معلومات او پوهه د تيلو او تحريکوونکي په توګه

تيل د انرژئ يو تر ټولو غښتلې زيرمه ده، همدا انرژي هر څه تحريکوي. نن د پوهې زمانه ده او نن معلومات او پوهه د ډير څه تحريکوونکی ده، د هر څه تيل دي. د تيلو او انرژيو رواجي زيرمو برخلاف چې مصرفيږي او ختميږي، پوهه له مصرف او شريکولو سره ډيريږي، پراخيږي او هر مسلک او ټولنې ته چې رسيږي، بدلوي يې.

له پيړيو راهيسې بشري پرمختګ پر فزيکي زيرمو اندازه کيده، هر څومره چې به يو چا دغه زيرمې که هغه سره زر وو يا سپين، معادن يا نور درلودل همدومره غښتلی وو. لرګيو، سکرو او د تيلو تګ راتګ، صنعتونه او د انرژۍ فکرونه بدل کړل. خو، پدې تيرو څو لسيزو کې نړۍ او ټولنې په ستر سرعت بدليږي، د دې بدلون او پرمختګ بنسټيزه زيرمه او تحريکوونکی معلومات او پوهه ده.

فزيکي زيرمې له کارولو سره کميږي، خو پوهه پر بل اصل کار کړي: له کارولو سره ډيريږي. هو، هغوی چې عقل سلامت له ځان سره قبر ته وړي هغه له دې اصله معاف دي. خو د پوهې پر کارولو هر نوی کشف، درک او بحث نورو پوښتنو او لټونونو ته لار پرانيزي، د نوو نوښتونو او نوو چارو سبب ګرځي.

لکه تر پرونه کمپيوټر وو، ټولنيزې شبکې وی، نن د مصنوعي ځيرکتيا او بايوټکنالوژئ بحث دی، د پرون پر پوهه موږ د نن پوهې او ابتکار لپاره بنسټ برابروو. هماغه ستر شخصي کمپيوټرونه د نن زمانې د کوچنيو وسيلو او ځيرکتياوو سبب ګرځيدلي دي. تر پرونه بشر خپل معلومات آنلاين کول، نن همدغه معلومات ورسره د مصنوعي ځيرکتيا په ځوابونو کې مرسته کړي.

a book with two light bulbs attached to it

پر پوهه، څيړنو او نوښت پانګونه پوهه له وچيدو ساتي. پوهه د ټول بشر ميراث دی، له سرحدونو، صنعتونو او نسلونو اخوا مزل کړي، چې له کبله يې بياتوليدونکی شکل لري، له شريکيدو سره نه تقسيږي بلکه ضربيږي، ډيريږي او هر چا ته واک ورکوي چې ويې کاروي. د پوهې د شريکولو د ميکانيزمونو مخه نيول پوهه له منځه نه وړي، بلکه هغه ټولنه د نړۍ له مزله ليرې او وروسته کوي.

لدې سره تړلی بحث بيا د ملتونو او ټولنو د واکدارۍ دی. هغه ملتونه چې پر طبعي زيرمو واکمن وي، په لنډمهال کې ښايي ځواکمن او مخکښه وي، خو د وخت له تيريدو سره که چيرې پر پوهه او د هغې پر کارولو پانګونه ونه کړي، نو د نړۍ له صنعتونو او پرمختګونو پاتيږي، سبا به هغوی پرمختللي وي چې د لوړو زده کړو پر مراکزو، څيړنو او ډيجيټل چاپيريال څرګنده او پراخه پانګونه وکړي. هغه هېوادونه چې په ښوونځیو او څېړنو کې پانګونه کوي، په حقیقت کې د نه ختمېدونکي ځواک تخمونه کري، د اوسني نسل پر مټ د راتلونکي ژوند آسانوي.

دغه پانګونې د لاندنيو بدلونونو سبب ګرځي:

ټکنالوژيکي نوښتونه – داسې کشفيات چې د صنعتونو د بدلون سبب ګرځي. هر کمپيوټري پروګرام، واکسين يا ماشين له يوه فکره پيل شوی. د کوويډ واکسين جوړولو لپاره ستره سيالي پر دې وه چې کوم هېواد به دغه ناروغۍ ته واکسين ژر جوړوي او په نړۍ کې به ځان د کشف او نوښت مخکښه ګڼي.

اقتصادي پرمختګ – د نوو بازارونو، عايد زيرمو او با ارزښته توکو رامنځ ته کيدنه. نوي صنعتونه او مسلکونه له معلوماتو راټوکيږي، نه له کانونو او فابريکو. نن د مصنوعي ځيرکتيا، نوې کيدونکو انرژيو، د سونګ پخوانيو زيرمو څخه د ځان پر خلاصولو او نورو نوو فکرونو د نړۍ سترو هېوادونو تر منځ سيالي ده.

ټولنيز بدلون – د افرادو او ټولنو پر داسې زيرمو او وسيلو سمبالول چې بدلون سره راحته وي، بدلون ته تيار وي. سمه پوهه کولای شي خلک له خنډونو واړوي، له ستونزو يې وباسي او له راتلونکو ننګونو يې کمې کړي.

سياسي نفوذ او غښتلتيا – له اردو نيولې تر سلاوو او معلوماتي او سياسي شبکو د سياسي نفوذ درلودل، هغوی واکمن دي چې صحیح معلومات په صحیح وخت کې په واک کې ولري. د نن ورځ ډیټا او ډیجیټل پلیټفارمونه له فزیکي لښکرو ډېر ځواک لري، د نن فيسبوک، چيټ جي پي ټي، ټيک ټوک، ټويټر او نور له ټانکونو او طيارو ځواکمن دي.

هر کال د نوښت او هغې هڅولو لپاره نړيواله درجه بندي کيږي، چې چيرې حکومتونه ولس د نوښتونو لپاره هڅوي، تعليمي نظام یې څومره د پوښتنې او نوو کشفياتو توان لري، اقتصادي نظام يې څومره د دغو نوښتونو قبلولو توان لري. دغه ډلبندۍ کې مخکښه راتلل د اقتصادي ودې او پانګونې سبب ګرځي.

خو، د پوهې له ډيريدو سره د بې ثباتۍ يو تضاد هم رامنځ ته کيږي، يعنې هر څومره چې پوهه ډيريږي همدومره بدلون تيزيږي او ډير بدلون د لوړې بې ثباتئ سبب ګرځي. د معلوماتو سرعت او ډيروالی له افرادو، ادارو، او ټولنو لاره ورکولای شي، چې له کبله يې ښايي خلک له راتلونکي وويريږي، په لنډ وخت کې ستر بدلونونه یې وارخطا کړي.

پوهه او معلومات د پرمختګ تحريکوونکي دي، خو د ناکرارۍ سبب هم ګرځيدای شي. نو ځکه ټولنې بايد د پوهې له رامنځ ته کولو سره بايد د هغې مديريت لپاره حکمت، عياريدنه او د اخلاقي کاريدنې چوکاټونه هم رامنځ ته کړي.

راتلونکې سیالي د تېلو، سرو زرو او ګازو پر سر نه ده. د اصلي سیالۍ ډګر به دا وي چې څوک کولای شي پوهه رامنځته کړي، خپره يې کړي او په اغېزمن ډول یې وکاروي. پوهه هغه ځواک دی چې له نوښته تر خپلواکۍ هر څه رانغاړي. خو لکه هر غښتلې ځواک، دا هم سم لوري ته اړتیا لري.

اصل بحث دا نه دی چې ایا موږ کافي پوهه لرو، بلکې دا ده چې ایا موږ پوهېږو څنګه یې په ښه او هوښياره توګه وکاروو.

ورته ليکنی: تخصصي او عمومي پوهه، مشري: پريکړې او پوهه، ساعت تيره پوهه،  مشري: مشوره، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره ناکامي نه ده، وخت او مطالعه، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، نور ناپوهه ګڼل


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

3 responses to “معلومات او پوهه د تيلو او تحريکوونکي په توګه”

  1. د مصنوعي ځيرکتيا زمانې مشري  – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] لپاره د حکومتونو چمتوالی، ژبه او مصنوعي ځيرکتيا، معلومات او پوهه د تيلو او تحريکوونکي په توګه، آنلاين نړۍ: د کوچنيانو، انجونو او ميرمنو ځورول- […]

    Like

  2. پټه سرخوږي – څرنګه ټولنيزې شبکې او مصنوعي ځيرکتيا زموږ فکر او ذهنونه بدلوي؟ – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] لپاره د حکومتونو چمتوالی، ژبه او مصنوعي ځيرکتيا، معلومات او پوهه د تيلو او تحريکوونکي په توګه، آنلاين نړۍ: د کوچنيانو، انجونو او ميرمنو ځورول- […]

    Like

  3. آنلاين هر څه رښتيا نه وي – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] لپاره د حکومتونو چمتوالی، ژبه او مصنوعي ځيرکتيا، معلومات او پوهه د تيلو او تحريکوونکي په توګه، ټکنالوژي او وړ کاروونکي، مشري: مشوره، وخت، […]

    Like

Leave a reply to پټه سرخوږي – څرنګه ټولنيزې شبکې او مصنوعي ځيرکتيا زموږ فکر او ذهنونه بدلوي؟ – مشري || ټکنالوژي || بدلون ځواب لرې کړه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading