د ليکنو دې لړۍ په لومړئ برخه کې موږ د مشرۍ نشې پر عمومياتو او مشرۍ په اړه د اسلامي علماوو پر نظرونو وغږيدو. په دوهمه برخه کې مو د مشرۍ له مشروع غوښتنې او د حرص له ډولونو يادونه وکړه. په درېيمه برخه کې يې موږ د مشرۍ د حرص پر ډولونو وغږيدو او دلته همدې بحث ته دوام ورکوو.
له شهرت سره مينه (۱۱)
د مشرۍ يوه برخه شهرت او نامداري ده، ښايي ځينې مشران مشهور نه وي. خو، څرنګه چې هر څوک له مشرۍ سره يو څه شوق لري، نو ځکه غواړي چې پوه شي د مقابلې ډلې، کورنۍ، ادارې يا نورو مشر څوک دی، او د نن د ټولنيزو شبکو په دې زمانه کې خو ځينې لپاره همدا شهرت د مشرۍ وسيله وي يا مشري همدې شهرت لپاره غواړي.
شهرت شخص ته د نيکنامۍ يو مصنوعي احساس ورکوي، چې له کبله يې دغه شخص تل غواړي دغه شهرت وساتي. ځان ښودنه يا رياکاري په اسلام کې له مهمو ګناهونو څخه ګڼل کيږي، چيرې چې خلک له خپلې پوهې، نيکو کارونو، سخاوت او نورو څخه د ځان ښودنې او کاذب شهرت تر لاسه کولو لپاره کار اخلي.
له همدې کبله، اکثره نيک علما له شهرت څخه ډډه کوي، او آن په ځينو مواردو کې چيرې چې پوه شي يو څه يې د شهرت سبب ګرځي، له هغه څخه مخ اړوي او نورو ته هم له شهرت څخه د ځان ساتنې لارښوونه کوي.
د ځان ښه اوریدل (۱۲)
مشر ته د غوړه مالۍ يو اساسي لامل، د مشر لخوا د ځان ښو اوريدو هيله ده، او که چيرې څوک يې ښه ونه وايي نو ښايي له تاوان سره مخ شي. آن هغه کارونه يې هم نازول کيږي چې د غندنې وړ وي.
ډيرې داسې چارې هم وي چې شا ته يې نيت او اراده بده وي، خو مشر يې خلکو ته ښه ښيي، او پر وړاندې کولو کې يې له درواغو کار اخلي. دې ته خوښ وي چې له خلکو رښتيا پټ او درواغ خپاره کړي.
عمر بن عبدالعزيز (رح) په دې چاره کې ډير محتاط وو. هغه يو ځل خلکو ته ليک وليکه چې د حج په مراسمو کې بايد ورته ولوستل شي. پدې لیک کې هغه توصيه کوي چې له خلکو سره بايد ترحم او په درناوي ورسره عمل وشي. ده وليکل: (له الله ﷻ پرته د هیڅ چا صفت مه کوئ. که چيرې هغه زه خپل ځان ته پريښې وای نو زه به هم د هر چا په څير وای.)
يوه کيسه هم ورپورې منصوبيږي، چې د يوې کونډې ميرمن څلورو لوڼو لپاره يې له بيت المال څخه معاش ټاکه. دغې ميرمن دوو لوڼو لپاره یې معاش وټاکه، نو دې ميرمن د الله ﷻ شکر ادا کړ. بيا يې ورپسې د هغې درېيمې لور ته معاش وټاکه، او مور يې لده څخه مننه وکړه. ده ورته وويل: (موږ دا دوی ته هر څه هغه وخت ورکول کله چې تا د الله ﷻ صفت او شکر بيانوه، او واقعاً هماغه يې وړ دی، نو ځکه دا درې بايد له خپلو برخو څخه د دې څلورمې پالنه هم وکړي).
ده غوښتل چې خلک پوه شي، د ده واکداري د الله ﷻ د احکامو د پرځای کولو له کبله ده. هغه خلکو ته ويل چې د الله ﷻ اطاعت وکړي او له هغه څه ډډه وکړي چې ترې منع شوې ده. او پر دې عقيده وو چې ټول صفات او ښه د الله ﷻ لپاره دي او بنده ګان بايد يوازې هغه ته رجوع وکړي.
دين پورې درواغ تړل (۱۳)
ابن قيم (رح) به ويل: (هر هغه عالم «د پوهې څښتنان» چې پر اخرت دې دنيا ته په خپله خوښه لومړيتوب ورکړي به خپلو فتوو او بيانونو کې به الله ﷻ پورې درواغ او غلطې تړي. هغه به خلکو ته غلطې وايي او ورڅخه به غواړي چې ويې مني. ځکه چې د الله ﷻ اکثره احکامات د خلکو، په ځانګړي ډول د مشرۍ موقف لرونکو، د خواهشاتو او د هغوی د تعقيبولو پر ضد دي. دغه هدف له رښتياوو له پټولو پرته نه حاصليږي.
نو که چيرې عالم يا مشر د مشرۍ او خپلو خواهشاتو پوره کولو هيله لري، نو پر رښتياوو به سترګې پټوي. په ځانګړي ډول، که چيرې په دغو رښتياوو کې شکمن وي، نو بيا به يې له خپلو خواهشاتو سره برابروي. لدې سره به يې خواهشات نور هم راڅرګند شي، او که چيرې رښتيا څرګنده او روښانه وي، نو بيا به وايي چې د توبې دروازې تل پرانيستې وي.)
هغوی چې په زړه کې د مشرۍ حرص لري، خپلو خواهشاتو او ګټو لپاره به دين پورې درواغ وتړي، او د الله ﷻ احکامات به له خپلې خوښې سره سم تعبيروي. د سنتونو او بدعتونو تر منځ ترې توپير ورک وي، يوازې دې پسې ګرځي چې څه کې يې ګټه ده او څرنګه دغې ګټې ته ځان ورسوي.
د زړه سختوالی (۱۴)
مشري سختې او پيچلې پريکړې غواړي، په دغو پریکړو کې ځينې وخت مشران د خپلو نيمګړتياوو په شمول پر ډير څه سترګې پټوي، چې له کبله شخص ته د موقف پالل له حقايقو ډير مهميږي او له کبله يې زړه سختيږي.
علما وايي چې هر هغه څه چې شخص له حق څخه واړوي، د الله ﷻ يادول ترې هير کړي، له ترحم او نيک سلوک څخه واوړي، زړه يې سختيږي او بايلونکی دی.
ويشنه او کينه (۱۵)
نا اهله مشر پوهيږي چې د ده په واک کې پاتې کيدل د ده د ملاتړو د نفاق او له يو بل څخه په ليري والي کې دی، نو ځکه دغه مشران هڅه کړي چې په خپلو ملاتړو يا هغوی کې چې دا يې د مشرۍ غوښتونکی وي، هلته د نفاق تخم وکري.
ورسره، له هغوی سره کينه لري چې دا يې د خپلې مشرۍ او دعوې په وړاندې خنډ او ګواښ بولي. ځکه، بيا هیڅکله دغه اهل شخص په داسې يو موقف کې نه ټاکي چې خلک پر ځان راټول کړای شي، يا ورته هیڅکله داسې فرصتونه نه ورکوي چې خلکو ته يې اهليت راڅرګند شي او سبا پرې خلک ملا وتړي.
ورته ليکنې: د مشرۍ نشه او حرص، لومړئ برخه، دوهمه برخه، درېيمه برخه، مشري







Leave a reply to وخت او مطالعه – مشري || ټکنالوژي || بدلون ځواب لرې کړه