آنلاين دروغ رښتيا

پدې ورځو کې د آنلاین درواغو بازار ګرم دی، که هغه غازي امان الله خان پسې دروغ رښتيا تړل وي، يا د اوسنيو ژونديو ويډيو او بيانونو اړول راړول وي، هر څوک ترې خپله ګټه اخلي.

د درواغو کيسه څه نوې نه ده، د بشر تاریخ له درواغو ډک دی، خو نن يوازې د دغې خبرو د پراخه خپرولو امکانات د پخوا په پرتله ډير دي، او هغوی چې له وړاندې په يوه ځانګړي نظر وي، دغه درواغ ورته د خپل نظر تحميلولو يوه وسيله ده.

له آنلاين درواغو هدف هر هغه دروغ يا خبر وي چې د سياسي اهدافو، مخالفينو بدنامولو يا شهرت او پيسو ګټلو لپاره نشريږي، او زموږ په هېواد کې خو آن يوه ځانګړي چارواکي ته د خپل اخلاص او غوړه مالئ لپاره هم په ښاخو درواغ باديږي. دا د درواغو خبرونه داسې څه نه وي چې انتقاد پرې وکړئ يا ويې نه منئ، نه ريشخند وي او نه د بل نقل، بلکه ريښتوني خبر ته ورته جوړ شوی ليکنه وي تر څو لوستونکي يې د اصل په توګه قبول او وړاندې شريک کړي.

a man reading a newspaper while holding a fire

په نړيواله توګه د درواغو خبرونو تر ټولو مشهور شکل سياسي نه بلکه پيسو لپاره شهرت وي، د نن په خواله رسنيو کې چيرې چې ډېر خوښيدل له رښتياوو ارزښتمن دي، او همداسې د ټکنالوژئ دا توان چې د خبر اصل خپروونکی له منځه باسي، د دا ډول خبرونو بازار ډېر کړې او شهرت ته يې لاره آسانه کړې ده.

په نړيواله توګه د آنلاين درواغو يا پروپاګنډ تر ټولو څرګنده نمونې په امريکا کې د ډونالډ ټرمپ ولسمشري او په هند کې د نريندرا مودي صدراعظمي وه، چې په دې کې وروسته د عمران خان ډله هم ورشامله شوه، پدې دريواړو بيلګو کې دې خلکو دومره درواغ ويل چې آن خپلو خلکو به يو بل ته ويل چې خلکو ګوزاره کوئ، خو د دې درواغو په وړاندې چې به هر چا غږ اوچت کړ، نو د دوی آنلاين لنډه غر او ځوروونکي به ورپسې وو، تر څو چې به يې نقد کوونکی خپلې خبرې پورې حيران کړ.

په هند کې د واټس آپ او ټولنيزي شبکو له لارې د نورو درواغو خبرونو خپرول ډيرو خلکو ژوند تهدید او د وژنو سبب شو، همدې نږدې وختونو کې په پاکستان کې د عيسويانو د وژلو يا د هغوی د مذهبي ځايونو د ورانولو پيښې رامنځ ته شوي دي، چې تر ټولو اساسي لامل يې د تورنو اشخاصو په وړاندې آنلاين کمپاين وو.

د مصنوعي ځيرکتيا له ودې سره له آنلاين متني محتوا سره اوس انځورونه او ويډيو هم د جعلکارۍ ښکار ګرځي، د ويډيو په جعلکارۍ کې د بريد لاندې شخص انځورونه راټوليږي، د غږ نمونه يې حاصليږي، او بيا د مصنوعي ځيرکتيا د ماشين/ پروګرام په مرسته دغه انځورونو ته خوځنده شکل ورکړل شوی او شاته يې غږ نشريږي.

له دغې ځورونې د نړۍ ډير نامتو خلک اغيزمن شوي دي، او داسې بريښي چې دغه رواج مخ په ډيريدو دی.

د درواغو او افواهاتو بازار د ټاکنو يا سياسي بدلونونو/ پيښو پر مهال تر ټولو ډير احساسيږي، او دا ستونزه يوازې زموږ نه ده، مثلاً په برما کې د نظامي کودتا له کبله اکثره مظاهرې د ټکنالوژئ وسيلو په مرسته تنظيميږي، او فیسبوک د خپلو کړنلارو يا سياسي ملحوظاتو له کبله د هغوی ټول نظامي حسابونه بند کړي دي.

په پاکستان کې د عمران خان يا منظور پښتين ډله د آنلاين وسيلو په کارولو کې له نورو ټولو سياسي/ مدني خوځښتونو وړاندې ده، اوس چې څوک څومره د دوی له نظر سره موافق دي، يا حکومت څومره هڅه کړې دغه نظرونه وځپي، هغه بيل بحث دی، خو هر هغه څه چې تاسې آنلاين وينئ، ضرور نه ده هغه دې رښتيا وي.

همداسې کله چې په مصر کې د عربو خوځښت پيل شو، هلته هم ټکنالوژئ د خلکو په تنظيمولو کې کلیدي ونډه لرله، چې حکومت يې راپاڅيد او په ټول وطن يې انټرنېټ بند کړ، دوه کاله وړاندې په يوګانډا کې ټاکنې وی، فيسبوک دولتي حسابونه په دې دليل بند کړل چې د اپوزيشن په وړاندې يې ناوړه ويناوې يا درواغ خپرول. خو په دواړو بيلګو کې خلکو خپلې مظاهرې کولی.

آنلاين نړۍ په ځانګړي ډول فیسبوک او ټولنيزې شبکې بې طرفه نه دي، او هغوی چې د دې وسيلو په ښه کارولو پوهيږي بهتره ګټه ترې اخلي، او داسې بې شمېره شواهد شته چې دا شبکې په ځانګړي ډول فيسبوک يو خاص فکر يا خاصې ډلې طرفداري کوي.

white and black cat sketch

يو څه موده وړاندې الجزيرې يوه څيړنه خپره کړه چې په هغې کې ويل شوي وو فيسبوک تر ډيره د اسلامي او هغه پاڼو مخه نيولې ده چې د امریکايي له سياست سره اړخ نه لګوي، پدې څيړنه کې چې په هند او امريکا کې ترسره شوې وه ويل چې په هند کې د هندي او بودايي سرسختو او په امريکا کې د سپين پوستو سرسختو پاڼې او ګروپونه بې له قیده فعالیت لري، خو په مقابل کې يې د تورپوستو، اسلامي زده کړو او نورو داسې پاڼو فعالیت په دوامداره توګه بنديږي چې د دوی له کړنلارو سره همغږی نه وي.

د يوې بلې څيړنې له مخې، چې د اکسفورډ پوهنتون د اکسفورډ انټرنېټ انسټيټيوټ ترسره کړې وه، او له ۲۰۱۷م کال راهيسې د حکومتونو او سياسي ګوندونو لخوا د ولسي نظر ټاکلو لپاره انټرنېټ څاري، وايي چې د حکومتونو لخوا د غلطو معلوماتو خپرولو کمپاينونه مخ په ډيريدو دی. دا پروپاګنډ د حکومتونو او سياسي ګوندونو لخوا د کمپاينونو يوه اساسي برخه ده چيرې چې د مخالفينو سپکولو، پر عامه نظرونو اغېزې ښندلو، مخالف غږ غلي کولو او په بهرنيو چارو کې لاسوهنو لپاره ترې ګټه اخلي.

متل کا “چې رښتيا راځي، درواغو به کلي نړولي وي”، دروغ، پروپاګنډ، بل پسې بد او د ځان ښه ويل، تل د انساني سلوکونو برخه وه، خو پر هغوی پوهيدل نسبتاً آسانه وو، د نن په زمانه کې چې ډيرو ته اسلام، وطن، سياست، دروغ او رښتيا هر څه فيسبوک يا ټويټر دی، بايد پدې پوه شي چې هر هغه څه چې په فيسبوک يا په ټولنيزو شبکو کې خپريږي رښتيا نه دي.

او، ورسره پدې هم پوه شي چې بیلابيلې څيړنې د دې شبکو استعمال او د انسانانو روحي آرامتيا تر منځ پر اړيکه غږيدلي او ښودلې يې ده چې د دې وسيلو ډير استعمال انسان ځوروي او خپه کوي، نو ځکه (۱) هر څه چې آنلاين وينئ ضرور نه ده هغه دې رښتيا وي (۲) آن که رښتيا هم وي نو تاسې له يې څه يا پر تاسې ولې اغېزه وکړي (۳) او هغه شخص چې دغه محتوا شریکوي د هغې پکې څه خير دی.

د غلطو معلوماتو او دروغو خپرول يوازې تر سياسي موضوعاتو محدود نه دي، د کرونا/ کويډ۱۹ د خپریدو او د مخنيوي ناکامۍ يو اساسي دليل يې آنلاين د غلطو معلوماتو خپرول وو، آن د ډيرو هېوادونو ولسمشرانو دا نه منله چې دا مرض دې رښتيا وي، تر څو چې پرې پخپله اخته شو.

پر دې يې رانغاړو: د ځيرکه ټليفون، ځيرکه وسيلو او ځيرکه معلوماتو کارول او اخيستل، ځيرکه کاروونکی غواړي، بيداره اوسئ.

ورته ليکنی: د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۴)، سايبري مينه – اخيري برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين محتوياتو ننګونه


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

3 responses to “آنلاين دروغ رښتيا”

  1. آنلاين نړۍ: د کوچنيانو، انجونو او ميرمنو آزار – (۱) – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – اخيري برخه  ، څه لولئ، کوم معلومات مصرفوئ، آنلاين دروغ رښتيا […]

    Like

  2. آنلاين نړۍ: د کوچنيانو، انجونو او ميرمنو آزار – (۲) – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – اخيري برخه  ، څه لولئ، کوم معلومات مصرفوئ، آنلاين دروغ رښتيا […]

    Like

  3. آنلاين نړۍ: د کوچنيانو، انجونو او ميرمنو ځورول- (۲) – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – اخيري برخه  ، څه لولئ، کوم معلومات مصرفوئ، آنلاين دروغ رښتيا […]

    Like

Leave a reply to آنلاين نړۍ: د کوچنيانو، انجونو او ميرمنو آزار – (۱) – مشري || ټکنالوژي || بدلون ځواب لرې کړه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading