د معلوماتو واکداري 

د معلوماتو ارزښت فرد او کاروبارونو دواړو لپاره مهم دی. زموږ پرمختګ تر ډيره پر معلوماتو بنا دی، پر دې پوهيدنه ده چې څه ته څه وايي، چيرې او ولې کاريږي او له استعماله يې موږ ته څه ګټه رارسيږي. معلومات کاروبارونو ته د سيالۍ توان ورکوي، له نورو يې وړاندې بيايي، د ښو پریکړو سبب ګرځي او په راتلونکې ورته له خپلو اشتباهاتو د زده کړې يوه وسيله وي. 

پوهه د ښو پریکړو سبب ګرځي، يعنې پر کمو وسايلو موږ ښه ګټې ته رسوي. دغه پوهه بيا پر معلوماتو ولاړه وي او د معلوماتو پر پوهې بدلولو يوه پروسه وي. لکه کابل، پنځه ميلیونه، افغانستان، څه معنا نه لري، خو که چيرې وواياست چې کابل په افغانستان کې دی او پنځه ميليونه خلک پکې اوسيږي، دا معلومات شو، خو کله چې وواياست کابل د افغانستان پلازمينه او پنځه ميليونه نفوس لري، او موږ بايد په خپلو پريکړو کې دغه خبره په پام کې ونيسو دا پوهه شوه، او ورسره کله چې د همدې پوهې، د خپلو تجاربو او چاپيريال په رڼا کې پریکړه وکړئ دغه مو هوښيارتيا شوه. 

معلومات چې تر څو سره ونه نښلول شي، تر هغې ګټور نه وي، او تر څو چې د تجربې او چاپيريال په رڼا کې ونه کارول شي، پر هوښيارتيا نه بدليږي. 

عباسي خليفه ګانو چې ستره امپراطوري ورپه غاړه وه، هغوی به پوسته رسان ته د پوليسو د مشر په څير ارزښت ورکاوه، په لاره کې يې کاروان سرایې جوړې کړی وی چې هلته به دغه پوسته رسانو وړيا اوسيدنه کوله، مجهز آس به ورته هر وخت ولاړ وو او له اندکه زحمت سره به يې خبره وړاندې رسوله. داسې ګڼل کيږي چې دغې چارې لپاره عباسيانو اته سوه پوسته خانې او سرايې لرلی. دغه چاره مغولو هم لرله چې ځان به يې له خپلې پراخې امپراطورۍ خبراوه. 

white street light turned on during daytime

فلمونه، ټلويزوني کانالونه او تبصرې، ویبپاڼې، ټولنيزې شبکې او نور ټول تاسې ته شاربل شوي معلومات درکوي. د ډيرو لپاره د يوه بل هېواد، دود، ژبې، خلکو او نورو په اړه د معلوماتو لومړئ مرجع همدا فلمونه او يا د هغوی ډرامې وي. دا معلومات به ښه وي يا بد، خو د دوی اساسي هدف ساعتيري ده، يعنې د هېواد له معلوماتو ډير د ليدونکو ساعت تيرونه ده، چې ډير کله د هغه دود او هېوادونو په اړه ليدونکو ته بدل تعبير ورکوي. 

د معلوماتي ټکنالوژئ هره وسيله چې تاسې کاروئ هغه ستاسې معلومات راټولوي، هغه ارزوي او د هغوی په رڼا کې ستاسې سلوک او خوښې معلوموي، او همدې ته ورته نور معلومات درته وړاندې کوي. لکه تاسې د خپل ځيرکه ټليفون له لارې ټولنيزې شبکې کاروئ، دغه شبکې پوهيږي چې تاسې له کوم ځایه، پر کومه وسيله، له کومې اړيکې آنلاين کيږئ، کومې محتوا ته دريږئ، څه لولئ/ وينئ، د چا پر محتوا نظر ورکوئ او په عمومي توګه وخت چيرې پر څه مصرفوئ. 

د معلوماتو په بحث کې مهم رښتيا نه دي، ځکه د هر چا رښتيا له بل سره فرق کړي، مهم دا دي چې څوک يې وايي او څوک يې رښتيا ګڼي. نن د مصنوعي ځيرکتيا په زمانه کې بيا د دې معلوماتو په مرسته رښتياوو ته رسيدل نور هم مهم شوي دي ځکه همدا وسيلې پر پخوانيو معلوماتو ارزونه او تاسې ته وړانديزونه درکوي. 

معلومات د نفوذ او واک لرلو وسيلې دي، او هر څوک چې دغو معلوماتو ته لاسرسی ولري، هغه نفوذ لري او واکمن دی. 

پر ګوګل اوسيدنه او نه اوسيدنه دواړه تاوانونه لري، لکه په اروپا کې د الوتکو د ټکټ خرڅولو يو شرکت پر ګوګل دعوه وکړه چې د دوی د لټون په وسيله کې خلکو ته د دوی کاروباري اعلانونه نه ښکارول کيږي، سره لدې چې دوی به د دې لټون لپاره ګوګل ته پيسې هم ورکولې او هر څه يې د دوی له کړنلارو سره سم پر مخ وړل، په محکمه کې عارض شو او محکمې هم د دوی په حق کې پریکړه وکړه، ګوګل يې د تاوان پر ورکولو مسؤل کړ. 

ورسره، داسې کاروباري خدمتونه هم شته چې له خلکو پر دې نامه پيسې اخلی چې له انټرنيټه مو پاک کړي، اکثره وختونه موږ پر ټوليزو شبکو خپل معلومات شريکوو، ځينې وخت دغه انځورونه، معلومات او نور د خوښۍ، خپګان يا نورو احساساتو پر مهال شريکوو، وروسته يې نه غواړو چې هلته واوسي، له خپل حسابه يې پاکوو، خو دا پدې معنا نه ده چې له انټرنيټه ورک شو، د هغې يو نقل يو نه يو ځای کې پروت وي. 

three newspapers with magnifying glass on orange background

هغه څه چې تاسې آنلاين شريکوئ، هغه يوازې تر تاسې محدود نه پاتې کيږي، داسې قضيې هم شته چې اولادونه ستر شوي، دوی محکمو ته تللي او پر خپلو والدينو يې عريضه کړی چې ولې يې د دوی انځورونه او نور حال آنلاين شريک کړي، اوس يې د دوی ملګري لټوي، پيدا کوي يې او د دوی په اړه بل ډول قضاوت کوي. 

د نن واکداره هغه دی چې معلومات ولري، که تاسې له يوه چا سره کاروباري راکړه ورکړه لرئ، شخصي يا ټولنيزه خپلوي يا اړيکه ورسره ټينګوئ يا بله چاره پيلوئ، دا هر څه له معلوماتو پيليږي، پخوا به خلکو د هغوی کلي ګودر ته څوک ليږل چې آن په غوجل کې يې د آس نسل معلوم کړي، خو نن يې آنلاين لټوي، تير ذکر شوي خدمتونه که چيرې يو څوک له آنلاين نړۍ پاکولی شي، ورسره يې لټولی هم شي. 

د نن سبا کاروونکي، کاروباريان، استخداموونکي او نور ټول داسې وسيلې لري چې د نورو آنلاين ژوند راوسپړي، ځان ترې خبر کړي او د هغو په رڼا کې د شخص په اړه پریکړه وکړي. 

معلومات ستاسې په اړه د بل قضاوت ټاکي، مهمه نه ده چې دغه معلومات دې هغه وي چې تاسې ورکړې وي يا هغه څه دی وي چې ستاسې رضا پکې شامله وي، بلکې له هرې لارې چې وي نور له تاسې ځان خبروي. 

نو ځکه، که د چا په اړه هر څومره معلومات تر لاسه کړئ، غوره دا ده چې يو ځل له هغه څخه وپوښتئ چې دا هر څه څومره رښتيا دي، دوهم، هر څه چې آنلاين وينئ، که دغې شخص خپله خپاره کړي وي يا بل چا، بايد پر دې پوه شئ، چې ضرور نه ده دا هر څه دې رښتيا وي، او درېيم، معلومات له چاپيريال او ولې پرته ناقص دي، هره خبره، ليکنه، وينا يو چاپيريال او پس منظر لري پر هغې ځان پوه کړئ. 

ځان رسول او سرخلاصول د څو بیلابيلو ټکو او اړخونو سره نښلول دي، هر څومره چې دغې نښلونې لپاره حوصله او وخت ولرئ، همدومره به له معلوماتو ښه ګټه واخيستلای شئ.

ورته ليکنی: د ذکاوت ضياع، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، آنلاين: د ځان او معلوماتو ساتنې نهه عملي لارې چاری، د دوه مخئ آنلاين مزل – د آنلاين او فيسبوک معلوماتو اعتبار، مشري: پريکړې او پوهه،  واک او اغيزه،  پوهه او د ټولنيزو شبکو هوښيار، اته (۸) عادته چې مسلکي ژوند مو خرابوي،  د ښې مشرۍ ۸ مهارتونه، د مسلک بيه، د زده کړې – ولې، ابتکار ټوکې نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ (۱)، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

14 responses to “د معلوماتو واکداري ”

  1. سم کار که د کار سموالی – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ليکنی: د معلوماتو واکداري،  د کار سړی،  مشري او د کار ويش، پرون د نن په خدمت کې، د […]

    Like

  2. ځيرکه وسيله: مهارتونه پر کومه روان دي  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ليکنی: د معلوماتو واکداري،  ټکنالوژي او وړ کاروونکي، ستاسې ډيجيټل نقل، سايبري […]

    Like

  3. په ځان کې ورک – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ورته ليکنی: د فکر تپل، د ناکامۍ مزل، منطق او پريکړې، د برياليتوب تعريف که معیار، شخصي وده، د معلوماتو واکداري  […]

    Like

  4. ژباړه: ټکي که معنا، ټکنالوژي څه وايي – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ليکنی: ځيرکه وسيله: مهارتونه پر کومه روان دي، د معلوماتو واکداري،  ټکنالوژي او وړ کاروونکي، ستاسې ډيجيټل نقل، سايبري […]

    Like

  5. ځيرکه وسيله: مهارتونه پر کومه روان دي  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ليکنی: ځيرکه وسيله: مهارتونه پر کومه روان دي، د معلوماتو واکداري،  ټکنالوژي او وړ کاروونکي، ستاسې ډيجيټل نقل، سايبري […]

    Like

  6. د کال ارزونه – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] او پريکړې، د برياليتوب تعريف که معیار، شخصي وده، د د ناپوهۍ بيه، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد […]

    Like

  7. د انتقال وسيلې – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] او پريکړې، د برياليتوب تعريف که معیار، شخصي وده، د معلوماتو واکداري، مشري او ابتکار، د کار سړی، د فکر تپل، د مسلک ټاکنه – […]

    Like

  8. د ژوند که د بدلون تکليف – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] او پريکړې، د برياليتوب تعريف که معیار، شخصي وده، د د ناپوهۍ بيه، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد […]

    Like

  9. ټکنالوژي او بشري سلوک – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] ليکنی: ځيرکه وسيله: مهارتونه پر کومه روان دي، د معلوماتو واکداري،  ټکنالوژي او وړ کاروونکي، ستاسې ډيجيټل نقل، سايبري […]

    Like

  10. معلوليت او ټکنالوژي – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] ليکنی: ځيرکه وسيله: مهارتونه پر کومه روان دي، د معلوماتو واکداري،  ټکنالوژي او وړ کاروونکي، ستاسې ډيجيټل نقل، سايبري […]

    Like

  11. څه لولئ، کوم معلومات مصرفوئ – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] د معلوماتو واکداري ، آنلاين معلوماتو اعتبار، متضاد – Paradox، د ژوند که د بدلون تکليف، ټکنالوژي او ذهني وده […]

    Like

  12. ژبه او مصنوعي ځيرکتيا – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] ذکاوت ټولنيز اړخ لري، ژباړه: ټکي که معنا، ټکنالوژي څه وايي، پر ټکنالوژئ میین ، ځيرکه وسيله: مهارتونه پر کومه روان دي ، د معلوماتو واکداري  […]

    Like

  13. مصنوعي ځيرکتيا لپاره د حکومتونو چمتوالی – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] انجونو او ميرمنو ځورول- (۲)، ذکاوت ټولنيز اړخ لري، د معلوماتو واکداري ، د مخابراتو او ټکنالوژي سکتور – ننګونې او […]

    Like

  14. مصنوعي ځيرکتيا لپاره د حکومتونو چمتوالی – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] انجونو او ميرمنو ځورول- (۲)، ذکاوت ټولنيز اړخ لري، د معلوماتو واکداري ، د مخابراتو او ټکنالوژي سکتور – ننګونې او […]

    Like

Leave a reply to معلوليت او ټکنالوژي – مشري || ټکنالوژي || بدلون ځواب لرې کړه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading