مشري: د اختلاف جرأت

که خبرونه وایی چې سبا قیامت دی، نو ټولې ټولنيزې شبکې ترې راتاووې وي، د ډيرو پکې بازار ګرم وي، هر يو خبره تکراروي. که څوک وايي وطن غرکیږی ټول یی مني، مخالف به پيدا نه کړی. نظرونه هم د معياري کيدو په لور روان دي، داسې يو حالت چې ټول بايد يو نظر ولري، او که نه نو بايد هیڅ نظر نه وي.

د ټکنالوژئ او د ژوند آسانتياوو صنعتي کيدو سره د هر څه میخانیکی او سیسټمي کیدو چارې هم پراخه شوې، ځکه فابريکو نه شو کولای د هر چا له طبعې سره سم محصولات جوړ کړي، نو ځکه بايد يو قالب وي، او خلک ترې ګټه واخلي.

د ټلیفون له اندازو نيولې آن د کميس تر جيبونو پورې هر څه يوې ټاکلې اندازې پر أساس جوړيږي، وسيلو لپاره ممکن دا چاره صنعتي او کاروباري اړخ ولري، خو د بشر کمال د نظر په اختلاف کې دی، همدا اختلاف د ودې او ابتکار سبب ګرځي.

د ذکاوت یو تعریف دا هم دی چی انسان دی دوه مختلفې نظریی واوري، دواړه دی ومني خو بیا دی هم خپل ژوند ته دوام ورکړي، دومره پر ځان حاکم وي چې له هر ډول اختلاف سره بيا هم خپل نظر ته رجوع وکړي، او که چيرې ښه خبره واوري نو نظر بدل کړي.

اکثره خلک د نظر له اختلاف څخه پدی ویریږي چی له ما به لاره ورکه کړی، خو دی ته نه ګوري هر څه چې ډیر وشاربل شي ښه نتیجه ورکوي. د مصنوعي ځيرکتيا په زمانه کې د ذکاوت يو تعريف دا هم دی چې له نوو معلوماتو او شواهدو سره دې يو څوک خپل نظر بدل کړي.

د مشرئ له نظره دې ته هم باید وګورو چې انسان پیچلی مخلوق دی، هر څه یوازی تور او سپین نه وي، د نظر اختلاف د رد او کم راوستو په معنا نه وي، د مشوری اصل پر اختلاف او بیلابیلو اړخونو نظرونو پر اوریدو وي. که چیری څوک مو له نظر سره اختلاف نه لري يا په غونډه کې ټول درسره هم نظره دي پوه شئ چې معامله خرابه ده.

او ایا ستاسې فکر هم د څاريو رمې په څير ټولو سره یو دی یا د زمري په توګه د یوازې دریدو او خپل فکر وړاندې کولو جرات لرئ.

د ټولو لخوا د یو نظر منل هغه نه سموي، او نه د یو نظر تریخوالی او نه منشت د هغې ارزښت او ریښتينولي کموي. ښه فکر هيڅکله د ټولو د منښت محتاج وي.

ورته ليکنی: زده کړې له پوهې د ظرفيت په لور: د تعليم بدليدونکی شکل،  د خوښۍ بيه، مشري: مشوره، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره ناکامي نه ده، وخت او مطالعه، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، نور ناپوهه ګڼل


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

3 responses to “مشري: د اختلاف جرأت”

  1. ځيرکه انسان: ۱۲ عملي نښې – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] ليکنی: مشري: د اختلاف جرأت، زده کړې له پوهې د ظرفيت په لور: د تعليم بدليدونکی […]

    Like

  2. مشري: افغان ميرمنې، ټکنالوژي او د مشرۍ راتلونکی  – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] ليکنی: ځيرکه انسان: ۱۲ عملي نښې، مشري: د اختلاف جرأت، زده کړې له پوهې د ظرفيت په لور: د تعليم بدليدونکی […]

    Like

  3. ټکنالوژي او عقيده – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] او د مشرۍ راتلونکی،  ځيرکه انسان: ۱۲ عملي نښې، مشري: د اختلاف جرأت، زده کړې له پوهې د ظرفيت په لور: د تعليم بدليدونکی […]

    Like

Leave a reply to ټکنالوژي او عقيده – مشري || ټکنالوژي || بدلون ځواب لرې کړه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading