انساني ذکاوت او هوښيارتيا د ټولنې او بشر پرمختګ يو تر ټولو غښتلې او ارزښتمنه وسيله ده. له پيچيليو ستونزو نيولې تر هنرونو ليکوالۍ او تر خپل منځي اړيکو، د نړۍ هره ستونزه پر بشري ذکاوت حل کيدای شي. خو، د دغه ذکاوت ستره برخه هم پخوا او هم د نن په زمانه کې له نظره غورځول شوې او ضایع کيږي.
بشر په خپل تاريخ کې چې له کومو لوړو ژورو تیر شوی دی، د هغې له تجاربو يې زده کړه کړې ده. پنځه کاله وړاندې بشر د کويډ ۱۹ له وبا څخه تير شو، له ټولو ننګونو سره يې دې وبا نړۍ ته دا ګټه هم ورسوله چې پر ټولنه د وباوو او اړونده چارو اغيزې په پراخه توګه وڅيړي.
په دغو څيړنو کې يوه د ذکاوت موضوع هم وه، چې څرنګه اغيزمن کيږي. په يوه څيړنه کې چې پر دوو او درې کلنو ماشومانو تر سره شوې وه، څرګنده شوه چې په وبا کې له ټولنيز ژوند څخه د ليرې والي له امله د ماشومانو له یو بل سره د اړيکو توان اغيزمن شوی دی، او په ټولنيزه چاپيريال کې ډير ذکي نه دي پاتې.
يوه بله څيړنه وايي چې د وبا له کبله پر ټکنالوژيو د بشر اتکا ډيره شوه، ګډ کار اغيزمن شو، او خلک ورو ورو دا خوښوي چې د مخامخ ګډ کار پر ځای د آنلاين وسيلو له لارې خپلې چارې پر مخ يوسي، چې له کبله يې په ځينو مواردو کې هغه ټولنې چې د ټکنالوژيو غښتلې زيربناوې نه لري، وروسته پاتې کيږي، او زده کړې او وده يې اغيزمنيږي.
په جاپان کې يوه څيړنه وايي چې ذکاوت يو زده کيدونکی مهارت دی، يعنې د کورنۍ، چم ګاونډ او عموم کې د ټولنې سلوک کولای شي په ماشومانو کې د ذکاوت او هوښيارتيا د ودې سبب شي.
په نړۍ کې په ميليونونه خلک د غوره تعليم او روغتيايي خدمتونو او نورو وسايلو ته لاسرسی نه لري چې وکولای شي خپل ذکاوت ته وده ورکړي. بيوزلي، شخړې او د زده کړې په وړاندې دوامداره بې غوري آن په وړوکوالي کې د ماشومانو د ذکاوت توان ژوبلوي او د پرمختګ مخه يې نيسي.
د بيوزله هېوادونو او کورنيو ډير ماشومان ښوونځيو ته نه ځي، تر څو ځان ورسوي، هوښيار شي او د ځان، کورنۍ او ټولنې د ودې او بدلون سبب شي، نو بيا له دوی څخه دا تمه هم نه کيږي چې وکولای شي په عموم کې د بشر اجتماعي هوښيارتيا او ذکاوت په ډيرولو کې برخه واخلي.
لدې سره بل اړخ د کار او زده کړې تر منځ واټن دی. تعليمي نظام په پريکنده توګه د ټولنې په ځانګړي ډول له کاروباري نړۍ پرې دی، چې تر ډيره د درسي موادو پر زده کړه ټينګار کړي او د خپلواکه مبتکر فکر پر ارزښت سترګې پټوي. چې له کبله يې دغه نظام هغوی نازوي چې د طوطي په شان يې د کتاب هره کرښه زده وي، خو د کار او روزګار بيروني نړۍ له ننګونو او ستونزو حل په وړاندې ځان ناتوانه بولي.
دا ستونزه يوازې زموږ نه ده، په پرمختللې نړۍ کې هم د پوهنتونونو ډير فارغين په خپل خوښ کړي مسلک کې دندې نه شي موندلای، چې له کبله يې داسې چارو ته مخه وړي چې د دوی ذکاوت او پوهه پکې پوره نه کاريږي. پوهه له وخت سره ځليږي، نو که چيرې داسې يوه چاره کې بوخت ياست چې تاسې ته د خپل ذهن او ذکاوت د ازمويلو امکان نه درکوي، نو ښايي مهارتونه مو ډير ونه ځليږي.
د ابتکار او بیلابيلو مختلفو نظرونو پر وړاندې مقاومت هم ابتکار ډبوي. ادارې او ټولنې پر ګډ کار وړاندې ځي. د نن قبول شوي نظرونه او مفکورې هم يوه وخت کې نوې وی، خو د وخت له تيريدو سره قبولې وګرځيدی او د نورو نظرونو د مخنيوي له پاره وکاريدی. ساينسپوهان، ليکوالان، علما، مفکرين او په عموم هغوی چې د ټولنې د مروجو رواجونو په اړه بل نظر لري، اوسنی حالت ننګوي د هغوی مخه نيولی کيږي، ځينو ته يې آن دا غوره ښکاري چې کډه بار کړي او بلې دندې يا بل ديار ته ولاړ شي.
دغه د نظرونو او مفکورو تبادلې مخه نيول نه يوازې دا چې ادارو او ټولنو لپاره زيانمنې وي، بلکې په عموم کې ښايي هغه سترو ستونزو د حل هم خنډ شي، چې بشر يې کولای شي په ګډ فکر او ابتکار حل کاندي.
په پای کې د مادياتو هڅه ده. هوښيار بنده له پخوا هم خوار او زار وو، د نن په زمانه کې چې ټولنيزې شبکې ټول د مادي ګټو له انځورونو او ښودنې ډک دي، په دغه چاپيريال کې د ذکاوت او هوښيارتيا پر وده ټينګار نور هم جنجالی شوی دی. هغوی چې ښايي ښه ذهن ولري، ذکاوت ورته مهم وي، د مادي ګټو په منډه کې ممکن داسې چارو او دندو ته مخه کړي چې مادي ګټه ورته ولري، خو د ذکاوت د ودې سبب يې ونه ګرځي.
د دغه کاروباري فکر يو بل تاوان بيا هغه مسلکونو لکه پوهنې، څيړنې، زده کړې، خطاطي، هنرونه، ليکوالي او نورو ته رسيږي چې ذکي او پوه خلکو ته اړتيا لري، خو لوړ معاشونه ورته نه شي برابرولی.
ذکاوت د انسان نورو توانونو او مهارتونو په څير پاللې او روزل کيدونکې توان دی، بايد پرې دوامداره کار وشي، يو څوک چې نن هوښيار دی، ضرور نه ده چې کال وروسته دې هم پر همدې مهارتونو او پوهه هوښیار وي، نو ځکه دوامداره ذکاوت لپاره بايد:
ټول زده کړو ته لاسرسی ولري، زده کړه ضرور نه ده چې تل تر مدرسو، ښوونځيو او پوهنتونونو محدوده وي، زموږ خو ډير آن دغو رسمي زده کړو ته هم نه ځي، او هغوی چې بيا له دغو ځايونو فارغ شي، له فراغت سره سم کتاب المارۍ ته کړي، يو وخت وروسته ترې آن د کتاب نوم هم هير وي. دوامداره زده کړه مو تلپاتې ذکي ساتي.
له زده کړې سره هغه ازمويل هم غواړي، هر څه هر چيرې کار نه کړي، څه چې مو زده کړل هغه وازمويې، عملي يې کړئ، دا نړۍ د عمل ده، په فکر کې به هر څوک خان بهادر وي، خو په عمل کې ښايي ډير څه کار ونه کړي، او د هوښيارتيا يو معيار دا هم دی چې بنده پوه شي، څه کار کړي، څه يې نه کړي او له څه بايد تير شي.
هوښيارتيا ته پر پيسه ارزښت ورکول، سره لدې چې په کتابي لحاظ هر يو د پوهې پر قدر غږيږي، په فکري ډول هم موږ د پيسې په وړاندې يوه غير شعوري ناخوښي لرو، خو بيا مو د زحمت پريکنده برخه د پيسې ګټې لپاره وي، پوهه او کتابونه مو يوازې تر ښوونځيو او امتحانونو محدوده بللې ده. موږ بايد پوهې او ابتکار ته خپل اړوند ارزښت ورکړو.
لدې سره بيلابيلو څيړنو په پريکنده توګه ښودلې ده چې باسواده او پوه انسان په خپل ژوند کې له بيسواده او ناپوهه شخص څو چنده ډيره ګټي، د باسواده بنده عايد له عمر او تجربې سره ډيريږي او ورسره کولای شي له بیلابيلو لارو ځان ته عايد پيدا کړي، پداسې حال کې چې بيسواده شخص يوه ځانګړي کار ته وقف وي، او له يوه وخت وروسته یې عايد پر يوه ځای دريږي.
ذکاوت محدود خو اغيزه يې نامحدود ده، د هرې بلې چارې په توګه دا هم دوامداره کار غواړي، تر څو له وخت سره د خرابيدو پر ځای وده او پرمختګ وکړي. په فردي توګه پر خپل ذکاوت او هوښيارتيا کار تاسې هغه ځای ته رسوي چې له اوسنۍ پوهې سره ورته رسيدل ښايي ستونزمن وي، ورسره په اداري توګه د نوو مفکورو، ابتکاراتو او زده کړو هڅول کاروبارونو ته د سيالۍ پراخه ډګر پرانيزي او له سيالانو يې وړاندې بيايي.
ورته ليکنی: مشري او ابتکار، د کار سړی، د فکر تپل، د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، د برياليتوب اوږد مزل، ډله ييز فکر، د ښې ليکوالۍ ۴۰ مشورې، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه






څرګندون پریږدئ