تدبر د يوې موضوع په اړه ژور فکر دی. دا د معنوي او فکري غور او څيړنې یوه پروسه ده چې هدف یې د مفاهیمو د بشپړې پوهې ترلاسه کول دي. تدبر په ذهني او رواني توګه د يوې موضوع تل ته د رسيدو هڅه ده.
تمرکز بیا په دې معنا دی چې انسان خپل ټول فکر او توجه په یوه ځانګړې موضوع یا کار کې یو ځای کړي. تمرکز هغه ځواک دی چې انسان ته د یوه هدف لپاره کار کولو توان ورکوي او له هر ډول بيروني مداخلو او حواسو پرته هغه هدف ته ځان معطوف ګڼي.
بهترين عبادت تدبر او تمرکز دواړه لري. او همدا عادت دنياوي چارو لپاره هم صدق کړي.
که له اسلامي نقطه نظره يې راواخلو، يا د نړۍ د تاريخ هر نامتو شخص وڅيړو، دوی د تدبر او تمرکز لپاره يو نه يو ميکانيزم درلود. هر بنده بايد يوازې کيني او خپل ژوند وارزوي. په مسلکي او کاروباري لحاظ له ابتکاره نيولې تر مسلکي ودې پورې ټول فکر او تمرکز ته اړتيا لري.
د دغې دواړو توانونو اساسي عنصر يوازيوالی دی او هلته تنګيدل دي، داسې يو حالت چې شخص خپلو فکرونو ته يوازې پاتې وي. د ارواپوهنې څيړنې وايي چې د انسان لپاره يو تر ټولو ځورونکی حالت خپلو فکرونو ته يوازې پاتې کيدل دي، نو ځکه ډير خلک نه غواړي دغه حالت ته پاتې شي، د بیلابيلو بوختياوو او نورو لارو يې مخه نيسي.

د نن په پړنګ او پړونګ کې دوامداره بوختيدل شته، خو د تدبر او تمرکز لپاره وخت ډير کم دی. دغو دوامدارو مصرفيتونو د نن د بشر پر سلوکونو او عادتونو اغيزه کړې ده. هر يو له دوه درې خبرو اوريدو وروسته زړه تنګی کيږي، د هر څه سمدستي حل غواړي، ځانځاني ده چې څوک ښاديږي نو بايد زه وم، راتلونکو نسلونو لپاره که يو څه ښه کيږي ما له يې څه. مخامخه مکالمه او بحث مخ په کميدو، خو ورسره د ځيرکو وسيلو استعمال مخ په ډيريدو دی.
پخوا به له زده کړې او تربيې سره فکر او تمرکز راتللو، چا چې به درس وايه يا به یې يو څه زده کول نو يوازې به ورته ناست وو او د حل لاره به یې لټوله، خو نن همدا فکر او تمرکز مخ په ورکيدو دی، د نن له کارکوونکو د بریښنا په سرعت او ټکنالوژۍ پر مټ د ګړندي کار تمه ده، د کار ګړنديوالی هڅيږي، خو ګټورتيا او ژورتيا يې نه کتل کيږي.
د نن د ګوګل او چيټ جي پي ټي او د مصنوعي ځيرکتيا وسيلو پر کارولو هم ډاکتر دی، هم انجينر، هم عالم، هم مفتي او هم ښوونکی دی. د سرسري پوهې او ګړندي شهرت د ځان ښودنې په دې زمانه کې پوه هغه دی چې مشهور وي.
د برياليتوب لپاره د پوهې عملي کول تر ټولو مهم دي، او انسان چې هر څومره پوهه او تجربه ولري، همدومره يې د ارزولو او يوې نتيجې ته رسيدلو لپاره فکر او وخت ته اړتيا لري، يعنې کله چې له يوې ستونزې يا ننګونې يا پريکړې سره مخ شوئ، نو بايد يو څه وخت ولري، تر څو پر هغه فکر وکړي او د پوهې او تجربې په رڼا کې نتيجې ته ورسيږي.
د ټکنالوژئ د دوامداره استعمال بیلابيلو څيړنو ښودلې وه چې د ځيرکو وسيلو دوامداره استعمال له بې خوبۍ نيولې تر ډيپريشن او آن په ځينې صورتونو کې د ناکامۍ او ځان وژنې تر احساساتو پر بشر ناوړه اغيزه لري، اوس په دې ټيل ماټيل کې مصنوعي ځيرکتيا هم ورشامله ده.
نوې څيړنه وايي چې مصنوعي ځيرکتيا د بشر د طبعي ځيرکتيا، ابتکار، هوښيارتيا او فکر توانونه په څرګنده توګه ناوړه اغيزمنوي، او دوامداره استعمال يې انسان کند ذهنه او سستوي، يعنې له ځيرکې وسيلې سره به بيړا بيړا ګرځي. د انسان ماغزه او هوښيارتيا د انسان د هرې بلې عضلې په توګه يوه عضله ده، چې له کارولو سره يې توانونه ښه کيږي، که چيرې له هرې ننګونې او پريکړې سره انسان دغو وسيلو ته مراجعه کوي، نو ماغزه ولې بايد ځان په عذاب کړي.
د تدبر او تمرکز ترمنځ یوه ژوره اړیکه شته. له تمرکز پرته، تدبر ستونزمن او کمزوری کیږي. که انسان پر یوه موضوع بشپړ تمرکز ونه لري، نه شي کولای هغه موضوع په ژوره توګه وارزوي. تمرکز د تدبر لپاره زمینه برابروي، ځکه کله چې انسان په یوه فکر یا موضوع تمرکز کوي، ذهن یې خپلواکه وي، او د مسائلو ژور تحلیل ته داخليږي.
پر مهارتونو او سلوکونو د يوې نوې څيړنې له مخې، د نن کارکوونکي لپاره يو تر ټولو مهم مهارت د تمرکز او مفاهمې ياد شوې دی، يعنې هغه څوک چې وکولای شي پر ورسپارل شوې چاره د اړتيا پر مهال تمرکز وکړي او خپلې موندنې يا اړتياوې په ښه توګه نورو ته ورسوي.
يعنې داسې څوک چې دا توان ولري چې کله وغواړي ځان له ټکنالوژۍ پرې، پر خپله چاره متمرکز او د لاس لاندې ننګونې يا ستونزې لپاره مناسب حل ولټوي.

اوس څرنګه تمرکز وکړو
د فکري ګډوډۍ مخه نيول، د ټکنالوژۍ وسيلو دوامداره کارول يا يوې چارې ته دوامداره نه پام د انسان فکر ګډوډوي، لکه تاسې پر يو څه بوخت ياست، په دغه وخت کې څوک درباندې غږ کړي يا مو د ټليفون غږ راووزي، هر څه که وي، دغه حالت ستاسې پام ماتوي او د فکر دوام مخه مو نيسي.
د ذهن او فکر آرامتيا وخت غواړي، هر کله چې پر يو څه دوامداره تمرکز کوئ، نو د هرې هغې وسيلې او چارې مخه ونيسئ، چې د فکر او تمرکز په منځ کې مو د اخلال سبب ګرځي.
سکون او آرامتيا، تمرکز لپاره د وجود سکون او ارامتیا مهمه ده، داسې يو حالت چې هلته ځان آرامه او پرسکونه احساس کړئ. مشرانو چې به ويل چې د شپې پاڅيدنه يا سهار وخته خپل کار ته رسيدنه تاسې برياليتوب ته لنډوي، بې ځايه نه وه، چې يو څوک وکولای شي له بيروني مداخلو پرته خپل کار سر ته ورسوي.
د نن په ژوند کې هر څوک په دوامداره توګه له نړۍ سره نښتی دی، او د ټولې نړۍ خبرونه او غمونه ورته په دوامداره توګه رارسيږي، د ساعتيرئ بېشميره وسيلې لري، هر وخت له هر چا سره اړيکه نيولای شي، پداسې حالاتو کې ژور فکر يا تدبر او تمرکز که ناشونی نه وي، خو ډير ستونزمن دی.
د تمرکز ډيرول او ګټور کار، اته وړانديزونه، سم کار که د کار سموالی، ساعت تيره پوهه ، د کار سړی ، تعليم او د عايد تمې، د وخت پر وړاندې







Leave a reply to ښه مدير: کارکوونکي مو له کار څه غواړي، ۱۲ پوښتنې – مشري || ټکنالوژي || بدلون ځواب لرې کړه