د معاصرې نړۍ د کارځايونو په اړه ځينې فکرونه يا افسانې شته، چې د همدې افسانو په رڼا کې بيا مشران خپل دفترونه او دندې اداره کوي. دغه فکرونه منطقي او آن سم ښکاري، خو نوی څيړنې ښيي چې تر ډيره دغه فکرونه خيالي شکل لري.
د نن د کار په اړه د څيړنو په لړۍ کې يوه څيړنه د خلکو له کار سره مينه او د هغې ارزښت په اړه وه، چې د همدې څيړنې په رڼا کې د دندې اړه نهه درواغ راڅرګند شو، دا افسانې يا فکرونه غير اخلاقي يا درواغ نه دي، بلکې يوازې خلک په غلطه بيايي.
دغه فکرونو له کبله ادارې پر غلطو سيسټمونو پانګونه کړي، پر بې ځايه شيانو تمرکز کړي او هغه څه ته ارزښت ورکوي چې هیڅ مهم نه وي. که موږ غواړو چې غښتلې ادارې ولرو، ښې کاري ډلې مو وي او مشران مو اغيزمن وي، نو بايد دا پخواني فکرونه پریږدو او نوو څيړنو په رڼا کې پر نوو شیانو تمرکز وکړو.
دلته موږ د کار په اړه له دغو نهه درواغو يادونه کړو او ورسره یې بديلونه راسپړو چې په ښه مديريت او مشرۍ کې ګټور واقع کيدای شي.
لومړی دروغ: خلکو ته مهمه ده چې کومې ادارې يا ارګان لپاره کار کړي.
بديل رښتيا: خلکو ته دا مهمه ده چې له څه ډول خلکو يا ډلې سره کار کړي
عموماً فکر کيږي چې خلک د ادارې کار ډول/ دود، هدف، صنعت او ارزښتونو ته ژمن وي، په قدر ورته ګوري او د هغې له کبله هلته کار کړي. خو په واقعيت کې خلک له خلکو سره کار کړي، نو دوی لپاره تر ټولو مهم دادي چې له څه ډول خلکو سره کار کړي، کاري ډله يې څه ده.
ښه مدير او د کاري ډلې غښتلی کلتور د ادارې له نامه او شهرت څخه ډير مهم دی. زموږ هدف له ادارې څخه هر هغه شرکت، ارګان، اداره او نور څه دي چې خلک پکې کار کړي.
نو ځکه د نن مشرانو لپاره مهمه ده چې غښتلی کاري ډلې رامنځ ته کړي. که چيرې د دغې ډلې خلک د درناوي، خوندتيا او ملاتړ احساس وکړي، نو ښه کار کوي، دې پسې نه ګرځي چې چا لپاره چيرې پر دنده بوخت دي.
دوهم درواغ: ښه پلان ګټونکی وي
بديل رښتيا: ښه ځيرکتيا یې ګټي
ادارې پلانونو ته له اړتيا ډير ارزښت ورکوي. دوی په مياشتو پر پلانونو کار کوي، او تمه لري چې هر څه به د دوی له خوښې سره سم پر مخ ځي، خو د پلان له جوړيدو سره سم که حالات بدل شي، نو پلان بې کاره دی، او حالات تل بدليږي.
غښتلې او بریالئ کاري ډلې د غبرګون او نظر ورکولو فعاله ميکانيزم لري. دوی له يو بل اوري. د نن مشران پوهيږي چې پلان خپل ارزښت لري، خو ډيره اتکا پرې خرابوونکی وي. دوی د ځيرکه او ښو معلوماتو په لټه کې وي، او د قناعت په صورت کې خپل نظر بدلوي او ځان عياروي.
درېيم درواغ: ښه شرکتونو/ ادارو له اهدافو ټول خبر وي
بديل رښتيا: ښه شرکتونه/ ادارې خپل ولې تعريفوي
په لوړه کې د اهدافو ټاکل او بيا ټيټ پوړو ته د هغوی رسول يو ميخانيکي او ماشيني عمل دی. خلک پرې د مسؤليت او ځوابدهۍ له ويرې عمل کړي، دا نه چې ارزښت ورکوي يا ورته مهم وي.
خلک معنا غواړي، د خپل ژوند هدف لټوي، غواړي پوه شي چې کار يې ارزښت لري او د ټولنې يا د نورو د بهترۍ سبب ګرځي. ولې يې کوي او څه اغيزه به ولري. او د نن مشر خپلو ملاتړو او همکارانو ته له «څه» سره همدا «ولې» هم ورښيي. چې موږ دا کار ولې کړو او د څه اغيزې په تمه يو.
څلورم درواغ: ښه خلک پر هر څه سم وي.
بديل رښتيا: ښه خلک احساسات او نيمګړتياوې لري.
له ډيرو به واوری چې ښه خلک له هر اړخه سم وي، او خپلې نيمګړتياوې پيژني او د هغې پر سمولو کار کړي. خو، په اداره کې ښه کار کوونکي يا په ژوند کې ستر لاسته راوړونکي استثنأُ متوازن وي. بلکه دوی د غښتلتيا ځانګړی نقطې لري، چيرې چې له نورو مخکې کيږي.
ښه مشران پوهيږي چې هر بنده خپل کمال لري او هر چا ته په يوه سترګه نه ګوري. د خلکو غښتلتياوې پيژني او بيا له هغې څخه ګټه اخلي.
پنځم درواغ: خلک د نورو غبرګون/ نظر غواړي
بديل رښتيا: خلک پاملرنه غواړي
نظر ورکړه عموماً له ګوتنيونې سره مل وي، آن که ډيره بانزاکته هم وي، بيا هم نقد دی. خو، د دې په وړاندې پاملرنه بیا غښتلې ده. کله چې مديران او مشران د خپلو کارکوونکو غلطيو پسې ونه ګرځي او يوازې هغه وخت خلک ورياد شي چې اشتباه وکړي، بلکه د هغوی ښه کار ته پام وکړي او ويې نازوي نو د خلکو کارونه ډير ښه کيږي.
د نن مشر لپاره غوره دا ده چې د خلکو له سمولو او اصلاح کولو څخه د هغوی غښتلتياوو پيژندلو ته پام واړوي او هلته تمرکز وکړي، او د همدې غښتلتياوو په رڼا کې د هغې دنده وارزوي.
شپږم درواغ: خلک نور خلک ښه پيژني
بديل رښتيا: خلک پر خپلو تجاربو ښه پوهيږي
په ادارو کې د نورو په اړه د نظر ورکولو غښتلي چوکاټونه شته، چې په هغې کې د ۳۶۰ درجې ارزونې او نورو ته د نومرو ورکولو ميکانيزمونه ډير عام دي. خو نوی څيړنې ښيي چې دا شيان دومره ګټور نه دي.
بلکې، خلک د نورو په اړه د لاندينيو دوو پوښتنو په رڼا کې ښه ځوابونه درکولای شي
- آیا دا نفر باوري دی؟ زه پرې باور کولای شم؟
- که چيرې ښې لاسته راوړنې او نظر غواړم نو آیا ده ته ورتللای شم؟ له هغې سره له غږيدو وروسته به مې نتايج يا نظر ښه شي؟
خلکو ارزولو لپاره د نومرې ورکولو سيسټم پر ځای د تجربې پر اساس پوښتنو سيسټم وکاروئ.
اووم درواغ: خلک ظرفيت لري
بديل رښتيا: خلک حرکت لري.
هر څوک ظرفيت لري اصطلاح يو څه سياسي او سليقوي اړخ لري، ځينې وخت له انصافه هم ليرې وي. هر څوک مختلف وي، ضرور نه ده چې پر هر څه دې د هر چا سر خلاص شي.
له حرکت څخه هدف تحرک يا دوامداره خوځښت دی، د يو چا د ودې، اعتبار او وړاندې تګ خصلت دی، يعنې داسې يو څوک چې تاسې په کې وده او وړاندې تګ وينئ، اعتباري وي او ځان يې پرمختګ ته تيار کړی وي.
د مشر په توګه د منډې توان او خاصيت ته وګورئ، نه دا چې څوک پر کوم موقف کار کړي يا څه ټاپه لري.
اتم درواغ: د کار او ژوند توازن ډير مهم دی
بديل رښتيا: له کار سره مينه تر هر څه مهمه ده
توازن کې د وخت ویش راځي، خو له کار سره مينه کې ارزښت او زغم راځي، چې خلک له خپل کار سره څومره مينه لري. که چيرې د يو چا خپل کار خوښيږي، نو توازن پخپله رامنځ ته کيږي.
ځان پر دې پوه کړئ چې ستاسې کاري ډله کې د چا څه خوښيږي او بيا هغوی هماغه چارې په ډيره اندازه وروسپارئ.
نهم درواغ: مشري يو څه دي
بديل رښتيا: موږ خوځښت پسې ځو – مشران ځانګړی غښتلتياوې لري
مشرۍ ته عموماً د يوې ميخانيکي پروسې په توګه کتل کيږي: پر ځان باور ولرئ، اوږدمهاله فکر وکړئ، پريکنده اوسئ او نور. خو، په اصل کې مشري له ريښتينولۍ او صداقت راخيژي، هغوی چې خلک پرې په ځانګړو ساحو کې ړوند باور لري.
داسې يو حالت چيرې چې مشر په يوه يا دوو ساحو کې ډير ښه وي، او د هغې پر اساس وده وکړي، او د ضعف په ساحو کې له نورو واوري او هغه وپيژني.
د مشر په توګه خپلې غښتلتیاوې او ځانګړتياوې ولرئ، هر مشر ځانګړی وي، ځان وپيژنئ او پر هماغو ساحو کار وکړئ.
په پايله کې د دې لپاره چې مشران ښې ادارې رامنځ ته کړي، بايد خپلو مفکورو او منل شوو واقعيتونو ته وګوري. دغه پورته ذکر شوي درواغ له لسيزو راهيسې په ادارو کې رواج او د مديريت پر فکر حاکم دي. دغه فکر ښايي هغه کار کاوه چې خلکو له يوې ادارې يا صنعت سره اوږدمهاله کار کاوه.
نن چې د مسلکي ماهره کارکوونکی کمی له هر وخت ډير احساسيږي او هر مسلکي شخص ته د کارونو ډير فرصتونه شته، هلته مشرانو لپاره مهم دي چې د تکړه ځواک جذبولو او ساتلو لپاره دغه فکرونو ته پام وکړي.
د نن ادارې چې تر ډيره پر کاري ډلو او ارزښتونو تمرکز کړي، مشران يې بايد پوه شي چې څرنګه کولای شي د خپلې ادارې څه له ولې سره ونښلوي او څرنګه خپلو خلکو ته د خپل کار هدف او معنا روښانه کړي.
ورته ليکنی: ښه مدير: کارکوونکي مو له کار څه غواړي، ۱۲ پوښتنې، پټه سرخوږي – څرنګه ټولنيزې شبکې او مصنوعي ځيرکتيا زموږ فکر او ذهنونه بدلوي؟، وخت، لومړيتوبونه او ذهني ستړيا، اهداف او عادتونه، له مدیريته تر مشرۍ، توپير او ورتګ، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – دوهمه برخه






څرګندون پریږدئ