د مشرۍ نشه او حرص – ۳

د ليکنو دې لړۍ په لومړئ برخه کې موږ د مشرۍ نشې پر عمومياتو او مشرۍ په اړه د اسلامي علماوو پر نظرونو وغږيدو. په دوهمه برخه کې مو د مشرۍ له مشروع غوښتنې او د حرص له ډولونو يادونه وکړه.

(۱) د فرعونيت دعوه
کبر د انسان د تباهۍ سبب ګرځي، او دغه کبر يا لويي په انسان کې يو ځلي نه راځي، بلکه د وخت له تيريدو او د شاوخوا خلکو د غوړه مالۍ له کبله انسان فکر کړي چې د دغې مشرۍ د منصب له کبله زه له ټولو غوره او لوړ يم، چې د دغې دعوې تر ټولو ښه بيلګه فرعون وو.
فرعون د مصر خلکو ته ويل چې له ما پرته بل څوک نشته، له تاسې ټولو لوړ يم او هغوی چې له ما پرته بل چا ته رجوع کړي، هغه به خپله جزا ويني. فرعون خپل خلک تير ويستل او هغوی د ده عبادت وکړ. د شرک او پر نورو شيانو د عقيدې شکلونه بدليږي، نن سبا ښايي څوک د بت عبادت ونه کړي، يا مشر مستقيماً د فرعون په څير د خدايي دعوه ونه لري، خو په خپلو احکامو، اعمالو او کړه وړو کې خلکو ته ښيي چې که چيرې زما له امر تير شوئ نو له بدو عواقبو سره به مخ شئ، او دغه اوامر ضرور نه ده چې د ادارې، ټولنې او يا د ولس پر ښيګڼه بنا وي.

(۲) په عمل او وينا کې دوه مخي راتلل
هغوی چې مشري غواړي، هڅه کړي هلته له رسيدو وروسته هملته پاتې شي. نو، ځکه خپل هر عمل او وينا د همدې مشرۍ په رڼا کې تلي. هغوی چې دا پکې خپله ګټه ويني، د ده له ملګرتوبه برخمن وي، او هغوی چې دا يې خپلې مشرۍ ته ګواښ بولي، ورته خپل دښمنان ښکاري.
نو ځکه يې په اعمالو او ويناوو کې د دوه مخۍ نښې راښکاره کيږي او د خپلو ملاتړو پر وړاندې هم د ريښتينولۍ ارزښت چې مشرۍ ته يې رسولې وو، له لاسه ورکوي.

(۳) که مشري رانکړي، ښه کار نه کړم
ځينې وختونه هغوی چې د مشرۍ هيله لري، کله چې دغې هيلې ته ونه رسيږي، نو خپل ښه کار پريږدي او يوازې ورځ تيروي. ښه نظر نه ورکوي، د نورو د ناکامۍ په لټه کې وي، هغه څوک چې دا فکر کوي د ده پرځای يې پرمختګ کړی دی، د هغې پښې وهي، او په پټه د خپلې ادارې او اړونده چارو د ناکامۍ هڅه کړي.
هغه سلوکونه ښايي پریږدي چې دا يې د مشرۍ وړ کړی وو، چې ادارې لپاره هم د يوه وړ کارکوونکي د لاسه ورکول وو، او هم ځان لپاره يې يو بد غوښتونکی رامنځ ته کړ.

(۴) نورو کې نيمګړتياوې لټول او ورپسې بد ويل
ځينې علما وايي هغوی چې د مشرۍ حرص لري، نورو پسې بد وايي، په ځانګړي ډول هغوی پسې چې دوی يې د چوکۍ هيله لري. په هغوی کې نقص لټوي او هڅه کړي ځان پوره وښيي. دا يې نه خوښيږي چې د ده په شتون کې يو څوک د بل ښه وايي. هر هغه څوک چې د مشرۍ حرص لري، اکثراً د غيبتونو ښکار وي.

(۵) له ځان څخه د اهلو خلکو نه پيژندل
د نورو پر ښو سترګې پټوي. نه غواړي د نورو ښه پوهه، اخلاق، تجربه او نور خلکو ته راڅرګند کړي تر څو خلک هغې ته راجع نه شي. هغه تل په دې ويريږي چې که چيرې خلک له ده څخه غوره خلک وپيژني، نو دا به پریږدي او ټول به هغې ته ولاړ شي.

(۶) که موقفه ليرې شي، نو پښيمانه او خپه وي
هغوی چې خپل ارزښت په موقف کې ويني، تل به هڅه کړي دغه موقف وساتي. او هر کله چې دغه موقف له لاسه ورکړي يا ترې واخيستل شي، نو تل به انديښمن وي. پښيمانه به وي چې ولې يې ونه شو ساتلی او نوره به هم هڅه کړي چې هغه ځای ته ځان بيا ورسوي.

(۷) متکبره او بدسلوکه وي
ابن قيم (رح) به ويل، چې: ډير خلک، چې ملګري يې د مشرۍ موقف ته ورسيږي، تمه لري له دوی سره دې هماغه ډول سلوک وشي لکه څرنګه چې د ملګري له مشر کيدو وړاندې له دوی سره کيده، خو داسې نه کيږي او پخوانۍ مينه ماتيږي. دا د تمه لرونکي ملګري ساده توب دی. دا داسې مثال لري لکه څوک چې له نشه شوي ملګري څخه د سم سړي سلوک تمه لري. دا امکان نه لري. مشري هم د شرابو په څير نشه لري يا آن له هغې هم ډيره ده.
که چيرې مشري نشه ونه لري نو هغه شخص به نه غوښته. له نشه شوي شخص څخه د سم سړي سلوک تمه لرل امکان نه لري. نو ځکه الله ﷻ له خپل ښاغلي رسول ﷺ څخه غواړي، چې قبطي مشران په نيکه طريقه مخاطب کړئ. د مشرانو پر درناوي مخاطبول د اسلامي قوانينو، منطق او خلکو رواجونو په رڼا کې مهم دي. ځکه خو اکثره خلک له مشرانو سره نيک سلوک کوي.

(۸) که مشري پخپله وغواړي د الله ﷻ له مرستې بې برخې وي
ابن رجب (رح) به ويل، چې: په دې نړۍ کې به استثناً داسې څوک پيدا کړئ چې پخپله مشري وغواړي او د الله ﷻ له مرستې برخمن وي. او په اصل کې به ترې د هغې د اعمالو لپاره پوښتنه کيږي، لکه څرنګه چې د محمد رسول الله ﷺ له حديث څخه څرګنديږي. عبدالرحمن بن سمره (رض) څخه روايت دی، چې پيغمبر ﷺ ورته وفرمائيل، چې: (ای عبدالرحمن! واک/ حکومت/مشري مه غواړه، ځکه که پر غوښتنه واک درکړل شو، نو ته به ورسپارل شی (يعنې درباندې به غالبه شي او الله ﷻ له مرستې به بې برخې وی). خو، که چيرې ستا له غوښتنې پرته مشري درکړل شوه، نو الله ﷻ به درسره پکې مرسته وکړي. ).

(۹) بدلون نه مني او اوسني حالت سره خوښ وي
مشري او په اوسني حالت کې ګټه يو له هغو لاملونو څخه وو چې له کبله يې ځينو اسلام ونه مانه، او کله چې ورته روښانه شوه چې په غلطه دي، نو بيا يې دا دليل وړاندې کاوه چې که چيرې موږ اسلام ومنو، نو موږ به له هغوی څخه په ټيټه درجه کې يو چې له موږ يې وړاندې دين منلی دی. دا هغه څه دي چې له فرعون نيولې تر ابوجهل ټولو سرکښو ويل.
په نن زمانه کې هم داسې ډير خلک شته، چې بدلون او ريښتونی خبرې سره يوازې په دې دليل مخالفت کوي چې دوی په کې خپله شخصي ګټه نه وي او احساس کوي چې که چيرې بدلون ومني نو اوسني امتيازات به له لاسه ورکړي. ځينې دغه مخالفت له ناپوهئ يا د نورو د نقل له کبله کوي، ځينې يې له کبره کړي، ځينې يې له حرصه او هوسه کوي او ځينې يې د خپل اوسني واک ساتلو لپاره کړي.

(۱۰) له بادشاهانو او واکدارانو سره ناسته پاسته
له بادشاهانو يا د واک له څښتنانو د کيناستو، يو له ټولو ستره ننګونه د هغوی درواغ منل او په ظلمونو کې يې مرسته ده. آن که دا د هغو پر وړاندې چپ کيناستل يا پر کړو وړو يې د انتقاد نه کول وي. هغوی چې دوی ته ورځي او احترام يې کيږي، د دوی پر کړو وړو به د انتقاد نه کړي او آن ښايي د دوی د بدو اعمالو ښه هم وايي تر څو د مشرۍ يوه موقف ته ورسیږي.
ځينې علما حاکمانو ته ورتګ څخه منع کوي، آن که هغه د ښو بيان او له بدو څخه د خبردارۍ لپاره هم وي. عمر ابن العزيز (رح) يو له هغوی څخه وو چې دا منع يې کوله. د دې منع اساس هغه فتنه ده چې کله يو څوک، څوک وويني نو د هغې لوري ته راکاږل کيږي. اکثره وخت خلک وايي چې که زه مشر ووينم، نو سپينې او ښې خبرې به ورته وکړم، خو کله چې دا ورشي، هغه يې اکرام او درناوی وکړي، نو ډير امکان لري چې دغه شخص ورته ډيرې څرګندې ونه وايي.
سفيان الثوري (رح) عباد ابن عباد (رح) ته ليک واستاوه، په هغې کې يې ورته ليکلي وو: (له حاکمانو، هغوی ته له ورنږدې کيدو يا ورسره په ليدو کې احتياط کوه. پر دې مه تير ووځه چې که چيرې درته وويل شي دا یوازې د نصيحت لپاره يا له مظلوم سره د مرستې يا د ظلم مخ نيولو لپاره دي. دا د ابليس (شیطان) تير ويستنه ده او د قرآن کريم تلاوت کوونکي پر عمل نه کړي. که چيرې بل چا کومه فتوه ورکړې وي او هغه کفايت کړي، او څوک له تا څخه د هغې باره کې وپوښتي، نو له فتوه ورکوونکي شخص سره سيالي مه کوه. له هغوی څخه مه اوسه چې دا خوښوي چې خلک ترې فتوه واخلي او مشهوره يې کړي. له هغوی څخه مه اوسه چې کله يې فتوه پر خلکو عملي نه شي نو مخ یې بدليږي. د مشرۍ له هوس څخه خبر اوسه، له دې سره خلک د سرو او سپين زرو په څير مينه لري. دا يوه پيچلې موضوع ده چې يوازې درک لرونکي علما پرې پوهيږي. نو، له خپل زړه خبر اوسه او خپلې ارادې وارزوه. پوه اوسه، هغه وخت رالنډ دی چې خلک به د مرګ هيله کوي. والسلام عليکم)
ابن حازم (رح) به ويل، چې: (يوه زمانه کې حاکمان علماوو پسې ګرځيدل او دوی به ترې پټيدل. خو نن سبا دغه علما د حاکمانو دروازو ته راځي، او حاکمان ترې پټيږي.).

ورته ليکنې: د مشرۍ نشه او حرص، لومړئ برخه، دوهمه برخه، مشري


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

One response to “د مشرۍ نشه او حرص – ۳”

  1. د مشرۍ نشه او حرص – ۴ – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] مشرۍ له مشروع غوښتنې او د حرص له ډولونو يادونه وکړه. په درېيمه برخه کې يې موږ د مشرۍ د حرص پر ډولونو وغږيدو او دلته همدې بحث […]

    Like

Leave a reply to د مشرۍ نشه او حرص – ۴ – مشري || ټکنالوژي || بدلون ځواب لرې کړه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading