کله چې يو څوک په مسلکي او کاروباري چاپيريال کې خبرو اترو ته کيني، نو باید له ځان سره دا ومني چې هر څه د بحث وړ دي.
خبرې اترې، چنې وهل، د بل اوريدل، ګوتنيونو ته غوږ نيول او مخالفت کول د کاروبارونو او مسلکي ژوند نه بیلیدونکی برخه ده، هیڅوک په هیڅ صورت کې له نقده او ګوتنيونې پاک نه دي، خو بریالي يې هغوی دي چې دغه خبرې په سړه سينه واوري، فکر پرې وکړي، هغه چې مني يې یا نه هغه بیله خبره ده.
مذاکرات د اختلاف نقطو معلومولو او حل لپاره سر ته رسیږي، داسې يو حالت چې خلک وغواړي سره کيني او داسې نتیجې ته ورسيږي چې د دواړو تاوان پکې تر ټولو کم وي.
د خبرو اترو په اړه يو تر ټولو ستره اشتباه دا وي چې خلک فکر کړي چې باید خپلې اعظمي ګټې ته ورسیږم، یا باید داسې حالت وي چې څه غواړم هماغه تر لاسه کړم، خو ښه او بريالئ خبرې اترې هغه وي چې د ټولو دخيلو اړخونو يو څه ګټې وساتي، او د ټولو تاوان راکم کړي.
انسان له ماتې او تاوانه ډير ويريږي، يعنې له ماتې او تاوان سره برابر بریاليتوب او ګټې ته دومره نه خوشحاليږي، لکه څومره چې د هغې له تاوانه او يو څه له لاسه ورکولو څخه ويریږي، نو له همدې کبله د مذاکراتو او خبرو اترو تر ټولو اساسي هدف د ټولو دخیلو اړخونو تاوانونه کمول دي.
په خبرو اترو کې اعظمي ګټې لپاره د ښه تړون اصطلاح کاريږي، داسې يو حالت چې ټول فکر وکړي يو څه نه يو څه يې لاسته راوړي دي، او ورسره دا احساس هم ولري چې که سبا زه دغه تړون ننګوم، نو دا څه چې مې لاسته راوړي دي، دا هم له لاسه ورکوم، نو په پيل کې چې کوم بریالیتوب ته خوښ نه وو، وروسته يې بیا په هره بیه ساتي او نه غواړي له لاسه يې ورکړي.
نو کله چې موږ دا وايو چې هر څه د بحث وړ دي، اصل هدف دا وي چې هر لوری باید لږ تر لږه دا ومني چې کله خبرو اترو ته کيني نو ممکن هر څه د بحث لاندې راشي، خو که چیرې له پيله دا شرط ږدي، چې ځينې شيان د بحث وړ نه دي، نو مقابل لوري ته به هم ځينې څه مني، چې هغې ته د بحث وړ نه وي.
خبرې اترې د تعلق پر اساس کيږي، داسې يو حالت چیرې چې مقابل لوری دا درک لري چې له تاسې سره داسې څه شته چې کولای شئ هغې ته يې ورکړئ، او تاسې فکر کوئ چې مقابل لوری هم تاسې ته د ورکړې لپاره يو څه لري، نو ځکه هغوی چې خبرو اترو لپاره کيني، بايد:
پر احساساتو حاکم وي
که د سپورت نامتو لوبغاړي مو ليدلي وي، هغوی ته پر خپلو احساساتو د واکمنۍ درس ورکول کيږي، هغوی دا زده کوي چې په لوبه کې به له هر ډول فشار سره مخ کيږي، خو دوی به خپل مسلکي سلوک له لاسه نه ورکوي. په خبرو اترو کې بریالي هغوی وي چې په هر حالت کې پر ځان حاکم وي، خپل احساسات له لاسه ورنه کړي، نو ځکه د بريالي هغه وي چې خپل احساسات په واک کې ولري، او ورسره د مقابل لوري احساساتي کولو چم يې زده وي.
داسې يو حالت چې په خپله په هر حالت کې يو ډول سلوک ولري، خو مقابل لوری د غوړه مالئ، ګواښ، نيمګړيو معلوماتو، ښه بحث او نورو له لارې تر تاثیر لاندې راولي او هغې لوري ته يې بوځي چې د ده پکې ګټه وي. اوس چې په دغه چل ول کې شوی تړون څومره اعتباري او د دوام وړ دی، هغه بیل بحث دی.
اوږدمهاله فکر کړي
خبرې اترې او مذاکرات د یو تعلق پر بنا د تعلق پاللو لپاره کيږي، يعنې د يوې اړيکې پر اساس خلک خبرو اترو ته کيني او بيا غواړي چې همدا اړيکه وپالي. بريالی مذاکره کوونکی پدې پوهيږي چې د نن تړون او ګټې لپاره باید هغه تعلق له منځه يو نه سي چې دومره وخت يې د هغې رامنځ ته کولو لپاره مصرف کړی وو، ورسره باید دا ناسته د راتلونکي اوږدمهاله اړيکې سبب شي. هر څومره چې ستاسې اړيکې غښتلې او ښه وي همدومره به مو مذاکرات غښتلي او ښه وي.
ورسره تاسې له خلکو سره غږيږئ، او هر بنده احساسات لري، موږ ټول سره ورته يو، غواړو په يوه ټولنه کې ژوند وکړو، داسې يو ځای چې خلک موږ ته په درناوي وګوري، او احساس وکړو چې ناکامئ او نيمګړتياوې مو کمې دي. نو ځکه اوږدمهاله فکر هر اړخ ته دا احساس ورکوي چې دا خبرې اترې خو به نن خلاصې شي، خو دا اړيکه او بنده خو همدلته دی، نو ولې بايد لنډې ګټې لپاره اوږد تاوان وکړم.
د خبرو اترو پريښودو زړه ولري
په خبرو اترو کې له پيله هغه شخص بریالی دی چې بديل او د پريښودو توان يې ولري. ضرور نه ده چې هره مذاکره دې هغې نتیجې ته ورسيږي چې ټولو ته د منلو وړ وي، نو ځکه پدغسې حالت کې ګټونکی هغه دی چې له پيله بدیل ولري او هر کله له جرګې څخه د پاڅيدو وس ولري، او هغه بايلونکی دی چې هر څه يې د همدې مذاکرې او جرګې نتیجې ته ساتلي وي.
مخکې لدې چې خبرو اترو ته کينئ، بايد له ځان سره بديلونه ولرئ، بايد پوه شئ چې تاسې ته د منلو تر ټولو ټيټ حد څه دی، او له کومو ټکو نه تيريږئ، او که چيرې بحث هغه لوري ته ولاړ شي، نو تاسې د پاڅيدو توان لرئ.
خبرې اترې يو زده کيدونکی مهارت دی، داسې څه چې د ژوند په هره چاره او هر کسب کې په کاريږي، په ژوند کې هغوی بريالي دي چې له خلکو سره په تعامل کې ښه وي او د هرې ستونزې د خبرو اترو له لارې د حلولو توان ولري.
ورته ليکنی: د خرڅولو مهارت، د مشر نیمګړتياوې او کاري ډله، د کال پای: څه غواړئ، څلور ټکي، راتلونکي ته فکر، اته وړانديزونه، وخت او مطالعه، ښه مدير: کارکوونکي مو له کار څه غواړي، ۱۲ پوښتنې، د سلاکار او سلا اوصاف، د نن دندې په اړه نهه درواغ – مشران څه کولای شي






څرګندون پریږدئ