ځينې ژبه له پوهې سره مترادفه بولي، فکر کړي که يو څوک په ځانګړی ژبه د طوطي په څير غږيږي، نو حتماً به پوهيږي، ځانګړی ژبې له نورو د بهترۍ دعوه لري، او هغوی چې پر دغه فکر دي، نن سبا د ټولنيزو شبکو په زمانه کې خپل ولس ته هم په همدغو بهرنيو ژبو ټويټونه او احوال کړي.
ژبه د پوهولو وسيله ده، او د پوهولو اساسي برخه د بل لوري پوهول دي، يعنې د هغوی د پوهې او فهم په رڼا کې د هغوی په ژبه له هغوی سره غږيدل دي، نو که چيرې اساسي بحث د بل شخص پوهول وي، او ژبه يوازې د دغې پوهولو يوه وسيله وي، آیا داسې وخت به راشي چې ژبه به نه وي، خو بشر به د ټکنالوژيو له لارې بل پوهوي.
انګليسي په عمل کې نړيواله ژبه ده، مهمه نه ده چې په سياسي توګه به يو څوک دغه ژبه څومره مهمه ګڼي، خو په نړيواله توګه مطرحه ژبه ده. ژبه پر ولس ښاديږي، د ژبې په تاريخ کې هغو ژبو نړيوال ارزښت پيدا کړی دی چې ويناوال يې حاکمان شوي دي، يعنې د نن انګليسي د انګريزانو د امپراطورۍ برکت دی، چې د دې سيمې هيوادونه يې تر اغيز لاندې وو، اوس که انګريز خپلې يوې جزيرې پورې حيران دی، سياسي ارزښت يې له لاسه ورکړی دی، خو ژبه يې د پوهې او اقتصاد ژبه ده.
داسې ګڼل کيږي چې ښايي انګليسي اخيري نړيواله ژبه واوسي، په کوم سرعت چې ټکنالوژي وده کړي، او د نن وسيلې ځيرکه کيږي، موږ داسې لور ته روان يو چې هلته به دغه وسيله له موږ سره د بلې ژبې په ژباړه کې مرسته کړي. ګوګل ټرانسليټ د ژبو د ژباړلو يوه عامه وسيله ده، زموږ په څير د خوارې ژبې لپاره يې ښايي ژباړه ډيره اعتباري نه وي، خو نورو پرمختلليو ژبو لپاره سمه صحیح ژباړه کړي.
له ګوګل سره د انټرنيټ ګړندي کيدونکي سرعت د دې امکان ډير کړی دی، چې تاسې دې يوې بلې ژبې له ويناوال سره په خپله ژبه وغږيږئ، او هغه دې هم په خپله ژبه وغږيږي، خو په منځ کې د ټکنالوژۍ يوه وسيله دې ستاسې خبرې يو بل ته ژباړي، د دې اړتيا نه پريوځي چې دواړه سره دوهمه ژبه زده کړئ.
د فکرونو په انتقال هم کار روان دی، ليکل يو کسبي مهارت دی، يعنې بشر يې د خپل ژوند په دوران کې زده کوي، د ښوونکي د لښتې تر سيورې لاندې زده شوې مهارت دی، خو که چيرې تاسې داسې يوه خولۍ په سر کړئ، يا د ټليفون د هيډفون په څير ځينې سیمان خپلې کوپړۍ پورې ونښلوئ، او له وينا او لیکنې پرته مو فکر نورو ته وليږدول شي، نو بيا ولې لیکل او وينا زده کوئ.
پر دغه سيمانو او مصنوعي کوپړۍ کار روان دی، او تجربې هم پرې شوې دي، چيرې چې د خولۍ په څير له سيمانو جوړ جال په سر کوئ او کمپيوټر مو فکرونه لولي.
د خوبونو په څيړنه کې يو بحث دا هم دی، چې انسان هر کله خوب ويني نو د ژبې له ستونزې سره نه مخ کيږي، مهمه نه ده خوب کې چيرې دی، له هر چا سره غږيدای شي، ژبه د افهام او تفهيم وسيله ده، د پوهولو وسيله ده، که چيرې يو څوک له ژبې پرته وپوهولی شئ، نو بيا ژبې ته څه اړتيا ده.
تاريخ هميش بریاليو ليکلی دی، ګټونکو ليکلی دی، سره لدې چې پر يو بل هېواد به بريد وکړي، خو له بريد سره به بيا هم خپل ښه وايي، هغوی چې د دوی په وړاندې دريږي، له خپلې خاورې دفاع هم ورته بده وايي، په غربي نړۍ کې د يوکراين او فلسطين جګړې ته له مختلفو زاويو کتل کيږي، او دغه اختلاف د محتوا له کبله دی.
ژبې او ولسونه د خپلې پوهې او د هغې د محتوا له کبله غني کيږي. ژبه د دغې پوهې د ساتلو او ليږدولو تر ټولو بنسټيزه وسيله ده، زموږ محتوا زموږ پيژندنه ده، يو څوک به په بله خاوره کې اوسيږي، خو فکر به يې د دې خاورې ولس ته ورته وي، يو څوک به دلته وي خو فکر به يې د پردو وي. د نن زمانې د شخړو يو تر ټولو مهم ډګر فکري جګړه ده.
او فکر پر محتوا راڅرخي، هر څه چې په دوامداره توګه لولئ، وينئ، اورئ او څيړئ، هماغه مو فکر ټاکي. پښتو له خپلې غنا سره بيا هم د محتوا ستونزه لري، موږ خپل فکر ثبت نه کړ، له پخواني نسله موږ لږ ليکل راپاتې دي، او له آثارو ښکاري چې د ټکنالوژۍ په وده کې موږ له ليکلو پرته د اوريدنې او ليدنې پير ته داخل شو، او دلته هم د پردو محتوا مصرفوو.
ورته ليکنی: څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د مشرۍ کبر او ناکامۍ مزل، د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۵)، سايبري مينه – اخيري برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين محتوياتو ننګونه






څرګندون پریږدئ