ښه مدير: کارکوونکي مو له کار څه غواړي، ۱۲ پوښتنې

ګالوپ په نړۍ کې د څيړنو يو مخکښه اداره ده، اکثره وختونه يې په خبرونو کې وينئ چې د بیلابيلو هېوادونو او هغوی مشرانو په اړه له خلکو پوښتي، او د څيړنې موندنې نشروي. د همدې څيړنو په رڼا کې د هغوی څيړونکو د ښه مدير پيژندلو لپاره له اتيا زرو ډيرو مديرانو سره چې په څلور سوه بیلابيلو شرکتونو کې يې کار کاوه، وپوښتل چې ښه مدير بايد څه خواص ولري او څه يې له نورو ممتازوي.

دغه څيړنې له سلګونو پوښتنو څخه دولس پوښتنې په نښه کړی چې دندې لپاره د کارکوونکو ذوق او شوق ښيي او ورسره له يو چا سره په ښه مديريت کې مرسته کوي، لدې سره يې څلور داسې خواص هم په نښه کړل چې هر ښه او عالي مدير يې لري.

د څيړونکو لومړئ موندنه دا وه، چې وروسته ډيره مشهوره هم شوه، چې خلک «دنده د خپل آمر له کبله پريږدي نه د ادارې له کبله، يعنې خلک مدير پريږدي نه اداره» که سمدستي آمر يا مدير يې ښه نه وي، نو مهمه نه ده اداره يا شرکت څومره ښه وي، خلک بيا هم دنده پریږدي.

ورسره دغه څيړنه دا هم وايي چې ښه مدير لپاره خلک مهم وي، او له اصولو اخوا مرستې ته تل تيار وي، يعنې دا مديران خلک د پروسو او اصولو پر نامه نه تيرباسي، او د دغو پروسو او اصولو ماتولو ته د اړتيا په صورت کې تيار وي.

people sitting on chair with brown wooden table

کله چې موږ دا پوښتنه چې څرنګه بايد ښه مديران شو څيړو، نو څلور عمومي اصله رامخ ته کيږي، چې ټول ښه مديران ورته ارزښت ورکوي او په دوی کې ليدل کيږي:

۱. خلک پر ظرفيت وګمارئ نه پر تجربه

که چيرې ستاسې کارکوونکی ظرفيت ولري، نو په ځينو شيانو کې طبعاً ښه وي، د دې په سلوک او عادتونو کې ښکاري، داسې څه وي چې هغې له وخت سره زده او ښه کړې وي. دغه طبيعت او سلوک دواړه له تجربې مهم دي. هر څوک دنده زده کولای شي، خو هر څوک بيا په هغه دنده کې د ممتاز او تر ټولو ښه کيدو ظرفيت نه لري.

۲. اجرات يا کار پر عمومي نتايجو وارزوئ، نه پر فردي مسؤلیتونو

ناوړه او نيمګړي مديران هرې کوچنۍ خبرې پسې ګرځي. د خپلو معدونانو په هره چاره کې دخالت کړي. دوی غواړي چې د ده په طريقه کار وشي، خو دغه مدير خپل کار هم لري، نو که د هر چا په کار کې کار ولري، خپل ترې پاتې وي. ښه مدير پوهيږي چې که چيرې نتايج ښه وي، او د خلکو زحمتونه لاسته راوړنې لري. نو هر څوک پريږدئ چې په خپله طريقه کار وکړي.

۳. د خلکو بدلولو او جوړولو هڅه نه کړي

د اکثره خلکو بدلون نه خوښيږي، هماغسې عمل کړي څرنګه چې يې عادت وي، ښه مدير پوهيږي چې د چا څه خوښيږي او څه خصوصيات لري، بيا يې هماغسې کاروي، د خلکو د بدلولو او خپلې طبعې سره يې د برابرولو هڅه نه کړي. د دوی برياليتوب د کارکوونکو له غښتلتياوو ګټه اخيستل او پرې تمرکز وي، دا نه چې نيمګړتياوې يې راښکاره کړي. هر څوک نيمګړتياوې لري، خو که چيرې پر توانونو او ظرفيتونو يې تمرکز وشي، د دغو نيمګړتياوو اغيزې راکميږي.

۴. دندې د کارکوونکو له ظرفيت سره برابروي 

لومړيتوب د کارکوونکو ظرفيت ته ورکوي، او لدې کبله يو وړ کس له لاسه نه ورکوي چې دنده د هغې له ظرفيت سره برابره نه ده. دنده او د هغې مسؤليتونه عياريدونکي دي، بدلولای یې شئ، نو ځکه ښه مدير د کاروونکي پر ظرفيتونو ځان پوهوي، او بيا دندې او مسؤليتونه داسې عياروي چې د هر کاروونکي له ظرفيتونو سره همغږي ولري.
دغه څيړنې ورسره دا هڅه هم وکړه چې پوه شي څرنګه يو کارکوونکی په اداره کې خوښ وساتي. هر چيرې چې کارکوونکي له خپل کاره راضي وي، هدف ولري او په اداره کې ځان دخيل وويني، نو هلته کار ښه پرمخ ځي، خلک وده کړي او په پای کې د شرکت ګټه لوړه يا اداره وده کړي.

دغه څيړنې له سلګونو پوښتنو څخه لاندينئ دولس پوښتنې په ګوته کړې چې پر ځوابولو يې اداره پوهيږي چې کارکوونکي يې څومره ځان په اداره کې دخيل بولي او له خپلو چارو خوښ دي. ورسره، د دې پوښتنو له لارې پوهيدلای شئ چې څرنګه يو ښه مدير شئ:

۱. آیا پوهيږم چې اداره/ شرکت يا زما کار له ما څه تمه لري؟

۲. آیا د خپلې دندې اجرا لپاره کافي مواد او وسايل لرم؟

۳. آیا هره ورځ په دنده کې دا فرصت لرم چې څه مې خوښيږي هغه په ښه توګه سر ته ورسوم؟

۴. آیا تيره اونۍ يا تيرو اوو ورځو کې چا زما کار تقدير کړی يا يې راته ويلي دي چې ښه کار کړم؟

۵. آیا زما آمر يا په کار کې بل څوک زما په ارزښت پوهيږي، ما ته دا احساس راکوي چې شرکت/اداره زما قدر کړي؟

۶. آیا په اداره يا کار کې څوک زما د پرمختګ په اړه فکر کوي؟

۷. آیا په کار کې څوک زما اوري، آیا څوک زما د نظر قدر کوي؟

۸. آیا د ادارې/ شرکت ماموريت/ مرام/ هدف زما کار ته ارزښت ورکوي، د دغه ماموريت په رڼا کې زما کار څومره مهم دی؟

۹. آیا زما همکاران ښه کار ته ژمن دي، دوی هم ښه کار کوي يا ورته هڅول کيږي؟

۱۰. آیا په کار کې ښه او اعتباري ملګری يا ملګري لرم؟

۱۱. آیا په تيرو شپږو مياشتو کې په کارځای کې کوم چا زما د کار او زما پرمختګ په اړه له ما سره خبرې کړي دي؟

۱۲. آیا په دې تير يوه کال کې ما پر دنده/ کارځای کې د خپل پرمختګ او ودې لپاره فرصتونه درلودل؟

که غواړئ چې ښه مدير شئ، نو بايد خپلو کارکوونکو ته د ارزښت احساس ورکړئ. ظرفيت جوړونه د يوه کاروبار لپاره تر ټولو ښه پانګونه ده. دغو دولسو پوښتنو ځوابول يو ښه پيل دی چې کولای شي ستاسې کارکوونکي ورسوي او هغوی ته احساس ورکړي چې تاسې يې قدر کوئ او نازوئ يې.

ورته ليکنی: پټه سرخوږي – څرنګه ټولنيزې شبکې او مصنوعي ځيرکتيا زموږ فکر او ذهنونه بدلوي؟، د مصنوعي ځيرکتيا زمانې مشري، مدير که مشر، د پوهې مديريت، مشري: مشوره، مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره ناکامي نه ده، وخت او مطالعه، تدبر او تمرکز، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، کار موندنه، شخصي او مسلکي وده، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

6 responses to “ښه مدير: کارکوونکي مو له کار څه غواړي، ۱۲ پوښتنې”

  1. […] ليکنی: ښه مدير: کارکوونکي مو له کار څه غواړي، ۱۲ پوښتنې، پټه سرخوږي – څرنګه ټولنيزې شبکې او مصنوعي ځيرکتيا […]

  2. […] ټکي، راتلونکي ته فکر، اته وړانديزونه،  وخت او مطالعه، ښه مدير: کارکوونکي مو له کار څه غواړي، ۱۲ پوښتنې، د سلاکار او سلا اوصاف، د نن دندې په اړه نهه درواغ – […]

  3. […] ټکي، راتلونکي ته فکر، اته وړانديزونه،  وخت او مطالعه، ښه مدير: کارکوونکي مو له کار څه غواړي، ۱۲ پوښتنې، د سلاکار او سلا اوصاف، د نن دندې په اړه نهه درواغ – […]

  4. […] ټکي، راتلونکي ته فکر، اته وړانديزونه،  وخت او مطالعه، ښه مدير: کارکوونکي مو له کار څه غواړي، ۱۲ پوښتنې، د سلاکار او سلا اوصاف، د نن دندې په اړه نهه درواغ – […]

  5. […] ټکي، راتلونکي ته فکر، اته وړانديزونه،  وخت او مطالعه، ښه مدير: کارکوونکي مو له کار څه غواړي، ۱۲ پوښتنې، د سلاکار او سلا اوصاف، د نن دندې په اړه نهه درواغ – […]

  6. […] ټکي، راتلونکي ته فکر، اته وړانديزونه،  وخت او مطالعه، ښه مدير: کارکوونکي مو له کار څه غواړي، ۱۲ پوښتنې، د سلاکار او سلا اوصاف، د نن دندې په اړه نهه درواغ – […]

Leave a Reply

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading