څومره د نورو چاره آسانولی شئ، دغه مو ارزښت ټاکي. او د چارو آسانول د اساسي غوښتنې پيژندنې کمال غواړي، چې څه ته اړتيا ده، او څرنګه دغه اړتيا پوره کړی.
يوه زمانه کې چې د لاسونو او نيزو جنګونه وو، نو غښتلي جنګيالي محترم وو، هره ښه نوم او لقب جګړه ييز او د زور اړخ درلود، او هرې ټولنې چې وکولای شو دغه محترم منظم او ښه مشري کړي، د پراخې سيمې واکداران وو.
له روغتيايي اړخه به د غښتليو ځوانانو ارمان وو، مهمه نه ده چې د دې ځوانانو کوپړيو کې څه وو، خو چې په ظاهري ډول به تکړه وو، هماغه د کلی خان وو. چې له کبله به يې خلکو ته خپل معلول او ضعيفه اولاد عيب ښکاريده، همدا خپل کمزوري او معلول بچي به يې په ځنګلونو او زيارتونو کې پریښودل، ځان به يې ترې خلاصوو، او دا به ورته يو زړه سواندی عمل ښکاريده.
د همدې عمل پر ننګه به باچايانو خپلو بچو ته ښودل چې څرنګه خپله بادشاهي وساتي. زورور به يې ځايناستی وو، او آن زموږ د خپلو تاريخي باچاهانو، عثمانيانو او منګوليانو او دې ته ورته نورو په څير به یې د واک لپاره د خپلو له وژلو هم ډډه نه کړه.

خو، وروسته بيا د انګريزانو په امپراطورۍ کې په لوړه کچه هغه محترم شو چې نرم وو، د خبرو پر چم پوهيدل، له جګړو يې ډډه کوله او نڅا يې زده وه. د زور فکر ښايي نن هم په ځينو ځايونو کې دود وي چې له زوره کار واخلئ، خو په بنسټيزه توګه د نن د پوهې په زمانه کې ذهني ځواک او پوهې ځان لپاره ځای لټولې دی.
د کار سړی هغه دی چې د وخت پر تول برابر وي، مهارت يې بازار ولري. پر يوه دنده د يوه چا ګمارل په اصل کې د هغې له مهارتونو او پوهې څخه ګټه اخيستنه ده، هغه څه چې دغه شخص دغې ادارې يا غونډې ته د خپل شتون او خپلو توانونو پر کارولو راوړي هماغه د ده ارزښت ټاکي.
که همدا د ظاهري زور تاريخ راوسپړو نو تر يوه وخته خو دې هر څه کار کاوه، خلکو زورور خلک راټول کړل او د خپل نفوذ ساحې يې پراخې کړې، وروسته خلک پوه شو چې که سره يوځای شو نو موږ هم کولای شو، زورور شو، همداسې وشو، خلکو خپل فزيکي توانونونه سره يوځای کړل، سترې باچايانې يې جوړې کړی.
خو، وروسته وروسته، په دوی کې بيا هغوی بريالي وو چې له دې زور سره يې له وسايلو د کار اخيستنې چم هم زده کړ، مثلاً د کښتيو، توپونو، ليکنو، وينا ورکولو، هڅولو او نورو بازار ګرم شو، آن مشرانو ځان لپاره مفکرين او د ځانګړو مهارتونو خلک وټاکل، هر څومره چې د دغو مشرانو د واک او کاروبار ساحې پراخې شوې، همدومره ورته د پراخو مهارتونو خلکو اړتيا پيدا شوه.
بنده ګان ټول د الله مخلوق دی، خو په بنده ګانو کې بيا بريالی هغه بنده دی چې نور بنده ګان يې ښه وګڼي، او ښه يې هغه وخت ګڼي چې دا داسې يو څه ولري چې د نورو په کاريږي. نو د يو چا ارزښت مستقيماً له دې پورې اړه لري چې د ده په واک کې داسې کوم مهارتونه، پوهه او نور څه شته، چې نور يې ارمانجن دي.
نن د شهرت وسيلې ډير دي. که د هر مسلک بنده وي، مشهور وي، نو ترډيره خلکو ته هوښيار او پوه هم ښکاري. دلته هدف دا نه دی چې شهرت دې بد وي او هوښيارتيا دې ښه وي، بحث د دوی تر منځ اړيکه ده.
د انسان يوه اساسي ويره د ورکيدنې ويره ده، يعنې لدې پيغوره ځان ساتل دي چې مړی يې پروت وو او څوک يې د اوچتولو نه وو، يا ټوله جنازه کې يې لس نفره هم نه وو. ډيرو لپاره دا مهمه وي چې خلک يې وپيژني، قدر يې وکړي، له مرګ وروسته یې نوم پاتې وي.
آن هغوی چې په کتابونو کې يو افسانوي نوم لري او له دنيا يې مخ اړولی وو، هم دا خاصيت درلود چې نورو ته يې خير رسيده. کتابونه له داسې بې شميره کيسو ډکې دي، چيرې چې وړ خلکو له دنيا مخ اړولی وي او يوازې يې ژوند کړی. د داسې خلکو مثالونه به ډير وي خو کتابونو هغوی ته ارزښت ورکړی دی چې کولای شو په دنياوي لحاظ ښه ژوند ولري خو دنيا پریښې ده، مګر د دنيايي مينې له پريښودو سره يې بيا هم خلکو ته د ارزښت يو څه ورکول.
اساسي ټکی دا دی چې که يو څوک غواړي ارزښتمن واوسي، نو بايد د ارزښت يو څه ولري چې وکولای شي نورو ته يې ورکړي. پر دې بايد پوه شي چې د هغې په چاپيريال کې څه ارزښتمن کيدای شي، دا ښايي د ستونزې پيژندلو او حلولو مهارت وي، ښايي د وينا بيان وي، ښايي په ډله کې ښه کار وي، ښايي نورو لپاره د اعتماد او باور وړ شخص ګرځيدل وي، مهمه نه ده څه دي، مهمه پرې پوهيدل او د هغې وړاندې کول دي.
هر هغه څه چې ټول لري، هغه به ټولو ته د منلو وړ وي، خو څوک به يې ارمان نه کړي، اما داسې ډير څه به وي چې ټول به يې نه لري، خلک به يې ارمانجن وي، هر چا چې وکولای شو دغه هيلې او غوښتنې پوره کړې، هغه به ارزښت پيدا کړي.
ورته ليکنی: پرون د نن په خدمت کې، د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، اته (۸) عادته چې مسلکي ژوند مو خرابوي، د تمرکز ډيرول او ګټور کار، اته وړانديزونه، د غوره مفاهمې پنځه بنسټيزه اصول، د ښې مشرۍ ۸ مهارتونه، د مسلک بيه، د زده کړې – ولې، ابتکار ټوکې نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه






Leave a reply to تدبر او تمرکز – مشري || ټکنالوژي || بدلون ځواب لرې کړه