دا شخص د نړۍ تر ټولو هوښيار شخص دی” “پلانکي په نړيواله توګه د ښه مدير جايزه ګټلې ده” “ګاونډي هيواد د تفرقې لپاره په زرګونو فيسبوک پاڼې جوړې کړي دي يا ځانګړي شخص ته ميليونونه ډالر ورکړي دي” “هغه جاسوس دیدا او داسې نور ډېر خبرونه/ سرليکونه به ولولئ چې تر اخيره به يې ريښتينولي معلومه نه شي، خو په زرګونه ځل به سره شريک يا لايک شوی وي.

درواغ خبرونه نه يوازې دا چې د ژورناليزم، ولسواکئ او وينا آزادئ ته خطر دی، بلکه امنيتي جنجالونه هم رامنځته کوي، ورسره د بې باورئ، تفرقې، افراطيت او تروريزم په ترويج کې هم رول لري، همداسې ملکي امنيتي ستونزې هم زيږوي، داسې ډېر ليدل شوي وي چې په يوه بل هېواد کې مذهبي نواميسو ته د بې احترامئ خبر په نورو هېوادونو کې د مظاهرو او وهلو ډبلو سبب شوی وي.

په هند کې د واټس آپ او ټولنيزي شبکو له لارې د نورو درواغو خبرونو خپرول ډيرو خلکو ژوند تهدید او د وژنو سبب شو، داسې بيلګې هم شته چې په ځينې هېوادونو کې د دروغو خبر له کبله تورن شخص ډبولی او وژل شوی دی.

د درواغو خبرونو خپريدل د يوه پراخه ستونزې ښوونکی ده، چيرې چې پر خبري سرچينو او ادارو اعتبار کم شوی دی، شخص د نورو اشخاصو خبرو ته ارزښت نه ورکوي، شخصيت پړسيدنه ډېره شوی او تر ټولو مهمه د څلورويشت ساعته خبرونو په زمانه کې څوک ځان دومره نه په عذابوي چې يو څه ريښتينوالی او دروغ معلوم کړي، هر څه يې چې مخې ته راځي د خپلو تمايلاتو او شخصي تعصباتو په رڼا کې يې قبلوي.

له درواغو خبر څخه هدف هغه دروغ يا خبر وي چې د سياسي اهدافو، مخالفينو بدنامولو يا شهرت او پيسو لپاره نشريږي، او په افغانستان کې خو آن يوه ځانګړي نوماند ته د خپل اخلاص او غوړه مالئ ښودلو لپاره هم دروغ خپريږي. دا د دروغو خبرونه داسې څه نه وي چې انتقاد پرې وکړئ يا ويې نه منئ، نه ريشخند وي او نه د بل نقل، بلکه ريښتوني خبر ته ورته جوړ شوی ليکنه وي تر څو لوستونکي يې د اصل په توګه قبول او نور شريک کړي.

په نړيواله توګه د درواغو خبرونو تر ټولو مشهور شکل سياسي نه وي بلکه پيسو لپاره شهرت وي، د نن په خواله رسنيو کې چيرې چې ډېر خوښيدل له رښتياوو ارزښتمن دي، او همداسې د ټکنالوژئ دا توان چې د خبر اصل خپروونکی منځ کې ورک کړي، دا ډول خبرونو بازار ډېر او د شهرت آسانه لار ده.

د درواغو او افواهاتو خپرول له ډېر پخوا راهيسې د سياست او پاليسي جوړونکو د اوزارو برخه وه، د نن په زمانه کې چې له معلوماتو څخه د جګړې او د عامه فکر ترتيبولو يوې وسيلې په توګه کار اخيستل کيږي، د معلوماتو ريښتينولي او مؤثقيت تر هر وخته ډېر مهم دی.

د امریکا تيرې ولسمشرئ ټاکنو کې د درواغو خبرونو موضوع ډېره مهمه شوه، او فيسبوک هم هڅه وکړه چې د دې خبرونو مخه ونيسي، خو څيړنو وښودله چې د دوی چارې کار نه کړي، لکه د يوه بلاګ يوه ليکنه چې د فيسبوک ميکانيزم جعلي ګڼله او خلکو ته يې خبردارې ورکاوه چې په شریکولو کې يې احتياط وکړي، د هغې شريکيدل ډېر زيات شول، ځينو پدې نامه چې فيسبوک د ځانګړي ډول وينا او لیکنو مخه نيسي، نو ټول يې بايد سره شریک کړي.

د درواغو خبرونو مخنيوي لپاره فيسبوک ځينو خبري ادارو سره شراکت وکړ تر څو هغه خبر چې د دې شرکتونو لخوا دروغ ګڼل کيږي لوستونکو ته د يوه نښان له لارې وښايي، خو زموږ د ژبې متل په څير چې څو رښتيا راځي دروغو به کلي وران کړي وي، وروسته معلومه شوه تر څو چې د فيسبوک او خبري ادارو دې سيسټم د خبر ريښتينوالی معلوموي تر هغه دا څو ميليونه ځل شريک شوی او تاوان يې وار له مخه رسولی وي.

د ډېرو منتقدينو پر نظر سره لدې چې د درواغو خبرونو موضوع ډېره جدي ده، خو فيسبوک همدومره جدي ونه نيوله، چې د خبري ارګان په توګه يې د دوی اعتبار ډېر زيانمن کړ، او آن ځينو خبري سرچينو خپل د فيسبوک فعاليتونه هم ډېر محدود کړل. نن اکثره جدي څيړونکي پدې باور دي چې فیسبوک يا نورې ټولنيزې شبکې د خبر باوري سرچينې نه دي، هر څه چې پکې يو څوک ويني بايد يوځل بل چيرې هم وکتل شي.

facebook button pins

سره لدې چې د جعلکارئ مخنيوئ هڅې کيږي، خو د فيسبوک د کاري ميکانيزم پر اساس ډېر لوستل کيدونکي يا خوښيدونکي محتويات وړاندې راځي، او دا هغه څه وو چې د امريکا ولسمشريزه ټاکنو کې ترې ګټونکي نوماند ډېره ګټه واخيسته، او همدا رواج زموږ په هېواد کې هم ډېر ليدل کيږي، دلته هم هغه واکدار محبوب دی چې که دروغ وي يا رښتيا ځان لپاره محتويات برابر کړي، او د نورو له لارې هر چا سره شريک شي.

او که څوک د دوی خبرې يا دروغ ووننګوي نو تر هغې يې تعقيب او سپک کړي تر څو غلی، موافق يا له خپلې خبرې تير شي.

اکثره خلک هغه څه چې ويني د هغې حقايق په شخصي توګه نشي پلټلی. تاسې به ډير څه ته د شخصي حقايقو په سترګه ګورئ خو ممکن ټول مو پوره په بيطرفانه توګه نه وي پلټلي او نه مو د هغې حقايق معلوم کړي وي، خو دا به زموږ لپاره ډېره ستونزمنه او جنجالي وي چې د هر څه ريښتينولئ پسې وګرځو، نو ځکه ځينې وخت بايد پر نورو دا باور وکړو چې رښتيا وايي.

د محتوياتو د ارزولو ډېرې هڅې پر انګليسي متمرکزې دي، زموږ په ژبو کې د فيسبوک له لارې د داسې خبرونو د ارزولو کوم ميکانيزم نه شته، او هغه خبر چې ډېر شريک شي هغه ډېر خلک رښتيا بولي، مخکې لدې چې تاسې د يوه خبر پر رښتينولئ اعتبار وکړئ، بهتره ده دا ټکي په پام کې ونيسئ:

۱ځان پوه کړئ:

د هرې وسيلې استعمال بهترينه اصل د هغې وسيلې پر ښه استعمال او محدوديتونو ځان پوهول دي، سره لدې چې انټرنېټ او فيسبوک د ټولنيزو اړيکو، معلوماتو او ارتباطاتو ښې وسيلې دی، خو محدوديتونه هم لري، او ضرور نه ده هر څه چې موږ آنلاين لولو د کاڼي کرښې په توګه يې قبول کړو، ځان پوه کړئ چې څرنګه د يوې وينا کره توب معلوم کړئ، او څرنګه دروغ وپيژنئ.

۲د خبر منبع معلومه کړئ:

دا معلومه کړئ چې دا خبر لومړي ځل له کومه راغلی، چا برابر کړی او هغه ویبپاڼه يا منبع چې دا خبر خپروي څومره بااعتباره ده. نن سبا دا رواج هم عام دی چې د مشهورو ویبپاڼو نقلونه راوځي، يوازې د ویبپاڼې په نوم کې يې کوم توری وروسته مخکې کړی وي، يا يې په اخيره بل څه ورسره ليکلي وي او خلک يې د اصل ویبپاڼې په توګه قبول کړي.

۳له سرليک اخوا يې ولولئ:

که چيرې کوم خبرحيرانوونکي يا جالبه سرليکستاسې پام ځان ته رااړوي، نو هڅه وکړئ چې ټول خبر ولولئ، آن په ريښتوني خبرونو کې هم سرليک ټول خبر نه وي، دا هم امکان لري چې د پام رااړولو لپاره سرليک يو څه او اصل متن به څه وي.

۴ليکوال يې معلوم کړئ:

د درواغو خبر يوه نښه دا هم وي چې ليکوال يې ناپيژاندی وي يا نوم يې غلط يا ترکيبي وي، همداسې مشهورو خلکو پورې هم ډېرې خبرې تړل کيږي، چې پلانکي رحمه الله فرمايلي چې ستاسې اوسنی واکدار له نابغه کم نه دی، مخکې لدې چې پر داسې خبرو باور وکړئ بهتره ده د ليکوال دا وينا له نورو ميکانيزمونو هم ولټوئ. دا هم ډير لیدل شوي چې دروغ خبرونو لپاره مؤثقه ذرایعو يا خبروونکي ونه غوښتل نوم يې واخيستل شي هم کارول کيږي.

۵ملاتړي منابع وګورئ:

اکثره به ولولئ چې د اساسي قانون د دې مادې پر اساس دا کار سم نه دی، کله چې قانون ولټوی نو داسې هيڅ څه نه وي، یا رسمي ته ورته منابعو څه يادونه شوې وي، اضافي اړيکې ورکړل شوې وي يا له دولتي مقام څخه يادونه شوې وي چې د خبر تايید کوي، خو کله چې دا منابع نورې هم ولټوئ نو د خبر په ملاتړ پکې هیڅ نه وي.

Business newspaper article

۶نيټه يې وګورئ:

يو څه چې پرون رښتيا وو، ممکن نن رښتیا نه وي، يا ځينې وخت پخواني خبرونه د نن له پيښو سره تړل کيږي، لکه ځينې وختونه خبر به ولولئ چې د هېواد اقتصادي وده د تير کال په پرتله دا کال ښه وه، او راتلونکي لپاره مثبته وړاندوينه شوې ده، خبر ښه پراخه شريکيږي، خو وروسته چې يې نيټې معلومی شې، خبر پنځه کاله پخوانی وي.

۷آیا ملنډې دي:

آنلاين پيسې پيدا کول يو منل شوې تجارت دی، د هر کليک پر وړاندې ليکوال يا ویبپاڼې ته خاصه اندازه پيسې ليږدول کيږي، ځينې وخت دا ډول دروغ خبرونه د همدې هدف لپاره لیکل کيږي چې ډېر شريک شي او ډېر خلک يې ولولي، مهمه نه ده چې رښتيا دي يا دروغ، هغوی لپاره ستاسې لوستل او کلیک کول مهم دي.

۸خپل تمايلات/ تعصبات وګورئ:

دا يې کيدای شي تر ټولو ستونزمنه برخه وي، که تاسې له وړاندې د يو چا طرفداره ياست نو هر خبر چې ولولئ په هماغه تله يې تلئ، يا که فکر کوئ چې ځانګړي ځای کې له چا سره ظلم کيږي يا خاص شخص متعصبه دی، نو تاسې له خبر لوستو وړاندې له ځان سره پريکړه کړې ده، يوازې خبر د خپلو تمايلاتو پخولو او هغې لپاره د دليل موندلو په هدف کاروئ.

۹له نورو يا ماهرينو وپوښتئ:

نن سبا دروغ دومره ډېر شوي چې له رښتياوو سره يې هيڅ توپير نه کيږي، کله کله خو دروغ له رښتياوو هم ښه ښکاري، هغه څه چې تاسې لولئ ډېر امکان لري چې نورو هم لوستي وي، له خپلو ملګرو يا نورو ماهرينو وپوښتئ چې څومره رښتيا دي.

دروغ او نه منل کيدونکي معلومات به آنلاين وي، سره لدې چې دا هڅې شوې او راتلونکي کې به هم کيږي چې خبر اصلاح شي، يا هغه څه چې د فيسبوک له مزاج سره سم نه وي ليرې يې کړي، خو دا يو ستونزمن او نږدې ناممکنه چاره ده، ځينې محتوا له ورايه د انتقاد وړ وي، لکه د ماشومانو يا ميرمنو آزارول، خو ځينې يې بيا د بيان د آزادئ پر ننګه پاتې وي، لکه مسلمانانو ته محترم مواد ضرور نه ده چې کافر دې هم ورته درناوی ولري، او ځينې وخت بيا دا امکان نه لري چې هر څه اصلاح شي، نن انټرنېټ نږدې څلور ميليارده کاروونکي لري، دوه ميليارده يې پر فيسبوک دي، د دومره خلکو هرې وينا ريښتينوالی معلومول ناممکنه چاره ده.

له فيسبوک او انټرنېټ ميکانيزمونو پرته دولتونو هم هڅه کړې چې آنلاين محتويات کنټرول کړي يا د خپلې خوښې محتويات وهڅوي، پدې کې ځينې سياسي جنبه لري، د نن د ارګ او حکومت چارواکي د فيسبوک پر کارولو کې له نورو ډېر تکړه دي، او دا احساس تل وي چې د حکومت ډېر څه يوازې پر فيسبوک وي، ورسره پدې نږدې وخت کې د سایبري جرمونو قانون توشيح شو، چې د عملي کولو يو لوی دليل يې پر انټرنېټ، فيسبوک او نورو ټولنيزې ميډيا پر سر د حکومت يوه لوڅه توره راځوړوندول وو، چې که د کوم واکداره پر وړاندې دېبې احتراميوکړه چې د قانون ورقه وي او له شخص څخه پوښتنه وشي.

خو پدې ټولو چارو کې تر ټولو مهم ټکی د شخص پخپله ځان هوښياورل او خپل اعتبار دی، دروغ د سکروټو مثال لري څومره چې يې پوکی همدومره ګرميږي، پدې ټولو کې له ځانه وپوښتئ چې آیا دا محتويات په لوستلو ارزي، د شريکولو دي، رښتيا دي، او که زه يې شريک کړم پر نورو به څه اغېزه وکړي، او په پای کې سره لدې چې انټرنېټ د درواغو خپرول ډېر آسانه کړي دي، خو ورسره يې رښتيا هم غښتلي کړي دي، که پر څه شکمن ياست هغه ګوګل کړئ يا له فيسبوک پرته بلې لارې يې ولټوئ، حتماً پر هغه موضوع بل چيرې هم لیکنه موندلای شئ.

د پيغمبر (ص) يوه حديث په رڼا کې د منافق يوه نښه دا هم ده چې هر څه واوري بل ته يې وړاندې خپروي او د رښتياوو او دروغو معلومولو لپاره يې ځان نه آزاروي، هر څوک بايد پوه شي چې آنلاین حضور د شخص د شخصيت يوه برخه ده او ډير پرې د همدې حضور پر اساس قضاوت کوي او د دوی شريک شوي محتويات به د نورو پر ژوند اغېزمن وي، هڅه وکړئ ستاسې محتويات رښتيا، اغېزمن او د نورو د ژوند لپاره ګټور واقع شي.

ورته ليکنی: آنلاين نړۍ، د ميرمنو پر وړاندې تريخوالی او آزار – دوهمه برخه، پر ټولنيزې ميډيا قيودات – که د ځان تير ايستل، د آنلاين محتوياتو ننګونه،  آنلاین د کمکيانو او ځوانانو ساتنه – د والدينو لارښود – اخيري برخه، 

8 responses to “آنلاين دروغ خبرونه او د معلومولو يې ۹ لارې چارې”

  1. […] (ورته ليکنه: آنلاين دروغ خبرونه او د معلومولو يې ۹ لارې چارې) […]

    Like

  2. […] کار که لږ خو ځيرکه کار، د نن ټکنالوژئ لس ننګونی، آنلاين دروغ خبرونه او د معلومولو يې ۹ لارې چارې، له پوهې […]

    Like

  3. […] او، ورسره پدې هم پوه شي چې بیلابيلو څيړنو د دې شبکو استعمال او د انسانانو روحي آرامتيا تر منځ پر اړيکه څرګنده څيړنې کړي او ښودلې يې ده چې ډير استعمال يې انسان ځوروي او خپه کوي، نو ځکه (۱) هر څه چې آنلاين وينئ ضرور نه ده رښتيا دې وي (۲) آن که رښتيا هم وي نو تا له يې څه يا پر تا څه اغېزه کړي (۳) او هغه چې يې شریکوي د هغې پکې څه خير دی. آنلاين د درواغو معلومولو پر لارو چارو دلته غږيدلی يو (آنلاين دروغ خبرونه او د معلومولو يې ۹ لارې چارې) […]

    Like

  4. […] ورته ليکنی: واټس اپ نوی پاليسي او آنلاين محرميت الکترونيکي تذکره او بې ځايه معلومات، ټکنالوژي او د وخت ارزښت، د نن ټکنالوژئ لس ننګونی، آنلاين نړۍ، د ميرمنو پر وړاندې تريخوالی او آزار – دوهمه برخه، د انټرنېټي او مخابراتي اړيکې ړانده چڼول/ فلترول، آنلاين دروغ خبرونه او د معلومولو يې ۹ لارې چارې […]

    Like

  5. […] (موږ دلته پدې بله لیکنه کې آنلاين درواغو معلومولو پر لارو چارو غږيدلې يو: آنلاين دروغ خبرونه او د معلومولو يې ۹ لارې چارې) […]

    Like

  6. […] (موږ د آنلاين معلوماتو رښتيا معلومولو په اړه دلته لیکلي… […]

    Like

  7. […] (موږ د آنلاين معلوماتو رښتيا معلومولو په اړه دلته لیکلي… […]

    Like

  8. […] (څرنګه آنلاين دروغ معلوم کړئ دلته يې ولولئ) […]

    Like

څرګندون پریږدئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Trending

له مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت څخه يې واورئ

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive

.دلته مو ايميل آدرس وليکئ، تر څو زموږ له ليکنو څخه پر وخت خبر شئ

Continue Readingلوستنې ته دوام ورکړئ ـــ