د نن اته کلن ماشوم د ارسطو يا افلاطون د کچې هوښيار دی، لدې سره بيا د نن مصنوعي ځيرکتيا تر ټولو هوښيار ماشين د بشر تر لس کلن ماشوم ځيرکه دی، يعنې يوازې هغه څه ته هوښيار دی چې معلومات يې لري، که له څه سره پخوا نه وي مخ شوی نو بيا لکه تيږه بند ولاړ وي. د دې دواړو د هوښيارتيا يو اساسي لامل دادی چې بشر په ټوليزه توګه هوښيار شوی دی، او هغه څه چې يو وخت نبوغ او ذکاوت ګڼل کيده، نن يې له ماشوم څخه تمه کيږي.
تر ۲۰۰۹م کال پورې د بشر د تاريخ ټوله پوهه آنلاين شوه، او بيا هرو اتلسو مياشتو کې دا پوهه غبرګيده، نن دا مزل آن له کاله هم کم دی، يعنې هر کال هغه پوهه او معلومات چې بشر يې زيږوي هغه دوه چنده کيږي، خو لدې سره بيا هر انسان کال په کال دوه چنده نه هوښياريږي، دا تر ډيره دې پورې ده چې چيرې ياست او څه کړئ.
ستاسې د څارنې، مطالعې او بحث شکل دا ټاکي چې ذکاوت مو پر کومه روان دی، څارنه پر دې چې څه ته مو پام کيږي پر هغې ځان پوهوئ، بشر له وړوکوالي لټوونکی دی، پوښتنې کړي، او څه چې لټوي هغه مومي، نو ستاسې پام چيرې دی، څه څارئ.

ورپسې کله چې د څارنې اړخ مو معلوم شو نو هغوی مطالعه کوئ چې ستاسې د څارنې په ساحه کې نوموړي دي، مثلاً که څوک کرهڼه څاري، چې غنم څرنګه ښه کرل کيږي، له خپلې څارنې اخوا به هغه خلک مطالعه کوي، له هغوی به یې زده کوي، چې په دغه کسب کې نامتو دي، او کله چې يې د هغوی پوهه پيدا کړه نو ورپسې به پر دې له خپلو نږدې خلکو سره بحث کړي او يوې نتيجې ته به رسيږي.
د ذکاوت له ټولنيز اړخ سره دا بحث هم شته، چې تاسې له چا سره کينئ پاڅئ، که څوک مدرسې يا پوهنتون ته ځي، نو طبعاً هلته به له پوهو خلکو سره ويني، که چيرې دا دلته هم ساعتيرئ پسې ګرځي، نو بيا به هم خپل هدف ته نه رسیږي، له يوې ادارې دوه فارغين به يو ډول پوهه ونه لري.
د هڅونې اړخ هم شته، هر هغه څه چې وهڅول شي، وده کړي، که ذکاوت هڅيږي نو ذکي خلک به وينئ، خو که چيرې اولاد مو له هرې خبرې سره رټل کيږي، چې ستا له کتابي خبرو څه نه جوړيږي، ولې دومره پوښتنې کړی، په دې هم نه پوهيږی، نو سبا همدا ماشوم نه پوښتنه کړي او نه به يو څه څاري.
پوښتنه د ذکاوت تله ده، که مو هڅوله هوښيار اولاد يا کاروونکي به وروزئ، که له هرې پوښتنې سره مو ورټه، نو که سبا يې له ځانه ابتکار نه ښود، ځان سره په خپل ګريوان کې وګورئ.
کله چې د ابتکار بحث راشي نو موږ چاپيريال ته ګورو چې په څه حال کې دی، هغه څه چې یو ماشوم ته ابتکار وي لوی شخص لپاره نه بلل کيږي، بیا داسې يو ماشوم چې نسبي باسواده وي، ښوونځي ته ځي، کورنی اقتصادي حالت يې نسبتاً ښه وي، له باسواده مور پلار پيدا وي، نو د هغې لپاره د ابتکار او نوښت معيار د يو بل ماشوم لپاره چې دا دنياوي کمالات ونه لري فرق کړي.
بشر ټولنيز هوښيار دی، داسې ګڼل کيږي چې ستاسې ذکاوت د هغو پنځو نفرو اوسط دی چې تاسې ورسره ډير وخت تيروئ، آن څيړنې دا هم ښيي چې ذکاوت ارثي اړخ هم لرلای شي، يعنې که مور او پلار مو هوښيار وي، ډير امکان دې ولري چې اولاد يې هم هوښيار وي.
علم پوړيز شکل لري، يعنې هغه څه چې پرون نوی علم وو، هغه نن زوړ شوی دی، خو د همدغې زوړ علم پر اساس به نوی علم رامنځ ته کيږي، که چيرې زيربنا نه وي، تاسې پر هغې بل پوړ نه شئ آبادولی. بيا کله چې موږ د پوهې بحث کوو هغه د پوهنتونونو يا مدرسو ټيکه نه ده، هر څوک کولای شي چې دغو بنسټونو ته له تګ پرته هم پوه او مبتکر وي.

ابتکار تر ډيره د پخوانۍ چارې سر ته رسول دي، خو په هغې کې اندکه بدلون دی، مثلاً د نن ټليفون د يو نيم سل کاله وړاندې ټليفون د ټکنالوژۍ پر اساساتو بنا دی، د نن ودانۍ د بشر د زرګونو کلونو وړاندې اباديو شکل ساتلی دی، هر څه چې د نن بشر ابتکار بولي، هغه د هغو اجدادو او نيکونو د علم ثمر دی چې د نن بشر يې کمال ته رسوي.
د دې ابتکار او نوښت کمال بيا په دې کی دی چې د نن نوښت به سبا يو منل شوی اصل وي، بيا به د سبا خلک دې ته پخوانی ګوري او د بدلون هڅه به يې کړي.
نو ځکه د بدلون، نوښت، ذکاوت او دې ورته مثبتو ابتکاراتو مزل نسلي او زماني شکل لري، بدلون به وخت نيسي خو آیا دغه زغم لرئ چې دا ستړی مزل وکړئ، دغه بدلون به مو د خلکو له مزاحمت سره مخ کيږي، دغه حوصله لرئ چې له بدلون سره د خلکو هم واورئ او په پای کې کله چې مو دغه نوښت پياده کړ، آیا دې ته تيار ياست چې بيرته دغه مزل له سره پيل کړئ، او خپل دغه نوښت بيرته بيا وننګوئ.
په پای کې، لدې سره تړل بحث د ناپوهۍ دی، که نن ټولنه ناپوهه وي، يا دغې لور ته هڅيږي، نو د دې چارې اغيزه به په نسلي ډول احساسيږي، او راتلونکي نسلونه به هم د نن له دغو ناوړه پریکړو اغيزمن وي.
، پوهه او د ټولنيزو شبکو هوښيار، په برياليتوب کې د عادتونو پريکنده ارزښت، د ذکاوت ضياع







څرګندون پریږدئ