له هر څه وړاندې د زده کړې ولې يا هدف د مغزو ډکول نه بلکه خلاصول دي. دا منل دي چې د يوې چارې د کولو څو لارې دي. بیلابیل فکرونه شته او هر فکر ښايي چې صحیح وي. زما لپاره هغه فکر سم دی چې تر اعظمي حد زما ګټه خوندي کړي. دا ګټه يوازې مالي نه ده، بلکه هره هغه پوهه او نتیجه چې زما له اوسني فکر سره سمه وي، ما ته ښه ښکاري.
خو، هر څه تور او سپين نه دي. زما طريقه يا فکر په نړۍ کې د اړونده چارې يوازينئ طريقه نه ده، بلکه يوازې ښايي له زرګونو يوه طريقه وي، چې ما د خپل ژوند د تجاربو او فکرونو په رڼا کې رامنځ ته کړې ده. موږ راتلونکي ته د خپلو احتمالاتو په سترګه ګورو. احتمالات زموږ د پخوانيو تجربو، لاسته راوړنو، ناکاميو، عقيدوي او دنيوي فکرونو او نورو په رڼا کې رامنځ ته کيږي، نو که چيرې زده کړه غواړئ تر هر څه وړاندې بايد دې ته تيار واوسئ چې ښايي نوې پوهه مو له پخواني فکر سره په ټکر کې واقع شي.
د ماشومانو زده کړه له هیڅ پيليږي. يوه تشه وي چې کورنۍ، ټولنه، تعليمي نظام او نور يې له خپل فکر سره سم ډکوي. هغه ټولنې چې په دوامداره توګه زده کړه کوي هغه د نوو موندنو په رڼا کې راتلونکی نسل روزي. پخوانی نسل د ژوند له نوو فکرونو سره دا نسل تياروي چې په اوسنۍ نړۍ کې ژوند وکړي. نه داسې چې د پخوانيو زده کړو په رڼا کې ترې د نوي ژوند ننګونو ځواب غواړي.
د غټانو زده کړه بيا له هیڅ نه پيليږي، هغه د اوسنۍ زده کړې پر استناد مخکې ځي. دوی له پخوا يو څه زده وي، نوی زده کړه بايد له پخوانۍ سره اړخ ولګوي تر څو ځای ونيسي. نو ځکه، د غټانو د زده کړې په پروسه کې يو اساسي ګام د هيرولو دی، يعنې که چيرې نوي څه زده کړي او سم وي، خو له پخوانۍ پوهې سره يې اړخ نه لګوي، نو بايد پخوانۍ زده کړه هيره کړي. يا خپلې پخوانۍ پوهې ته د وفاداره پاتې کيدو لپاره بايد پر نوې زده کړه سترګې پټې کړي.
زده کړه څرنګه پخوانۍ کيږي او خپل ارزښت له لاسه ورکوي، کله چې تاسې يوه نوي موقف، نوې چارې، نوي ژوند، نوي مسؤليت يا داسې نور څه ته لاس واچوئ، چيرې چې بايد نوي څه زده کړئ او فکر کوئ چې اوسنۍ يا پخوانۍ پوهه مو نه پکاريږي. هغه څه چې تاسې تر دې ځايه رسوي، هغه مو د راتلونکي هغه ځای ته نه شي رسولای چيرې چې ځئ، نو ځکه بايد نوي څه زده کړئ.
اکثره وختونه موږ هغه چا ته چارې سپارو چې د هغوی په اړه د اوسنئ پوهې په رڼا کې فکر کړو په راتلونکې چاره کې به هم بریالي وي. دغه فکر له هالو ايفیکټ (Halo Effect) اغيزمن دی. هالو ايفيکټ که د يو چا په اړه فکر کوئ چې تمبل دی، نو که هغه هر څه وکړي تاسې ته به تل تمبل وي. خو که د هغه په اړه ښه فکر لرئ نو فکر کوئ چې په هر څه کې ښه دی.
که چيرې د دغه شخص په اړه دغه پریکړه کې خطا وځي، او ستاسې له فکر سره سم عمل ونه کړي. نو بیا موږ د شخص يا د خپلې پریکړې د اصلاح پر ځای د هغې پريکړې ننګې ته کينو. له خپلو بدو پريکړو هم ننګه کړو، سره لدې چې له ځان سره ښه پوهيږو پريکړه سمه نه وه، خو له اصلاح راته ننګه اسانه ښکاري.
بیلابيلې څيړنې ښيي، چې موږ پریکړې پر احساساتو کړو او بيا يې پر منطق توجیه کوو، ترې ننګه کړو، داسې ډيرې پریکړې شته چې پر منطق برابرې نه وي، خو بيا يې هم ننګه کړو. که يو چا سره جنګ وکړئ او ښه پوهيږئ چې بايد نه مو وای کړی، خو په اخيره کې وايي چې په قهر وم، يا که جنګ ونه کړم خلک دې پر اوږو در سوريږي، يا کله کله بايد انسان دغسې سلوک وښيي چې خلک پوه شي تيږه نه ده.
مشران له بیلابیلو خلکو او چارو سره مخ کيږي، هر مشر يو شخص دی، هغه خپل عقايد، فکر، نظر، تاريخچه، عادتونه او تربيه لري، هیڅکله نه شي کيدای چې دا هر څه دې سم وي. يا عادتونه دې پر پريکړه اغيزه ونه لري يا عقايد دې د پريکړو اساس نه وي.
مهمه دا ده هغوی چې د خپل مشر هرې روا ناروا ته دلايل لټوي، ممکن ساده ووايي چې پوهيږم دغه پریکړه غلطه ده، او که زه د مشر په ځای وای ما به دا پريکړه نه وای کړی، خو زه يې ملاتړوم.
زده کړه بايد د ودې سبب شي، دغه وده د خپل فکر، سلوکونو او اخلاقو پوښتل دي. په دوامداره توګه هر هغه څه چې موږ يې کړو د هغې ارزول دي، چې څرنګه کولای شو هغه ښه کړو.
ورته ليکنی: ابتکار ټوکې نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ منظمې تجربې (۲)د مشرۍ کبر او ناکامۍ مزل، د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۵)، سايبري مينه – اخيري برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين محتوياتو ننګونه






Leave a reply to تخصصي او عمومي پوهه – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت ځواب لرې کړه