د ټکنالوژئ پروژو پنځه اساسي ننګونې

د ټکنالوژئ پروژو د ناکامئ فيصدي د نورو پروژو په پرتله ډېره لوړه ده، آن ځينې څيړنې د دا ډول پروژو د ناکامئ فيصدي له ۷۵٪ هم لوړه ګڼي، د دې ناکاميو يو تر ټولو اساسي دليل د پروژو مديريت دی، داسې پروژې عموماً د ټکنالوژئ مسلکيانو لخوا اداره کيږي چې د سمو اړتياوو پر معلومو، مستند کولو او عملي کولو سره ستونزه لري، او ورسره مشتري د ټکنالوژئ هغه اړونده پوهه نه لري چې خپلې اړتياوې د ټکنالوژئ په ژبه داسې بيان کړي چې د پروژې مدير پرې پوه شي، نو ځکه اکثره وختونه پروژه د اړتياوو له پوره کولو يا حل وړاندې کولو څخه زياته پر نوې ټکنالوژئ او رانيول کيدونکو توکو متمرکزه شي، او اساسي هدف په منځ کې ورک شي.

پدې ليکنه کې مو د ټکنالوژئ پروژو پنځه اساسي ننګونې يادې کړي او ورسره مو ځينې د حل لارې وړانديز کړي دي، د دې ټول بحث نتيجه دا ده چې پروژه د مشتري اړتياوو او ستونزو حل کولو لپاره عملي کيږي، او ستاسې پروژه مستقيماً لدې سره اړيکه لري چې څومره مو دا اړتياوې پوره او ستونزې مو ورحل کړي دي.

د اړتياوو او ملکيت نه معلومول

اکثره پروژو مشران دې ته ډير ليواله وي چې سمدستي پر پروژه کار پيل شي خو دې ته نه ګوري چې د اړتياوو رامعلومول هم د پروژې برخه ده، د خدمتونو صنعت (Service Industry) يوه تر ټولو لويه ننګونه د سمو اړتياوو نه معلومول دي، ځکه دلته له موږ سره په پای کې محسوسيدونکی پيداوار لکه ودانئ يا موټر لاسته نه راځي بلکه يو خدمت يا سوفټوير وي چې مشتري يې اړونده قدرداني نه کوي يا پرې پوره نه پوهيږي چې څرنګه يې وکاروي.

نو ځکه ډېره مهمه ده چې مخکې لدې چې موږ د پيداوار يا نهايي نتيجې پر جوړولو کار پيل کړو اړينه ده چې له مشتري سره د پيداوار يا اخيرې نتيجې بريدونه معلوم کړو، پوه شو چې پای نتيجه په څرنګه ښکاري، يا ځان د پروژې په پای کې ودروو او مجسم کړو چې د پروژې پيداوار به څرنګه کړي وي چې د مشتري ستونزه حل وي.

معلوماتي ټکنالوژئ اکثره پروژې د خدمت شکل لري او خدمت پدې جنجالی دی چې فزيکي حدونه نه لري، د مشتري لپاره پدې پوهيدل مهم نه دي چې د يوې radio button يا Dialog box شاته څومره کوډنګ کيږي يا يو کوچنئ زياتونه او فيچر ستاسې ټول ډيزاين څنګه ګډوډوي، خو دومره به وايي چې يوه بټنه ده دلته يې ورزياته کړه يا زما پر دې معلوماتو هم راپور پکار دی.

مخکې لدې چې کمپيوټر شاته کينئ او پر پروژه کار پيل کړئ، مهمه ده چې د اړتياوو پر سند له مشتري لاسليک واخلئ، يا لږ تر لږه پر لومړنی شکل دواړه توافق وکړئ.

د حل پر ځای پر ټکنالوژئ تمرکز

پروژه د يوې ستونزې حل لپاره طراحي او عملي کيږي نه د نوې ټکنالوژئ رانيولو لپاره، ممکن ستاسې په پروژه کې به ډېر پرمختللي وسايل او توکي کاريږي خو مشتري ته تر ټولو مهمه داده چې دا ستاسې پروژه د هغې ستونزې تر کومه بريده حلوي. لکه که تاسې د ډيټابيس پروژه عملي کوئ د مشتري لپاره سمو معلوماتو ته پر وخت په مناسب حالت کې لاسرسی مهم دی، نه دا چې په کوم سوفټوير يا وسيله کې ډيزاين شوې ده.

په پريکنده توګه اکثره وختونه د ټکنالوژئ پروژې پر رانيول کيدونکو توکو، کاريدونکو ټکنالوژيو او ورته موضوعاتو متمرکز وي نه دا چې دا هر څه د هغه حل په رڼا کې ارزيابي شي د کوم لپاره چې پروژه په لاره اچول شوې وي، لدې سره اکثره وګړي چې د ټکنالوژئ پر پروژه کار کوي په قاطع توګه د ټکنالوژئ مسلکيان وي او محدوده مديريتي، ارتباطي او ولسي مهارتونه لري، چې دا هر څه د دې باعث کيږي چې حل او د مشتري اړتياوې په ځای پاتې خو پروژه په ټکنالوژئ متمرکزه او نهايي نتيجې په زيږولو کې پاتې راځي.

پدې کې تر ټولو مهم ټکی دادی چې ضرور نه ده تاسې څومره نوې او پرمختللې ټکنالوژي کاروئ، مهمه داده چې دا مشتري ستونزه حلوي يا نه، لکه يو څوک ۲۰۱۵ موډل موټر لري خو کارولی يې نه شي، نو لدې څخه نسبتاً هغه څوک ښه دی چې بايسکل لري مګر ګټه ترې اخيستلای شي.

د بدلون ضعيفه مديريت

ادارې مخکې لدې چې د ټکنالوژئ پروژې طراحي کړي هم کار يې کاوه، خو د خپلو چارو بهتره اجرا يا د يوې اړتيا پر بنسټ پروژه طراحي او عملي کوي، دلته د يو مهم بدلون اړتيا وي، بايد د ادارې اړونده کړنلارې، قوانين، لارښود، پروسې او آن ځيني حالتونو کې مامورين بدل شي، تر څو اداره او کارکوونکي يې وکولای شي د پروژې له نوي پيداوار څخه اعظمي ګټه واخلي.

بدلون د ادارې ژوند لپاره حياتي دی، له بدلون پرته اداره د خپلې بقا له خطر سره مخ کيږي او د نوو پروژو عملي کولو په صورت کې د دې بدلون اړتيا نوره هم مهمه وي، د بدلون تر ټولو اساسي ننګونه دا وي چې ملکيت يې څوک نه اخلي، د پروژې مسؤلين ځان يوازې د پروژې تر چوکاټه محدود بولي او مشتري يا د چا لپاره چې پروژه عملي کيږي هغه وايي چې د پروژې والا ته دومره پيسې ورکوم بايد هر څه وکړي.

د بدلون مديريت د دواړو دنده ده، د ټکنالوژئ پروژې نهايي نتيجه به ډېره ښه عملي شوې وي خو که چېرې د ادارې اړونده قوانين او پروسې ورسره مل نه وي نو د ادارې مامورين د نوي پيداوار د کارولو لپاره زړه نه ښه کوي او د تيرو پروژو پيداوارو په توګه دا هم د المارئ او کيرړو خوراک شي.

د پروژې پيداوار يا لاسته راوړنه بايد د ادارې په کړنلارو، پروسيجرونو او لارښودونو کې ځای شي او ورسره مامورينو ته وښودل شي چې پخوا په توګه کار اجرا نور د منلو وړ نه ده.

د پروژې ناوړه مديريت

د پروژې مديريت ځانګړی مسلک دی، او لکه څرنګه چې مخکې مې يادونه وکړه د ټکنالوژئ پروژې اکثره کارکوونکي/ مديران يوازې د ټکنالوژئ پوهه لري او د پروژې مديريت اړونده مهارتونه ترې پاتې وي.

پروژه د ځانګړې اړتيا يا اړتياوو پوره کولو لپاره د ځانګړې بودجې او مهالويش په چوکاټ کې د منل شوي کيفيت په نظر کې نيولو سره طراحي او عملي کيږي، د ټکنالوژيو پروژو يوازې محدوده برخه ټکنالوژي وي نوره پراخه برخه يې له ښه مديريت او ښه عملي کولو څخه وي. نو ځکه دا ډېره مهمه ده چې سمې اړتياوې وپيژندل شي، د اړتياوو پوره کولو لپاره مناسبه بودجه او مهالويش تخمين شي او بيا د کيفيت په منل شوو واحدونو کې د حل په لور کار وشي.

د پروژې پلان، د پروژې حدود معلومول، د پروژې بودجه تخمين او مهالويش معلومول، استخدام او بشري منابعو مديريت، کيفيت ټاکل او څارل، راشه درشه/ ارتباطات، خريداري، له بيلابيلو ذیدخله اشخاصو/ ارګانونو سره اړيکې ساتل، پروژې ريسک معلومول او پروژه سپارل دا ټول غېر ټکنالوژي کارونه او دندې دي، نو لدې کبله دا ډېره مهمه ده چې پروژه دې ښه مدير ولري او ضرور نه ده چې دا شخص دې پر ټکنالوژئ له ټولو ډېر پوه شي. که داسې ووايم هم به غلطه نه وي چې د پروژې مدير لپاره د ټکنالوژئ بېسواده ښه دی نه د پروژې مديريت بېسواده.

د پای استعمالوونکي ټيټ ظرفيت

ډېر ښه! پروژه مو په ښه توګه سرته ورسوله، هر څه يې ډېر ښه اجرا شو، اوس چې يې کله بيرته مشتري ته سپارو نو د هغې کارکوونکي اړونده مهارتونه نه لري يا د پروژې پيداوار استعمالولو لپاره اړونده ظرفيتونه ټيټ دي.

د پروژې د عملي کولو پر مهال د مشتري استازو دخيلول مهم دي، لدې لارې موږ څو ګټې کوو، لومړی خو مشتري د پروژې ملکيت اخلي، دوهم د پروژې له چارو او نهايي نتيجې سره بلديږي او تر ټولو مهمه په پای کې د پروژې نتيجه يا پيداوار قبلوي او بو ورته نه ښکاري.

اکثره وختونه مشتري يا د پای کاروونکی د پروژې نهايي نتيجې سره بلد نه وي نو ځکه قبلولو ته يې زړه نه ښه کوي، نو که چيرې له اولې ورځ څخه د مشتري اداری اړونده چارواکي او کاروونکي د پروژو په چارو کې پوره دخيل شي نو کولای شي چې کله پروژه پای ته ورسيږي او تاسې څادر څنډ وهلو ته ورسيږئ نو هغوی درسره د پروژې نتيجې په قبلولو کې مرسته وکړي او بېځايه نواقص مو په کار کې ونه لټوي.

پروژې په عمومي ډول له ډېرو ننګونو څخه تيريږي، خو دا بحث يوازې د ټکنالوژئ پروژو پر پنځو اساسي ننګونو متمرکز وو، د اړتياوو ناقص معلومول، نامناسبې اړيکې او مفاهمه، او د مشتري ضعيفه دخالت او ملکيت نه شتون د پروژو د ناکاميو له اساسي دلايلو څخه ګڼل کيږي، دا ټول دلايل پر حوصله او د مديريت پر منل شوو اصولو سره ښه حل کيدای شي.

ټکنالوژي په اسانه موندل کيږي، هر کال بېشماره د ټکنالوژئ پيداوار بازار ته وړاندې کيږي او هر کله چې خلک د يو څه ښه وايي نو هغوی له هغې آسانئ او حل څخه يادونه کوي چې ټکنالوژئ وړ کړې وي. که چيرې پروژه د مشتري ستونزه حل يا لږ تر لږه جنجالونه يې راکم نه کړي نو بيا هم پروژه ناکامه ګڼل کيږي، پر خپلو پروژو کې د مشتري پر ستونزو، د هغې پر حل او ښه مديريت تمرکز وکړئ، ورپسې دا چې کومه ټکنالوژي کاروئ او تاسې ته څومره ښه ښکاري.



ټولي:Technology ټکنالوژي

ټگونه:, , , ,

1 reply

Trackbacks

  1. د ټکنالوژي پروژو ستونزې او ځينې د حل لارې | مديريت او ټکنالوژي

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: