه آنلاين خرڅوي، پوهيږي چې هر کله يو چا له دوی څخه څه واخيستل، نو هغوی د دوی د ويبپاڼې يا خدمت برابروونکي آنلاين ځاي پریښودو پرته کولای شي، دوی ته اړونده پیسې راواستوي. او دغه آنلاين راکړه ورکړه قانوني پوښښ لري او د سبا لپاره یې د ماليو او نورو لګښتونو محاسبه هم آسانه ده.

د آنلاين کاروبارونو، زده کړو، لوبو، ساعتيريو په شمول ډيجيټلی ودې بحث د خپلولو او نه خپلولو تر منځ نه دی، چې يو څوک دې ووايي چې دا هېواد يې نه خپلوي يا موږ ورته تيار نه يو. بلکه بحث د کله او د خپلولو د طريقې دی. نړۍ ډيجيټلي شوې ده، استعمال يې شته خو محدود او د قانون له چوکاټه بهر دی، دلته هغوی چې ټليفون لري، په ځانګړي ډول د ځيرکه ټليفون درلودونکي د دغې جريان برخه دي.

يوازې بحث دا دی، چې موږ يې څرنګه کولای شو په غوره او ګټوره توګه وکاروو. دا هېواد د انټرنيټ پراخه کاروونکي لري، چې د انټرنيټ ستره برخه يې پر ساعتيريو او بې ګټو شيانو مصرفیږي، موږ څرنګه کولای شو چې د دغو شتو وسيلو پر کارولو د ولس ژوند آسانه کړو.

څرنګه کولای شو، د هغو ځنډونو او خنډونو مخه ونيسو چې د يوه ډير کوچني کار لپاره مو ورځې ضايع کيږي، څرنګه کولای شو چې د ډيجيټلي وسايلو پر خپلولو خپل عامه لګښتونه راکم کړو او پر د عمومي ګټې پر زيربناوو يې ولګوو؟ څرنګه کولای شو چې د دې وسيلو پر کارولو خپل کاروبارونه غښتلي او کره محصولاتو نړۍ ته وړاندې کړو؟

ورته ليکنی:د مخابراتو او ټکنالوژي سکتور، ننګونې او وړانديزونه – اخيري برخه،  ۲ – د مخابراتو او ټکنالوژي سکتور – ننګونې او وړانديزونه،  د مخابراتو او ټکنالوژي سکتور – ننګونې او وړانديزونه، ستراتيژي هدف که پروسه، پوهه او د ټولنيزو شبکو هوښيار،  ټکنالوژي او ملي کړنلارې، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د مشرۍ کبر او ناکامۍ مزل، د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۵)، سايبري مينه – اخيري برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين محتوياتو ننګونه


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

څرګندون پریږدئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading