ښه مشر کولای شي د ادارو، ولسونو او هېوادونو لوری او تاريخونه د ښه په لور بدل کړي، خو همدې مشرۍ ته رسيدل بيا تل آسان او ښه نه وي. مشر د نورو له منځه راپورته کيږي، او ضرور نه ده چې د دې له مشرۍ سره دې هر يو خوښ وي يا دا مشر دې پخپله دومره ښه سړی وي چې په سمه توګه د مشرۍ مقام ته رسیدلی وي.
مشري په عموم کې يوه ښه پديده بلل کیږي، او نړۍ تل د ښه مشر له خلا او ننګې سره مخ وي، خو له دې سره يو تور اړخ د مشرۍ حرص، هوس او نشه ده. چيرې چې يو شخص مشرۍ ته رسیدو لپاره له هرې روا او ناروا کار اخلي او ځان خپل هدف ته رسوي. دغه حرص که چيرې له ښې لارې پوره نه شي، نو د ورونو آن د پلار او ځوی تر منځ د دښمنۍ سبب ګرځي. ځينې اسلامي علما دغه ولږه پټ هوس يا هيله ګڼي.
دغه د پټ هوس نوم ايښودنه په لومړي ځل له شداد بن اوس (رض) څخه روايت شوې ده، چې يوه ورځ يې ځان په څادر کې پوښلی وو او ژړل يې، چا ترې وپوښتل چې: «ولې ژاړی؟» ده ورته وويل: (زه ستاسې لپاره چې پر يو څه ډير ويريږم هغه پټ هوس او ريا «ځان ښودنه» ده. تاسې به ستاسې د مشرانو له کبله وازمويل شئ، تاسې به ستاسې د مشرانو د اعمالو له کبله وازمویل شئ. هغه مشران چې کله خلک نيکو ته راوبولي نو اطاعت يې وشي، او که کله يې بدو ته راوغواړي نو بيا يې هم اطاعت وشي، دلته منافق څوک دی؟ منافق د هغه اوښ په څير دی چې پر خپل تړل شوي پړي زندۍ کيږي او مري. د هغه بد له هغه اخوا نه ځي.)
ابن تيمية (رح) ويلي: (داسې يو حالت چې نه پرې خلک پوهيږي او نه يې احساسوي، هغه ډير خلک د مشرۍ خواهش لري خو له مسؤليته يې ناخبره وي. يو شخص به په عبادت کې صادق وي خو له خپلو نيمګړتياوو به ناخبره وي. ډير علما پر دې موضوع غږيدلي دي او پټ هوس يې بللی دی.)

د مشرۍ په اړه د اسلامي علماوو نظر
عبدالرحمن بن سمره (رض) څخه روايت دی، چې پيغمبر ﷺ ورته وفرمائيل، چې: (ای عبدالرحمن! واک/ حکومت/مشري مه غواړه، ځکه که پر غوښتنه واک درکړل شو، نو ته به ورسپارل شی (يعنې درباندې به غالبه شي او الله ﷻ له مرستې به بې برخې وی). خو، که چيرې ستا له غوښتنې پرته مشري درکړل شوه، نو الله ﷻ به درسره پکې مرسته وکړي.)
ابو موسی اشعري (رض) چې موږ پيغمبر ﷺ ته ورغلو، له ما سره مې دوه د تره زامن هم وو. له دې دواړو څخه يوه يې پيغمبر ﷺ ته عرض وکړ چې تاسې ته الله ﷻ لوی ملک او واک په اختيار کې درکړی دی، موږ ته يې يوه څنډه د مشرۍ او واکدارۍ لپاره راوسپاره. پيغمبر ﷺ ورته وفرمائيل: چې د الله ﷻ په ستر ذات قسم، موږ هغوی ته واک نه سپارو چې په خپله يې غواړي يا يې حرص لري.
ابو هريره (رض) څخه روايت دی، چې پيغمبر ﷺ وفرمائيل، چې: (له تاسې څخه به ډير خلک پر نورو د واکدارۍ هيله لري چې د قيامت په ورځ به د دوی لپاره د پښيمانۍ يوه وسيله وي. څومره ښه شيدې ورکوونکې ده او څومره بده شيدې پريښودونکې ده.)
ابن حجر (رح) وايي چې له «ښه شيدې ورکوونکې» څخه هدف واکداري، پيسه او د پريکړې ارزښت دی چې د مشرۍ له لارې ترلاسه کيږي. له «څومره بده شيدې پريښودونکې» څخه هدف له مشرۍ څخه د مرګ يا نورو لاملونو له کبله پريکون دی. مشري د خپل شهرت او واکدارۍ ښه راښکون لري، هر څوک غواړي چې نور يې خبره واوري او ورته د مشر په سترګه وګوري، خو بيا له همدې مشرۍ څخه ليرې والې سخت دی، له همدې کبله ځينې يې پريښودو ته غاړه نه ږدي او د ساتلو لپاره يې آن د نورو له وژلو هم ډډه نه کړي.
ځينې اسلامي علما پر دې نظر دي چې بنده بايد د مشرۍ تر لاسه کولو هڅه ونه کړي، آن بايد دعا وکړي چې له هغې وساتلی شي، ځکه موږ نه پوهيږو چې هغه زموږ لپاره ښه ده يا بده، او نه پوهيږئ چې درسپارل شوې دنده به په ښه توګه سر ته ورسولای شئ يا نه.
د ځان لپاره د مشرۍ غوښتنې په وړاندې دا لاملونه هم ذکر کيږي چې واک غوښتونکی شخص په هره نامه او طريقه چې وي غواړي ځان چوکۍ ته ورسوي، او کله چې دغه واک ته ورسيږي نو ښايي بيا هلته د پاتې کيدو لپاره هم هر څه وکړي، او خپله اخيري هڅه وکړي تر څو دغه واک يې تلپاتې شي.
د دې په وړاندې بيا هغوی چې په خپله واک نه غواړي خو واک او مشري ورسپارل کيږي، نو که چيرې نه پوهيږي، د اسلامي زده کړو په رڼا کې يې الله ﷻ مرسته کوي، ورسره خلک هم دريږي چې موږ رامخکې کړی، زموږ مشر دی، او همداسې که چيرې اړتيا وي نو ښايي د مشرۍ مقام له پريښودو هم ډډه ونه کړي.
(په راتلونکي برخه کې د مشرۍ پر مشروع غوښتنې او د مشرۍ د حرص پر ډولونو غږيږو)
Leadership – ورته ليکنې: مشري







څرګندون پریږدئ