د مشرۍ په تاريخ کې بشر تل له بشر سره کار کاوه، په دغه کار کې کله کله ځناور او ماشينونه هم شامل وو، لکه په نظامي شخړو کې پوځونو د آسونو، فيلانو، ټانکونو، الوتکو او نورو غونډونه او ډلې درلودې، خو بيا هم دا هر څه د يوه مشر په واک کې وو.
نن نړۍ د یو نوي پړاو پر لور روانه ده، داسې پړاو چې مشر به نه يوازې له انساني چلند سره کار کړي، بلکه په خپلو پريکړو او چارو کې به د مصنوعي ځيرکتيا توان ته هم ګوري. خو له هر څه وړاندې دلته پوښتنه دا ده چې زموږ د مشرۍ د دې بحث په چوکاټ کې مصنوعي ځيرکتيا څه ده.
لومړی له مصنوعي ځيرکتيا څخه هدف هر هغه کمپيوټري سيسټم يا ډيجيټلي وسيله وي چې انساني ذکاوت يا ځيرکتيا ته محتاجې چارې پرمخ بيايي يعنې داسې څه چې اجرا لپاره يو څه ذکاوت ته اړتيا ولري، لکه د معلوماتو ارزول، د شکلونو يا ترتيبونو پيژندل، د پخوانيو تجربو ارزونه او ترې زده کړه، د معلوماتو او له هغې څخه لاسته راوړل شوو معلومات پر مټ وړاندوينه او د پریکړو ملاتړول او نور.
خو د مشرۍ او ادارو په چوکاټ کې مصنوعي ځيرکتيا بيا يوازې ماشيني اړخ نه لري، بلکه له بشر سره په پریکړې کولو او ابتکار کې مرسته کوي:
- عادي او تکراري پروسې اتومات کوي، چې له کبله يې خلک کولای شي ابتکار او پراخه ستراتيژيک فکر ته وزګار شي
- د معلوماتو له پراخه زيرمې څخه د ذکاوت په لور مزل آسانوي، معلومات ارزوي او له بشر سره په ښو او غوره پريکړو کې مرسته کوي
- هر مراجعه کوونکي اړتياوو ته پر کتو خدمت او اړيکې ځانګړې کوي، هر چا لپاره خپل حل لټوي.
- ممکن د فرصتونو، نيمګړتياوو او ګواښونو په دقيقه پيژندنه کې مرسته وکړي
مصنوعي ځيرکتيا تر ډيره د مشر ظرفیتونه بهتروي، په داسې يو موقف کې چيرې چې مشران تل د معلوماتو او وخت له کمبود سره مخ وي، مصنوعي ځيرکتيا کولای شي مشر ته د معلوماتو له پراخو او بیلابيلو زيرمو څخه په لنډ وخت کې ښه نتيجه راواخلي او له دوی سره په غوره پريکړه کې مرسته وکړي.
مشري د بشري پوهې په رڼا کې
له پخوا راهيسې مشري د انسان پر عقل، احساس او تجربې ولاړه ده، خو اوس لدې سره یو نوی واقعیت هم رامنځته کيدونکی دی. اوسنی مشر باید خپل بشري درک د ماشیني معلوماتو له ځواک سره یوځای کړي يا لږ تر لږه ترې ګټه واخلي.
مصنوعي ځیرکتیا کولای شي له زرګونو زيرمو څخه پراخه معلومات په ثانیو کې وارزوي او تاسې ته يې وړاندې کړي، خو نه شي کولای د انسان احساس، اخلاق او ارزښتونه بدل کړي، دغه د احساساتو او ارزښتونو درک اوس هم تر بشر دی، همدا انسان به دا ټاکي چې څرنګه د دغو معلوماتو په رڼا کې غوره پريکړې وکړي.
هوښیار مشران مصنوعي ځيرکتيا نه يوازې د وخت سپما، بلکې د بشري وړتیاو غښتلی کولو لپاره کاروي. دغه ماشینونه به ځيرکه کار کړي، خو انسان به ورته لوری او چوکاټ ټاکي.
د مشرۍ نوي مهارتونه
مشر لپاره لید، وینا، او پرېکړې مهمې دي، خو لدې سره به پدې زمانه کې نوو مهارتونو ته هم اړتيا لري، مشر بايد دغه مهارتونه او پوهه ولري:
ډيجيټلي پوهه: دا پوهه بايد ولري چې معلومات او الګوریتمونه څرنګه پرېکړې بدلوي، څرنګه د معلوماتو سترې زيرمې ارزول کيږي، څرنګه پريکړې کيږي او څرنګه دا کولای شي لدغو معلوماتو څخه ګټه واخلي.
اخلاقي درک: دغه ذکي د مصنوعي ځيرکتيا ماشينونه شته معلومات ارزوي، او دا معلومات يو چا ورکړي دي، هغه خلکو خپل تمايلات او عقايد درلودل، د مشر لپاره دا مهمه ده چې پوه شي دغه وسيلې د بشر د خدمت لپاره دي، له هغې غوره او ځيرکه نه دي، نو ځکه بايد خادمان واوسي، نه دا چې فکر وکړي بشر د ماشين خدمت لپاره دی، او هر څه چې وايي سم دي.
نو ځکه وړاندې شوي معلومات بايد بشر لپاره د غوره والي او د هغې د ښه خدمت په رڼا کې وارزوي.
بدلون منل: ټکنالوژيو او مشرۍ سره تړلې يو ستر بحث د بدلون دی. هره نوې ټکنالوژي د مهارتونو، قوانينو او چارو د بدلون سبب ګرځي، همداسې له مشره هم غواړي چې خپل سلوکونه او په ځانګړي ډول د پریکړې کولو طريقه بدله کړي، مشر بايد د بدلون زغملو او منلو پراخه سينه ولري.
منظم او سيسټماتیک فکر: مشر پر خپلو خلکو او ادارو غښتلی دی، هغه بايد پوه شي چې څرنګه د ادارو، خلکو او ټکنالوژيو تر منځ يوه منظمه اړيکه رامنځ ته کړي، داسې يو حالت چې دا ټول يو بل غښتلی او ملاتړ کړي.
د مشر لپاره د نن په ګړندئ بدليدونکی زمانه کې دغې ته ورته مهارتونو درلودل يوه خوښه نه بلکه ضرورت دی، که غواړي سيال پاتې شي، بايد د سيالۍ مهارتونه ولري. د افغانستان په څير هېوادونو او ادارو کې چيرې چې اوس هم د چارو پريکنده اکثريت دوديز اړخ لري، د ډيجيټلي کيدو هڅې روانې دي، که ادارې په دغه مزل کې زړه نازړه او سستې وي، خو د يوه ځوان ولس په توګه د خلکو تمه ده چې د خدمتونو په هره چاره کې ټکنالوژي دخيله شي، او دا پخپله له ننګونې سره يو ستر فرصت هم دی.
دا مهمه نه ده چې موږ دې هر هغه څه راواخلو چې په نورو هېوادونو او ادارو کې يې کار کړی وي، خو کولای شو د خپلو اقتصادي، کاروباري، اداري او نورو ننګونو په رڼا کې هغه حل لارې او ټکنالوژۍ په نښه کړو چې کولای شي زموږ ژوند آسانه کړي.
د نن زمانې مشر، مهمه نه ده چې په کوم موقف کې وي بايد:
د ځيرکتيا او تجسس حس ولري، يعنې بايد دوامداره زده کړې ته تيار وي، بیلابيل نظرونه واوري او پوه شي چې ښه او منظم بدلون د بهترۍ سبب ګرځي.
زړه ورتيا، بايد په نامعلوم حالت کې د پريکړې جرات ولري، يا نامعلوم او نابلده قبلولو زړه ولري.
چارو آسانول، بايد پوه شي چې د مشر په توګه د ده اصل مسؤلیت نورو لپاره د ژوند د چارو آسانول دي، او دې لپاره بايد له هرې هغې وسيلې کار واخلي چې په دغه چاره کې مرسته کولای شي.
د مشر لپاره دا ځانګړتیاوې څه نوې نه دي، خو نن يې د دوامداره او ګړندي بدلون په زمانه کې ارزښت څو چنده زیات شوی دی. بریالي مشران هغه نه دي چې هر څه يې زده وي، بلکې هغه دي چې، پر چټکۍ نوي څه زده کړي، پخوانۍ پوهه نوې وساتي او چې اړتيا وي له خپلې پوهې بيخي تير شي.
ممکن مصنوعي ځیرکتیا نړۍ بدله کړي، خو دا غوره مشري او افراد دي چې زموږ راتلونکی ټاکي. راتلونکی به د هغو مشرانو وي چې ډیجیټلي پوهه له بشري ذکاوت او ارزښتونو سره یو ځای کړي او د بشر د تاريخ نورو ټکنالوژيو په څير هم لدې څخه د عمومي پرمختګ د يوې توان بښونکې وسيلې په توګه کار واخلي.
ورته ليکنی: مصنوعي ځيرکتيا لپاره د حکومتونو چمتوالی، ژبه او مصنوعي ځيرکتيا، معلومات او پوهه د تيلو او تحريکوونکي په توګه، آنلاين نړۍ: د کوچنيانو، انجونو او ميرمنو ځورول- (۲)، ټکنالوژي او وړ کاروونکي، مشري: مشوره، وخت، لومړيتوبونه او ذهني ستړيا






څرګندون پریږدئ