کاروبار: د نوکيا ناکامي

نوکيا په يوه زمانه کې د ګرځنده ټليفونونو پر نيمايي بازار حاکم وو، نوم يې له ابتکار او درناوي سره ياديده، او په فنلنډ کې د کار لپاره تر ټولو معتبر او وياړمن ځای بلل کيده، خو په ۲۰۱۰م کال کې د پخواني بازار يوازې درې فيصده برخه ورپاتې وه، چې هغه هم د بيوزله هېوادونو بازار وو چې ځيرکه ټيلفونونه یې نه شو اخیستلای او خپل ځان پورې حيران وو.

نوکيا له ۱۹۹۸م څخه تر ۲۰۰۷م پورې د څوارلس کلونو لپاره د ګرځنده ټليفونونو د بازار نيم په واک کې درلود، ټليفونونه یې د کيفیت لپاره ياديدل، او آن په اکثره مواردو کې له نورو ګران هم وو، خو په ۲۰۰۷م کال کې کله چې آی فون او د ګوګل انډرويډ ټليفونونه بازار ته راووتل، نو يوازې په پنځو کلونو کې يې په بازار کې ونډه تر شلمې برخې راټيټه شوه او د خپل شرکت نږدې ټول يا درې نوي فيصده ارزښت يې له لاسه ورکړه.

اکثره وختونه کله چې موږ د کاروبارونو د پرمختګ او غورځيدا په اړه غږیږو، نو اکثراً هغه څه چې یو کاروبار بریا ته رسوي، اکثراً هماغه چارې د بازار له بدليدونکو حالاتو سره ښه نتيجه نه ورکوي، او د دوی د ناکامۍ سبب ګرځی، د همدې نوکيا په قضيه کې هغه څه چې دا شرکت يې له ننګونو سره مخ کړ، دلته يې په لنډه توګه يادوو.

Nokia 3310 - Simple English Wikipedia, the free encyclopedia

د ځیرکه پروګرامونو/ سوفټويرو پر ارزښت سترګې پټول، له ۲۰۰۵م کال راوروسته ټکنالوژي تر ډيره د ځيرکه پروګرامونو په لور ولاړه، داسې یو حالت چيرې چې د کمپيوټر کوچني يا پرزو دومرو پرمختګ وکړ چې پيچلي پروګرامونه ملاتړ کړي، له همدې فرصته د ای فون ايپل شرکت او انډرويډ ګوګل شرکت ګټه واخيسته، ټليفونونو ته یې ځيرکه پروګرامونه معرفي کړل. نوکيا سره لدې چې له دغه بدلونه خبر وو، آن داسې ګڼل کيږي چې ای فون ته ورته مفکوره په لومړي ځل په نوکيا کې مطرح شوه، خو هغوی ونه منله، بیا همدا فکر سيټوجابز د ايپل د هغه وخت مسؤل کاپي او عملي کړ.

له ټچ سکرین سره مخالفت، د نوکيا مشرانو فکر کاوه چې ټليفونونه به تل تڼۍ/ بټنې لري، دوی فکر کاوه چې د ټچ سکرین لرل يوازې يو لنډمهاله شوق دی، او خلک به تل په ټليفون کې بټنې غواړي. د بټنو لپاره د ټليفون ستر سکرين لرل به د ډيرو خوښ نه شي.

ستراتيژيک اشتباهات، د ځيرکه پروګرامونو له راتګ سره، د دې په ځای چې نوکیا د انډرويډ په څير پرواګرام خپل کړي، دوی له مايکروسوفټ سره ټليفون لپاره د وينډوز جوړولو شراکت وکړ، چې د انډرويډ په څير ټليفونونو لپاره ځوابده نه وو او له منډې وروسته پاتې شو.

د کارکوونکو ويره او اداري کلتور، د نوکیا د ناکامۍ یو تر ټولو ستر لامل د دوی داخلي دود وو، چيرې چې کارکوونکي له رښتيا ويلو ويريدل او هغه څه چې مشرانو غوښتل هماغه يې ورته ويل، په مجالسو کې پر خلکو ملنډې وهل، د اهلو خلکو له کاره شړل او د غوړه مالو/ چاپلوسو خلکو پرمختګ تر ټولو عام وو. هغه چا چې به له عام فکر مخالف خبره وکړه، تر ټولو لومړی قرباني يې هماغه وو.

تکبر، نوکيا تر هغه وخته د بازار مخکښه شرکت وو، ملي ویاړ بلل کیده، مشرانو يې فکر کاوه چې موږ تر اوسه بریالي وو، دا نوي ټليفونونه او شرکتونه هیڅکله زموږ سیالي نه شي کولای. پر واقعيتونو يې سترګې پټې کړی، منځپوړو مديرانو چې له واقعیتونو او بدلیدونکو حالاتو خبر وو، د خپلې دندې له ويرې له رښتياوو ډډه کوله او مشرانو پر ناکاميو سر نه خلاصيده تر دې چې له بازاره يې ټغر ټول شو.

وروسته دا شرکت مایکروسوفټ له خپلې پخوانۍ بيې آن لس چنده ارزانه واخیست، او نن نوکيا به بازار کې د مخابراتي خدمتونو او ۵جي وسايلو برابروونکي دي، خو عامه کاروونکو ته د ټليفونونو برابرولو هغه مخکښه موقف يې نه دی پاتې.

هیڅ کاروبار تلپاتې بريالی او ناکام نه وي، هغه څه چې يو شرکت او کاروبار بریالی کوي، هغه د پيل هڅه او ابتکار دی، هر کله چې نسبي بریاليتوب دوی له لټۍ سره مخ کړل، له همغې ورځې يې د راټيټيدنې او رکود خطر پيدا کيږي.

ورته ليکنی: کاروبار او د فرصت پيژندنه، د زحمت او نتيجې تر منځ، دنده او د خوښې پریښودنه، د فکر شپږ خولئ: د ښه فکر او پریکړو تخنيک،  د خرڅولو مهارت، د مشر نیمګړتياوې او کاري ډله، د کال پای: څه غواړئ، څلور ټکي، راتلونکي ته فکر، اته وړانديزونه،  وخت او مطالعه، ښه مدير: کارکوونکي مو له کار څه غواړي، ۱۲ پوښتنې، د سلاکار او سلا اوصاف، د نن دندې په اړه نهه درواغ – مشران څه کولای شي


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

څرګندون پریږدئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading