د وظيفې د مصاحبې پوښتنې، لومړئ برخه

محمد نجيب عصمتي

(له http://najibasmaty.blogspot.com څخه په مننه)

 د وظیفې پیدا کول لږ څه مشکل شوي او بالخصوص د نویو فارغینو او هغه ځوانانو لپاره چی هیڅ او یا لږه تجربه لري. زه غواړم د خپلو لیکنو له لارې خپلې تجربې او زده کړې له هغه کسانو سره شریکې کړم تر څو دوی لاسته راغلی مواقع له لاسه ورنکړي.

 راځئ چې نن د یوې داسی موضوع په هکله خبرې وکړو چی ډیرو خلکو ته صرف هغه وخت دلچسپه شی کله چی ورته د وظیفې د مصاحبي زنګ راشی. دی له یو اړخ نه ورته خوشحاله وي او له بله اړخه ټوله شپه پدی چرت او فکر کی تیره کړي چی سبا به په مصاحبه کی ترينه څه پوښتنی کيږي. ځينې ځوانان لاړشی د خپل پوهنتون کتابونه راواخلی او څه مهم شیان تکرار کړی. ځيني بیا له نورو ملګرو سره مشورې کوي.

 زه فکر کوم دا نه ډیره د تشویش وړ خبره ده او نه داسې کوم کار دی چې ځواب یی د پوهنتون په کتابونو کې وي او یا له ملګرو سره. د مصاحبې د سوالونو ځوابونه یوازی لږ آمادګی او فکر غواړی. څومره چې د سوال ځواب مهم ده همدومره د سوال پر هدف هم ځان پوهول مهم دي. تاسو باید په دی ځان پوه کړی چی د هر سوال شاته د پوښته کونکی هدف څه دی.

 پوښتنی ډیرې دي او له موږ سره وخت کم، نو ځکه پر یو څو پوښتنو به نن خبري وکړو او نوری بیا بلي ورځې ته پریږدو.

 

۱. دځان په هکله موږ ته څه ووایه.

 هدف دپوښتنی دا دی چی موږ سره هغه څه شریک کړه کوم چی دا ثابتوي چی ته ددی وظیفی وړ يې. ددې پوښنی په ځواب کی موږ ته پکار ده چی يواځې هغه مهارتونو او لاسته راوړنو ته اشاره وکړو کومې چی د دی وظیفی سره سمون خوري. ډېر تاکید باید پر مهارتونو وشی او خاصه توګه هغه مهارتونه کوم یی چی د وظیفی په اعلان کی ځرګنده کړي دي. بله دا چی ټوله خبره باید په دوو دقیقو کی را ټوله کړي. زه فکر کوم دی ته اړتیا نشته چی د پوښتنې په ځواب کې ورته موږ لنډې اوږدیقصې شروع کړو.

 

۲. ولې غواړئ چی پدی کمپنئ یا دفتر کی وظیفه ولرئ؟

 ډیره نه خو کله کله دا پوښتنه کوی او غواړی چی پدی ځان پوه کړی چی ایا دا شخص د کمپنی د کارونو په باره کی څه معلومات کړی دی او که نه؟ ایا دی په دی پوه ده چی کمپنی کوم کارونه پر مخ وړی؟ څوک چی د کار تجربه لری د هغو سر په دی خبره ښه خلاص دی چی کمپنئ د فعالیت ساحه، د مدیریت ارزښتونه او اصول د شخص د ارزښتونو، اصولو او دلچسپی سره باید سمون وخوری کنه هلته وظیفه پر مخ وړل مشکل کار دی.

نو کله چی تاسو مصاحبی ته ورځئ تاسو حتماً پدی ځان پوه کړئ چی د کمپني او یا موسسه کوم کارونه پرمخ وړي او تاسو څرنګه کولای شی چی پدې چاره کې مرسته وکړئ. کله چی د موسسی اهداف درته معلومه وی او خپل مهارتونو نه هم خبر وي نو بیا دواړه سره همغږي کول آسانه کار دی.

 کوشش وکړی چی ډیره توجه مو پدی وی چی تاسو کمپنی او موسسی ته څه کولی شی، نه پدی چی تاسو هلته څه زده کوی. د کمپنئ مدیریت ددی پروا نلری چی تاسو زده کوی او که نه بلکی د هغو هدف دا دی چې داسی څوک استخدام کړي چی د دوی کارونه په سمه ټوګه پر مخ بوځي.

 نورې پوښتنې او ځوابونه په راتلونکی لیکنو کي……


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

4 responses to “د وظيفې د مصاحبې پوښتنې، لومړئ برخه”

  1. د تعليم او دندې واټن | مديريت او ټکنالوژي Avatar

    […] پوهې او مهارت توپير لپاره يې ولولئ، د دندې مرکې پوښتنو لومړئ او دوهمې برخې لپاره يې […]

    Like

  2. د پروژو د توقعاتو او کيفیت ستونزې | مديريت او ټکنالوژي Avatar

    […] ټکنالوژي پروژې پنځه اساسي ننګونولپاره يې ولولئ) (د کيفيت لپاره يې […]

    Like

  3. وظيفه اخلئ، له معاش پرته دا لس امتيازات هم وغواړئ | مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] (نورې ورته ليکنی: مزد او کار، روزنه/ ټريننګ د څه لپاره، اداری کلتور، تعليم او تمی، دفتري مديريت – د دفتر او نورو څانګو تر منځ پر اړيکو پوهيدل، د دندې مرکې پوښتنې، دویمه برخه، د وظيفې د مصاحبې پوښتنې، لومړئ برخه) […]

    Like

  4. آیا په ريزومی يا خلص سوانح کې عکس وي يا نه | مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] کار، د مسلک پيل او پر نورو وړاندې کیدل، مخ په وړاندې، د وظيفې د مصاحبې پوښتنې، لومړئ برخه، د دندې مرکې پوښتنې، دویمه […]

    Like

څرګندون پریږدئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading