آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ

په ډيريدونکي ډول حکومتونه او د زيرمو څښتنان آنلاين وسيلې په ځانګړي ډول ټولنيزې شبکې د درواغو، پروپاګنډو او غلطو معلوماتو خپرولو لپاره کاروي، او له هرې تيريدونکې ورځ سره يې مخنيوی ستونزمنيږي ورسره يې عملي کول هم پيچلی شکل خپلوي.

د درواغو او افواهاتو بازار د ټاکنو يا سياسي بدلونونو پر مهال تر ټولو ډير احساسيږي، او دا ستونزه يوازې په افغانستان کې نه ده، اوسمهال مثلاً په برما کې د نظامي کودتا له کبله اکثره مظاهرې د ټکنالوژئ وسيلو په مرسته تنظيميږي، او فیسبوک د خپلو کړنلارو يا سياسي ملحوظاتو له کبله د هغوی ټول نظامي حسابونه بند کړي دي.

همداسې کله چې په مصر کې د عربو خوځښت پيل شو، هلته هم ټکنالوژئ د خلکو په تنظيمولو کې کلیدي ونډه لرله، چې حکومت يې راپاڅيد او په ټول وطن يې انټرنېټ بند کړ، د همدې کال په جنورئ کې په يوګانډا کې ټاکنې وی، فيسبوک دولتي حسابونه په دې دليل بند کړل چې د اپوزيشن په وړاندې يې ناوړه ويناوې يا درواغ خپرول.

آنلاين نړۍ په ځانګړي ډول فیسبوک او ټولنيزې شبکې بې طرفه نه دي، او هغوی چې د دې وسيلو په ښه کارولو پوهيږي بهتره ګټه ترې اخلي، او داسې بې شمېره شواهد شته چې دا شبکې په ځانګړي ډول فيسبوک يو خاص فکر يا خاصې ډلې طرفداري کوي.

gray and black cat sketch

يو څه موده وړاندې الجزيرې يوه څيړنه خپره کړه چې په هغې کې ويل شوي وو فيسبوک تر ډيره د اسلامي او هغه پاڼو مخه نيولې ده چې له امریکايي سياست سره اړخ نه لګوي، پدې څيړنه کې چې په هند او امريکا کې ترسره شوې وه ويل چې په هند کې د هندي او بودايي سرسختو او په امريکا کې د سپين پوستو سرسختو پاڼې او ګروپونه بې له قیده فعالیت لري، خو په مقابل کې يې د تورپوستو، اسلامي زده کړو او نورو داسې پاڼو فعالیت په دوامداره توګه بنديږي چې د دوی له کړنلارو سره برابرې نه وي.

همداسې د اسرايلو او فلسطينیانو د فعاليت په اړه يې ويلي وو، چې اسرايليانو ته د دې وسيلې استعمال بې ستونزې او فلسطينيانو لپاره ستونزمن دی، او په ځانګړي ډول د يهودو په خلاف ويناوې په جدي توګه څارل کيږي.

د يوې بلې څيړنې له مخې، چې د اکسفورډ پوهنتون د اکسفورډ انټرنېټ انسټيټيوټ ترسره کړې وه، او له ۲۰۱۷م کال راهيسې د حکومتونو او سياسي ګوندونو لخوا د ولسي نظر ټاکلو لپاره انټرنېټ څاري، وايي چې د حکومتونو لخوا د غلطو معلوماتو خپرولو کمپاينونه مخ په ډيريدو دی. دا پروپاګنډ د حکومتونو او سياسي ګوندونو لخوا د کمپاينونو يوه اساسي برخه ده چيرې چې د مخالفينو سپکولو، پر عامه نظرونو اغېزې ښندلو، مخالف غږ غلي کولو او په بهرنيو چارو کې لاسوهنو لپاره ترې ګټه اخلي.

پخوا به يوازې محدودو حکومتونو د ټولنيزې شبکو (Bots) (کوچني اتومات کمپيوټري پروګرامونه چې ځانګړي متنونه/ محتوا په دوامداره توګه بیلابیلو شبکو ته خپروي) د پروپاګنډ لپاره کارول، چې د بيلګو په توګه له اروپايي اتحاديي څخه د انګلستان وتل يا د ۲۰۱۶م کال امريکايي ټاکنې ياديږي، خو نن د ټاکنو په هر کمپاين کې د غلطو او درواغو معلوماتو خپرولو وسيلې کاريږي.

نن فیسبوک چلوونکي د هر حکومت مامورین دي، چې نورو دولتي مامورينو په څير دفترونه لري، او ټوله ورځ پر انټرنېټ ګرځي او درواغو خپرولو لپاره خپله ډوډئ حلالوي. په ۲۰۱۶م ميلادي کال کې ښايي د (بوټس) بازار ګرم وو، خو نن د همدې کار لپاره انساني قوه کاريږي، ځکه کمپيوټري پروګرامونه له يو څه ځيرکې څارنې سره کشفیږي، خو انساني درواغو خپروونکی لږ په سخته کشفيږي او د قناعت بښلو توان يې هم ښه وي.

د غلطو معلوماتو خپرول هم مسلکي شوي دي، پخوا به د دې معلوماتو خپرولو لپاره تر ډيره له دولتي مامورينو کار اخيستل کيده، خو نن د دې معلوماتو طراحئ، وړاندې کولو چمونو او ترتيبولو لپاره مسلکي دفترونو/ شرکتونه استخداميږي چې بيا د مامورينو او نورو په مرسته خپرول کيږي، او هر يو وطن ته د خدمت او خان ته د وفادارۍ ښودلو په فکر يې شريکوي.

سره لدې چې ټولنيزې شبکې د خپل په نامه ښه نوم ساتلو او ماتو ګوډو قوانينو سره د ځان برابرولو لپاره داسې پاڼې بندوي يا يې مخه نيسي، چې د دوی له کړنلارو سره سمې نه وي، خو دولتونه بيا هم په دې چاره کې برلاسي دي، لکه کله چې په يوګانډا کې فيسبوک دولتي پاڼې بندې کړی، نو په سبا يې د هغه هېواد د مخابراتو کميسون، چې د مخابراتو د تنظيم چارې پر مخ بيايي، ټولو انټرنېټ خدمت برابروونکو ته وويل چې په هېواد کې ټولو ټولنيزو شبکو او پروګرامونو ته لاسرسی بند کړي.

ورسره يې فيسبوک ته لکه زموږ د مخابراتو پخواني وزير په څير وويل چې که چيرې تاسې د دولت مخالف موقف خپلوئ، نو خدمتونه به مو په يوګانډا کې بند وي.

white sheep on white surface

متل کا چې رښتيا راځي، درواغو به کلي نړولي وي، دروغ، پروپاګنډ، بل پسې بد ويل او د ځان ښه تل د انساني سلوکونو برخه وه، خو پر هغوی پوهيدل نسبتاً آسانه وو، د نن په زمانه کې چې ډيرو ته اسلام، وطن، سياست، دروغ او رښتيا هر څه فيسبوک دي، بايد پدې پوه شي چې هر هغه څه چې په فيسبوک يا په ټولنيزو شبکو کې خپريږي رښتيا نه دي.

او، ورسره پدې هم پوه شي چې بیلابيلو څيړنو د دې شبکو استعمال او د انسانانو روحي آرامتيا تر منځ پر اړيکه څرګنده څيړنې کړي او ښودلې يې ده چې ډير استعمال يې انسان ځوروي او خپه کوي، نو ځکه (۱) هر څه چې آنلاين وينئ ضرور نه ده رښتيا دې وي (۲) آن که رښتيا هم وي نو تا له يې څه يا پر تا څه اغېزه کړي (۳) او هغه چې يې شریکوي د هغې پکې څه خير دی. آنلاين د درواغو معلومولو پر لارو چارو دلته غږيدلی يو (آنلاين دروغ خبرونه او د معلومولو يې ۹ لارې چارې)

د غلطو معلوماتو او دروغو خپرول يوازې تر سياسي موضوعاتو محدود نه دي، د کرونا/ کويډ۱۹ د خپریدو او په مخنيوئ کې يې د ناکامۍ يو اساسي دليل آنلاين د غلطو معلوماتو خپرول وو، آن د ډيرو هېوادونو ولسمشرانو دا نه منله چې دا مرض دې رښتيا وي، تر څو چې پرې پخپله اخته شو.

پر دې يې رانغاړو: د ځيرکه ټليفون، ځيرکه وسيلو او ځيرکه معلوماتو کارول او اخيستل، ځيرکه کاروونکی غواړي، بيداره اوسئ.

ورته ليکنی: واټس اپ نوی پاليسي او آنلاين محرميت الکترونيکي تذکره او بې ځايه معلومات، ټکنالوژي او د وخت ارزښت، د نن ټکنالوژئ لس ننګونی، آنلاين نړۍ، د ميرمنو پر وړاندې تريخوالی او آزار – دوهمه برخه، د انټرنېټي او مخابراتي اړيکې ړانده چڼول/ فلترول، آنلاين دروغ خبرونه او د معلومولو يې ۹ لارې چارې


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

31 responses to “آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ”

  1. د وبا پر مهال انټرنېټ ته لاسرسی – مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] توګه ساعتيري د انټرنېټ استعمال د ډيريدو لامل ګرځي، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، واټس اپ نوی پاليسي او آنلاين محرميت، آنلاين نړۍ، د […]

    Like

  2. له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي – مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، واټس اپ نوی پاليسي او آنلاين محرميت، د نن ټکنالوژئ لس ننګونی، انفرادي تعصب […]

    Like

  3. له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي – مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] لیکنې: آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، واټس اپ نوی پاليسي او آنلاين محرميت، د نن ټکنالوژئ […]

    Like

  4. د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۱) – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ليکنۍ: د وبا پر مهال انټرنېټ ته لاسرسی، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د نن ټکنالوژئ لس ننګونی، هوښياريدونکی ماشين – […]

    Like

  5. د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۲)  – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] آنلاين خوندتيا – (۱)، د وبا پر مهال انټرنېټ ته لاسرسی، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د نن ټکنالوژئ لس ننګونی، هوښياريدونکی ماشين – […]

    Like

  6. د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۳)  – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] آنلاين خوندتيا – (۱)، د وبا پر مهال انټرنېټ ته لاسرسی، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د نن ټکنالوژئ لس ننګونی، هوښياريدونکی ماشين – […]

    Like

  7. د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۴)  – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] آنلاين خوندتيا – (۱)، د وبا پر مهال انټرنېټ ته لاسرسی، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د نن ټکنالوژئ لس ننګونی، هوښياريدونکی ماشين – […]

    Like

  8. د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۵)  – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] آنلاين خوندتيا – (۱)، د وبا پر مهال انټرنېټ ته لاسرسی، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د نن ټکنالوژئ لس ننګونی، هوښياريدونکی ماشين – […]

    Like

  9. ژبه او ټکنالوژي – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ليکنی: څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د مشرۍ کبر او ناکامۍ مزل، د کوچنيانو او ځلمکیانو […]

    Like

  10. د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۶)  – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] آنلاين خوندتيا – (۱)، د وبا پر مهال انټرنېټ ته لاسرسی، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د نن ټکنالوژئ لس ننګونی، هوښياريدونکی ماشين – […]

    Like

  11. د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۵)  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] آنلاين خوندتيا – (۱)، د وبا پر مهال انټرنېټ ته لاسرسی، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د نن ټکنالوژئ لس ننګونی، هوښياريدونکی ماشين – […]

    Like

  12. پوهه او د ټولنيزو شبکو هوښيار – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] او ملي کړنلارې، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د مشرۍ کبر او ناکامۍ مزل، د کوچنيانو او ځلمکیانو […]

    Like

  13. د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۷)   – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] آنلاين خوندتيا – (۱)، د وبا پر مهال انټرنېټ ته لاسرسی، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د نن ټکنالوژئ لس ننګونی، هوښياريدونکی ماشين – […]

    Like

  14. ژبه او محتوا – ټکنالوژي څه وايي – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] خوندتيا – (۷)،  څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د مشرۍ کبر او ناکامۍ مزل، د کوچنيانو او ځلمکیانو […]

    Like

  15. د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – اخيري برخه   – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] آنلاين خوندتيا – (۱)، د وبا پر مهال انټرنېټ ته لاسرسی، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د نن ټکنالوژئ لس ننګونی، هوښياريدونکی ماشين – […]

    Like

  16. آنلاين شريکول – لنډ احساس اوږده اغيزه – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] او ملي کړنلارې، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د مشرۍ کبر او ناکامۍ مزل، د کوچنيانو او ځلمکیانو […]

    Like

  17. د مخابراتو او ټکنالوژي سکتور – ننګونې او وړانديزونه  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] او ملي کړنلارې، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د مشرۍ کبر او ناکامۍ مزل، د کوچنيانو او ځلمکیانو […]

    Like

  18. ۲ – د مخابراتو او ټکنالوژي سکتور – ننګونې او وړانديزونه  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] او ملي کړنلارې، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د مشرۍ کبر او ناکامۍ مزل، د کوچنيانو او ځلمکیانو […]

    Like

  19. د مخابراتو او ټکنالوژي سکتور – ننګونې او وړانديزونه – اخيري برخه  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] او ملي کړنلارې، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د مشرۍ کبر او ناکامۍ مزل، د کوچنيانو او ځلمکیانو […]

    Like

  20. د مخابراتو او ټکنالوژي سکتور، ننګونې او وړانديزونه – اخيري برخه  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] او ملي کړنلارې، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د مشرۍ کبر او ناکامۍ مزل، د کوچنيانو او ځلمکیانو […]

    Like

  21. د مخابراتو او ټکنالوژي سکتور، ننګونې او وړانديزونه – ۲ – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] او ملي کړنلارې، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د مشرۍ کبر او ناکامۍ مزل، د کوچنيانو او ځلمکیانو […]

    Like

  22. ډيجيټلي وده – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] او ملي کړنلارې، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د مشرۍ کبر او ناکامۍ مزل، د کوچنيانو او ځلمکیانو […]

    Like

  23. پر ټکنالوژئ میین  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] او ملي کړنلارې، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د مشرۍ کبر او ناکامۍ مزل، د کوچنيانو او ځلمکیانو […]

    Like

  24. د غوره مفاهمې پنځه بنسټيزه اصول – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] او ملي کړنلارې، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د مشرۍ کبر او ناکامۍ مزل، د کوچنيانو او ځلمکیانو […]

    Like

  25. آنلاين ټولنيزو وسيلو کارول او اغيزې – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] او ملي کړنلارې، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د مشرۍ کبر او ناکامۍ مزل، د کوچنيانو او ځلمکیانو […]

    Like

  26. ستاسې ډيجيټل نقل  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] او ملي کړنلارې، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د مشرۍ کبر او ناکامۍ مزل، د کوچنيانو او ځلمکیانو […]

    Like

  27. ډيجيټل ملګری – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] او ملي کړنلارې، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د مشرۍ کبر او ناکامۍ مزل، د کوچنيانو او ځلمکیانو […]

    Like

  28. ځيرکه وسيله: مهارتونه پر کومه روان دي  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] او ملي کړنلارې، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين […]

    Like

  29. ژباړه: ټکي که معنا، ټکنالوژي څه وايي – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] او ملي کړنلارې، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين […]

    Like

  30. ټکنالوژي او بشري سلوک – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] او ملي کړنلارې، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين […]

    Like

  31. معلوليت او ټکنالوژي – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] او ملي کړنلارې، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين […]

    Like

Leave a reply to د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۴)  – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون ځواب لرې کړه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading