د تمرکز ډيرول او ګټور کار، اته وړانديزونه

د دوهمو مغزو رامنځ ته کولو په نامه يوه اصطلاح ده، د دغې اصطلاح پلويان وايي هغوی چې ښه کار کړي او تمرکز لري، هغوی خپلو چارو لپاره د ټکنالوژۍ او نورو وسيلو په مرسته دوهم ماغزه رامنځ ته کړي وي، چيرې چې اکثرو کارونو ته ډير فکر اړتيا نه وي، دغه وسيلې له بنده سره مرسته کړي چې متمرکزه واوسي او ښه کار وکړي.

د نن په زمانه کې ساعتيري ډيره شوې ده، دغه ساعتيري يوازې فزيکي شکل نه لري، دغه ځيرکه ټليفونونه چې تاسې ګرځوئ، کولای شي ټوله ورځ مو ساعت تير کړي. دغه ټولنيزې شبکې چې تاسې کاروئ، هو، واټس آپ هم ټولنيزه شبکه ده، دا ټول دې چارې لپاره متخصصين لري چې څرنګه کاروونکي په دوامداره پر ځان بوخت وساتي.

نو ځکه، د نن کاروونکي لپاره تمرکز اصل مهارت دی. يو څوک مهمه نه ده چې په خپل مسلک کې څومره ماهره وي، خو که ونشي کړای پر خپل کار تمرکز وکړي، نو ورځې به پرې تيريږي او چارې به يې پاتې وي، ورسره به له دوامداره زده کړې هم محروم وي.

موږ دلته د تمرکز او ښه کار پر اتو لارو چارو غږيږو، چې کولای شي له تاسې سره مرسته وکړي، له خپل وخت ښه ګټه واخلئ.

۱. په يوه وخت کې هر څه ته لاس مه اچوئ

هره ستره چاره تمرکز غواړي. که ماشومانو ته مو پام کړی وي، کله چې په يوه کار کې بوخت شي، يا پر لوبو راشي نو ډوډئ، نظافت هر څه ترې پاتې وي، په خپله دنیا کې ورک وي، او کله چې تاسې بيا د دوی دغه خوځښت مات کړئ، نو هغوی په قهر وي.

څيړنې وايي چې انسان په ذهني ډول له کاره دومره نه ستړی کيږي، لکه څومره چې د چارو تر منځ ټوپونه وهي راوهي. آن يوه څيړنه په دې نظر هم ده، چې متمرکزه کار، داسې څه چې انسان په خپل ځان کې ډوب کړي، د ذهني آرامتيا سبب ګرځي.

لدې څيړنو دا هم څرګنديږي، چې تمرکز او يوې چارې اجرا زده کړه غواړي، يعنې که چيرې موږ په دوامداره توګه په يوه وخت کې څو کارونه سرته رسوو، نو ذهن مو همداسې عادت کيږي، او له وخت سره يې د تمرکز توان ژوبليږي.

په يوه وخت کې د يوې چارې اجرا لپاره مهمه ده، چې پوه شو په ټاکلي وخت کې موږ لپاره څه مهم دي، او څومره وخت ته اړتيا ده چې دغه چاره په ښه توګه سر ته ورسوم.

۲. هر څه لپاره وخت وټاکئ

د وخت په مديريت کې د پارکنسنز په نامه يو اصل لرو، هغه وايي چې د کار اجرا له ټاکل شوي وخت سره مستقيمه اړيکه لري. يعنې که د نيم ساعت کار لپاره تاسې نيم ساعت وټاکئ نو په نيم ساعت کې خلاصيږي، خو که همدې نيم ساعت کار لپاره درې ساعت وټاکئ، نو دغه کار درې ساعتو ته خځيږي.

clear hour glass with brown frame

۳. مسؤل او ځواب ورکوونکی اوسئ

مسؤليت له ځانه پيليږي، هره ژمنه يا ضرب الاجل چې ټاکئ هڅه وکړئ پوره يې کړئ، مسؤليت اخيستنه مو په مسلکي او شخصي ژوند کې اعتبار لوړوي. ځان مسؤل او ځواب ورکوونکی بلل فرق لري. يعنې په شخصي توګه د خپلو چارو مسؤل ياست، خو که چيرې مشري هم درپه غاړه وي، نو بيا له شخصي مسؤليت سره د خپلو لاس لاندو همکارانو چارو لپاره هم ځواب ورکوونکي ياست.

۴. له ځان سره حساب وکړئ

له ساعت ورځ او له ورځو عمر جوړيږي، پوه شئ ساعتونه مو چيرې روان دي. وخت يوازيني څه دي چې نور يې تاسې ته نه شي درکولای، نه يې تاسې نورو ته ورکولای شئ، نو ځکه د خپل وخت مسؤليت واخلئ او له ځانه وپوښتئ، چې که چيرې څوک له ما څخه زما د وخت په اړه پوښتنه وکړي، زه به څه وایم؟

ضرور نه ده چې هر څه دې ستاسې په خوښه وي يا پر نيمګړتياوو سترګې پټې کړو، د نيمګړتياوو پيژندل له موږ سره مرسته کړي، تر څو د هغې پر له منځه وړلو کار وکړو، له نن څخه سبا بهتره شو، او همدې مزل ته دوام ورکړو.

۵. پوه شئ څه غواړئ او ويې ليکئ

په پيل کې پر تمرکز بحث وکړ، پوه شئ چې پر څه اوس تمرکز کړئ يا بايد پرې کار وکړئ. هغه له ځان سره وليکئ، موږ عموماً له دومره اخلالاتو سره مخ يو چې له موږ څخه اکثراً مهمه چاره ورکه وي. پر دې پوهيدل چې څه غواړئ، آرامه ذهن، فکر او ليکل غواړي، ويې ليکئ تر څو درڅخه د ورځې په هاهو کې پاتې نه شي.

خو، دغه د غوښتنې ليسټ لنډ وساتئ، او کله چې مو پر يوې چار تمرکز وکړ، هغه سر ته ورسیده، بيا بلې ته ولاړ شئ، او د ورځې په پای کې له ځان سره حساب وکړئ، چې څومره چارې مو سر ته ورسولی.

۶. څه مو پام ګرځوي

ممکن لومړيتوبونه هم وټاکئ، پوه هم شئ چې پر څه کار وکړئ، خو زموږ په دوامداره توګه پام ګرځول کيږي. له پام ګرځوونکو څخه هدف اخلالوونکي دي، دا ښايي د ټولنيزو شبکو پيغامونه وي، ناڅاپي زنګ يا د يو چا ستاسې کارځای ته راتلل وي، که نور هر څه وي، پر هغې پوه شئ او د حل لاره يې ولټوئ.

ذهن په دوامداره توګه تمرکز لپاره وروزوئ. عادتونه زده کيدونکي دي، ځان پوه کړئ او ښه عادتونه خپل کړئ، او دغه چاره د پام اړوونکو له پيژندلو پيل کړئ.

۷. زده کړئ

مطالعه د ذهن تحريکولو بهترينه وسيله ده، موږ ټول يې له نورو زده کوو. له نورو يې زده کړئ. مطالعه ښايي ښه ليکلې يا غږيزه کتاب، ښه فلم يا بل څه وي، زده کړه يو شکل نه لري، آن له يوه چا سره ښه بحث هم د ډيرې زده کړې سبب ګرځي.

مهمه دا ده چې موږ بايد پوه شو چې که غواړو له خپل اوسني حالاته ووځو، بدلون رامنځ ته کړو، نو لومړی بايد خپل مهارتونه او پوهه له نوي بدلون سره عيار کړو. اوسنۍ پوهې اوسني حالت ته راوستئ، خپل حالت بدلوئ، نو لومړی ځان پوه کړئ، له نورو يې زده کړئ، بيا د دغې پوهې پر مرسته خپل حالات بدل کړئ.

۸. ورزش وکړئ

د کرکټ يا بلې لوبې پر ټلويزون ليدل ورزش نه دی. که کار مو ډيره ناسته لري، نو په فزيکي توګه ځان فعاله وساتئ. بیلابيلې څيړنې وايي چې روغ تن روغ ذهن لري. آن د نړۍ سترو کشفياتو او لاسته راوړنو نظرونه دغه مخکښو خلکو ته د پياده تګ يا ورزش پر مهال راغلی دی.

لدې سره ورزش ستاسې پام ستاسې روغتيا ته هم رااړوي. لدغې لارې په دوامداره توګه پوهيدلای شي چې روغتيايي حالت مو څه څنګه دی، څه بايد وکړئ چې تل روغ او ښاد واوسئ.

brown analog clock

د نن په دوامداره بوخته دنيا کې د کار سرته رسونه مهمه نه ده. مهمه دا ده چې شخص پوه شي دغه کار په کولو ارزي، په ښه توګه يې سر ته ورسوي، او په دوامداره توګه د خپلو چارو د بهتره اجرا چمونه زده کړي.

نن د پوه ماهره کارکوونکي لپاره تر څه ډير پر دې پوهيدل مهم دي چې څه رنګه خپل پام يوازې تر لاس لاندې چارې پورې محدود وساتي، او دغه چاره په ښه او احسنه توګه په ټاکل شوي وخت کې سر ته ورسوي.

ورته ليکنی: د غوره مفاهمې پنځه بنسټيزه اصول، د ښې مشرۍ ۸ مهارتونه، د مسلک بيه، د زده کړې – ولې، ابتکار ټوکې نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

8 responses to “د تمرکز ډيرول او ګټور کار، اته وړانديزونه”

  1. د وخت پر وړاندې  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ليکنی: د تمرکز ډيرول او ګټور کار، اته وړانديزونه، د غوره مفاهمې پنځه بنسټيزه اصول، د ښې مشرۍ ۸ […]

    Like

  2. تعليم او د عايد تمې – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] – دوهمه برخه، اته (۸) عادته چې مسلکي ژوند مو خرابوي، د تمرکز ډيرول او ګټور کار، اته وړانديزونه، د غوره مفاهمې پنځه بنسټيزه اصول، د ښې مشرۍ ۸ […]

    Like

  3. پرون د نن په خدمت کې – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ليکنی: د مشرۍ درس – ناکاميو منل، د تمرکز ډيرول او ګټور کار، اته وړانديزونه، د غوره مفاهمې پنځه بنسټيزه اصول، د ښې مشرۍ ۸ […]

    Like

  4. د کار سړی  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] – دوهمه برخه، اته (۸) عادته چې مسلکي ژوند مو خرابوي، د تمرکز ډيرول او ګټور کار، اته وړانديزونه، د غوره مفاهمې پنځه بنسټيزه اصول، د ښې مشرۍ ۸ […]

    Like

  5. واک او اغيزه  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] – دوهمه برخه، اته (۸) عادته چې مسلکي ژوند مو خرابوي، د تمرکز ډيرول او ګټور کار، اته وړانديزونه، د غوره مفاهمې پنځه بنسټيزه اصول، د ښې مشرۍ ۸ […]

    Like

  6. د فکر تپل  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] – دوهمه برخه، اته (۸) عادته چې مسلکي ژوند مو خرابوي، د تمرکز ډيرول او ګټور کار، اته وړانديزونه، د غوره مفاهمې پنځه بنسټيزه اصول، د ښې مشرۍ ۸ […]

    Like

  7. سم کار که د کار سموالی – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] – دوهمه برخه، اته (۸) عادته چې مسلکي ژوند مو خرابوي، د تمرکز ډيرول او ګټور کار، اته وړانديزونه، د ښې مشرۍ ۸ مهارتونه، د زده کړې – ولې،  دا اهل يې څوک […]

    Like

  8. تدبر او تمرکز – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] د تمرکز ډيرول او ګټور کار، اته وړانديزونه، سم کار که د کار سموالی، ساعت تيره پوهه   ، د کار سړی ، تعليم او د عايد تمې، د وخت پر وړاندې  […]

    Like

Leave a reply to واک او اغيزه  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت ځواب لرې کړه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading