د مشرۍ نشه او حرص – ۲

د ليکنو دې لړۍ په لومړئ برخه کې موږ د مشرۍ نشې پر عمومياتو او مشرۍ په اړه د اسلامي علماوو پر نظرونو وغږيدو.

د مشرۍ مشروع غوښتنه

خو، په ځينې مواردو کې بيا د مشرۍ غوښتنه جواز لري. په سورة يوسف کې د يوسف (ع) ذکر دی، چې د وخت له باچا څخه يې وغوښتل چې ما د ځمکې پر خزانو مقرر کړه، بيشکه چې زه ښه ساتونکی «د اموالو» ښه پوه يم «په وجوه د تصرفاتو او جذب د فوائدو. او باچا هم يوسف (ع) ته د خزائنو کنجي ګانی وروسپارلی او د سلطنت ټول اختيارات يې ورته ورکړل. دلته يوسف (ع) مشري ځکه غوښتله چې پوهيده بل څوک دا کار نه شي کولای، او دغې چارې (پر خزائنو څارنه) يوه امانتداره شخص ته اړتيا لري. ورسره، باچا له يوسف (ع) څخه مشوره وغوښته او دوی صادقانه مشوره ورکړه.
د مشرۍ مشروع غوښتنه د دين هرې بلې چارې په توګه ده، چيرې که څوک يو څه د الله ﷻ د رضا لپاره کوي نو رب تعالی ﷻ ورسره مرسته کړي او ده ته هم اجر رسيږي، خو که چيرې همدا شخص دغه غوښتنه د شخصي غرض لپاره کوي، نو د تباهۍ او ناکامۍ سبب يې ګرځي.

د مشرۍ د حرص ډولونه

اساساً مشرۍ ته خلک له دوو لارو مخه پيدا کوي، (۱) دنياوي مشري، (۲) د مذهبي زده کړو له لارې مشري. ابن رجب (رح) به ويل، چې: (خلک غواړي درناوی له دوو لارو حاصل کړي. لومړی يې د واکدارۍ او پيسو له لارې دی. دا په اکثره مواردو کې خطري کار دی او د اخرت د خرابوالي سبب ګرځيدای شي.
او د خپلې وينا لپاره د قرآن کريم دا ايت وړاندې کوي: (دغه کور د آخرت «چې جنت دی» ورکوو مونږ دا دپاره د هغو کسانو چې نه لري اراده د لويي «کبر» په ځمکه کښې او نه فساد ظلم کوي «پر خلقو» او عاقبت ښه خاتمه دپاره د پرهيزګارانو ده.) (سورة القصص، آية ۸۳).
ورپسې بيا د درناوي او لوړ موقف لټه د مذهبي چارو لکه د پوهې، ښه کارونو سر ته رسولو او زهد له لارې ده. دا يې آن له اولني ډول څخه هم ډيره خطري او د غندنې وړ دی، ځکه چې له هغې هم د ستر فساد او خطر سبب ګرځي. ځکه چې پوهه، نيک عمل او زهد بايد الله ﷻ ته د نږدې کيدو او هغې په وړاندې د لوړ مقام حاصلولو لپاره وي، نه دا چې د خلکو تير ويستو لپاره وي.)
پوهه په اسلام کې لوړه درجه لري، او يو اساسي لامل يې دا دی چې پوهه د بنده سر خلاصوي او د اللهﷻ ويره يې په زړه کې پيدا کيږي. خو، که چيرې ورسره د الله ﷻ ويره نه وي، نو ښايي دغه پوهه يې د ځان ښودنې او له نورو د ځان لوړ بللو سبب شي، او له دغې لار پر نورو لوړوالی حاصلول آن د پيسې او واکدارۍ هم بد دی.
د مشرۍ حرص پر موقف له ټاکنې وړاندې او وروسته را پيدا کيدای شي. لومړی، ځينې خلک به وغواړي چې مشرۍ ته وټاکل شي، خو دغه مشري به يا ور رسيږي او يا نه. دوهم، پر مشرۍ له ټاکلو وروسته به حريص شي، ښايي دغه شخص په لومړي کې مشري نه غوښته، خو کله چې دغه موقف ته ورسيده نو اوس يې پکې زړه ولګيده او د لاسه ورکولو ويره ورسره پيدا شوه.
ابن رجب (رح) وايي، چې: (تاسې بايد پوه شئ چې درناوي يا موقف لټه، هغه ځای ته له رسيدو وړاندې دومره زيانمنه نه وي، لکه څومره چې موقف ته له رسيدو وروسته هغه شخص ته تاوان کوي. ځکه چې له رسيدو وروسته شخص غواړي هلته پاتې شي او د لاسه ورکولو ويره به يې د ظلم، کبر او نورو ناوړو اعمالو سبب شي.)

په مشر يا د مشرۍ موقف په درلودونکي کې د مشرۍ حرص له بیلابیلو لارو راښکاره کيږي. دلته يې موږ له عمومي ډولونو يادونه کوو، دغه ډولونه په خپل ذات کې سره بيل نه دي، يعنې داسې نه ده چې يوازې يو عادت پکې وليدلی شي، بلکې لدوی څخه د بیلابیلو ډولونو يو څه اندازه پکې ليدل کيږي.
ښه مشر پوهيږي چې څرنګه دغه عادتونه پر خپل ځای او واک کې وساتي، او هیڅکله يې دې ته پرينږدي چې د دې پر پريکړو او اعمالو زورور شي، خو له ضعيفه مشرانو بيا دا حرص زورور کيږي، او د ناکامۍ لامل يې ګرځي.
د مشرۍ حرص دا عمومي ډولونه دي: ۱) د فرعونيت دعوه، ۲) په عمل او وينا کې دوه مخي، ۳) که مشري رانکړي، ښه کار نه کړم، ۴) نورو کې نيمګړتياوې لټول او ورپسې بد ويل، ۵) له ځان څخه د اهلو خلکو نه پيژندل، ۶) که له موقفه ليرې شي، نو پښيمانه او خپه وي، ۷) تکبر او بدسلوکي، ۸) که مشري پخپله وغواړي د الله ﷻ له مرستې بې برخې وي، ۹) بدلون نه مني او اوسني حالت سره خوښ وي، 10) له بادشاهانو او واکدارانو سره ناسته پاسته، ۱۱) له شهرت سره مينه، ۱۲) د ځان ښه اوریدل، ۱۴) دين پورې درواغ تړل، ۱۵) د زړه سختوالی، ۱۶) ويشنه/ نفاق او کينه

په راتلونکو برخو کې پر دې هر يوه غږيږو.

د مشرۍ نشه او حرص، لومړئ برخه، مشريورته ليکنې:


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

3 responses to “د مشرۍ نشه او حرص – ۲”

  1. د مشرۍ نشه او حرص – ۳ – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] او مشرۍ په اړه د اسلامي علماوو پر نظرونو وغږيدو. په دوهمه برخه کې مو د مشرۍ له مشروع غوښتنې او د حرص له ډولونو يادونه […]

    Like

  2. د مشرۍ نشه او حرص – ۴ – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] او مشرۍ په اړه د اسلامي علماوو پر نظرونو وغږيدو. په دوهمه برخه کې مو د مشرۍ له مشروع غوښتنې او د حرص له ډولونو يادونه […]

    Like

  3. مشري: مشوره – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] د مشرۍ نشه او حرص – ۲، د فکر تپل ، واک او اغيزه ، آنلاين ټولنيزو وسيلو کارول او اغيزې، مشري: پريکړې او پوهه ، ډله ييز فکر […]

    Like

څرګندون پریږدئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading