مشري يوه ټولنيزه پديده ده، چيرې چې مشر خپلو ملاتړو ته اړتيا لري تر څو د ادارې، ټولنې يا خوځښت اهداف په شريکه تر لاسه کړي، او ملاتړي داسې مشر غواړي چې د هغه په شتون کې دوی هم خپلو ګټو او اهدافو ته ورسيږي. خو، پداسې ټولنيز او د خلکو د يوځای کيدو جوړښت کې لومړنئ قرباني فردي غښتلتياوې وي، چيرې چې خلک د ډلې ګټو او طبعې په فکر له هغه څه ډډه کړي چې ښايي د نورو د خوښ نه شي.
که چيرې مشر ونه شي کړای چې په خپله ډله کې داسې دود او کړه وړه رامنځ ته کړي چې مختلف فکر او فردي غښتلتياوې وهڅوي نو خلک هغه څه وايي چې ټولو ته د منلو وړ وي، او دغه ورانوونکی توافق د مثبت او ښه اختلاف ځای نيسي.
د ډلې غښتلتيا د هر فرد له توانونو او مهارتونو ګټه اخيستنه وي. ابتکاري فکر عموماً له رواجونو او قبول شوو حالتونو څخه اخوا فکر وي او دا اخوا اوښتنه ډيره مهمه ده، ځکه چې د ادارې يا کاروبار اوسنۍ ستونزې ښايي د همدې رواجي فکر له کبله وي، او حل يې نوی فکر يا نوی عمل غواړي.
په يوه څيړنه کې چې د امريکا د ويتنام د اشغال پر مهال پر خوارځواکو ماشومانو شوې وه، څيړونکي يوه ټکي ته متوجه شول چې سره لدې د جګړې له کبله اکثره ويتنامي ماشومان خوارځواکه وو، خو داسې ماشومان هم وو چې ښه غښتلي او توانمن وو.
دوی دغه ماشومان وڅيړل چې څرنګه خوراک وررسيږي، لومړی موندنه خو يې دا وه چې ضرور نه دي دا ماشومان دې له ډيرو غني يا بارسوخه کورنيو څخه وي. د دې ماشومانو د روغتيا او ښه خوراک اساسي دليل د دوی ميندې وی، چې د ماشومانو له رواجي روزنې او عام فکر څخه اوښتی فکر يا د ټولنې له رواجونو سره يې مثبت اختلاف درلود.
دې ميندو په ټولنه کې قبول شوو دې فکرونو سره مخالفت درلود، چيرې چې
– عادي يا د ټيټې طبقې خوړو لکه چنګاش/ خرچنګ يا شرمپ يا زموږ په هيواد کې چرګانو پښې، له خوراک څخه ډډه کول
– د نس ناستي پر مهال ماشومانو ته خواړه نه ورکول
– ماشومان پريښودل چې ځان پخپله موړ کړي يا دوی ته د ورځې يوازې دوه ځل خواړه برابرول
د دې پر ځای دغو ميندو دا چارې خپلې کړې وې:
– د ټيټې طبقې/ عامو خوراکونو او توکو کارول – چې ښه تغذيوي ظرفيت او قوت يې درلود
– د نس ناستي پر مهال ماشومانو ته خواړه ورکول – چې د رغيدنې لپاره حياتي دي
– په ورځ کې ماشومانو ته څو ځل د خوړو برابرول (ماشومان پريښودل چې ځان پخپله موړ کړي، ماشومان خواړه غورځوي او بيا يې رااخلي چې چټليږي، نو ځکه پرې دغو ميندو څارنه درلوده، او خوراک يې پخپله ورکاوه. ورسره د خپل عمر له کبله د ماشومانو خيټه او هاضمي سيسټم کوچنی وي نو يوازې په يوه وخت کې محدود خواړه خوړلای شي، خو خپلې ودې لپاره ډيرو خوړو ته اړتيا لري، نو ځکه بايد په ورځ کې څو ځل ورته خواړه برابر شي)

لدې بيلګې څخه مو هدف دا وو، چې په ادارو کې عموماً ستونزې پخپله د ادارې لخوا پيدا کيږي، نو ځکه يې حلونه هم هملته موجود وي، خو پر دې حلونو سترګې پټيږي يا ورته ساده حل نه لټول کيږي، او دغه د حل نه لټول يا وړانديز کول اکثره پدې دليل نه کيږي، چې ښايي د حل وړانديز په ځينو بد ولګيږي يا به ځينې فکر کړي چې دغه حل زما پر کار نقد او نيمګړتيا ده.
په کورنيو کې هم د اولاد په توګه کامل بشر وروزئ، ماشين ترې مه جوړوئ چې ستاسې له خندا سره خوشحاله او ستاسې له خپګان سره خپه وي. له وړوکوالي د درناوي په چوکاټ کې د خپل نظر بیانولو اعتماد ورکړئ.
د ادارو د مشرانو په توګه، خلک وهڅوئ چې مخالف نظر ولري، په نړيواله توګه مبتکرې ادارې د مخالف نظر لپاره خلک روزي، ځينې ادارې خو آن دا اصل هم لري چې که چيرې په يوه غونډه يا کاري ډله کې ټول پر يوه نظر شو نو پوه شئ چې نظر سم نه دی ارزول شوی او بايد له سره وارزول شي، تر څو د ضعف نقطې او د هغې د حل لارې ولټول شي.
نوکيا يوه زمانه کې د ګرځنده ټليفونونو د بازار حاکم شرکت وو، په بازار کې له نيمايي ډير ټليفونونه د هغوی وو، خو نن په دغه بازار کې هیڅ ونډه نه لري، او د بازار له لاسه ورکولو يو اساسي لامل يې د ابتکار مخه نيول او هغه فکرونو ځپل وو چې له شته مصنوعاتو اخوا نور محصولات راجوړ او بازار ته وړاندې کړي.
اکثره وختونه ادارې د خپلو غوړه ماليو، ورانوونکي توافق او مختلف فکر نه اوريدو او هڅولو له کبله خرابيږي، له نورو واورئ ښايي ډير نوو څه ته مو پام شي.
ورته ليکنی: د ژوند که د بدلون، پوهه، مهارت او سلوک، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، د مشر په توګه دا لس مهارتونه خپل کړئ، چې نور درپسې ودريږي، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د باور او مفکورې جهل، فرصت، پر کومه بيه، د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، د برياليتوب اوږد مزل، ډله ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه







Leave a reply to سپين فيل – مشري || ټکنالوژي || بدلون ځواب لرې کړه