مشري: مشوره

مشوره د مشرۍ يو تر ټولو بنسټيزه اصل دی. له مشورې هدف د پوهې، تجربې او مسلک له څښتنانو سره ښه حل او مناسب حل ته رسيدو لپاره ناسته او غږيدا ده. د مشورې اصل موږ ته له انبياوو او خلفاوو راشدينو هم راپاتې دی. بنده په يوازې پر هر څه نه پوهيږي، او نه له هر څه سره مخ کيږي.
کله چې يوه ځانګړې ډله د يوې خاصې چارې لپاره سره يوځای کيږي، نو هر يو يې په دې لار کې له ځانګړو ستونزو او ننګونو سره مخ شوی دی يا د هغې په اړه له وړاندې پوهه لري، نو ځکه د مشر لپاره مهمه ده له داسې چا سره وغږيږي چې تر لاس لاندې موضوع سره مستقيمه اړيکه ولري يا لږ تر لږه مشر سره د موضوع له بل اړخه په څيړلو کې مرسته وکړي.

د قرآنکريم سورة ال عمران په ۱۵۹ آیت کې رب تعالی ﷻ فرمايي: (نو «يوازې» په سبب د رحمت د الله «چې پر تا شوی دی ای محمده! تل» نرمي کوې ته دوی ته، او که وی ته «ای محمده!» بدخوی سخت زړه نو هرومرو «خامخا» به تار په تار شوي وو «اصحاب» له چاپيره ستا څخه، «ای محمده!» نو عفوه وکړه له دوی نه «د دوی له تجاوز نه پر تا» او مغفرت وغواړه «له الله» دوی ته «د تقصيراتو د دوی» او مشوره وکړه له دوی سره «ای محمده! په کار» امر کې، نو کله دې چې ټينګه اراده وکړه «ای محمده! د يوه کار کولو ته» نو توکل «اعتماد» وکړه پر الله باندې، بيشکه الله خوښوي توکل کوونکی «چې بریالی کوي يې او د رشد او اصلاح لاره ورښيي»).
محمد رسول اللهﷺ به حضرت ابوبکر (رض) او حضرت عمر (رض) ته فرمائيل چې تاسې دواړه پر يو امر سره راضي شوئ، مشوره مو پرې راغله، نو زه به له هغې سره مخالفت ونه کړم. له ابي هريرة (رض) څخه روايت دی چې ما هیڅوک ونه ليدل چې له پيغمبرﷺ زيات به يې له خپلو ملګرو سره په چارو کې مشوره کوله.
پيغمبر ﷺ به ويل چې مشاور يا مشوره ورکوونکی اعتباري دی، يعنې چې پر چا اعتبار وي، له هغې سره مشوره کيږي. د محمد رسول الله ﷺ يو بل حديث مفهوم دی چې کله ستاسې ورور له تاسې مشوره وغواړي، نو مشوره ورکړئ. ورسره همداسې فرمايي مشوره پښيمانه نه لري او چا چې مشوره وکړه هغه نه خواريږي.
ورسره دا لارښونه هم کوي چې له هوښيار مشوره واخلئ او د هغې له مشورې مه تيريږئ ځکه چې پښيماني نه لري. لدې ټولو لارښوونو ښکاري چې په اسلامي زده کړو کې راتلونکو مشرانو ته نصيحت شته چې له يو بل سره مشوره وکړئ تر څو پښيماني مو کمه وي، او دغه چاره عملاً له پورتنيو احاديثو هم څرګنديږي چې حضرت محمد ﷺ پخپله هم له خپلو اصحابو سره ډيرې مشورې کولی.
علي کرم الله وجه به فرمائيل چې: هو! مشوره او مشاورت ښه دی، او خوار استبداد دی، يعنې (خوار هغه) چې هر څه يې زړه وغواړي هماغسې وکړي. عمر (رض) به ويل چې خلک پر درې ډوله دي، لومړی هغه چې هر څه پر خپل زړه کړي، دوهم هغوی چې يو څه ورته څرګنده نه وي، مشوره کړي او پر هغه مشوره عمل کوي. درېيم هغوی چې نه پوهيږي خو نه مشورې ته غوږ نيسي او نه د مشوره ورکوونکي مني.
عمر بن عبدالعزیز (رح) به ويل: چې مشورې او بحث د رحمت دوه دروازې دي، او د برکتونو کليانې دي، چې تل ګټورې او هیڅکله خپل ارزښت له لاسه نه ورکوي.
لقمان حکیم (رح) به خپل ځوی ته ويل، چې: له تجربه لرونکي سره مشوره وکړه، هغه به تاته هغه څه وړيا درکړي چې ده پرې لوی مصرف کړی او له کړاوونو وروسته يې لاسته راوړي دي.
چاپيريال تل بدليږي، هیڅ بشر نه شي کولای چې د ژوند له هر امتحانه يا برياليتوبه پخپله تير شي، يا د يو چا له ملاتړ پرته ژوند وکړي، مشوره له شخص سره مرسته کړي چې يوه موضوع جامعه وڅيړي او له تاواني اړخونو يې ډډه وکړي او ګټور اړخونه يې نور هم راڅرګند کړي.
مشوره له هر چا سره کيدای شي، خو د مشر لپاره غوره دا ده چې له هغوی يې واوري چې مستقيماً د ده له کړو وړو اغيزمنيږي. دغه مشورې کيدای شي د پوهې، اغيزمنتيا، تجربې، اختلاف، څيړنې، راتلونکو ناوړه عواقبو مخنيوي او نورو لپاره ترسره شي. ضرور نه ده چې يو شخص دې پر هر څه پوه شي، خو مهمه دا ده چې لږ تر لږه د يوې موضوع په اړه له بيلابيلو اړخونو اوریدل شوي وي.
له مشورې وروسته عمل مو پښيماني کموي، او د پريکړې عملي کول مو آسانوي، د بیلابيلو لوريو له ملاتړه مو برخمنوي او د متوقع نتايجو قبلولو ته مو تياروي.

د مشرۍ نشه او حرص – ۲، د فکر تپل ، واک او اغيزه ، آنلاين ټولنيزو وسيلو کارول او اغيزې، مشري: پريکړې او پوهه ، ډله ييز فکر


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

13 responses to “مشري: مشوره”

  1. د ستونزې بيان او معلومات – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] ليکنی: مصنوعي ځيرکتيا لپاره د حکومتونو چمتوالی، مشري: مشوره، وخت او مطالعه، تدبر او تمرکز، په ستونزمنو خبرو اترو […]

    Like

  2. د سلاکار او سلا اوصاف  – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] ليکنی: مشري: مشوره، مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره […]

    Like

  3. د مينې ړانده – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] ليکنی: تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، مشري: مشوره، مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره […]

    Like

  4. د خيراتونو کاروبار او شخصيت وژنه – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] ټکنالوژي او فکري خپلواکي، تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، مشري: مشوره، مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره […]

    Like

  5. د مشرۍ ۷ایس موډل او ملي تګلارې – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] ليکنی: مشري: مشوره، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، تدبر او تمرکز، ډله […]

    Like

  6. معلومات او پوهه د تيلو او تحريکوونکي په توګه – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] او عمومي پوهه، مشري: پريکړې او پوهه، ساعت تيره پوهه،  مشري: مشوره، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، تدبر او تمرکز، ډله […]

    Like

  7. د مصنوعي ځيرکتيا زمانې مشري  – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] انجونو او ميرمنو ځورول- (۲)، ټکنالوژي او وړ کاروونکي، مشري: مشوره، وخت، لومړيتوبونه او ذهني […]

    Like

  8. پټه سرخوږي – څرنګه ټولنيزې شبکې او مصنوعي ځيرکتيا زموږ فکر او ذهنونه بدلوي؟ – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] انجونو او ميرمنو ځورول- (۲)، ټکنالوژي او وړ کاروونکي، مشري: مشوره، وخت، لومړيتوبونه او ذهني […]

    Like

  9. ښه مدير: کارکوونکي مو له کار څخه غواړي، ۱۲ پوښتنې – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] ځيرکتيا زمانې مشري، مدير که مشر، د پوهې مديريت، مشري: مشوره، مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره […]

    Like

  10. ښه مدير: کارکوونکي مو له کار څه غواړي، ۱۲ پوښتنې – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] ځيرکتيا زمانې مشري، مدير که مشر، د پوهې مديريت، مشري: مشوره، مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره […]

    Like

  11. راتلونکي ته فکر، اته وړانديزونه – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] او ذهني ستړيا، اهداف او عادتونه، د ناکامۍ ارزښت،  مشري: مشوره، ساعت تيره پوهه،  تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، وخت او […]

    Like

  12. آنلاين هر څه رښتيا نه وي – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] تيلو او تحريکوونکي په توګه، ټکنالوژي او وړ کاروونکي، مشري: مشوره، وخت، لومړيتوبونه او ذهني […]

    Like

  13.  د هڅونې او نظم تر منځ – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] او ذهني ستړيا، اهداف او عادتونه، د ناکامۍ ارزښت،  مشري: مشوره، ساعت تيره پوهه،  تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، وخت او […]

    Like

Leave a reply to آنلاين هر څه رښتيا نه وي – مشري || ټکنالوژي || بدلون ځواب لرې کړه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading