ټکنالوژي او وړ کاروونکي

ټکنالوژي په اصل کې د بشر د ژوند د آسانولو يوه وسيله ده، او له دغې وسيلې څخه بهتره ګټه اخيستنه وړ کاروونکی غواړي. قلم، ځيرکه ټليفون، د کرهڼې او طبابت وسايل، موټر، الوتکه، او نور ښايي له ډيرو سره وي، خو آیا دا پر دې پوهيږي چې له دې وسايلو څرنګه ګټه واخلي.

په زده کړه کې د ډنينګ کروګر اغيزه څيړل کيږي، دغه اغيزه وايي هغوی چې لږ پوهيږي خپلې پوهې ته له اړتيا ډير ارزښت ورکوي، او هغوی چې ډير پوهيږي خپله پوهه کمه ګڼي، ورسره همدا اغيزه وايي چې ناپوهه شخص دا ظرفيت نه لري چې پوه شي چې نه پوهيږي، پر دې پوهيدل چې نه پوهيږم، پخپله پوهه غواړي.

 يوه زمانه کې ليکل هم استثنايي وو، د ځانګړيو خلکو ليک لوست زده وو، دا زموږ د پيړۍ بحث نه دی، د هغه وخت بحث دی چې خلکو فکر کاوه د خبرو ليکنه د انسان روح په ليکليو ټکو کې بندوي او ورسره د ليکونکي عمر لنډيږي، نو ځکه دا فکر عام وو چې ليکل د سر په بيه دي، ورسره يې زده کړه هم د هر چا د وس کار نه وو.

بيا ورپسې دغه بحث انځورونو ته راغئ، هر چا چې به د کوم بل بنده انځور کاږه نو د دوی په فکر يې د انځوريدونکي شخص مرګ رالنډاوه، په نن زمانه کې هم داسې قبيلې شته، ځينې يې په هند کې اوسيږي، چيرې چې خلک په ژوندينه انځور نه اخلي، ځکه فکر کوي چې له دې سره يې عمر کميږي، بيا چې کله په حق ورسیږي، کورنۍ يې ګور ته له سپارلو وړاندې ښه سنګاروي او ورسره عکس اخلي.

څو پيړۍ وړاندې کله چې اروپايي ښارونو د شپې لخوا د لارو کوڅو روښانول پيل کړل، نو هلته بيا هم رواجي او مذهبي خلکو يې مخالفت کاوه چې د خلقت په کارونو کې لاسوهنه ده، او شپه بايد تياره وي، د ژوند چارې بايد د لمر له ختلو او راکوزيدلو سره عيارې شي.

view of empty road under light post

ځينې سرسختي يهودان نن هم د سبت (خالي) په ورځ ماشيني وسايل نه کاروي، ځينې يې آن ټليفون هم نه ځوابوي، وايي چې ګناهکاريږي، د عيسويانو اميش قبيله اوس هم د آسونو په ټانګو کې ګرځي، له ټلويزونونو، راډيو او نورو وسايلو ځان ساتي، هر ميخانيکي شی د دوی په مذهب کې ځای نه لري.

ځينې مسلمانانو ته اوس هم دا کفر ښکاري چې درسره ومني چې څوک دې سپوږمۍ ته ختلی وي، يا پر وسايلو دې د موسمونو وړاندوينه امکان ولري، يا ځمکه خپل حرکات لري او د ورځې او شپې تشريح ساينسي يا دنياوي علم پر اساس تعريفيدای شي.

داسې ګڼل کيږي هغه ځيرکه ټليفون چې تاسې يې په جيب کې ګرځوئ له هغې سپوږمکۍ ډير غښتلی دی، چې په اويايمه لسيزه کې يې بشر سپوږمۍ ته ورساوه، اوس آیا له دغې ټليفونه له زنګ وهلو او فيسبوک اخوا نوره ګټه اخلئ يا نه، دغه بیل بحث دی.

د کورونا د وبا اغيزې اوس هم ارزول کيږي، له هغې اغيزو څخه يوه اساسي څيړنه د قرنطين پر تعليمي نظام اغيزه وه، دغه دوو کالو ځينې هيوادونه آن لس کاله وروسته وغورځول، او د هغې يو اساسي لامل د پوهې رسولو لپاره د ټکنالوژيو نه کارونه وه.

د نورې نړۍ ځوان نسل ته د ټکنالوژیو بهتره استعمال په ښوونځيو او کورونو دواړو کې ښودل کيږي، چيرې چې له دوی څخه تمه وي چې دغه مو د ژوند نه بيليدونکي وسيله ده، نو ځکه بايد تاسې د دغو وسيلو وړ کاروونکي واوسئ.

د عثمانيانو د بادشاهۍ په شروع کې دوی له توپونو بې دريغه ګټه اخيسته او همدا يې د برياليتوب اساسي لامل هم ګڼل کيده، خو وروسته وروسته کله چې نورو هم توپونه جوړ کړل، او ورسره دوی پر نورو ټکنالوژيو لګښت ونه کړ، دغه يې د زوال سبب شو، نورو له توپونو اخوا فکر وکړ، خو دوی د خپل پخوا په نشه کې وو.

بحث د ټکنالوژۍ د وسيلې نه دی، بلکې د هغې د بهتره استعمال دی، همدا ټوپک دی، که ستاسې په لاس کې وي نو ښه دی، خو که د دښمن په لاس کې مو وي نو بد دی. هر هغه څوک چې پوه شي د خپلې ګټې او ودی له پاره له څه کار واخلي بريالی دي.

د نن زمانې بشر د خپل پخواني نسل په پرتله د پوهې او تجربو پراخه وسيلو ته لاسرسی لري، خو آیا دا نسل د پخوا په پرتله هوښيار دی يا د پخواني نسل په پرتله کم اشتباهات کړي، دا هر چا ته له وخت سره راڅرګنديږي، خو د وسيلو شتون د شخص پرمختګ نه ټاکي، بلکې د هغو وسيلو بهتره استعمال يا د کارونې پر مهال له نيمګړتياوو څخه زده کړه ښايي د شخص په پرمختګ کې ګټوره واقع شي.

تاسې به بهترينه وسيله ولرئ خو که له هغې څخه ښه ګټه نشئ اخيستلای نو بيا هم د وسيلې ګټه نيمګړې ده، امام شافعي ويل: چې علم هغه نه دی چې زده شي، بلکه هغه دی چې وکارول شي. او علم يوه اساسي دنده د بشر ژوند د هغې په چاپيريال کې آسانول دي، که چيرې تاسې له خپلو وسايلو څخه د بهترې ګټې توان نه لرئ، نو له هغې څخه د بهتره وسيلې رانيول درته ښايي دومره ګټور نه وي لکه څومره پر دې پوهيدل چې له اوسنيو وسيلو څرنګه ګټه واخلم او زما نيمګړتياوې کومې دي.

ورته ليکنی: د مشرۍ کبر او ناکامۍ مزل، د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۵)، سايبري مينه – اخيري برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين محتوياتو ننګونه


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

16 responses to “ټکنالوژي او وړ کاروونکي”

  1.  Avatar
    ناپیژنده

    pdfمننه !ددی (ماخذونه)کتاب م

    1. قدرت الله هېوادپال - Qudratullah Hiwadpal Avatar

      له پيغام څخه مو مننه، دا يوه پراخه موضوع ده، چې بیلابيل ماخذونه لري. په بښنې سره چې پي ډي ایف يې نه لرم. بريالي اوسئ.

  2. […] ليکنی: د معلوماتو واکداري،  ټکنالوژي او وړ کاروونکي، ستاسې ډيجيټل نقل، سايبري مينه – اخيري برخه،  د […]

  3. […] وسيله: مهارتونه پر کومه روان دي، د معلوماتو واکداري،  ټکنالوژي او وړ کاروونکي، ستاسې ډيجيټل نقل، سايبري مينه – اخيري برخه،  د […]

  4. […] وسيله: مهارتونه پر کومه روان دي، د معلوماتو واکداري،  ټکنالوژي او وړ کاروونکي، ستاسې ډيجيټل نقل، سايبري مينه – اخيري برخه،  د […]

  5. […] وسيله: مهارتونه پر کومه روان دي، د معلوماتو واکداري،  ټکنالوژي او وړ کاروونکي، ستاسې ډيجيټل نقل، سايبري مينه – اخيري برخه،  د […]

  6. […] وسيله: مهارتونه پر کومه روان دي، د معلوماتو واکداري،  ټکنالوژي او وړ کاروونکي، ستاسې ډيجيټل نقل، سايبري مينه – اخيري برخه،  د […]

  7. […] نړۍ: د کوچنيانو، انجونو او ميرمنو ځورول- (۲)، ټکنالوژي او وړ کاروونکي، مشري: مشوره، وخت، لومړيتوبونه او ذهني […]

  8. […] نړۍ: د کوچنيانو، انجونو او ميرمنو ځورول- (۲)، ټکنالوژي او وړ کاروونکي، مشري: مشوره، وخت، لومړيتوبونه او ذهني […]

  9. […] او پوهه د تيلو او تحريکوونکي په توګه، ټکنالوژي او وړ کاروونکي، مشري: مشوره، وخت، لومړيتوبونه او ذهني […]

  10. […] لپاره د حکومتونو چمتوالی، ژبه او مصنوعي ځيرکتيا، ټکنالوژي او وړ کاروونکي، وخت، لومړيتوبونه او ذهني […]

  11. […] ورته ليکنی: وخت، لومړيتوبونه او ذهني ستړيا، معلوليت او ټکنالوژي، ټکنالوژي او بشري سلوک، ژباړه: ټکي که معنا، ټکنالوژي څه وايي، آنلاين نړۍ: د کوچنيانو، انجونو او ميرمنو ځورول- (۲)، آنلاين شريکول – لنډ احساس اوږده اغيزه، آنلاين دروغ خبرونه او د معلومولو يې ۹ لارې چارې، مصنوعي ځيرکتيا لپاره د حکومتونو چمتوالی، ژبه او مصنوعي ځيرکتيا، ټکنالوژي او وړ کاروونکي […]

  12. […] ورته ليکنی: وخت، لومړيتوبونه او ذهني ستړيا، معلوليت او ټکنالوژي، ټکنالوژي او بشري سلوک، ژباړه: ټکي که معنا، ټکنالوژي څه وايي، آنلاين نړۍ: د کوچنيانو، انجونو او ميرمنو ځورول- (۲)، آنلاين شريکول – لنډ احساس اوږده اغيزه، آنلاين دروغ خبرونه او د معلومولو يې ۹ لارې چارې، مصنوعي ځيرکتيا لپاره د حکومتونو چمتوالی، ژبه او مصنوعي ځيرکتيا، ټکنالوژي او وړ کاروونکي […]

  13. […] لپاره د حکومتونو چمتوالی، ژبه او مصنوعي ځيرکتيا، ټکنالوژي او وړ کاروونکي، د نن ټکنالوژئ لس ننګونی، سايبري مينه – اخيري […]

  14. […] لپاره د حکومتونو چمتوالی، ژبه او مصنوعي ځيرکتيا، ټکنالوژي او وړ کاروونکي، د نن ټکنالوژئ لس ننګونی، سايبري مينه – اخيري […]

  15. […] – Paradox، ظرفیت جوړونه، د معلوماتو واکداري،  ټکنالوژي او وړ کاروونکي، مينه او ټکنالوژي، پوهه او د ټولنيزو شبکو هوښيار،  […]

Leave a Reply

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading