دنده او د خوښې پریښودنه 

له خوښې پریښودنې څخه هدف په عمومي توګه د بل په خوښه هغه څه کول دي چې ستاسې زړه يې نه غواړي، او دا بحث تر ډيره په مسلکي او اداري چوکاټ کې مطرح کيږي. اکثره دندې يو نه يو ډول له خلکو غواړي چې په هغه لور ولاړ شئ په کوم لوري چې د ادارې مشر روان دی.

د پوهې او بشري ذکاوت په دې زمانه کې چيرې چې پريکنده کارکوونکي مسلکي پوهې او تجربه لري، په اکثره مواردو کې پر خپل کار د اداری له مشره ښه پوهيږي، خو د خپلې دندې ساتنې، همکارانو نه خپه کولو او کار ته د ارزښت نه ورکولو له کبله په ډيرو مواردو کې ډير څه نه وايي، چپ پاتيږي او هغې لوری ته روان وي چيرې چې اداره یا کاروبار روان وي.

ژوند محدود دی يا لږ تر لږه انسان سره دا احساس شته چې دلته یې ورځې په شمار دي، هغوی چې د نړۍ تاريخ یې بدل کړی دی او هغوی چې پر نورو بوج وو، دواړو يو ډول وخت درلود، يوازې خبره د هغې د استعمال ده، چې له وخت څخه یې څه ډول ګټه اخيستې ده.

کله چې دا پوښتنه مطرح کیږي چې له ژونده څه غواړئ، نو موږ عموماً ورسره دا وايو چې خپل ژوند ته يوې دايرې په توګه وګورئ او بيا دا وواياست چې د دې دايرې مرکز څه دی، هسته يې څه ده، يا که د شمسي نظام په توګه ورته وګورئ نو ستاسې د ژوند لمر څه دی، او دا نور چې هر څه ترې راتاويږي، له هغه لمره رڼا او انرژي اخلي.

هر کله چې مو معلومه کړه چې زما ژوند له څه راڅرخي، نو بیا مو پریکړې آسانيږي، ځکه يو معيار درته معلوم شي، هر هغه څه چې له دغه لمر سره مرسته کړي، هغه مهم دي، هر هغه څه چې دغه چاره نه آسانوي، مهم نه دي.

اوس دا بحث له دندې او مصروفيت سره لدې اړخه تړئ چې که چيرې په داسې مصروفيت کې دخيل ياست چې په دوامداره توګه دا احساس درکوي چې ګټور نه دی يا ستاسې شتون هلته ګټه نه لري يا مو کار ارزښت نه لري، نو دا مو په اوږده کې پر اعتماد او روح تاثير کړي، تل به ستړي او ناهيلي ياست.

دا د هستې درلودل له دې اړخه هم مهم دي چې کله په اداره کې له داسې بحث او پریکړو سره مخ شوئ چې هلته بايد خپل مسلکي نظر ورکړئ، د کاروبار په غښتلتيا او بهترئ کې برخمن کيږئ، او فکر کوئ چې بحث ښې لوري ته بيولای شئ، نو هلته بيا چپ نه پاتیږئ، ځکه پوهيږئ چې دغه چوپتيا مو وروسته ځوروي.

بيلابيلې څيړنې ښيي هغه ادارې او کاروبارونه چې خپل همکاران هڅوي چې نظر ورکړي، بیلابیل ډول بحثونه او فکرونه هڅوي او هر چا ته د خپلې دندې د اجرا خپلواکي ورکوي، د خپلو سيالانو او نورو کاروبارونو په پرتله بريالي او پرمختللي وي.

همداسې د دې کاروبارونو کارکوونکي د نورو په پرتله خوښ او کار ته وفاداره وي. دوی پر ځان هڅه کړي، نوي څه زده کوي او د خپلو ابتکاراتو له لارې ادارې ته ګټه او پرمختګ راوړي.

اکثره وختونه کله چې موږ د کارکوونکو د خوښئ بحث کوو، نو پدې کې د ادارو مشران او کاروبارونو څښتنان په پام کې نه نيسو، پداسې حال کې چې هغوی هم د همدې ادارو غړي دي، که چيرې د ادارو ټيټ پوړي کارکوونکي خوښ نه وي، نو همداسې دا ستړيا مخ په پورته ځي، او د انديښنو او ناوړه کړو وړو يو عمومي چاپيریال رامنځ ته کيږي.

پداسې حال کې د نن زمانې د کارکوونکي د ژوند پريکنده برخه په دفترونو او کارځای کې تيریږي، له طبعيته او کورنۍ ليرې وي او له عايد سره يې د نوو سلوکونو او کړو وړو سبب ګرځي، بهتره ده چې هم اداره او هم شخص د خپلې خوښئ او ذهني آرامتيا غمه وخوري.

A group of three different colored stick with a smiley face on it

ځينې لارې چارې چې په دغه آرامتيا کې مرسته کوي.

  • ځان پوه کړئ، څه مو خوښيږي، هغه چارې په خپل کار کې راونغاړئ.
  • پدې تمه مه کينئ، چې بل څوک به تاسې ته ستاسې کاري چاپيريال بهتره کړي، پخپله يې مسؤليت واخلئ.
  • د نن کار سبا ته مه پریږدئ، بیلابيلې څيړنې ښيي چې د انديښنو يو ستر لامل د کارونو نه پيل او مهمو چارو ځنډول دي.
  • ځان لپاره اوږدمهاله او لنډمهاله اهداف ولرئ.
  • د ادارې د مشر په توګه ځان په دې پوه کړئ چې همکارانو ته مو څه مهم دي، او بیا هڅه وکړئ چې د هر همکار کار مو هغې له پاره مهمو ارزښتونو سره ونښلوئ.
  • پدې پوه شئ چې تر څو ژوندي ياست، کار به کوئ، مصروفیت به لرئ، نو ولې داسې يې عیار نه کړئ، چې خوندور او هوسا يي.

په پای کې، لدې فکره ځان خلاص کړئ چې دنده باید د خوښې نه وي، ټوله دنده استثناً بده يا ښه وي، هغه څه چې مو نه خوښيږي، د هغې د حل لار ولټوئ او څه چې مو خوښيږي هغه پکې ډير کړئ.

ورته ليکنی: د استعدادونو لټه، د خرڅولو مهارت، کاروبار: هر څه د بحث وړ دي، د کال پای: څه غواړئ، څلور ټکي، راتلونکي ته فکر، اته وړانديزونه،  وخت او مطالعه، تخصصي او عمومي پوهه، مشري: پريکړې او پوهه، ساعت تيره پوهه،  مشري: مشوره، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره ناکامي نه ده، وخت او مطالعه، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، نور ناپوهه ګڼل


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

One response to “دنده او د خوښې پریښودنه ”

  1. کاروبار او د فرصت پيژندنه – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] ليکنی: دنده او د خوښې پریښودنه، د فکر شپږ خولئ: د ښه فکر او پریکړو تخنيک،  د خرڅولو […]

    Like

څرګندون پریږدئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading