د وخت پر وړاندې 

د مهارت يو تعريف دا هم دی چې ماهره شخص ورسپارل شوی کار دومره ژر او په روانۍ اجرا کوي چې نورو ته آسانه ښکاره شي. له آسانوالي سره ژر اجرا نږدې اړيکه لري، يعنې خپلې چارې له څه بهانې او عذر پرته هر څومره ژر چې کيدای شي سر ته رسوي.

خو دغه شخص چې د مهارت دغې کچې ته رسيږي نو هغه زحمت او ساعتونه چې د خپل مهارت پر زده کړه او غنا يې مصرفوي، له عامو نظرونو پټ وي. لدې سره بل اړخ د چارې تکرار دی، هر څومره چې تاسې يوه چاره ډيره اجرا کوئ، همدومره درته هغه ډيره راجع کيږي. لکه د ماهره ډاکتر مثال راواخلئ، هر څومره چې ډير ناروغان تداوي کوي، همدومره ورته نور ناروغان راځي، دغه روغ شوي ناروغان ورته نور پيدا کوي، او ډاکتر لپاره هره تداوي يوه زده کړه وي، هر څومره چې ډير له خپل مسلک سره پاتې کيږي همدومره وده کړي.

brown-and-white clocks

وخت د هغې له استعمال سره مستقيمه اړيکه لري، يعنې وخت د پيسو، خوراک څښاک، جامې يا نورو په څير زيرمه نه ده، چې که چيرې ونه کارول شي، پر خپل ځای پاتې کيږي او ډيريږي. له وخت به ګټه اخلئ، ګټه هغه کار دی چې تاسې ته ارزښت لري. وخت روانې اوبه دي، که مو پکې ولمبل، ومو څښلی يا مو ترې بله ګټه واخيستله ښه ده، که نه اوبه خو روانې وي، تاسې ته نه دريږي.

ښايي يو وخت به سيند ته ناست وئ، او ځينې وخت به احساس کړئ چې لښتی هم نه دررسيږي. کله به احساس کوئ چې د درکړل شوي کار لپاره ډير وخت لرئ، خو کله به بيا کار لپاره وخت ونه لرئ.

د ټولنيزو شبکو پدې پير کې خلک احساس کړي چې بايد تل بوخت وي، يو نه يو څه بايد وکړي، مهمه نه ده چې څه کړي، خو بايد مصروف وي. د همدې مصروفيت احساس له کبله د ټولنيزو شبکه کارول تر روږدتيا رسيدلي دي. يو غير شعوري حالت وي چې بايد ټليفون مو په لاس کې وي، که ټليفون مو له نظره ليرې شو، احساس کوئ چې له نړۍ وروسته پاتې ياست.

وخت د ساعتونو له کشف سره ميخانيکي شو، د ساعتونو د کشف اساسي لامل د عيسوي پادريانو لخوا په شپه کې د عبادت لپاره پر ټاکلي وخت راپاڅيدل وو، چې دغې چارې لپاره د اوبو سطلونو له ډکولو نيولې د خلکو تر سهاره ويښ کينولو پورې دوی هر څه وکړل، چې وروسته يې د ساعت له کشف سره دغه ستونزه حل شوه.

خو د ساعت دغه کشف وخت هم ميخانيکي کړ، يعنې د ژوند هره چاره بايد ټاکلی وخت ولري، خو د وخت ټاکل چارې ته ارزښت نه ورکوي. وخت او نه يې اندازه کول، په خپل ذات کې مهم نه دي. بلکه، دغه دقيقه يا ثانيه تاسې چيرې مصرفوئ، دغه مهمه ده.

نن ورځ ممکن د خپلې راتلونکې ورځ بهترۍ لپاره وکاروئ. له خپلې دندې، اوسني ژوند، زده کړې، روغتيا يا نورو ګيله من ياست، آیا غواړئ چې ټول عمر دغه ګيله ولرئ، يا نن پر خپلو مهارتونو، پوهه، نوې څه زده کړې، روغتيا او نورو کار کوئ، او د نن ګيله سبا ته نه پریږدئ.

انسان پر حرکت او زحمت مکلف شوی دی. له نن څخه به د سبا د بهترۍ لپاره کار اخلي، که نن پر ځای ناست وي، نو سبا به هم پر ځای ناست وي، که نن حرکت کړي، سبا به هم حرکت وي. د وخت دوامداره کارول به درته دوامداره ارزښت راوړي.

نن که هر بريالی او ماهره شخص وينئ، هغې له خپل وخت څخه بهتره ګټه اخيستې ده، او دغه ګټه اخيستنه يې د دې سبب ګرځولې ده چې د خپلو اړتياوو پوره کولو لپاره لږ زحمت او وخت مصرف کړي. د اړتياوو له پوره کيدو وروسته اضافي وخت د ځان پر بهترۍ او له ژوند څخه پر خوند اخيستو مصرفوي، او ځان لپاره يې د دوامداره ودې يو ترتيب رامنځ ته کړی دی.

موږ دغه بحث د ماهره شخص پر تعريف پيل کړ، د غير ماهر او غريب پر تعريف يې ختموو، چې غير ماهر شخص پر دې مشهور وي چې پر ورسپارل شوي کار ډير وخت تيروي، خلک پرې د کار اعتبار نه کړي، چې له کبله يې شته مشتريان هم هغه پریږي، او غریب پر دې وي چې په اندکو چارو يې ډير وخت مصرفيږي او ورځ تر بلې بهتري نه ويني، نو ځکه پر خپل حال پاتې وي.

بدلون غواړئ، وخت مو غوره وکاروئ.

selective focus photo of brown and blue hourglass on stones

ورته ليکنی: د تمرکز ډيرول او ګټور کار، اته وړانديزونه، د غوره مفاهمې پنځه بنسټيزه اصول، د ښې مشرۍ ۸ مهارتونه، د مسلک بيه، د زده کړې – ولې، ابتکار ټوکې نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

4 responses to “د وخت پر وړاندې ”

  1. تدبر او تمرکز – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] د تمرکز ډيرول او ګټور کار، اته وړانديزونه، سم کار که د کار سموالی، ساعت تيره پوهه   ، د کار سړی ، تعليم او د عايد تمې، د وخت پر وړاندې  […]

    Like

  2. وخت، لومړيتوبونه او ذهني ستړيا – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] پوهه،  تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، وخت او مطالعه، د وخت پر وړاندې، ذکاوت ټولنيز اړخ لري، د مشر د وخت او زيار اړيکه – […]

    Like

  3. راتلونکي ته فکر، اته وړانديزونه – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] پوهه،  تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، وخت او مطالعه، د وخت پر وړاندې، ذکاوت ټولنيز اړخ لري، د مشر د وخت او زيار اړيکه – […]

    Like

  4.  د هڅونې او نظم تر منځ – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] پوهه،  تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، وخت او مطالعه، د وخت پر وړاندې، ذکاوت ټولنيز اړخ لري، د مشر د وخت او زيار اړيکه – […]

    Like

Leave a reply to وخت، لومړيتوبونه او ذهني ستړيا – مشري || ټکنالوژي || بدلون ځواب لرې کړه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading