اکثره وختونه دا پوښتنه کيږي چې د يوه شخص په بریاليتوب کې تعليم او کتابي پوهه څومره ونډه لري، يعنې د شخص د عايد او برياليتوب څو فيصده د تعليمي سند له کبله وي، ښايي ځينې يې څلورمه او ځينې يې آن نيمايي وګڼي.
خو، د نوبل جايزې وړونکي جيمز هيکمن يوه څيړنه وايي چې د شخص تعليمي يا کتابي پوهه د شخص په پرياليتوب کې په اعظمي ډول يوازې يو يا دوه فيصده ونډه لري، بلکې د هغې برياليتوب تر ډيره د هغې د عادتونو، سلوکونو او درک لکه لحاظ او نورو پر ده باور، نظم، سختيو زغمنه او استقرار او د هرې چارې په پوره توګه سر ته رسول ټاکي.
لداسې خلکو سره ژوند هم آسانه او د نورو په بریاليتوب کې هم ونډه لري. پر واده شوو خلکو يوه بله څيړنه وايي هغه خلک چې ښه او ملاتړي همسفره (ښځه يا ميړه) لري، په مسلکي چارو کې له نورو وړاندې وي، يعنې هغوی چې له کوره يې ماغزه آرامه وي او د کورنۍ ملاتړ ورسره وي، ښه کار کړي، له نورو ډير پرمختګ کړي، ډيره ګټي او له کاره عموماً راضي وي.
له دې سره نورې څيړنې دا هم وايي هغوی چې ښځه يا ميړه يې بالحاظه او باوري وي يعنې د بل تکليف احساسوي او ورسپارل شوی کار سرته رسوي، نو د کور په چارو کې مرسته کړي، له ځانه داسې سلوک ښيي چې نور يې نقلوي او له خپل مسلکي او کورني ژوند خوښ وي.
د دغې څيړنې يو برخوال وايي، لدې موږ ته ښکاري چې په برياليتوب کې مو ژوند چاپيريال مهمه ونډه لري، چې له چا سره مو واده کړی او د ژوند مزل ورسره لنډوئ. لدې اخوا ښه مجلس او ښه ملګري هم شخص هڅوي چې وده وکړي او ځان په دوامداره توګه ښه کړي.
بل اړخ د بخت هم دی. دا سمه ده چې بريالي خلک ځانګړي ظرفیتونه او لياقتونه لري، خو دا په دې معنا نه ده چې هر ظرفيت لرونکی او لايق شخص دی بريالی وي، دلته دغه د ځانګړو ظرفيتونو لرونکي لايقه خلک په ځانګړي وخت کې نيکبخته شوي دي.
خو، بنده پر خپل بخت واک نه لري، خو ذکاوت يې په خپل واک کې دی. کولای شي له نورو باسواده شي، خپل ذکاوت ښه کړي. يعنې کولای شي منطقي فکر او ستونزې حل کړي، اما دغه پوهه هم حد لري، او داسې ګڼل کيږي چې ذکاوت هم يو حد لري، يعنې شخص نشي کولای ځان په دوامداره توګه هوښيار کړي.
خو، له ذکاوت سره ټولو مهم اړخ د شخص لحاظ او باور، زحمت او د سختيو زغملو توان دی، يعنې پر دې شخص د نورو لخوا څومره باور کيږي چې کار ورسپاری هغه به سر ته رسوي، څومره په خپلو چارو زحمت باسي او په سخته کې څومره زغم کړي او کار ته دوام ورکوي.
هر څوک برياليتوب ته له خپل نظره ګوري، هر څوک ورته خپل تعريف لري، او همداسې بايد وي. خو که چيرې د بریاليتوب رواجي تعريف رااخلئ، يعنې د مسلکي پرمختګ، شهرت يا د پيسه دارئ له اړخه ورته ګورئ، نو زحمت کشه خلک له نورو وړاندې وي.
ممکن له نورو به هوښيار نه وی، ښايي ډير لياقت به هم ونه لري او ځان به ذکي هم نه ګڼي. واسطې، اړيکې او خپلوئ به هم نه لري، له چاپيرياله به هم ګيله من وي او ممکن ښه تعليم به هم ونه لري، يعنې پدې ټولو کې به يو هم نه لري.
خو، زحمت کولای شي د دې ټولو ځای ونيسي، ځکه له وخت سره هڅه پر مهارتونو، تجاربو او نتايجو بدليږي، او دغه تجارب او نتايج شخص هڅوي.
تاسې تل کولای شئ له نورو ډير منظم واوسئ، د خپل وخت قدر وکړئ. له نورو ډير زغم ولرئ او کار ته مو دوام ورکړئ، او په ځان کې د سختيو زغملو توان پيدا کړئ، او دغه شيان د هر چا په واک کې دي.
څيړنې هم وايي چې دغه عادتونه او سلوکونه مو پر برياليتوب پريکنده اغيزه لري او هغوی چې دغه مهارتونه لري، له نورو بريالي او وړاندې وي.
ورته ليکنی: پوهه، مهارت او سلوک، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، د مشر په توګه دا لس مهارتونه خپل کړئ، چې نور درپسې ودريږي، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د باور او مفکورې جهل، فرصت، پر کومه بيه، د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، د برياليتوب اوږد مزل، ډله ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه







Leave a reply to ذکاوت ټولنيز اړخ لري – مشري || ټکنالوژي || بدلون ځواب لرې کړه