ډيجيټل ملګری

يوه څه موده وړاندې دوو اروپايي پوهنتونونو ناټنګهم ټرينټ او جرمني وزبرګ يوه څيړنه کې د بشر او د هغې د ځيرکه ټليفون پر اړيکه څيړنه کړې وه. دغه څيړنه وايي چې په لسو کې له دريو ډير (۳۷٪) خلک خپل ټليفون له خپلو ملګرو ډير يا برابر مهم ګڼي، پدوی کې بيا داسې خلک (۲۹٪) هم وو چې خپل ټليفونونه يې خپلو والدينو سره مساوي يا له هغوی هم مهم بلل.

a hand holding a cell phone with a lot of stickers coming out of it

د دې څيړنې اساسي موخه د بشر او ځيرکه وسيلې تر منځ د اړيکې څيړل وو، دغه اړيکه چې يو بشر يې له بل سره لري، دغه اړيکې د نږديوالي، باور او يو بل په اړه د فکر پر بنسټ ارزول کيږي، دغه اړيکو کې نتايج هم ونډه لري يعنې د یو چا لپاره دغه اړيکه د څومره ذهني ستړيا سبب ګرځي، هره ټولنيزه اړيکه ذهني ستړيا لري.

د دې څيړنې په يوه بله برخه کې له برخوالو وغوښتل شو چې پر يوه چاره تمرکز وکړي، د هغوی تمرکز په څلورو حالاتو کې وازمويل شو، په دې حالاتو کې اساسي ټکی ټليفون ته نږديوالی وو، يعنې د تمرکز پر مهال د يوې ډلې ټليفون د هغوی په جيب کې وو، دوهمې ډلې سره د هغوی پر ميز وو، درېيمې ډلې ټليفون په يوه دراز کې قلف وو، او د څلورمې ډلې ټليفون په بله خونه کې وو.

د دې ډلو د کار پايلو څرګنده توپير درلود، د هغوی چې ټليفون يې مخې ته پر ميز پروت وو، تمرکز او کاري نتيجه له ټولو خرابه وه، او دغه نتيجه چې هر څومره له ټليفون څخه د کاروونکو واټن په هر پړاوو کې ډيريده همدومره ښه کيده، او تر ټولو د هغوی تمرکز او کاري نتيجه ښه وه چې ټليفون يې په بله خونه کې وو.

د لومړئ ډلې، چې ټليفون يې مخې ته پروت وو او څلورمې ډلې چې ټليفون يې له خونې بهر وو، د کاري نتايجو تر منځ د بهترۍ ۲۶٪ توپير وو، يعنې د څلورمې ډلې کار له لومړئ ډلې يو په څلوره ښه او غوره وو.

د دغو شرايطو په رڼا کې له ټليفون سره د بنده اړيکې ارزولو دا هم وښودل، هغوی چې ټليفون يې تل په جيب کې وو، هغوی پر ټليفون ډير اعتبار درلود، ځان يې ورته نږدې باله، که به ورسره نه وو د هغې په اړه به يې فکر کاوه، او د نه شتون په صورت کې يې ځان ذهني ستړی باله او له دغې ذهني ستړيا څخه ورته ځان خلاصول ستونزمن وو، او اکثره به یې همدا ټليفون له ذهني ستړيا څخه د خلاصون لپاره هم کاروه.

دغه څيړنه کې خلکو ځان ټليفون ته له خپلو همکارانو، ګاونډيانو يا هغوی سره چې په يوه ليليه/ کور کې اوسيږي، نږدې وباله. سره لدې چې له ډير پخوا راهیسې دا بحث شته چې ځيرکه وسيلې روږدې کوونکي دي، خو دغه څيړنه وایي چې له خپلو نيمګړتياوو سره سره دغه وسيلې ښه ډيجيټل ملګري هم دي.

boy playing at laptop inside room

بشر له ټکنالوژۍ سره د اړيکې او پرې د باور پراخه تاريخچه لري، داسې خلک شته چې خپل موټر ورته له ډيرو مهم ښکاري، د ټلويزون يا راډيو پر خبر له خپلو حواسو ډير باور لري، که چيرې يو څه پخپله وويني تر هغې يې نه مني تر څو چې په راډيو يا ټلويزون کې اعلان شوي نه وي.

خو، له ځيرکه ټليفونونو سره د بشر اړيکه له اتکا او روږدتيا ډيره پيچلې ده، دغه اړيکه يوازې د ټکنالوژۍ بحث نه دی، بلکه د نن ځيرکه ټليفونونه له معلوماتو له برابرولو او تنظيمولو اخوا، له نورو سره د اړيکو سبب ګرځي، د زده کړې او ساعت تيرونې وسيلې دي، د مينې او کرکې هڅوونکي دي او تر هر څه مهم هر وخت چې وغواړو په هر شکل چې وغواړو ترې ګټه اخلو.

يعنې، داسې يو ملګری چې تل پرې باور کولای شئ، څرنګه چې ترې تمه لرئ هماغسې درته عمل کړي، هر ډول اړيکه مو ملاتړوي او راز او رموز مو پالي او د ژوند بیلابيل يادونه او لحظې درسره خوندي کولای شي.

د شخص او ځيرک ټليفون تر منځ، د دې وسيلو په مرسته د ژوند آسانولو چاره کله پر ملاتړ، اتکا او مينه واوړي، د دغې پوښتنې ځواب د هر چا لپاره بيل دی.

ورته ليکنی: ستاسې ډيجيټل نقل، سايبري مينه – اخيري برخه،  د مخابراتو او ټکنالوژي سکتور، ننګونې او وړانديزونه – اخيري برخه،  مينه او ټکنالوژي، پوهه او د ټولنيزو شبکو هوښيار،  ټکنالوژي او ملي کړنلارې، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د مشرۍ کبر او ناکامۍ مزل، د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۵)، سايبري مينه – اخيري برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين محتوياتو ننګونه


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

څرګندون پریږدئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading