له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي

متل کا چې درواغ د ناپوهه وزر دی يا درواغجن دې دروغ وايي عاقل دې قياس کوي، دلته موږ پر دې غږيږو چې څرنګه معلومات له رښتياوو شروع او له هر ځل بيانولو سره اصل بدلوي او پر درواغو اړوي، ورسره څرنګه د خبر هر بيانوونکی له خبر سره خپله تبصره ورډيروي او په پای کې له ډيرو بيانولو وروسته خبر ورک خو تبصرې پاتې وي.

د ټولنيزو شبکو په بادشاهئ او داسې زمانه کې چې چا درته وويل سپي دې غوږ يووړ نو هر يو سپي پسې ځغلي دا نه ګوري چې اول يې غوږ وړی که نه، او آیا دا غوږ يې زما وړ که د ګاونډي غوږ لپاره سپي پسې ځغلم.

يوه نوې څيړنه وايي چې هر کله چې خبرونه په دوامداره توګه نورو ته بيانيږي، نو د شخصي کيدو له يوه بدلونه تيريږي، چيرې چې هغه معلومات چې د بيانوونکي له طبعې سره برابر نه وي د بيانوونکي له تبصرو او معناوو سره مل کيږي او په عموم کې معلومات منفي اړخ خپلوي يا منفی لور ته تمايل کوي.

دا څيړنه ورسره دا هم وايي هر کله چې بيانوونکی نورو ته معلومات رسوي، نو دا فکر ورسره وي چې مقابل لوری لدې کم پوهيږي نو ځکه بايد هر وړاندې کيدونکي واقعيت سره ضميموي تشریحي معلومات او پس منظر هم ورکړي تر څو اوریدونکی پرې پوه شي. د دې ضميموي معلوماتو په برابرولو کې د دې پر ځای چې پر ټولو واقعيتونو اتکا وشي، يوازې هغه ټکي خوښيږي چې د بيانوونکي له نظر سره سم وي او ورسره د اوريدونکو پام جذبولو لپاره په منفي معلوماتو يا منفي اړخونو ته ډير پام کيږي.

په افهام او تفهيم کې يو تر ټولو مشهور موډل تبادلوي موډل دی، چيرې چې داسې انګيرل کيږي ويناوال خپله خبره په خپلو ټکو کې رانغاړي بیا اوريدونکی همدا ټکي د خپلې پوهې او فکر پر اساس معنا کوي، نو ځکه موږ په مفاهمه کې وايو چې ويناوال د خپلې وينا مسؤل دی نه دا چې اوریدونکي له دې وينا څه معنا اخلي يا يې څرنګه شاربي.

کيسې د بشري کلتور او ودې حياتي برخه ده، د نړۍ د هرې څنډې ولسونه خپلې ويناوې او دوديزه تربيوي کيسې لري چې د ماشومانو تربيې لپاره ترې وخت په وخت ګټه اخيستل کيږي، دا کيسې له چاپيريال او د کیسې بيانولو لامل له کبله عياريږي، يوه کیسه څو ډوله بیانيدلای يا معنا کيدلای شي، دلته د کیسې ريښتينوالي زيات د هغې تربيوي اړخ مهم وي.

خو پخوا چې به هر کله دا ماشوم ستر شو نو د رښتيا او درواغو په دې توپير به پوه وو، پوهيده چې ضرور نه ده هر کيسه دې رښتيا وي، ورسره پوهيده چې هغه نصحيتي کيسې وی او اصل مفهوم يې اخلاقی اصلاح وه نه دا چې هر کيسه دې ټکي په ټکي رښتيا وي.

ورسره پر دې پوهيده چې يو څوک ستر شي نو د کيسې او معلوماتو تر منځ بايد توپير وکړي، او معلومات بايد په خپل اصل سره ورسوي، خو د نن زمانې دا ستر ماشومان چې د ټولنيزې شبکو په چاپيریال کې ژوند کړي او دوامداره د نورو پاملرنه او لايکس غواړي، دا معلومات له خپلې خوښې سره عياروي، هر څومره چې معلومات له خپلې منبع يا لومړئ زيرمې څخه ليري کيږي همدومره د بیانوونکو لاسوهنه پکې ډيريږي، او هر بیانوونکی يې له خپلې طبعې سره چڼوي، لږه ډيره مصاله پکې له خپل ذوق سره ورګډوي، او پدې لاسوهنه کې عموماً منفي اړخ ډير حاکم وي.

blue red and green letters illustration

ټولنيزې شبکې دا ګډوډي او لاسوهنه غښتلې کوي

د همدې څيړنې له مخې، چې پر ۱۱۰۰۰ برخوالو د ۱۰ تجربو له مخې اجرا شوې وه، داسې انګيرل کيږي چې ويناوال د اوریدونکي قانع کولو لپاره د واقعيتونو پر ځای له خپلو نظرونو کار اخلي، په ځانګړي ډول په هغه صورتونو کې چيرې چې ويناوال فکر کوي له اوريدونکي پر موضوع ښه پوهيږي.

دا اغېزې بيا د ټولنيزو شبکو لخوا نوره هم غښتلی کيږي. د ټولنيزې شبکې تعقيبوونکي/ کاروونکي بیا د اصل محتوا لنک ته نه ځي، پر اړيکه نه کليک کوي، پخپله ځان نه په عذابوي چې ويناوال څومره رښتيا وايي، بلکه څه چې ويناوال شريک کړي وي هماغه د واقعيت په توګه قبلوي.

(موږ دلته پدې بله لیکنه کې آنلاين درواغو معلومولو پر لارو چارو غږيدلې يو: آنلاين دروغ خبرونه او د معلومولو يې ۹ لارې چارې)

دا لومړئ څيړنه نه ده چې دا ډول سلوک ته اشاره کوي، ټولنه په ځانګړي ډول د ټولنيزې شبکې کاروونکي ځانګړيو فکرونو ته تمايل کوي، او اکثره په هغه غونډو، ډلو، بحثونو او اړيکو کې برخه اخلي چې د دوی له فکر سره سم وي، هر هغه څه چې د دوی په تبعه برابر نه وي، هغه دروغ، چټيات او کوپر ګڼي.

يوازې رښتيا يې حل دی

د دا ډول ګډوډيو مخه نيول ستونزمن دي. په سياسي مداريتوب کې يوه اصطلاح ده چې که چيرې رښتيا ستونزمن وي او پټولای يې نه شئ، نو دومره درواغ خپاره کړئ چې له اصلو پکې لاره ورکه شي، يا لکه چې مشرانو به ويل تر څو چې رښتيا راځي درواغو به کلي وران کړې وي.

پدې زمانه کې چيرې چې کارکوونکی پوه دی، د ټولنيزو شبکو کارول يو حد پوهه او مهارت غواړي، چې له کبله يې له کارولو سره يو څه مسؤليت هم راځي، هر څوک بايد پوه شي چې څرنګه درواغ او رښتيا سره بيل کړي، او ورسره پدې پوه شي چې هر څه ستاسې لپاره نه دي، خپل کار سره کار لرئ، ضرور نه ده چې له طبابت نيولې تر سياست او له جاپانه تر مکسيکو پر هره موضوع خپل عالمانه نظر ورکړئ.

سره لدې چې ټول پوهيږي رښتيا ښه دي، خو رښتيا بيا هغسې د درواغو يا افواهاتو په څير خوندور او له مصالو ډک نه وي، د ټولنيزو شبکو په دې زمانه کې بايد ټول هڅه وکړو پر رښتيا ځان پوه کړو، هره خبره چې تاسې يې آنلاين لولئ آن که له ډيرو معتبرو خلکو او ادارو څخه هم وي بايد له دوه درې زيرمو يې وڅارئ، ځان باوري کړئ چې رښتيا دي او که چيرې نه غواړئ ځان دومره په عذاب کړئ نو لږ تر لږه يې نورو ته مه خپروئ.

هره هغه خبره چې له يوه ډيرو خلکو يا زيرمو تاسې ته رسيږي د ټکو له مخې يو بل سره فرق لري، آن محتوا يې هم ښايي بدله وي خو اصل يې بيا هم په ځای پاتې وي. ورسره دې ته هم وګورئ چې رښتيا د يوه نفر يا ادارې په ټيکه نه دي رسيدلي هر څوک چې بل چا ته يو خبر يا وينا رسوي بايد ورسره ووايي چې دا خبر پدا ډول وو او دا ورسره زما نظر دی.

د نن په زمانه کې چيرې چې هر څوک هر وخت کولای شي هر ډول معلوماتو ته لاسرسی ولري، دا عذر نه شي کيدای چې زه خبر نه وم، يا لدې وطنه څه نه جوړيږي بيا خبر خپور کړئ او ورسره خپل عالمانه نظر هم مل کړئ يا يو څه وليکئ بيا په پای کې ورسره کاپي ليکل شوي وي، هر هغه څه چې تاسې واياست تاسې يې مسؤل ياست او هر هغه څوک چې يې لولي هغې ته يې تاسې رسوئ، مهمه نه ده چې دا خبره وروسته رښتيا وي يا درواغ.

ورته لیکنې: آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، واټس اپ نوی پاليسي او آنلاين محرميت، د نن ټکنالوژئ لس ننګونی، انفرادي تعصب


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

19 responses to “له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي”

  1. په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ – مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] ليکنی: له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم […]

    Like

  2. د ستونزې حل غواړئ – له بل اړخه ورته وګورئ – مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] اترو کې ترې ډډه وکړئ، کار موندنه، شخصي او مسلکي وده، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم […]

    Like

  3. بدلون د ژوند يو اصل – مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] اترو کې ترې ډډه وکړئ، کار موندنه، شخصي او مسلکي وده، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم […]

    Like

  4. مشري او سختيو ګالل – مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] اترو کې ترې ډډه وکړئ، کار موندنه، شخصي او مسلکي وده، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم […]

    Like

  5. ټولنيزې شبکو خپل محتوياتو څرنګه اداره کوي – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ليکنۍ: ټکنالوژي او د وخت ارزښت، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، د وبا پر مهال انټرنېټ ته لاسرسی، پر ټولنيزې ميډيا […]

    Like

  6. ټولنيزې شبکې خپل محتوياتو څرنګه اداره کوي – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ليکنۍ: ټکنالوژي او د وخت ارزښت، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، د وبا پر مهال انټرنېټ ته لاسرسی، پر ټولنيزې […]

    Like

  7. ټولنيزې شبکې خپل محتويات څرنګه اداره کوي – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ليکنۍ: ټکنالوژي او د وخت ارزښت، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، د وبا پر مهال انټرنېټ ته لاسرسی، پر ټولنيزې […]

    Like

  8. د فيسبوک پر وړاندې – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] قيودات – که د ځان تير ايستل، ټکنالوژي او د وخت ارزښت، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، د وبا پر مهال انټرنېټ ته لاسرسی، پوهه، ټکنالوژي او […]

    Like

  9. ډيجټيلي استبداد – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] پخوانۍ ليکنې ټولنيزې شبکې محتويات څرنګه اداره کوي، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي لوستلی […]

    Like

  10. کله چې په ژوند کې  له يوه ستر بدلونه تير شئ، دا پنځه کړنلارې وکاروئ (۲) – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] اترو کې ترې ډډه وکړئ، کار موندنه، شخصي او مسلکي وده، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم […]

    Like

  11. د معلوماتو واکداري  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ليکنی: د ذکاوت ضياع، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، آنلاين: د ځان او معلوماتو ساتنې نهه عملي لارې چاری، د […]

    Like

  12. د ستونزې بيان او معلومات – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] اترو کې ترې ډډه وکړئ، کار موندنه، شخصي او مسلکي وده، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم […]

    Like

  13. د سلاکار او سلا اوصاف  – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] اترو کې ترې ډډه وکړئ، کار موندنه، شخصي او مسلکي وده، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم […]

    Like

  14. د مينې ړانده – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] وخت او مطالعه، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم […]

    Like

  15. د خيراتونو کاروبار او شخصيت وژنه – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] وخت او مطالعه، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم […]

    Like

  16. د مشرۍ ۷ایس موډل او ملي تګلارې – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] وخت او مطالعه، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم […]

    Like

  17. معلومات او پوهه د تيلو او تحريکوونکي په توګه – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] وخت او مطالعه، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، نور ناپوهه […]

    Like

  18. ښه مدير: کارکوونکي مو له کار څخه غواړي، ۱۲ پوښتنې – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] اترو کې ترې ډډه وکړئ، کار موندنه، شخصي او مسلکي وده، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم […]

    Like

  19. ښه مدير: کارکوونکي مو له کار څه غواړي، ۱۲ پوښتنې – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] اترو کې ترې ډډه وکړئ، کار موندنه، شخصي او مسلکي وده، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم […]

    Like

Leave a reply to د فيسبوک پر وړاندې – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون ځواب لرې کړه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading