مشري او جنسیت

په نړيواله توګه د ميرمنو کاري چاپيريال ته راتګ مخ په ډيريدو دی، خو تر اوسه د ښځينه کارکوونکو پریکنده شمېره په ټيټ رتبه مقاماتو کې کار کوي، او بيلابيلې څيړنې ښيي چې په لوړه سطحه د ميرمنو حضور آن په ځينو صنعتونو کې له ۵٪ هم کم دی، موږ دلته هڅه کوو د څيړنو په رڼا کې په مشرئ کې د جنس پر ونډه وغږيږو.

flock of birds flying on dark clouds

په مديريتي مقاماتو د ميرمنو کم حضور لپاره عموماً درې مشهوره دلايل مطرح کيږي، (۱) دوی يې توان نه لري (۲) دوی دې مقاماتو ته ليواله نه دي، ورسره علاقه نه لري (۳) علاقه او توان دواړه لري خو نه غواړي اړونده حدودو څخه واوړي، دا حدود څه دي، دا ټولنې تر ټولنې فرق کوي، دا هغه څه وي چې ټولنې هر چا لپاره يو قالب ټاکلی وي، او له هر يو تمه وي چې لدې قالبونو سره ځان عيار کړي.

رواجي فکر پر لومړني دليل متمرکز وي، ځينې بيا له درېيم څخه د سياسي مداريتوب او روښانفکرئ لپاره کار اخلي، خو محتاطانه غوښتونکي يې بيا پر دوهم دليل تمرکز کوي، خو پدې ټول بحث کې دوه ټکي له پامه غورځول شوي دي، لومړی پر ځان باور او اهليت دی، او دوهم لياقت يوازې د جنس بحث نه دی.

خلک عموماً پر ځان باور د وړتيا پر معنا اخلي، يعنې هغوی چې پر ځان باور لري هغوی ته خلک عموماً د وړ خلکو په توګه ګوري، او په ځان ښودنه کې نارينه له ښځينه ښه وي، نو کله چې خبره مشرئ ته راشي نارينه ځان په ټولنه کې ډير راحت احساسوي، له ځانه ډير باور ښيي چې پر سبب يې خلک هغوی ته د ښه مشر په توګه ګوري.

boy standing on ladder reaching for the clouds

دا نظر د مشرئ له هغې څيړنې سره هم سمون خوري چې وايي خلک هغوی د مشرانو په توګه ټاکي چې پر ځان میین، له ضرورت زیات پر ځان باوري او نسبي متکبره وي، او دا خصوصيات په نارينه کې نسبت ښځو ته ډير وي، ورسره دا فکر هم شته چې خلک مشر د ځان په رڼا کې ټاکي، دوی په مشر کې هغه خواص ويني چې پخپله يې د ښودلو توان نه لري يا نه غواړي په هغه نامه ياد شي.

د نړۍ په هر ګوټ کې نارينه ته ځان له ښځې هوښيار ښکاري، همداسې کبر او پر ځان له ضرورته ډير باور هم هر چيرې د مشرۍ منلی توان دی چيرې چې په کاري ډله کې هر يو د خپلو شخصي تمو يو طرفه کولو او عمومي هدف په لور د هغوی هڅول دي سره لدې چې په مشرانو کې کبر ډير عام دی، خو څيړنې ښيي چې ښه مشران متواضع او خاکساره وي، او ښځې د نارينه په پرتله ډيرې متواضع وي.

د نارينه همدا کبر او خودخواهي چې د هغوی د برياليتوب او په اداري يا سياسي رتبو کې د لوړوالي او پرمختګ سبب ګرځي، همداسې د هغوی د ناکامئ او راغورځيدنې سبب هم ګرخي. په بله وينا د دندې حاصلول يو بحث دی او د هغې بهتره اجرا بيل اړخ دی، نو ځکه اکثره وخت دا سلوکونه د دندې حاصلولو سبب ګرځي او ډير نااهله د اهلو پر ځای وده کوي، خو کله چې خبره بهترې اجرا ته راشي، بيا همدا سلوکونه د ناکامئ سبب ګرځي.

person standing on mountain

دا هم د تعجب وړ نه ده، چې د شخصیت نيمګړتياوو دا خصوصيات د نن په اکثره مشرانو کې موندل کيږي، لکه خودخواهي/ نارسيسزم (زموږ کتابچه يې مشر يا ټرمپ)، ليونتوب؛ تاريخي اتلولئ احساس يا ميکاويليزم (د دې هېواد د ملي سياست نږدې هر دعويدار)، کې دا خصوصيات ليدل کیدای شي. بدبختي دا نه ده چې دا ډول خلک کم دي، ستونزه دا ده چې اهل او توانمنده خلک اکثره د همدې خصوصياتو د نشتوالي له کبله وروسته پاتې وي.

بيلابيلې څيړنې ښيي، چې اکثره مشران، که سياسي وي يا اداري ناکاميږي، او دا څه نوې خبره نه دی، ځکه ټولنې، ادارې او سياستونه د همداسې خلکو په لاس کې وي، ښه مشري استثنا ده، اصل نه دی.

د ښې مشرئ لپاره اړونده مهارتونه اکثره وخت په هغوی کې موندل کيږي چې په ځان ښودنه کې وروسته پاتې وي، او دا په ځانګړي ډول ميرمنو لپاره ډير صدق کوي. ځينې څيړنې دا هم ښيي چې ميرمنې د مشرئ ستراتيژيو په عيارولو کې نارينه په پرتله بهتره دي، په ځانګړي ډول دوی د لرليد په ښه توګه بيانولو، د مادونانو غښتلي کولو او ښه روزلو، او ستونزو ته په خلاص ذهن او مبتکره توګه کتلو او همداسې د امتيازاتو عادلانه ويش له لارې د نورو درناوي او وياړ ترلاسه کولو ښه توان لري. خو د دې برخلاف نارينه له مادونانو سره په پرمفهومه اړيکو ټينګولو او د امتيازاتو د کارونو د اجرا پر اساس ويشلو کې پاتې راځي.

closeup photography of cairn stone

د دې بحث بل اړخ د لياقت دی، په رواجي توګه نارينه د ښځو په پرتله ښه وسايلو او امکاناتو ته لاسرسی لري، او اکثره وختونه د ټولنې له قيوداتو سره مخ نه وي او د ژوند مسؤلیتونه يې ډير وروسته پيليږي، نو ځکه ځينې وختونه د زده کړې او ودې فرصتونه نارينه ته ډير وي، چې له کبله يې نارينه کولای شي پر خپله وده او زده کړه ډير وخت مصرف کړي، چې همدا په تعليمي توازن کې د بهتره باسواده نارينه سبب ګرځي.

داسې نه ده چې ښځې له نارينه په پوهه يا ذهن کې کمې دي، خو که چيرې د زده کړې محدوده فرصتونو ته لاسرسی ولري نو طبعاً په پوهه او تجربه تلل کيدونکو مسلکونو کې به وروسته پاتې وي.

همداسې بل اړخ د ټولنې دی، که چيرې نارينه له ځانه باور او اعتماد وښيي نو د يوه پراعتماده شخص په نامه ياديږي، که خاکسري او نرمښت وښيي نو بيا مهربانه بلل کيږي، که په همدې اساس ميرمنې وتلل شي، نو پر ځان باوري ميرمنې پر يوه ناوړه نامه او مهربانه پر بل نامه ياديږي، د ټولنې معيارونه د دواړو لپاره فرق کوي.

دا بحث پر دې رانغاړو چې مشرئ کې جنس مهم اړخ دی، هغه سکتورونه چې نسبتاً د میرمنو حضور پکې ډير دی لکه طبابت، بيالوژي اړونده ساينس، پوهنه او روزنه او نور هلته ښځينه مشرانو لپاره ملاتړ حاصلول نسبتاً نورو سکتورونو لکه ساينس او ټکنالوژي، انجينري، نظامي محاربوي او نورو په پرتله آسان دی.

(دا ليکنه زموږ د مشرئ د لړۍ ليکنو برخه ده، او په راتلونکي ليکنو د مشرئ اړونده نورو موضوعات غږيږو)

(ورته ليکنی مشر له څه جوړ وي؟ اخيري برخه، پوهه: پر کومه بيه، د ځان اداره او پيژندل – اخيري برخه، بهتره آمرين: شپږ خواص، د ګوګل څيړنه، آنلاين نړۍ، د ميرمنو پر وړاندې تريخوالی او آزار)


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

22 responses to “مشري او جنسیت”

  1. آنلاين نړۍ، د ميرمنو پر وړاندې تريخوالی او آزار – لومړئ برخه | مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] (ورته ليکنی: آنلاین د کمکيانو او ځوانانو ساتنه – د وليانو لارښود – دوهمه برخه، د ماشومانو/ځوانانو آنلاين ساتنه: ماشومانو/ځوانانو لارښود – اخيري برخه، مشري او جنسیت) […]

    Like

  2. آنلاين نړۍ، د ميرمنو پر وړاندې تريخوالی او آزار – دوهمه برخه | مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] (ورته ليکنی: آنلاين نړۍ، د ميرمنو پر وړاندې تريخوالی او آزار – لومړئ برخه، آنلاین د کمکيانو او ځوانانو ساتنه – د وليانو لارښود – دوهمه برخه، د ماشومانو/ځوانانو آنلاين ساتنه: ماشومانو/ځوانانو لارښود – اخيري برخه، مشري او جنسیت) […]

    Like

  3. انفرادي تعصب | مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] ليکنی: خپل د قوت/واک پر نقطه پوه شئ، مشري او جنسیت، په قضاوت کې عجله مه کوئ، تعليم او هوښيارتيا، پر نورو […]

    Like

  4. د ښې مشرۍ لپاره دا ۱۱ عادتونه خپل کړئ – مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] کاري چاپيريال کې، د دې ۱۱ عادتونو له کبله بې قدره کيږئ، مشري او جنسیت، د ځان اداره او پيژندل – اخيري […]

    Like

  5. ادارې د کارکوونکو په روزنه کې چيرې خطا ووځي – دوهمه برخه – مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] ورته ليکنی: ادارې د کارکوونکو په روزنه کې چيرې خطا ووځي – لومړئ برخه، پوهه: پر کومه بيه، اهليت او بهترول يې […]

    Like

  6. ستراتيژي مو ولې کار نه کړي – دې ۷ خنډونو او لاملونو ته وګورئ – دوهمه برخه – مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] ليکنی: غوره آمرين دا لس (۱۰) خواص لري – د ګوګل څيړنه، مشري او جنسیت، خپل د قوت/واک پر نقطه پوه شئ، اته (۸) عادته چې مسلکي […]

    Like

  7. څرنګه په ښه توګه انتقاد ومنئ – مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] ليکنی: غوره آمرين دا لس (۱۰) خواص لري – د ګوګل څيړنه، مشري او جنسیت، خپل د قوت/واک پر نقطه پوه شئ، اته (۸) عادته چې مسلکي […]

    Like

  8. له مدیريته تر مشرۍ، توپير او ورتګ – مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] کاري چاپيريال کې، د دې ۱۱ عادتونو له کبله بې قدره کيږئ، مشري او جنسیت، د ځان اداره او پيژندل – اخيري […]

    Like

  9. هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه – مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] کاري چاپيريال کې، د دې ۱۱ عادتونو له کبله بې قدره کيږئ، مشري او جنسیت، د ځان اداره او پيژندل – اخيري […]

    Like

  10. پريکړه او پايلې – مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] کاري چاپيريال کې، د دې ۱۱ عادتونو له کبله بې قدره کيږئ، مشري او جنسیت، د ځان اداره او پيژندل – اخيري […]

    Like

  11. سمه پريکړه بايد څرنګه وي؟ په مشرۍ کې د ستونزمنو پريکړو مرستندويه اصول – مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] کاري چاپيريال کې، د دې ۱۱ عادتونو له کبله بې قدره کيږئ، مشري او جنسیت، د ځان اداره او پيژندل – اخيري […]

    Like

  12. منطق او پريکړې – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] کاري چاپيريال کې، د دې ۱۱ عادتونو له کبله بې قدره کيږئ، مشري او جنسیت، د ځان اداره او پيژندل – اخيري […]

    Like

  13. د فکر خپلواکي – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] کاري چاپيريال کې، د دې ۱۱ عادتونو له کبله بې قدره کيږئ، مشري او جنسیت، د ځان اداره او پيژندل – اخيري […]

    Like

  14. د عامه مشرانو پريکړو اغيزه  – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] کاري چاپيريال کې، د دې ۱۱ عادتونو له کبله بې قدره کيږئ، مشري او جنسیت، د ځان اداره او پيژندل – اخيري […]

    Like

  15. د ناکامۍ مزل – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] کاري چاپيريال کې، د دې ۱۱ عادتونو له کبله بې قدره کيږئ، مشري او جنسیت، د ځان اداره او پيژندل – اخيري […]

    Like

  16. د برياليتوب دوام – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] کاري چاپيريال کې، د دې ۱۱ عادتونو له کبله بې قدره کيږئ، مشري او جنسیت، د ځان اداره او پيژندل – اخيري […]

    Like

  17. هر څوک دی خپل کار لره پیدا  – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] کاري چاپيريال کې، د دې ۱۱ عادتونو له کبله بې قدره کيږئ، مشري او جنسیت، د ځان اداره او پيژندل – اخيري […]

    Like

  18. د بيزوګانو نکل – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] کاري چاپيريال کې، د دې ۱۱ عادتونو له کبله بې قدره کيږئ، مشري او جنسیت، د ځان اداره او پيژندل – اخيري […]

    Like

  19. دا اهل يې څوک دی – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] کاري چاپيريال کې، د دې ۱۱ عادتونو له کبله بې قدره کيږئ، مشري او جنسیت، د ځان اداره او پيژندل – اخيري […]

    Like

  20. مشر او ملاتړي – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] کاري چاپيريال کې، د دې ۱۱ عادتونو له کبله بې قدره کيږئ، مشري او جنسیت، د ځان اداره او پيژندل – اخيري […]

    Like

  21. د مشرۍ کبر او ناکامۍ مزل – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] کاري چاپيريال کې، د دې ۱۱ عادتونو له کبله بې قدره کيږئ، مشري او جنسیت، د ځان اداره او پيژندل – اخيري […]

    Like

  22. د ښې مشرۍ ۸ مهارتونه – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] کاري چاپيريال کې، د دې ۱۱ عادتونو له کبله بې قدره کيږئ، مشري او جنسیت، د ځان اداره او پيژندل – اخيري […]

    Like

Leave a reply to آنلاين نړۍ، د ميرمنو پر وړاندې تريخوالی او آزار – دوهمه برخه | مشري || ټکنالوژي || مديريت ځواب لرې کړه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading