نړۍ د زده کړې د پوهې او سواد لپاره له فکره اوس زده کړه یا تعلیم د ظرفیت په لور روانه ده، يعنې که پخوا به خلکو زده کړه د سواد او پوهې لپاره کوله، نن چې د نړۍ غوڅ اکثريت ولس باسواده دی، يا په ډيرو باسواده هېوادونو کې د سواد ستونزه حل ده، نو بحث له تعليم څخه د ګټې اخيستنې دی.
د پخواني تعليم تمرکز پر معلوماتو وو، خو نن معلومات هر چيرې شته، له ټليفون او اخبارونو نيولې تر ځيرکو وسيلو هر څه پر معلوماتو ولاړ او سمدلاسه ځوابونه درکوي، د نن د تعليم پوښتنه دا نه ده چې پر څه پوهيږو، بلکه دا ده چې پر هغه څه چې پوهيږو له هغې سره څه کولای شو؟
له نسلونو راهيسي د تعليم او زده کړو يوازینی هدف د پوهې ترلاسه کول وو.
زده کوونکي ښوونځيو ته معلوماتو زده کړې لپاره تلل. پوهنتونونو لپاره بريالی هغه وو چې تر نورو ډير څه زده او په ياد کړي. ازموينو زده کړه، يادښت، تکرار او مفکوروي پوهه ارزوله. پيسه دارو خلکو کتابتونونه درلودل، هغوی مخکې او غښتلي وو چې پوهې ته يې لاسرسی درلود.
خو نن نړۍ بدله ده.
نن پوهه تر مکان او زمان بنده او محدوده نه ده، هر چيرې موږ تر ټولو معاصرو معلوماتو او پوهې ته لاسرسی لرو. زموږ په جيبونو کې غښتلې وسيلې شته چې په ثانيو کې هر ډول معلومات درته وړاندې کولای شي، مصنوعي ځيرکتيا يې درته له هر اړخه ارزولی شي.
د نن سيالي معلوماتو ته په لاسرسي کې نه ده، بلکه له دغو معلوماتو او پوهې څخه د ګټې اخيستنې په ساحه کې ده.
د نن روزونکو او ښوونکو لپاره پوښتنه دا نه ده چې آیا زده کوونکو يو څه زده کړل؟ بلکه دا ده چې آیا دا پوهه دوی کارولی شي؟ يا به له دغې پوهې څه ګټه اخلي؟
د پوهيدلو محدوديت
ښوونځي او پوهنتونونه داسې خلک فارغوي چې هره مفکوره او تاريخي پيښه ورته له ټولو ښه یاده وي. د مديريت تر ټولو بهترينې نظريې يې زده وي خو د کارکوونکو مديريت او نورو سره په کار کې ستونزه لري. د اقتصاد پر ټولو اړخونو ښه غږيدای شي خو يو ريښتونې اقتصادي ستونزه نه شي حلولای. يو څوک تر ټولو ډير تحصيلي او مسلکي سندونه لري خو له ابهام او پريکړې کولو ويريږي، تر ټولو خوندي لارې پسې ګرځي.
دا د بشري ذکاوت او پوهې بحث نه دی، بلکې يوه تنظيمي او جوړښتي ستونزه ده چې تعليمي نظام او پوهه دا خلک خپلو پوهو او معلوماتو عملي کولو او کارولو ته نه هڅوي.
زموږ تعليمي نظامونه اوس هم له ظرفیت او توانونو له غښتلي کولو ډير د معلوماتو زده کړه او پوهه هڅوي. ازموينې د پخوانيو معلوماتو يادول اندازه کوي. ټولګي صحيح ځوابونو پسې ګرځي. خو، ژوند خلکو ته ستونزې د پخوانيو معلوماتو پر بنسټ نه وړاندې کوي، نه ژوند د ښې پوهې او معلوماتو خلک نازوي.
په مسلکي ژوند کې د کار ځای له خلکو غواړي چې:
- په محدود وخت او فشار کې کار وکړي
- له پوره معلوماتو او باور پرته پريکنده عمل وکړي
- د حالاتو له بدليدو سره ځان عيار کړي
پوهه د انسان ذهن برابروي، خو توان او ظرفیت بيا همدا انسان ژوند ته برابروي، بریالي خلک دغه دواړه لري.
توان يا ظرفيت يعنې څه؟
توان د پوهې نشتوالی نه دی، بلکه د همدې پوهې د عملي کولو کمال دی. هر کله چې موږ له توان څخه غږيږو نو هدف ترې:
- د مفکورو او نظريو په يوه نامعلوم حالت کې عملي کول او ترې زده کړه ده
- د مفکورو او پوهې په رڼا کې پریکړې کول دي
- د حالاتو له بدليدو سره د کړنلارو بدلول دي
- زده کړه، پخوانيو زده کړو او فکرونو پريښودل او بیا نوو څه زده کول دي، دوامداره زده کړه ده.
پوهه تاسې ته اصول ښيي، توان او ظرفيت بیا دا وايي چې پر اصولو خو پوهيږی اما دلته يې څرنګه عملي کوی. توان عملي حکمت او ذکاوت دی.
ولې دا بدلون مهم دی
نړۍ پر سرعت بدلیږي. ټکنالوژئ ورځ تر بلې وده کوي. سياسي، اقتصادي او ټولنيز حالات بدليږي. په اکثره مخ په وده هېوادونو کې ګړندی بدلون او ابهام استثنا نه ده، بلکې يو اصل دی، چې موږ ورسره تل مخ يو.
په داسې حالاتو کې زده کړې پوهه ډير ژر ارزښت له لاسه ورکوي. هغه څه چې ګټور پاتيږي هغه عياریدل دي. له همدې کبله د نن ادارې خلک د تحصيلي سند پر اساس نه استخداموي، بلکه هغو خلکو پسې ګرځي چې:
- داسې ستونزې حل کړي چې هیڅ څرګنده حل ونه لري
- له ابهام سره راحته وي او خپله لاره پکې ولټولی شي، او د نورو هم مشري وکړای شي
- له محدوديتونو سره بيا هم با ارزښته کار وکړای شي.
په لنډه کې، د نن ادارې توان او ظرفیتونو پسې ګرځي.
د زده کړې بدلیدونکی شکل
که زده کړه او تعليمي نظام غواړي چې خپل ارزښت وساتي، نو بايد يوازې د معلوماتو له رسولو اخوا فکر وکړي. د زده کړې ځايونه او ټولګي بايد:
- زده کوونکي وهڅوي چې د ژوند ريښتونې ستونزې حل کړي
- اشتباهات او غلطۍ ونه ځپي، بلکې د زده کړې د یوې برخې په توګه یې قبولې کړي
- ګډ کار وهڅوي، هر څوک پوه کړي چې ګډ کار د يو بل د ضعف نقطې غني کوي
- هر يو پر خپل کار فکر وکړي، او پر اساس يې ځان عيار کړي
ازموينې او ارزونې بايد له دې پوښتنې تیر شي چې آیا يو څه مو زده کړل، بلکې دا وپوښتي چې آیا په ګټوره توګه يې کارولی شئ؟
زده کړه بايد له پوهې او سرخلاصيدو سره ختمه نه شي، بلکه د عمل او يو څه کولو سبب وګرځي.
د ښوونکو او روزونکو ونډه
ښوونکي او روزونکي يوازې د معلوماتو رسوونکي نه دي. د نن په ډيجيټلی نړۍ کې د معلوماتو کمی نه شته. څه چې نه شته هغه له دغو معلوماتو او پوهې ګټه اخيستنه او اړوند لارښودنه ده.
نو ځکه، روزونکي بايد:
- د غښتلي او ژور فکر هڅوونکي شي
- د عملي تجربو طراحي کوونکي شي
- پر ځان د باور او پريکړو هڅوونکي شي
د نن لومړيتوب دا نه دی چې داسې زده کوونکي وروزو چې معلومات يې په یادو زده وي، بلکه داسې مسلکي خلک وروزو چې لدغو معلوماتو او پوهې عملي ګټه واخيستلای شي.
د زده کوونکو مسؤلیت
دلته يوازې ادارې نه بدليږي، بلکه زده کوونکي هم بايد نوی فکر خپل کړي
هر زده کوونکی بايد پوه شي، چې:
- آیا د ازموينې او ارزونې تيرولو لپاره يې زده کوم – يا غواړم په ژوند کې ترې ګټه واخلم؟
- آیا څه چې مې زده کړي دي په نامعلوم حالت کې يې کارولی شم؟
- آیا په داسې حالت کې به پريکړې وکړای شم چې نهایی نتیجه يې روښانه نه وي؟
توان او ظرفیتونه زړورتيا غواړي. له تاسې غواړي چې ځان ناراحته کړئ او پر خپله پوهه او توانونو دا باور ولرئ چې په سخته کې به مو نه خواروي.
نامعلوم حالت لپاره زده کړه
په کوم سرعت چې ماشينونه معلومات راټولوي نو ډير ژر به له بشر ډير معلومات ولري، نو ځکه سبا د هغه چا لپاره نه دی چې ډير معلومات او پوهه ولري، بلکه راتلونکی به هغوی لپاره وي چې:
- خپلواکه فکر ولري، که معلومات بل څوک يا بل څه درکوي، نو دا ډيره مهمه ده چې خپلواکه فکر ولرئ، او لاسته راغلي معلومات له خپلې اړتيا سره سم وکاروئ.
- مسؤله عمل وکړي، د خپل فکر او معلومات مسؤليت واخلي او مسؤلانه عمل وکړي.
- په هوښياره توګه ځان عيار کړي، له نوو معلوماتو سره ځان او پريکړې عيارې او بدلې کړي.
- داسې حلونه وړاندې کړي چې پخوا نه وو، نوې ستونزې او ننګونې نوي حلونه غواړي.
تعليمي نظام باید له باسواده او پوهو زده کوونکو اخوا فکر وکړي، داسې مسلکيان بايد وروزي چې د ستونزو حلولو ظرفيت ولري، زده کړه يوازې د پيل ټکی دی، توان او د ظرفيتونو لرل اصل منزل او کمال دی.
موږ به د پوهې ډيريدو په لور روان يو، خو د مهارت له جدي خلا سره مخ يو. ارزښت به د پوه بنده نه وي، بلکه د هغوی به وي چې له پوهې څخه په هر حالت کې د ګټې اخيستو او عملي کولو مهارت او ظرفيت ولري.
ورته ليکنی: د خوښۍ بيه، مشري: مشوره، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره ناکامي نه ده، وخت او مطالعه، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، نور ناپوهه ګڼل






Leave a reply to مشري: د اختلاف جرأت – مشري || ټکنالوژي || بدلون ځواب لرې کړه