نن سبا پر ټولنيزو شبکو د ښکنځلو بازار ګرم دی، دلته يې موږ د افهام او تفهيم، ژبې او مشرۍ له اړخه راسپړو، هر هغه څوک چې د ټولنې مروجه دودونه او کړه وړه ننګوي، ښکنځل کيږي. له اسلامي زده کړو نيولې تر اخلاقي او ادبي بحثونو ټولو کې ښکنځل بد ګڼل کيږي، او بیرته هغه شخص ته راجع کيږي چې ښکنځل کړي.
په مفاهمه کې د هر څه ارزښت د هغې د غبرګون او اغيزې په اساس وي، ښکنځل هغه وخت مهمه وي چې مقابل لوری ورته ارزښت ورکړي، د غبرګون سبب شي يا اغيزه ولري. زموږ دود تر ډيره ويناوي شکل لري، موږ د ليک خلک نه يو، نو ځکه دغه خبرې چې پر ژبه ودريږه، ژبه مې کړې ده، نر له ژبې پيژندل کيږي، او داسې نور په موږ کې ډير رواج دي، نو ځکه هر څه چې له دې ژبې راوځي، هغه ډير مهم ګڼو.
د سپکاوي اساس د مقابل لوري د درناوي احساس ژوبلول دي، يعنې هر هغه څه چې مقابل لوري ته محترم دي هغه بايد سپک شي، پدغه سپکوالي کې له دين نيولي تر هيواد، ناموس، کلتور، قوم، ژبې هر څه راځي. او دغه سپکوالی هغه وخت اغيزمن وي چې اغيزمنيدونکی لوری هم په شعوري يا غير شعوري توګه دغه سپکوالی درک کړی وي.
لکه يو چا ته له وړوکوالي احساس ورکړل شوی وي چې بيړا دی، پر خبره يې سر نه خلاصيږي، د دغه ماشوم دا پيژندنې برخه شوه، وروسته ښايي دا ماشوم ډير ستر شخصيت شي، خو دغه داغ به ورسره تل پاتې وي، او هر کله چې په دغه نامه ياديږي، دا به يو غبرګون ښيي.
د دين، هېواد، ژبې، قوم، سيمې او داسې نورو هم همدا بيلګه ده، که په شعوري يا غير شعوري توګه پر دې باور ياست چې د يوه ځانګړي دين خلک ظالمان دي، نو هر هغه څوک چې دغه دين مني تل به له خپله دينه د ظلم ليرې کولو ټاپې هڅه کړي، که فکر کوئ چې له هېواده څه نه جوړيږي يا د ځانګړي هېواد خلک نيکبخته دي، نو د هغه هيواد نوم به د ځانګړو احساساتو سبب ګرځي.
د دې په مقابل کې بيا ستر خلک دي، چې هغه مروجه دود او چارې ننګوي، پوهيږي چې بې احترامي به ورته کيږي، خو بيا هم خپلو چارو ته دوام ورکوي او د هغې چارې پر ارزښت او حقانيت باور لري.
په ديني لحاظ هر ستر شخص چې د حق مبارزه يې کړی ورته بې احترامي شوې ده، د جادوګرۍ له تورونو نيولې د خپلو نيکونو د دود او دين پريښودو پيغورونه ورته ورکړل شوي دي، خو حق حق وي، يعنې د حق لاره هم له ښکنځلو پاکه نه وه.
غفار خان چې د نجونو ښوونځي چلول هغې هم ناموسي ښکنځلې اوريدلي، خلکو خو خپل اولادونه نه ليږل او نور يې هم ترې منع کول چې دغه ښوونځي ته ولاړ شي، خو د دغه ستر شخص باور همدومره غښتلی وو، چې پيل يې له خپلو لوڼو وکړ، له ټولو ننګونو سره يې اول خپلې لوڼې واستولی، وروسته يې همدا لوڼې ډاکټرانې وی چې د خپل ولس خدمت يې کاوه.
د مصنوعي ځيرکه ماشينونو په جوړولو کې يو تر ټولو بنسټيزه ازموينه د ژبې پر چاپيريال د پوهيدو بحث وي، نن سبا د چيټ جي بي ټي او ګوګل بارډ موضوع ګرمه ده، دغه پر ژبه روزل شوي د مصنوعي ځيرکتيا ماشينونو ښې بيلګې دي. د دغې ماشينونو په روزلو کې د ژبې پر چاپيريال له پوهيدو څخه هدف دا درک دی چې د ژبې اړونده ټکي په کوم چوکاټ کې کاریدلي دي.
لکه د خره اصطلاح ده، يهودانو لپاره خر محترم دی، مکسيکو او جنوبي امريکايي هيوادونه ورته د کاريګر او زحمت کشه حيوان په سترګه ګوري. دلته زموږ په چاپيريال کې بيا دواړه د زحمت کشۍ او کم عقلتوب دواړه معناوی ورکوي.
که وواياست چې هسې خر دی، نو که چيرې د سرزورۍ او زحمت بحث وي، نو پوهيږئ چې سر زوري کوي او له زحمته کار اخلي، خو که د کم عقلۍ بحث وي، نو معنا يې چې خر دی.
تر ټولو اغيزمن سپکاوی او ښکنځله هغه وي چې اغيزمنيدونکی شخص هغه په شعوري يا غير شعوري توګه ومني، لکه څرنګه چې به مشهور ژبپوه هایاکاوا ويل «د وينا او ټکو ارزښت په تورو کې نه دی، بلکې په موږ کې دی چې دغه ټکو ته يې ورکوو»
د همدې خاورې يو ولسمشر ته په تالار کې يو څوک راپاڅيد، زړه يې پرې تش کړ، هغه دا شخص سټيج ته راوغوښت، هلته يې ورته مايک په واک کې ورکړ، چې وايه هر څه چې وايي، بيا يې په غيږ کې ونيو او دواړه پر خپل لار ولاړل.
د دې په مقابل کې بل ولسمشر وو چې همدا کار ورسره وشه خو ساتونکو يې انتقاد کوونکی د خلکو په منځ کې وډباوه، وروسته يې ورپسې پخپله هم بد رد وويل او د دې دوهم ولسمشر پسې مشهوره وه چې په غونډو کې به يې هر څوک ښکنځه او سپکاوه.
څوک به سپک څوک به درانه راپسی وایی —- زه رحمان په درنو دروند په سپکو سپک یم
کيسه کا: چې يوه ورځ بودا له خپلو شاګردانو سره ناست وو چې په دې وخت کې يو څوک راغلل او پر ښکنځلو يې پيل وکړ، د بودا شاګردان په قهر شو او راپاڅيدل، چې ده د لاس پر اشاره آرامه کړل او بيرته کيناستل، له ښکنځلو وروسته هغه شخص غلی شو، بودا خپلو شاګردانو ته مخ واړوه او ورته يې وويل: چې تاسې ته يو څوک ډالۍ راوړي او تاسې دا ډالۍ قبوله نه کړئ، نو څه فکر کوئ چې دا ډالۍ د چا کيږي. شاګردانو يې ځواب ورکړ: د هغه شخص چا چې راوړې ده.
ورته ليکنی: د لياقت شخړه، بې ادبه که حرام فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، ټولنيزې شبکې او ژوره پوهه، هېوادونو وده او پوهه، پوهه: پر کومه بيه






څرګندون پریږدئ