هغوی چې کاروبارونو پيل ته هڅيږي يوه دوامداره پوښتنه ورسره د فرصتونو پيژندل وي. څرنګه د بازار اړتياوې معلومې کړي، د فرصتونو په اړه چې دغه پوښتنه باید له پيل څخه ځواب کړو چې بازار تل فرصتونه لري، يوازې بحث پکې دا وي چې دا هغه فرصت دی چې تاسې يې غواړئ ترې ګټه واخلئ يا نه.
په پاکستان او هند کې د سرکونو، تشنابونو، لښتيو او نورو چټليو پاکولو لپاره عموماً فکر کيږي چې ځانګړی طبقه خلک بايد دا کار وکړي، د دوی په اړه بیلابيلې ليکنې او څيړنې شته، آن د هند په خپلواکۍ کې د دوی دغو ټيټو طبقو خلکو ونډه درلوده او د ګاندي له لومړيو ملاتړو څخه وو، اوس آیا هر څوک غواړي چې په بازار کې دغه ډول شته فرصت څخه ګټه واخلي، دا پوښتنه به هغوی ته پريږدو.
نو دلته بحث د فرصت د نه شتون نه دی، بلکه دا وي چې هغه ډول فرصت زه غواړم هغې لپاره زه اړونده زحمت باسم يا نه. داسې ګڼل کيږي چې د آرام، خوراک، صحت، تعليم او ساعتيرئ بازار به تل ګرم وي. اکثره کاروبارونه په يو نه يو ډول دغه چارې سر ته رسوي يا يې ملاتړوي.
که د خوراک مثال راواخلئ له ريسټورانټونو نيولې تر بولاني پلورونکو تر پاپړو او نورو ټول د خوراک په ساحه کې کار کړي، څوک يې پخوي، څوک يې توکي خرڅوي، څوک يې دا توکي کري او ريبي، څوک يې خلکو ته رسوي او څوک يې مصرفوي.
که د ساعتيرئ بحث راواخلئ نو داسې ډيرې چارې شته چې خلکو ته د ښه وخت تيرولو فرصت برابروي، که هغه د چيلمونو له ځايونو نيولي تر پارکونو، آنلاين لوبو، او سپورتي ځايونو وي، هر څوک په يو نه يو ډول خلکو ته د ښه وخت يوه بهانه وربرابروي.
د کاروبار او تجارت اصل پر راکړه ورکړه دی، تاسې باید پر دې سر خلاص کړئ چې يو څوک ماته د خپل کوم تکليف يا درد ليرې کولو لپاره څه راکوي. زه څه وړاندې کوم چې هغه يې وپيري او پيسې راکړي.
هر څومره چې مو په غوره توګه وکړای شو يو تکلیف، ويره یا نارامي له يو چا ليرې کړه، همدومره به هغه شخص به په دوامداره توګه دې ته تيار وي چې له تاسې سره راکړه ورکړه ولري.
نو د فرصت نه شتون د کاروبار نه کولو لامل نه دی، بلکه د هغې فرصت تعریفول او ځانګړي کول يې اصل کمال دی. تر څو چې چا ځيرکه ټليفونونه نه وو کارولي، تر هغې څوک نه پوهيدل چې د داسې يو څه اړتيا شته، تر څو چې تاسې په فیسبوک يا دا ډول ټولنيزه شبکه کې حساب ونه لرئ، تر هغې نه پوهيږئ چې هغې ته اړتيا لرئ.
لدې سره دوهم بحث له فرصت څخه مادي ګټه اخيستنه ده، فرصتونه په بازار کې وي، او هر څوک يې هم ويني چې دا ډول فرصت شته، اوس څوک لدې فرصته په دوامداره توګه ګټه اخلي، هغه کاروباري فکر په لور درومي.
که يو څوک د ريسټورانټ خلاصولو په فکر کې وي، نو هغه د سبزيجاتو له کرلو يا څاريو پاللو پورې هر څه نه شي کولای، دا به دغه فرصت په يوه ځای کې ځانګړی کوي، چې زه به یې له بازاره اخلم، پخوم به يې او په خپل ځای کې به يې خلکو ته وړاندې کوم.
په يوه ځانګړی محدوده کې يې ځان ته فرصت تعريف کړ.
ژوند پر عمل روان دی، هغوی چې هر څه ته د ګټورتیا او عمل له نظره ګوري له نورو وړاندې وي. هر کاروبار او فرصت ته چې مو زړه وي، لومړی پرې ځان پوه کړئ او له نسبي پوهې سره عمل ته راشئ، حدود ورته وټاکئ او په دغه حدودو کې له نورو د وړاندې کیدو هڅه وکړئ.
سيالي، نارامي، ابهام، زحمت او نورې سختې د برياليتوب بيه ده چې يو څوک يې بايد پرې کړي، له دې پرته نه کيږي، هیڅ کاروبار له داسې مفکورې نه پيليږي چې هغه پخوا نه وه، يوازې د بشر د ودې په څير چې د پخواني نسل پر پوهه دا نسل وده کړي، نوي کاروبارونه هم د پخوانيو او شتو مفکورو په نوي ډول وړاندې کول وي.
د اړيکو او مفاهمو وسيلې له پخوا څخه وی، لومړي بشر مخامخ لیدل کول، ورپسې نسلونو ليکل زده کړل، بيا ليکونه شو، بيا ټليفون شو، ورپسې انټرنيټ شو، او نن سبا د واټس آپ په څير د وسيلو بازار دی، هر کاروبار هم همدا ډول پخوانۍ مفکورې رااخلي، په نوي شکل يې وړاندې کوي.
که کاروبارونو ته مو زړه وي، ژوند پر نن سبا نه کيږي، مټی رابډ وهئ او څه چې تاسې ته پر زحمت ارزي، پر هغې کار وکړئ. د مسلک د پيل په څير د کاروبار په پيل کې به وخت ورکوئ تر څو پیسې وګټئ، بيا يو وخت راځي چې پیسه به درته پیسه ګټي، خو تر هغه وخته به زحمت او ستړيا منئ.
د يوې څيړنې له مخې د انسان د نه کولو پښيماني د ناکامۍ او يوې چارې د کولو له پښيمانئ ستره وي، يعنې چې سبا پر دې پښيمانه ياست چې کاشکي مې کړي وای، نن يې سر ته ورسوئ او همداسې پر کولو يې زده او بهتره کړئ.
ورته ليکنی: دنده او د خوښې پریښودنه، د فکر شپږ خولئ: د ښه فکر او پریکړو تخنيک، د خرڅولو مهارت، د مشر نیمګړتياوې او کاري ډله، د کال پای: څه غواړئ، څلور ټکي، راتلونکي ته فکر، اته وړانديزونه، وخت او مطالعه، ښه مدير: کارکوونکي مو له کار څه غواړي، ۱۲ پوښتنې، د سلاکار او سلا اوصاف، د نن دندې په اړه نهه درواغ – مشران څه کولای شي






څرګندون پریږدئ