څه لولئ، کوم معلومات مصرفوئ

هر څوک د معلوماتو ويشلو يو نه يوې وسيلې ته لاسرسی لري، که دغه د پخوانۍ زمانې ټولنيز ځايونه جومات یا هجره وي، يا د هغوی په پرتله نسبتاً نوې وسيلې کتابونه، اخبارونه، راډيو يا ټلويزون وي، او يا د نن زمانې ځيرکه ټلیفونونه او انټرنيټ وي، موږ ټول يو نه يو ډول خپل معلومات تر لاسه کوو.
اوس د دغو معلوماتو د کيفیت او څرنګوالي موضوع ده، چې تاسې څه ډول معلومات ترلاسه کوئ، او دغه معلومات ستاسې پر فکر، نظر او کړو وړو څه اغيزه لري.

له بيلابيلو څيړنو د شخص پر سلوک د معلوماتو اغيزه څرګنده ده، مثلاً په دريو کې يو امريکايي فکر کړي چې د دوی د نيويارک پر تجارتي مراکزو د سپټمبر د يولسمې نيټې بريد پخپله حکومت کړی وو، تر خپل واک يې ډير شي. له دې سره مثلاً په څلورو کې يو يې فکر کاوه چې دوی د هغه وخت ولسمشر اوباما دجال وو او د امريکا لپاره د تورپوستي ولسمشر ټاکنه د قیامت علامه ده.
ډير خلک اوس هم دا وايي چې ځمکه آواره ده او کره نه ده. ستر شمير خلک اوس هم په دې باور دي چې سپوږمۍ ته څوک نه دي ختلي او هغوی چې پر دې باور دي کافران او له دينه وتلي خلک دي، او دا سپوږمۍ ته د بشر ختلو نه منښت فکر يوازې يوې عقیدې پورې محدود نه دی، د نړۍ په هر ګوټ کې د دغه باور خلک شته.
دغه حالت څه نوی نه دی، مثلاً په پخواني روم کې اکثره غلامان لوستي او باسواده وو، او مالداره روميان نالوستي وو، ځکه دوی ته لوست د وخت ضياع ښکاريده، ساعت يې تير وو، کار او زحمت ورته نورو ویۍته، لوستل ورته هسې عبثه چاره ښکاریده. او هغه مالداره چې باسواده وو نورو ته ټيټ ښکاريده، چې بيوزله دی بیکاره وخت يې له وسه پوره نه دی.
وروسته چې کله خلک پر دې پوه شول چې مهمه نه ده اوس څومره مالداره يې، خو که چيرې باسواده نه وی او خپله کيسه دې پر ليکلې بڼه راتلونکو نسلونو ته پرينښوده، نو بيا ورک يې، چې له کبله يې د تاريخ لیکلو او بيا د هغې د زده کړې زمانه راغله.
نن چې دا خلک د خپلو اجدادو تاریخ لولي نو بیا وايي چې موږ پخوا امپراطورۍ درلودې، او له موږ ښه خلک نه وو، که څوک يې دغو تاريخي خلکو ته څه ووايي بيا په قهر وي، خو دې ته نه ګوري چې دوی ته رارسيدلې تاريخ هم درباري دی، هغوی چې په واک کې وو، تاريخ ليکونکو د خپلې خيټې لپاره د هم هغوی قصیدې ليکلي دي، بيا د دوی مخالفینو خپل تاريخ لیکونکي درلودل چې هغه د خپل واکداره ښه ليکل.
دغه د نن زمانې لوستونکی ځان دومره نه په عذابوي چې د دواړو لورو کتابونه سره له يوه بې طرفه اړخ سره ولولي تر څو پوه شي چې خبره څه ده. ځکه چې پر دې ويريږي چې که چيرې زه د بل چا د فکر کتاب ولولم او هغه مې قانع کړي او پوه شم چې زما فکر غلط بيا به څه کړم.
ټولنيزو شبکو خلکو ته د خپل فکر تپلو غښتلې وسيلې ورکړې، له هغوی سره مو نښلوي، ملګرتوبونه راته وړانديزوي او ورسره وينو چې زموږ پر فکر برابر دي.
لدې سره بیا دا سلوک او نظر راپيدا کيږي چې زه پر کومه عقیده او فکر زه يم، هغه د دنيا د ټولو ستونزو حل دی، او زما لدې فکره اخوا هر څوک په غلطه روان دي، خو دې ته نه ګوري چې دغې فکر ته رسيدو لپاره به ده يو څه لوستي وي، ښايي هغه مواد به مناسب نه وي، يا ښايي هغه تعبير چې ده له اصل محتوا کړی هغه به غلط وي، بل ډول به عملي کيږي، يا ښايي چا عملي کړی وي، اغيزه به یې نه وي لرلي.

هره ليکنه د نورو تجربه وي، د لیکوال نظر وي، او معلم دغه ليکنه د خپلې پوهې او تجربې په رڼا کې زده کوونکو ته معنا کوي، ټکی په زرګونو معناوې لرلی شي، ضرور نه ده هغه معنا چې تاسې يې ترې اوس اخلئ يوازې همدا دې وي.
زده کړه يا د معلوماتو مصرف او عمر سره اړيکه لري، کله چې کوچنی ماشوم ښوونځي ته درومي، نو هغه دغه معلومات د طوطي په ډول زده کوي، معناوو او مفهوم پسې يې نه ګرځي، ښه ماشوم يې په ښه ډول تکراروي، دې پسې نه ګرځي چې ولې يې زده کوي.
ورپسې چې دغه ماشوم لږ هوښيار شي، نو په زده کړه کې بيا خپله ګټه ګوري، که چيرې زده کيدونکي معلومات يې په ګټه وي لکه که پر اول نمره ګئ يا د ځانګړي مضمون پر زده کولو نازيږي، نو هم به درس وايي، هم به اول نمره وي او هم به هغه معلومات خلکو ته ښيي چې تقدير شي، خو که داسې نه وي، نو دا يې هم په غم کې نه وي.
او بيا د غټانو زده کړه ده، چې زده کړې ته عملي شکل له اړخه ګوري،غټانو لپاره هره هغه پوهه ګټوره ده چې د دوی ژوند اسانه کړي، د دوی ساعت تير کړي يا یې له اوسني حالته يا احساساتو راوباسي، له سيالانو يې وړاندې کړي، د ځان ښودنې احساس ورکړي، او هر څومره چې يو معلومات پر دغه تله ښه راشي، همدومره يې په ذهن کې پاتې کيږي.
نو، دا مهمه نه ده چې تاسې څه ډول معلوماتو ته لاسرسې لرئ، مهمه دا ده چې د غټانو په توګه دغه معلومات تاسې ته څه ګټه راوړي، او بيا دغه ګټه د معلوماتو له ريښتينوالي، سموالي او مناسبوالي ډيره مهمه ده.

د معلوماتو واکداري ، آنلاين معلوماتو اعتبار، متضاد – Paradox، د ژوند که د بدلون تکليف، ټکنالوژي او ذهني وده


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

7 responses to “څه لولئ، کوم معلومات مصرفوئ”

  1. ذکاوت ټولنيز اړخ لري – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar
  2. آنلاين نړۍ: د کوچنيانو، انجونو او ميرمنو آزار – (۱) – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – اخيري برخه  ، څه لولئ، کوم معلومات مصرفوئ، آنلاين دروغ […]

    Like

  3. آنلاين نړۍ: د کوچنيانو، انجونو او ميرمنو آزار – (۲) – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – اخيري برخه  ، څه لولئ، کوم معلومات مصرفوئ، آنلاين دروغ […]

    Like

  4. آنلاين نړۍ: د کوچنيانو، انجونو او ميرمنو ځورول- (۲) – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – اخيري برخه  ، څه لولئ، کوم معلومات مصرفوئ، آنلاين دروغ […]

    Like

  5. آنلاين نړۍ: د کوچنيانو، انجونو او ميرمنو ځورول- (۱) – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – اخيري برخه  ، څه لولئ، کوم معلومات مصرفوئ، آنلاين دروغ […]

    Like

  6. د ستونزې تصور – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] مشرۍ درس – ناکاميو منل، څه لولئ، کوم معلومات مصرفوئ، آیا زده کړه يوازې مالدارو ته پاتې ده، مشري: د […]

    Like

  7. وخت او مطالعه – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] څه لولئ، کوم معلومات مصرفوئ، د ښې ليکوالۍ ۴۰ مشورې، د رښتياوو زغملو کچه، د مشرۍ نشه او حرص – ۴، ساعت تيره پوهه   ، د بې وسئ زده کړه  ، تعليم او د عايد تمې، هوښيارتيا […]

    Like

Leave a reply to وخت او مطالعه – مشري || ټکنالوژي || بدلون ځواب لرې کړه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading