کوچنی عمل او هيله مندي 

ماشی، د نمرود کيسه په تفاسيرو کې شته، چې څرنګه يې د الله (ج) له امر سرکشي وکړه، زه هغه کيسه دلته نه راوړم، له هغې ماشي یادونه کوم چې د هغې په واسطه دا شخص جزايي شو، کتابونه ليکي چې د نمرود پر عذاب له اخته کيدو وړاندې به هغې ته راتلونکو خلکو ده ته سجده کوله، خو کله چې پر عذاب اخته شو، نو هر څوک چې به راتلل لومړی به يې نمرود پردې سر دوه درې څپلۍ واهه تر څو يې ماغزه په ځای شي، او بيا به يې ده ته خپل کار وايه، تر څلويښت – پنځه څلويښت ورځو په دې عذاب اخته وو، تر څو چې مړ شو.

کوم ځنګله کې اور لګيدلی وو، ځينې کيسې چنچڼه يادوي، ځينې ميږی يادوي چې په مښوکه يا خوله کې يې اوبه راخيستې وی او د اور مړه کیدو په لور روان وو، چا ورته ويل چې ستاسې په دې يوه څاڅکي اوبه به څه وشي، مرغه ورته ويل چې پوهيږم اوبه کمې دي، خو نه غواړم چې د دې ستونزې په حل کې بې طرفه پاتې شم، يا د خير په غونډۍ کينم چې بل څوک به راشي او زما ستونزه به حل کړي.

د اصحاب الفيل کيسه، چې ابابيل راغلل او د ابرهه لښکر يې پر کنکڼيو تباه کړ، الله (ج) خپل کور پر ابابيلو چې ډيرې کوچنۍ او ضعيفه مرغئ دي، وساته.

د تبوک غزا پر مهال حضرت محمد (ص) له اصحابو وغوښتل چې له جهاد سره مرسته وکړئ او هر څه چې د دوی له اړتياوو ډير وي يا کولای شي مرسته وکړي رادې وړي، هر اصحابي له خپل وس او توان سره سمه مرسته وکړه، چا څومره لاسنيوی وکړ هغه د اسلامي تاريخ په کتابونو کې شته، خو ټولو سره لاس ورکړ.

toddler's standing in front of beige concrete stair

له ثانيو دقيقه، له دقيقې ساعت، له ساعت ورځ، له ورځې اونۍ او همداسې يې در واخلئ، که د وخت قدر کوئ د وخت تر ټولو کوچني اندازه کيدونکي واحد به يې رااخلئ او همداسې به د نورو ارزښت ډيروئ. انسان خپل د راتلونکي برياليتوب نن نه ټاکي، ځکه سبا چا ته نه دی معلوم، خو نن خپل سلوک ټاکي، خپل کړه وړه هغې هدف سره برابروي چې دا د هغې لپاره کار کړي، بيا همدا سلوک او کړه د دې هغې هدف په لور مزل او بریاليتوب ټاکي.

څلور کلن، اته کلن يا لس کلن تعليم مو د ټول عمر بريا يا لوری نه ټاکي، هره ورځ به تاسې دا ټاکئ چې له ژونده څه غواړم او څرنګه ورته رسيدلای شم، او هغه سلوکونه به خپلوئ چې هلته مو رسوي.

يوې کوچنۍ انجلئ له يوې سپين سرې انا وپوښتل چې دا لار چيرې ځي، سپين سرې وويل ته چيرې غواړی ولاړه شی، نجلئ ويل مهمه نه ده، سپين سرې ورغبرګه کړه چې دا هم مهمه نه ده دا لار چيرې ځي، ځکه لار زموږ منزل نه ټاکي، بلکه منزل زموږ لار ټاکي، اول بايد پوه شی چې چيرې ځی، لار به پخپله پيدا شي.

موږ په اوسط ډول په کال کې يو ميلیون قدمه مزل کړو، اوس که چيرې دا يو ميليون قدمونه تاسې يو لوري ته واخلئ، خپل هر ګام رهنمايي کړئ، څه فکر کوئ چې چيرې به ورسيږئ.

په يوه ساينسي څيړنه کې څيړونکو غوښتل چې د راتلونکي په اړه د خلکو هيله مندي معلومه کړي، په دې څيړنه کې لومړی له هغه ناروغ سره مرکې وشوې چې ډاکټرانو د يوه بل مرض درملنې له کبله د ده له ماغزو څخه يوه برخه ليرې کړې وه، د دې برخې له ليرې کولو سره خو ناروغ جوړ شو، مګر يادښت يې خراب شو، پخواني شيان يې په ياد وو خو نوي يادښتونه يې نه شو ثبتولی، نو نه پوهيده چې نن يې څه کړي او سبا به څه کوي، دې شخص راتلونکي په اړه هیڅ فکر نه درلود.

په همدې څيړنه کې څيړونکو د نورو اشخاصو کړه وړه هم وڅارل او بیا يې ورسره مرکې وکړې، د دې څيړنې موندنې په عمومي توګه دوه ډوله وی، لومړی هغوی چې پخوا يا په تير وخت کې يې يو څه لاسته راوړنې لرلې يا ځان يې بريالی باله، راتلونکي ژوند ته هم هيله مند وو او فکر يې کاوه چې بريالی به وي. ورسره دوهم هغوی چې ځان يې په يو نه يو څه مصروفه کړی وو هم ژوند ته هيله من وو.

په دې څيړنې کې په عمومي توګه خلکو د کاروبار، مالي چارو او نورو څخه دومره يادونه نه کوله، يوازې دا يې ويل چې که ژوند يو څه هدف ولري او دا د مصروفيت سبب وګرځي، نو هغه عموماً د خوښۍ سبب ګرځي.

په يوه بله مشهوره څيړنه کې، د آپارتمانونو د يوه ښارګوټي نسبتاً د ګڼې ګوڼې ساحه کې يو څوک وويشتل شو، خو دا شخص سمدلاسې مړ نه شو بلکه ټپي وو، وروسته څيړونکو وموندله چې ډيرو خلکو د ډز غږ هم واوريد، او ځينو له خپلو کړکيو وهم لید چې شخص پر مرمۍ لږيدلی دی، خو هیڅ چا امبولانس ته زنګ ونه واهه، نه ورسره چا مرسته وکړه، چې له کبله يې دا شخص يو څو دقیقې وروسته مړ شو.

څيړونکي چې له قرباني سره دې نه مرستې ته حيران وو، له خلکو وپوښتل چې ولې مو ورسره مرسته ونه کړه، ټولو ويل چې موږ فکر کاوه له دومره ګڼې ګوڼې سره به يو بل څوک ورسره مرسته وکړي، زما مرستې ته به اړتيا نه وي، چې د همدې فکر له کبله چې بل څوک به ورسره مرسته وکړي، منځ کې ډز ويشتلی قرباني مړ شو.

له څاڅکو درياوې جوړيږي، موږ ټول څاڅکي يو، اوس چې د کوم دريا برخه کيږئ يا څاڅکی پاتيږئ هغه ستاسې پريکړه ده.

دا دومره پړپړه مې دې لپاره وليکله چې هغه بله ورځ د رواني ناروغيو نړيواله ورځ وه، هسې خو هم نيم ليوني يو خو ډير د نن د خرابوالي له کبله سبا هم بد ګڼي، د نن ارزښت نه مني، وايي چې کله حالات ښه شو، بيا به بډې وهم چې څه وکړم، خو نن نه کار يا ځان نه خځول د سبا د ناهيلۍ او ښايي د ذهني فشار هم سبب شي.

په حرکت کې برکت دی.

ورته ليکنی: د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، مشر له څه جوړ وي؟ دوهمه برخه، د استعدادونو لټه، د خرڅولو مهارت، کاروبار: هر څه د بحث وړ دي، د کال پای: څه غواړئ، څلور ټکي، راتلونکي ته فکر، اته وړانديزونه،  وخت او مطالعه، تخصصي او عمومي پوهه، مشري: پريکړې او پوهه، ساعت تيره پوهه،  مشري: مشوره، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره ناکامي نه ده


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

2 responses to “کوچنی عمل او هيله مندي ”

  1. د فکر شپږ خولئ: د ښه فکر او پریکړو تخنيک  – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] ليکنی: کوچنی عمل او هيله مندي، استخدام پر لياقت پرمختګ پر سلوک، د خرڅولو مهارت، مشري: […]

    Like

  2. د زحمت او نتيجې تر منځ – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] ليکنی: کوچنی عمل او هيله مندي،  د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، مشر له څه جوړ وي؟ دوهمه […]

    Like

څرګندون پریږدئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading