د ستونزې لاملونو پيژندلو او پرېکړې

لپاره د فيش بون ډياګرام کارول

د فيشبون ډياګرام د ستونزې لاملونو پيژندلو او پرېکړې کولو لپاره يوه منل شوې وسيله ده، لدې پرته د چارې يا پروژې د کاري کيفيت معلومولو لپاره هم موږ له فيشبون ډياګرام څخه کار اخلو. د دې ډياګرام پر کارولو موږ پوهيږو چې څه لاملونه د اوسنئ ستونزې باعث شوې دي او ورسره دا هم معلومولې شو چې څه کوچنيو يا دوهمې لاملونو لومړي لاملونه رامنځ ته کړې دي.

Fishbone Diagram.Pashto

Fishbone (د کب اسکليټ) ډياګرام، د دليل او اغېزې ډياګرام او ايشيکاوا ډياګرام درېواړه يو دي، فيشبون يې ځکه بولي چې د کب اسکليټ ته ورته دی، دليل او اغېزه يې ځکه بولو چې موږ اغېزه پيژنو او بيا ګورو چې د څه لاملونو له کبله دا اغېزه راپيدا شوې ده، او ايشيکاوا ځکه چې په لومړي ځل د کورو ايشيکاوا له خوا وکارول شو، دا ښاغلی د ټوکيو پوهنتون د انجينرئ پوهنتون پوهاند، اداري جوړښت تيوريست، او د کيفيت ننني بنسټونو بنسټ ايښودونکی بلل کيږي.

راځئ چې يوه بيلګه يې ياده کړو، ستاسې د پروژې اړونده مواد ناوخت پيرودل کيږي، يا د ادارې د رانيولو څانګه ډېر وخت نيسي، کله چې موږ دا ستونزه راوڅيړو نو کيدای شي چې دا ځنډ د اړونده وسايلو/ موادو په هېواد کې نشتون له کبله وي، د رانيولو پروسه سسته وي ډېر لاسليکونه غواړي، هغه وګړي چې پدې پروسه کې دخيل دي هغه د کار په ارزښت نه پوهيږي يا اړونده مهارتونه نه لري چې سم مواد راونيسي، هغه مواد چې پدې پروسه کې کاريږي لکه فورمونه، تاديه او نور مناسب نه وي، چاپيريال کې بې باوري وي او په پای کې د ادارې د رانيولو مديريت ضعيفه وي.

تاسې کولای شئ خپله چاره د دې شپږو يا ډېرو يا لږو مواردو په رڼا کې وارزوئ او د ستونزې نقطه پيدا کړئ، که بله بيلګه وکاروو، نو فکر وکړئ چې ستاسې د ادارې يا پروژې نهايي نتيجه د مشتري لخوا نه قبليږي، نو کيدای شي د دې نه قبليدو دليل د سپارنې مناسبه وسايل نه وي کارول شوي يعنې هغه شخص د مناسبو معلوماتو راپورونو او نورو له لارې قانع نه وي چې نتيجه قبوله کړي، د سپارنې پروسه مو نقص ولري سسته وي يا ډېره ګړندئ وي يا مشتري پکې مناسبه توګه دخيل شوې نه وي، هغه خلک چې پدې پروسه کې دخيل دي مناسب مهارتونه ونه لري هم ستاسې د ادارې خلک او هم د مشتري استازې ممکن اړونده اختيار يا واک ونه لري تر څو د قبلولو دا پرېکړه وکړي، د سپارل کيدونکيو موادو کيفيت ضعيفه وي يا پرې مشتري باوري نه وي، چاپیريال د داسې سپارنې لپاره اوس آماده نه وي او په پای کې ممکن دا ټوله سپارنه مناسبه اداره شوې نه وي.

مهمه نه ده چې تاسې دا وسيله چيرې کاروئ، کليدې ټکې دادې چې د اغېزې او لامل دا ډياګرام له تاسې سره مرسته کوي تر څو ستونزه يا لامل پر اړونده لاملونو يا هغه څه وويشئ چې شته ستونزې سبب ګرځيدلې وي او بيا هماغه ستونزه حل کړئ، ورسره دا ډياګرام له تاسې دا مرسته هم کوي چې د ستونزې ځای وپيژنئ او خپل د حل چارې هلته متمرکزې کړئ.



ټولي:مديريت Management

ټگونه:, , , , ,

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: