د مشرۍ درس – ناکاميو منل

په غونډه کې له ښاغلي عبدالکلام څخه پوښتنه وشوه: ایا داسې پيښه رايادولی شئ چې وښيي مشر بايد ناکامي څرنګه اداره کړي؟

عبدالکلام: زه به له خپلی تجربی درته کيسه وکړم.

زه په ۱۹۷۳م کال کې د هند د خلا څيړنی په اداره کې د سپوږمکۍ داغلو، چې عموماً د SLV-3 په نامه ياديږي، پروژې رئيس شوم. زموږ هدف د هند روهني په نامه سپوږمکۍ تر ۱۹۸۰ کال د ځمکی مدار ته داغل وو. ما ته مالي او بشري زيرمی دواړه راکړل شوی، خو په څرګنده توګه راته وويل شول، چې د ۱۹۸۰ کال له پای وړاندې بايد موږ دا سپوږمکۍ حتمي مدار ته وليږدوو. په زرګونو خلکو په ساينسي او تخنيکي ډلو کې دی هدف په لور کار کاوه.

د ۱۹۹۷م کال فکر کوم د اګست مياشت وه، احساس مې وکړ چې د سپوږمکيو داغلو ته تيار يو.

د پروژی د رئيس په توګه زه د څارنې او کنټرول خونی ته ولاړم، د سپوږمکۍ له داغلو څلور دقيقی وړاندی د کمپيوټر او اړوند ټولو ضروري توکو ازمويل مو پیل کړل چې له داغلو وړاندی په اتومات ډول له نظره تيريږي. يوه دقيقه وروسته کمپيوټر دغه پروسه او داغل ودرول او پر پرده يې راښکاره شو چې ځينی شيان سم نه دي.

زما متخصصينو، چې څلور پنځه راسره هملته ولاړ وو، وويل چې د انديښنې خبره نه ده، زموږ سپوږمکۍ کافي تيل لري، هر څه یې سم دي، له کمپيوټره به تير شو او پخپله بې يې وداغو. نو ما له کمپيوټر صرفنظر وکړ او د سپوږمکۍ داغلو راکټ لاسي حالت مې فعال او سپوږمکۍ راکټ مو وليږدوه.

د سپوږمکيو داغلو راکټ له څو مراحلو تيريږي، په پیل کې هر څه سم وو، په دوهمه مرحله کې ستونزه پیدا شوه. د دی په ځای چې سپوږمکۍ د ځمکی مدار ته ولاړه شي، ټول راکټي سيسټم وچاوديد، په هوا کې يې سقوط وکړ او ټول سوځيدلي توکي يې د بنګال په خليج کې راپريوتل.

پدغه ورځ د هند د خلا څيړنی اداری عمومي مشر، پروفيسور ساتيش ډي هون نړيوال او ملي خبريالان راغوښتي وو، سپوږمکۍ موږ سهار ۷ بجی له سويلي هند اندرا پراديش داغله او خبري کنفرانس ۷ بجی او ۴۵ دقيقی وو. ټولې نړۍ زموږ دغه سقوط عملاً وليد.

پروفيسور ډی هون خبري کنفرانس ته پخپله کيناست او خبريالانو ځوابونه يې ورکړل. د ناکامۍ ټول مسئوليت يې په خپله غاړه واخيست، هغه وويل چې ډلی ډېر کار کړی وو، زيار يې ويستی وو خو نوری تخنيکي مرستی او وخت ته يې اړتیا لرله. موږ به بيا هڅه وکړو او زه باوري يم چې بل کال ته به بريالي شو.

زه د پروژی رئيس ووم او دا زما ناکامي وه، خو زما پر ځای، هغه د اداری عمومي مشر په توګه ټول مسئوليت په خپله غاړه واخيست.

ورپسې کال د ۱۹۸۰ په جولای کې، موږ بيا د سپوږمکۍ داغلو هڅه وکړه او دا ځل بريالي شو. ټول ملت خوښ وو، دا ځل بيا خبري کنفرانس وو، پروفيسور ډي هون زه ډډی ته کړم او راته يې وويل، چې: نن ستا ورځ ده، خبري کنفرانس ته کښينه او خپل ځوابونه ورکړه، پخپله يوې ډډې ته شو.

په هغه ورځ ما ډېر مهم درس زده کړ. د ناکامۍ په صورت کې مشر مسئوليت اخلي او کله چې برياليتوب وي نو هغه دا هر څه ډلی ته منصوبوي او هغوی ته يې پريږدي. ما د مشرۍ تر ټولو مهم درس له کتاب نه بلکی له يوه ښه مشر زده کړ.

(د هند پخوانی ولسمشر ای. پي. جی عبدالکلام د وارټن هند اقتصادي غونډه، فيلاډلفيا، امريکا، مارچ ۲۲، ۲۰۰۸)

ورته ليکنی: د ناکامۍ ارزښت، تعليم او د عايد تمې، فرصت، پر کومه بيه، د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، د برياليتوب اوږد مزل، ډله ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

3 responses to “د مشرۍ درس – ناکاميو منل”

  1. پرون د نن په خدمت کې – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ليکنی: د مشرۍ درس – ناکاميو منل، د تمرکز ډيرول او ګټور کار، اته وړانديزونه، د غوره […]

    Like

  2. د ښې ليکوالۍ ۴۰ مشورې – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ليکنې: مشري او ابتکار، د فکر تپل، د مشرۍ درس – ناکاميو منل، هر څوک دی خپل کار لره پیدا، کله چې په ژوند کې  له يوه […]

    Like

  3. د ستونزې تصور – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] د مشرۍ درس – ناکاميو منل، څه لولئ، کوم معلومات مصرفوئ، آیا زده کړه يوازې مالدارو ته پاتې ده، مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف […]

    Like

Leave a reply to د ښې ليکوالۍ ۴۰ مشورې – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت ځواب لرې کړه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading