کاميابئ ته له ناکاميو مختلف څه په سترګه کتل کيږي، چې يا به بريالي ياست يا به ناکام ياست، دواړه سره متضاد اړخونه دي، خو په اصل کې دواړه د يوه مزل ملګري دي، له ناکاميو پرته کاميابي نه شته، او له برياليتوب پرته ناکامي نه وي.
آی بي ایم په نړۍ کې د کمپيوټري او ټکنالوژئ وسايلو جوړولو يو تر ټولو ستر او بریالی شرکت دی، د تيرې پيړۍ په پيل کې کله چې دې شرکت خپل فعاليت پيل کړ، له ډيرو ننګونو سره مخ وو، خو د هغه وخت رئيس، تامس جی واټسن، به يې خپلو همکارانو ته ويل چې که غواړئ د برياليتوب فيصدي او سرعت مو ډير شي، نو د خپلې ناکامئ فيصدي او سرعت ډير کړئ.
ورسره به يې ويل: هر کله چې آی بي ایم له نورو مخکې شوی دی، هلته يو چا ابتکار کړی دی، ناکامي يې منلې ده، خپل نوم او دنده يې په خطر کې اچولې او نوي څه يې تجربه کړي دي.
يو ځل چې د يوه کارکوونکي له کبله شرکت له شپږلکه ډالرو تاوان سره مخ شو، چا ترې وپوښتل: آیا غواړئ مسؤل کس له دندې وشړئ، ده ځواب ورکړ چې ولې يې وشړم، ما د هغې پر روزنه شپږلکه ډالر مصرف کړل، ولې به وغواړم چې نور د ده تجربې ګټه واخلي، او له دومره تجربې سره يو شخص استخدام کړي.
هغه پر دې پوهيده چې ناکامي د پرمختګ يو فرصت دی او د هغې نه شتون آی بي ایم لپاره مرګ دی. لدې سره يې کله چې آی بي ایم د صنعت څوکې ته ورسيد، له ټولو مخکې شو، نو هلته يې نور له خودخواهئ او ځان ستروالي ويرول، داسې يو حالت چې مسؤلين فکر وکړي، نور منزل ته راورسيدل او پر خپل برياليتوب مغروره شي.
هغه به ويل کله چې فرد يا کاروبار فکر وکړي چې بریاليتوب او منزل ته ورسيد، نو پرمختګ دريږي.
ناکامي غبرګون دی، دا پوهه ده چې څه کار کړي او څه کار نه کړي. پوهه توان او قدرت دی، نو که څوک غواړي چې ځواکمن شي بايد له خپلو ناکاميو زده کړه وکړي، او له ناکاميو هغه وخت زده کړه کيږي چې فيصدي يې لوړه وي، هر څومره چې يو څوک ډير ناکاميږي يعنې ډير څه امتحانوي او له هرې تجربې يې زده کوي.
هغوی چې له خپلو سيالانو ډير ناکام شي، او بيا هم په ناکاميو کې له هغوی مخکښه وي، هغې د تلپاتې برياليتوب رمز راپيدا کړی دی، يعنې ټول د برياليتوب په هڅه کې دي، او له اندکې ناکامۍ سره سستيږي، خو هغوی چې له ناکاميو سره بيا هم دوام ورکوي، له هغې يې زده کوي او بيا هم خپل منزل په لور روان وي، اخيره کې هدف ته رسیږي.
ناکامي بده نه ده، دا مو د برياليتوب امکانات ډيروي. هر ځل چې مو يو څه تجربه کړل، کار يې ونه کړ، پوه شوئ چې بل ځل يې په بله طريقه او له بلې لارې امتحان کړئ.
هغه کاروبارونه چې دوامداره ګړندئ تجربې کړي، ژر ناکاميږي، راپاڅيږي، بیا تجربه کړي، راپاڅيږي او دوامداره له هر څه زده کوي، په ډيرو صورتونو کې له خپلو سيالانو وړاندې او بریالی وي.
ناکامي يعنې زده کړه، زده کړه يعنې غښتلتيا، غښتلتيا يعنې دوام، غښتلی کاروبار تر اوږد فعاله او سيال وي، او اوږدمهاله فعالیت بریاليتوب او هدف ته د رسیدو سبب ګرځي.
ورته ليکنی: کاروبار: سیالي، مشري: پرمختګ او نااهلي، کاروبار: د نوکيا ناکامي، کاروبار او د فرصت پيژندنه، د زحمت او نتيجې تر منځ، دنده او د خوښې پریښودنه، د فکر شپږ خولئ: د ښه فکر او پریکړو تخنيک، د خرڅولو مهارت، د مشر نیمګړتياوې او کاري ډله، د کال پای: څه غواړئ، څلور ټکي، راتلونکي ته فکر، اته وړانديزونه، وخت او مطالعه، ښه مدير: کارکوونکي مو له کار څه غواړي، ۱۲ پوښتنې، د سلاکار او سلا اوصاف، د نن دندې په اړه نهه درواغ – مشران څه کولای شي






څرګندون پریږدئ