اکثره خلکو سره دا انديښنه وي چې سبا ته به څه کړم، څرنګه راتلونکی پلان کړم، په ځانګړي ډول هغوی چې نوی مسلک ټاکي، له پوهنتونه يا ښوونځي فارغيږي يا بلې دندې پسې ګرځي يا کاروبار پيلوي. راتلونکی نامعلوم وي او دغه حالت کله کله له بنده څخه لاره ورکوي.
خو د راتلونکي په اړه له دغه ابهام سره کولای شئ چې د نن پر عادتونو، مهارتونو او دوامداره فکر د ښې راتلونکې يو بنسټ کيږدئ. راتلونکي لپاره فکر او پلان لرل پر هر څه د پوهيدلو پر معنا نه دي او نه هر څه ته پلان لرل دي، بلکه له ځان سره دا فکر او کوچني ګامونه دي چې څرنګه خپل ژوند په دوامداره توګه بهتره کړم.
د ښې راتلونکې د بحث لومړی ټکی د هغه ژوند او شخصيت ټاکنه ده چې غواړو ورته ورسيږو، ضرور نه ده چې ځانګړی سند، موقف، عايد يا نور وټاکو، ځکه چې دا بدليدونکي يا بهرني عوامل دي، هغه سند چې نن بازار لري ښايي سبا يې ونه لري، يا ممکن هغه موقف ته هیڅ ونه رسيږئ، خو پر ځان تمرکز تل تاسې ته د يو مسلکي په توګه ارزښت درکوي.
نو ځکه د راتلونکي لپاره په بحث کې مهمه دا ده چې د ژوند تګلاره او طريقه وټاکئ، څرنګه ژوند غواړئ يا په اوږدمهال کې به له څه سره راحت وئ، او څرنګه ورته رسيدای شئ، لکه څه ډول مسلک غواړئ غوره کړئ چې ستاسې له شخصيت او سلکونو سره سم وي، څه ډول ژوند او چيرې يې غواړئ، څه تاسې آراموي، څه ته زغم لرئ، کوم عادتونه مو په ځان کې خوښيږي، له څه بايد ځان خلاص کړئ.
اکثره وختونه داسې څه چې ستاسې په واک کې وي او پر هغې کار کولای شئ، هغه ستاسې د برياليتوب خښتې وي. راتلونکی به نامعلوم وي، خو خویونه، فکر، کړه وړه او مهارتونه مو معلوم دي، دا ښه کړئ، راتلونکی مو ورسره پخپله ګام په ګام ښه کيږي.
د نن پر کړو وړو او پوهې نن ته راوسيدئ، که له دې ښه سبا غواړئ نو هغې لپاره ښه عادتونه او مهارتونه خپلوئ. هو له دې هر څه سره به ننګونې، لټئ، بهانې او ستونزې وي، خو ژوند به مو هیڅکله له ستونزو او ننګونو خلاص نه شي. د انسان تر ټولو ستر خنډ او ننګوونکی د هغې خپل ځان دی، هغوی چې له ځان سره راحته وي، پر ځان حاکم وي، هغوی له هر حالت او هر چيرې راحته او حاکم وي.
لاندې لارې چارې کولای شي له تاسې سره د ښې راتلونکي په لور په مزل کې مرسته وکړي.
۱. له ځانه يې پيل کړئ
لومړی ځان وپيژنئ، هر څوک ځانګړی شخصيت لري، په يوه ټاکلې کورنۍ، دود او تربيه کې راستر شوی وي، د دغې په رڼا کې ځان لپاره اصول ټاکي. آن د مسلک په ټاکنه کې هم خپل شاوخوا ته ګوري، چې له دې څخه مشران په کوم مسلک وو، او په ډيرو مواردو کې هم هغه لور ته ځي.
له ځان څخه وپوښتئ چې څه مو خوښيږي؟ ولې مو خوښيږي؟ څه ته حوصله لرئ؟، که هر څه مو په واک کې وي او اختيار ولرئ نو په پنځو لسو کلونو کې به چيرې ياست؟ خپل پخواني ژوند ته وګورئ څه مو د وياړ سبب ګرځي، داسې څه مو کړي چې يادولو يې اوس هم خوښ ياست؟
په دې ټول بحث کې اساسي ټکی دا دی چې هر څه ته مو زغم وکړ، پر هغې مو وخت مصرف کړ، هغه مو هغه لورې ته بيايي، ستاسې زحمت او وخت مصرفول ستاسې د برياليتوب مزل ټاکي، او څه چې مو خوښيږي نو عموماً پر هغې وخت لګوئ.
انسان تل له تکليفه د ځان خلاصولو په هڅه کې وي، که زړه يې تنګ شي نو ټليفون راواخلي، چا سره خبرې وکړي، يا نور. هر کله چې تاسې ځان راسپړئ نو خپل د تکليف ټکي وپيژنئ. بيوزله يې، بي کاره يې، لاره درڅخه ورکه ده، ناروغه يې، ټولنيزې اړيکې مو محدودې دي، هر څه چې تکليف در رسوي، هغه په نښه او د حل لپاره یې ګامونه واخلئ.
۲. کوچني او اړوند اهداف وټاکئ
د دقيقې ښه مصرف د ساعت د ښه مصرف سبب ګرځي، د ساعت ښه مصرف ورځ ښه کوي، او ورځ د ښې اونۍ سبب ګرځي. که پر غره هم ورخيژئ نو يوه وخت کې به يو ګام اخلئ. له ځان سره فکر وکړئ چې همدا وخت زما لپاره تر ټولو اساسي هدف څه دی، دغه هدف پر کوچنيو واحدونو وويشئ او بيا همغې په لور کار وکړئ.
عادت بدلوئ، ورزش کوئ، مسلک ټاکئ، هنر زده کوئ، مهارتونه مو ښه کوئ، هر څه چې دي، لومړی يې مشخص کړئ، او که نه پوهيږئ چې څه رنګه يې مشخص کړئ، نو د هغې مسلک يا ساحې نامتو خلک راواخلئ، د هغوی ژوند مطالعه کړئ، وګورئ هغوی له کومه پيل کړی دی، بيا همداسې همدغې چارې ته هره ورځ لس دقيقې وخت ورکړئ، چې بلد شوئ وخت مو ډير کړئ، هر څومره چې په يو څه کې ښه کيدل غواړئ همدومره به ډير وخت ورکوئ.
کوچني اهداف په آسانه ټاکلی او لاسته راوړل کيږي، خو په دوامداره توګه مو منظم او هڅوونکي ساتي.
۳. داسې مهارت زده کړئ چې پراخه اغيزه او د ودې سبب مو وګرځي
نن نړۍ پر ډير ګړنديوالي بدليږي، هر څومره ډير مهارتونه چې ولرئ همدومره به مو فرصتونه ډير وي. داسې مهارتونه په نښه کړئ چې کولای شي له تاسې سره ستاسې په وده او پرمختګ کې مرسته وکړي، او پر ژوند مو پراخه اغيزه ولري.
ګټورو مهارتونو کې مفاهمه او خبرې اترې يعنې د نورو پر خبرو پوهيدل او نور پوهول، د ټکنالوژئ او ډيجټل نړۍ مهارتونه، ستونزو حلول چې له کومه يې پيل کړئ او څرنګه يې حل کړئ، ابتکار يا له محدودو وسايلو ګټه اخيستل، خرڅلاوو يعنې څرنګه په ښه توګه يو څه نورو ته وړاندې کړئ، مشري او له نورو سره کار کول شامل دي.
ورسره ښه اخلاق، د نورو ستونزو حلول، هر څه ته له ښه اړخه کتل او پر نورو ښه ګومان کول، په دوامداره توګه د ځان ارزول او د بهترۍ ساحو پيژندل او پر هغې کار کول هم تل ګټور وي.
نور هم داسې ډير مهارتونه او سلوکونه شته چې ستاسې د ودې او پرمختګ سبب ګرځي، يو مهارت راواخلئ او پر هغې راتلونکو څو مياشتو لپاره کار وکړئ، اکثره وختونه دغه کوچني کوچني ګامونه او مرستندويه مهارتونه تاسې له نورو ډير وړاندې بيايي.
۴. د وخت قدر وکړئ
پخوانو خلکو به ويل چې تللی وخت نه راګرځي. د نړۍ هر بريالی او نامتو شخص چې راواخلئ هغه د خپل وخت په اړه ډير بخيل وي. هغې ته خپل وخت له هر څه قدرمن ښکاري. که يو څوک مو وليدل چې خپل وخت ضايع کوي، نو پوه شئ چې خپل ژوند هم ضايع کوي.
له وخت څخه مو غوره ګټه واخلئ، دا عادت مو د برياليتوب او پرمختګ مزل ډير لنډوي، له وخت څخه ښه ګټه اخيستنه مو د ژوند پر هره چاره اغيزه کړي.
له ټولنيزو شبکه ډډه وکړئ، پر زده کړه او د راتلونکي پر سمولو تمرکز وکړئ، له هغوی څخه ډډه وکړئ چې نه د خپل وخت قدر کړي او نه تاسې پريږدي. هر څه لپاره وخت وټاکئ او په هماغه وخت کې هماغه چاره سر ته ورسوئ. په يوه وخت کې يوازې يو سر خيشتوئ.
يوازې دا يو عادت به مو ژوند ډير د ښې په لور بدل کړي.
۵. اړيکې غښتلې کړئ
له چا سره پيژنئ دا يوه ډيره مهمه پوښتنه ده. ستاسې اړيکې ستاسې يو تر ټولو ستره پانګونه ده. په ځوانۍ کې موږ د ښوونځي، مدرسې او پوهنتون له ملګرو سره پيژنو، چې ځينې يې تلپاتې ملګرتوبونه شي. خلکو ته درناوی ولرئ. له نورو سره مرسته وکړئ.
هغه مسلکونه او روزګارونه چې مو خوښيږي، په هغې کې نامتو خلک ولټوئ، له هغوی يې زده کړئ. له ښوونکو، ښو ملګرو او هغوی سره چې تاسې ته الهام درکوي، هغوی سره په اړيکه کې اوسئ.
ښې اړيکې د ښو فرصتونو سبب ګرځي، او اکثره وختونه پرمختګ يوازې پر مهارتونو نه وي. يو څوک ښايي ستاسې پوهه او مهارتونه وويني، خو سلوک مو په لنډ وخت کې نه شي ليدلای، نو ممکن ستاسې له ملګرو او پيژاندو څخه ستاسې په اړه پوښتنه وکړي. ښه سلوک او اړيکې مو د اخلاقو يو ښه ضمانت کيدای شي.
۶. سپموونکی اوسئ
ضرور نه ده چې يو څوک دې عايد ولري تر څو ويې سپموي، په مالي توګه هر غښتلی بنده ښه سپموونکی دی. هغه پوهيږي چې د مالدارۍ هر مزل له يوې افغانۍ پيليږي. سپما له تاسې سره په زده کړه، خپلواکۍ، انديښنو څخه خلاصون او ناڅاپي پيښو کې د لګښتونو په لرلو کې مرسته کوي.
لکه چې هر ستر مزل له کوچني ګامه پيليږي. همداسې د پیسه دارۍ مزل هم د سپما له عادته پيليږي. د عايد لسمه برخه مو وسپموئ. پر کاروبارونو ځان پوه کړئ. د مالياتو او پيسو قوانينو ولولئ، هر خپلواکه بنده په اقتصادي توګه غښتلی وي.
۷. بدلون منونکی اوسئ
ضرور نه ده چې راتلونکی څومره ښه پلان کړئ بيا هم بدلون راځي، هر څه ستاسې پر طبع سم مخته نه ځي. ژوند بدليږي، نړۍ بدليږي، خلک بدليږي، اهداف بدليږي، دا يو طبعي مزل دی، هغه څه چې پرون ما ته يو هدف وو، ښايي نن نه وي.
نو ځکه بدلون منونکي اوسئ، خپل پلان ځان لپاره د يوه لارښود په توګه وکاروئ، او هر کله چې اړتيا وي، بدل يې کړئ، دغه بدلون پخپله ستاسې د پرمختګ او زده کړې نښه ده.
۸. زغم ولرئ او دوام ورکړئ
هر څومره چې ځغاستې ته دوام ورکړئ، همدومره درنيږي، ستړی کيږي او دوام يې سختيږي، خو مزل ته لنډيږئ، نو ځکه بريالی هغه وي چې دوام ورکړي. خپل مزل ته دوام ورکړئ، کوچني ګامونه واخلئ، زده يې کړئ، عيار يې کړئ، ځان بهتره کړئ، هر څومره چې وړاندې ځئ همدومره له نورو مخکې کيږئ، همدومره مو ښايي ستونزې سترې شي، خو ورسره يې بيا لاسته راوړنې هم همدومره سترې وي.
که هر څومره سترې ستونزې سره مخ ياست، پوه شئ چې د هغې د حل ظرفيت لرئ، يوازې د لار پيدا کولو وخت ته اړتيا لرئ. د اسلامي زده کړو په رڼا کې تاسې هیڅکله له داسې څه سره نه مخ کيږئ چې توان يې ونه لرئ.
ضرور نه ده چې يو څوک دې په اوله ورځ يا لومړئ هڅه کې خپل اهداف لاسته راوړي، ستاسې راتلونکی له همدا اوسه پيل دی. نه ډيرې پيسې غواړي، نه ستره واسطه او نه انقلابي فکر، بلکه دوامداره کوچني ګامونه، دوامداره هڅه او پر ځان باور لرل چې دغه تګ پر مزل ارزي، نور انشاالله هر هدف چې وټاکئ هغې ته به ورسيږئ.
ورته ليکنی: وخت، لومړيتوبونه او ذهني ستړيا، اهداف او عادتونه، د ناکامۍ ارزښت، مشري: مشوره، ساعت تيره پوهه، تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، وخت او مطالعه، د وخت پر وړاندې، ذکاوت ټولنيز اړخ لري، د مشر د وخت او زيار اړيکه – څلور اصله، ټکنالوژي او د وخت ارزښت






څرګندون پریږدئ