د مسلک ټاکنې يوه څيړنه ښيي چې راتلونکي مسلک ټاکلو په پوښتنو کې د خلکو تر منځ د يوټيوب چينل لرل، پر انسټاګرام/ ټولنيزو شبکو انفلونسر کيدل (ډيرو ملاتړو لرل)، تجارت لرل او شهرت مسلکونه لکه سندرغاړی، ډرامو/فلمونو/ سپورتي لوبغاړي او نورو بازار ګرم دی.
دغه مسلکونه په دوامداره توګه په بیلابيلو څيړنو کې له نورو وړاندې لومړيو درجو کې راځي. پخوا چې به خلکو ښوونکی، ساينسپوه، ډاکتر او انجينر خوښاوه، د هغوی ارزښت راټيټ شوی دی. د مسلکونو دغه ټاکنه ښيي چې خلک غواړي مشهور واوسي، په مسلک ټاکنه کې عايدات مهم شوي دي او اوږدمهاله رسمي زده کړو بازار بدل شوی دی.
تعلیم او پيسو ګټل دوه بیل مزلونه او اړخونه دي، يو څوک به په بازار موندنه او د تجارت په مديريت کې لوړې زده کړې ولري، خو له يوه بل کاروباري لپاره به کار کړي چې دا به يې بيسواده بولي. ډاکتر چې کلونه يې درس لوستی وي په شخصي روغتون کې به د روغتون څښتن لپاره کار کړي، چې دې ته به تجار او پر پيسو ميين شخص ښکاري.
د تعليمي سند لرل د ځان د ارزښت او مهم ښودلو يوه وسيله ده، څومره خلک به مو ليدلي وي چې له ځان سره ميليونر ليکي يا ووايي چې په بانک کې څومره پيسې لري، خو څومره نور به وينئ چې له ځان سره خپل تعليمي کچه او سندونه ليکي، له نوم وړاندې يا وروسته خپل تحصيلي سند يا مسلک يادوي.
نو هغوی چې پوهنتونونو ته ځي، لومړی، په فردي توګه، بايد ځان سره دا وټاکي چې تعليمي سند لرل د دندې لرلو يا پيسه دار کيدو پر معنا نه دي. دوهم، د تعليم ارزښت ملي دی، يعنې د هېوادونو په وده کې تعليم کليدي ونډه لري، دا يوازيني څه دي چې د هر پرمختللي هېواد په مزل کې شته دي، د نړۍ هر پرمختللی هېواد باسواده نفوس لري، او د هر وروسته پاتې هېواد پریکنده اکثريت بې سواده وي.
نو تعليم په عموم کې د هېواد د پرمختګ لپاره حياتي ارزښت لري، خو د شخص برياليتوب، پرمختګ، مالدارۍ او نورو لپاره بيا حياتي نه دی. خو، لدې سره بيا دا اړخ هم مهم دی، چې تعليم لرونکی شخص د بې سواده په پرتله په اوږده کې ډيره ګټي، يعنې کم بې کاره پاتې کيږي او معاش يې د بې سواده په پرتله لوړ وي.
اکثره ځوانان درس ته په عموم او پوهنتونونو ته په ځانګړي ډول د کار موندنی يوې وسيلې په توګه ګوري، اکثره دا فکر کوي چې کله زه له پوهنتونه فارغ شم دا دولت يا لويو ادارو مسؤليت دی چې ما پر وظيفه وګماري، يا ما خپل مسؤليت ادا کړ او سند مې تر لاسه کړ اوس بايد دا دولت يا ګمارونکي شرکتونه ما پسې منډی ووهي چې که زه ورسره چيرې کار وکړم.
خو، د تعليم ارزښت د هغې د استعمال او غوښتنې پر اساس وي. هغه پوهه، مهارت، سلوک او هنر بازار لري چې خريدار ولري، يعنې ادارې او کاروبارونه يې وکولای شي وړاندې يې پر مشتري خرڅ کړي يا دغه ګمارونکي شخص وکولای شي د ادارې چارې آسانې کړي.
د بيکارۍ کچه مستقيماً له شته مهارت او غوښتنې سره اړيکه لري. که په بازار کې د اړونده پوهې او مهارت خلک ډير وي، نو بيکاري به هم پکې ډيره وي، خو د کار موندنې فرصتونه به هم ورته وي. خو، که په بازار کې د اړونده پوهې او مهارت خلک کم وي، او د مهارت غوښتنه وي، نو د مهارت درلودونکو بازار به ګرم وي.
که ټکنالوژيو له نقطه نظره يې راواخلو، نن سبا د مصنوعي ځيرکتيا بازار ګرم دی، ځينې څيړنې وايي چې يو له هغه مهارتونو څخه دی چې ماهره کاريګر يې ډير کم دي، د همدې کمبود په رڼا کې به يې ډير خلک خپل کړي، بيا به بازار پرې غني شي، او ارزښت به يې په راکميدو شي يا به اړونده ټکنالوژۍ وده وکړي او نورو مهارتونو ته به اړتيا پيدا شي.
د زده کړې او بازار کې شتو اړتياوو تر منځ تل توپير شته، او دغه واټن اوس نور هم په پراخيدو دی. يعنې هغه څه چې پوهنتون او تعليمي ادارو کې تدريسيږي او هغه څه چې بازار کې ورته اړتيا وي، دواړه سره ډير لوی توپير لري. د زده شوو مهارتونو او بازار کې اړتيا وړ مهارتونو تر منځ ستر واټن شته.
د نړۍ تعليمي نظام په پريکنده توګه پر مفکورو ولاړ دئ، آن ډېرو برياليو پوهنتونونو له يوه فيصده کم زده کوونکي مشهوريږي يا خپل کاروبار پيلوي يا په نورو ويناوو بريالي کيږي نور ټول يې خوار او زار وظيفو پسې ګرځي، هر کله چې يو څوک له پوهنتونه فارغيږي يا سند تر لاسه کوي بايد پردې پوه شي چې اصل ازميښت يې اوس پيل شو ځکه چې اوس څوک نشته، چې دوی ته ووايي چې څه وکړي، او همدا د لارې او اهدافو ورکوالی انسان تر ډېره حده ستړی کوي.
نو، کله چې له پوهنتونه فارغ شوئ، يا د کار ساحې ته داخليږئ، نو:
لومړی: ځان لپاره اهداف وټاکئ، وګورئ چې بل کال يا پنځه کاله وروسته بايد چيرې واوسم، دندې لرل د مزل برخه ده، هدف نه دی. هدف ښايي يوه نتيجه وي يا پروسه وي، يعنې يو څوک که وغواړي چې په خپل مسلک کې تر ټولو وړاندې شي، نو بايد دوامداره د هغې لپاره کار وکړي، ضرور نه ده چې خلک يې نن نه پيژني، يو وخت نه يو وخت د ده دغه وړاندې والی او پوهه معلوميږي.
دوهم: په کار کې شرم نه شته، هر څه وکړئ، ستاسې شرم يا دا چې له دومره درسه وروسته دا کړم يا خلک به څه وايي، دا ستاسې فکر دئ، تر ډېره بريده ناکام خلک په بل کې نقص راباسي، له ټيټه يې شروع کړئ او مخکې ولاړ شئ. نوی فارغ د زده کړې تجربه لري، خو د کار تجربه بايد حاصله کړي او دغه تجربه له ټيټه راځي.
درېيم: مصروفيت ضرور نه دی چې تل عايد ولري، داوطلب کار وکړئ. له ټيټه پيل وکړئ، ځان مصروف کړئ، هغوی چې بيکاره وي ډېر زړه ماتي او ستړي وي ستاسې مصروفيت ستاسې ذهن او وجود فعاله او پر هدف ساتي. د ودې يو اصل دا هم دی چې هغه کار ته لاس واچوئ چې نور ترې ډډه کوي، دغه به په تاسې کې د زحمت او سخت کار سر ته رسولو سلوک رامنځ ته کړي.
څلورم: زغم ولرئ. د برياليو خلکو په خصوصياتو کې تر ټولو مهم عامل د هغوی زغم او يوې چارې ته وخت ورکول وي. هر مهارت له وخت او کار سره ښه کيږي. تجربه به هغه څه دروښيي چې له کتابونو نه زده کيږي.
پنځم: تخصص ته ولاړ شئ. زده کړه له عمومياتو پيليږي او تخصصي کيږي. ښوونځي عمومي بحثونه او تعريفونه لري، پوهنتونونه تخصصي څانګی لري، او مسلکي ژوند بيا نور هم ځانګړی وي. هڅه وکړئ ځان لپاره يوه يا دوه د تخصص ساحې وټاکئ او پر هغې تمرکز وکړئ.
په پای کې، د انسان ناکامي او کاميابي د هغه په لاس کې ده، تاسې ستاسې د مهارت او ارزښت لپاره استخداميږئ، او په دوامداره زحمت بريالي کيږئ، د نن په زمانه کې هر څوک تعليمي سند لري، له ځانه وپوښتئ چې له تعليمي سنده پرته نور څه لرم او کوم ارزښت اداری ته راوړم، او خپلو اهدافو ته رسيدو لپاره د څومره زحمت ګاللو زغم لرئ.
ورته ليکنی: د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، اته (۸) عادته چې مسلکي ژوند مو خرابوي، د تمرکز ډيرول او ګټور کار، اته وړانديزونه، د غوره مفاهمې پنځه بنسټيزه اصول، د ښې مشرۍ ۸ مهارتونه، د مسلک بيه، د زده کړې – ولې، ابتکار ټوکې نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه






Leave a reply to د مشرۍ درس – ناکاميو منل – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت ځواب لرې کړه