لومړۍ برخه د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۱)
دوهمه برخه د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۲)
درېيمه برخه: د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۳)
څلورمه برخه: د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۴)
پنځمه برخه: د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۵)
شپږمه برخه: د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۶)
۱۳ کلنو او مشرانو لپاره لارښوونی
د دې عمر لوړه شمېره خلک ټولنيزې شبکې، آنلاین لوبی او مسینجری کاروي. کله کله د دوی لپاره آنلاین کیدل د لوبو يا د خوند لپاره نه وي، بلکه آنلاین ژوند د دوی د ورځنيو چارو برخه وي. لدې لارې دوی له ملګرو سره په اړيکه کې پاتيږي، درسونه او ښوونځی پر مخ وړي او خپل ټولنيز ژوند تنظيموي.
دلته د دې عمر کاروونکو لپاره لدې وسيلو څخه د خوندي ګټې اخيستنې پر لارو چارو غږيږو، او تاسې څرنګه کولای شئ چې ځان او ملګرو لپاره خوندي چاپيریال رامنځ ته کړئ.
زيانمن او غیر اخلاقي محتويات
د نوو موادو او پوهې په اړه پلټنه، کنجکاوي، مينه او احساساتو پوره کولو لپاره انټرنېټ ښه وسيله ده. انټرنېټ ټولو لپاره پرانيستی دی چې هر څوک کولای شي نوي څه پکې زده کړي. دا د معلوماتو ډيره لويه ذخيره ده چې ښايي يو څوک په آسانه پکې لار ورکي شي، او داسې مواد هم پدوی کې شته چې ستاسې له اړتياوو يا عمر سره مناسب نه وي. دلته زموږ هدف لدې محتوياتو څخه له اخلاقو او اسلامي زده کړو اخوا ناوړه محتوا، د تعصباتو يا جګړې هڅولو مواد، داسې پاڼې چې جنسي یا ماشومانو آزار يا داسې څه چې د ځان ژوبلولو يا ازارولو ته لوستونکي هڅوي. دا محتويات د ويبپاڼو، بريښناليک/ ايميل، پي ټو پي (ټورنټ او نور)، آنلاين مباحثو او فورمونو، چيټ خونو، او نورو له لارې شريکیدای شي.
نو ځکه:
۱. مخکې لدې چې آنلاين لټون پيل کړئ، له ځان سره وټاکئ چې څه پسې ګرځئ.
۲. د بهترو او مشخصو پايلو لپاره، خپل لټون پر کتګوريو لکه لوبی، روغتيا، ساعتيري او نورو ويشئ.
۳. د ويبپاڼې اعتبار معلوم کړئ: آیا ویبپاڼه پخپله خلاصيږي؟ آیا پوهيږئ چې ویبپاڼه د چا ملکيت دی؟ آیا مالک/خاوند يې موندلای يا ورسره اړيکه نيولای شئ؟ آیا پوهيږئ دا محتويات چې تاسې يې لولئ چا لیکلي؟ (تاسې د يو بل لټون له لارې ليکوال يا د ویبپاڼې څښتن موندلای شئ). ځان باوري کړئ چې ویبپاڼې آدرس مو سم ليکلی، ځينې ډوپه/ جعلي پاڼې د مشهورو پاڼو نومونه نقلوي او د يوه يا دوه حروفو په بدلون اصل پاڼې په څير ښکاري، او ځينې خلک لدې اشتباهاتو ګټه اخلي. آیا ویبپاڼه نيټه لري چې وښيي په دوامداره توګه نوی کيږي؟ آیا کومې قانوني يادونې شته؟ (لکه محرميت، معلوماتو استعمال او نور)
۴. ډير داسې آنلاین مواد شته چې عامه يا ځانګړي عمر خلکو لپاره مناسبې نه وي، ورسره پدې هم پوه شئ چې تاسې د هر چا د وينا مخه نشئ نيولای نو ځکه که داسې څه وينئ چې تاسې نارامه کوي هغه پريږدئ، ورسره پر دې هم ځان پوه کړئ چې که چيرې آنلاين ناوړه يا جرمي مواد وينئ څرنګه کولای شئ نور پرې د خپلو والدينو پر مشوره خبره کړئ.
وده ورکول (Grooming)
انټرنېټ او ګرځنده ټليفونونه سره لدې چې ماشومانو/ځوانانو ته غښتلتيا بښونکی وسيلې دي، خو لدې سره ازاروونکي مشرانو ته دا واک هم ورکوي چې لدې ځوانو هلکانو او نجونو سره د پيغامونو، چیټ خونو، مسنجرو، خبري ډلو، فورمونو، آنلاين لوبو او نورو ټولنيزو شبکو له لارې اړيکې ونيسي.
جنسي آزاروونکي د انټرنېټ له لارې ماشومان او ځوان خلک د جنسي اهدافو لپاره لټوي، چې دا عمل عموماً ناوړه ګټې اخيستنې لپاره د ودې يا Grooming په نامه ياديږي. په دې چاره کې لومړی د ماشوم يا ځوان شخص باور تر لاسه کيږي، دا آزاروونکي چې ماهره تيرويستوونکي وي. دوی لومړی د قرباني کيدونکي شخص باور تر لاسه کوي، بيا قصداً جنسي موضوعات لکه عکس، محتويات او نور پر بحث ورګډوي تر څو مقابل لوری آزادي احساس کړي. ډالئ، پيسې او نور ورکول کيږي آن ځينې وخت د سفر مصارف ورکول کيږي تر څو هلته راوغوښتل شي چيرې چې په آسانه آزاريدلی شي.
دا هم امکان لري چې دا ملاقاتونه ويډيو يا عکسونو له لارې ثبت شي، او که چيرې دا غونډې مخامخ نه وي، نو ښايي دا آزاروونکي ماشوم/ زلمکی دې ته قانع کړي چې خپل يا د ملګرو جنسي عکس واخلي يا په جنسي فعاليت کې برخه واخلي او نورو ته يې خپاره کړي.
هغه ماشومان او ځوانان چې د دا ډول ناوړه اعمالو ښکار کيږي عموماً عقلي او احساساتي پوخوالی نه لري یا پر ځان يې باور کم وي چې دا ډول تيرويستنې پر دوی لوړه اغېزه لري. دوی ښايي د ملامتئ، دږلو، رټلو يا انټرنېټ پريکیدو له ويرې مشرانو څخه دا خبره پټه کړي. په ځينې مواردو کې دوی د آزاروونکو لخوا ګواښيږي تر څو دا اړيکه له نورو پټه وساتي.
نو، له همدې کبله:
– مهمه ده له دې خطره خبر واوسئ. ورسره آنلاين هر څوک څه چې وايي، هغه نه دی. آنلاين آزاروونکي ممکن ځان تاسې سره د يوه عمر وښيي، تر څو د ملګرتوب او پيژندنی يوه فضا رامنځ ته کړي، خو په اصل کې به يې عمر او آن جنس بل وي.
– د شخصي معلوماتو ساتل ډير مهم دي، په ريښتوني نړۍ کې تاسې به هیڅکله خپل محرم معلومات چا ته ورنکړئ. آن که ډير ښه آنلاین ملګری ولرئ، تاسې بيا هم نه پوهيږئ چې مقابل لوري ته څوک ناست دي. له خپلو معلوماتو سره ډير احتياط وکړئ.
– کله چې د چيټ خونی يا ټولنيزې شبکې ويبپاڼې ته داخليږئ نو بايد پروفايل جوړ کړئ، هڅه وکړئ دلته شخصي پيژندونکي معلومات لکه تخلص، آدرس يا ټليفون شمیره او نور ذکر نه کړئ. دا معلومات ټولو ته ښکاري، بهتره ده تخيلي کرکټر جوړ او شخصي معلوماتو ورکړی څخه ډډه وکړئ. دا وړانديز تر ډيره کمکيو ځوانانو/ نجونو ته راجع دی چې د دغې وسيلو څخه د بهترې ګټې اخيستنې پوخوالی تر اوسه نه لري.
– که چيرې د خپل وجود، جنسي ودی يا محرمو احساساتو په اړه پوښتنه لرئ، انټرنېټ د ځينو پوښتنو ځوابولو لپاره ښه وسيله ده، خو لدې هم ښه دي چې له يوه داسې باوري چا سره وغږيږئ چې دا هر څه يې له وړاندې تجربه کړې وي، او پر اړونده موضوع پوهيږي.
– که له داسې يوه ناوړه پيښې سره مخ شوئ، بهتره ده خپل والدين يا بل باوري څوک خبر کړئ، د خپلو خبرو اترو (بريښنالیکونو، چيټ، پيغامونو او نورو نقل واخلئ)، د انټرنېټ خدمت برابروونکي هم عموماً د داسې پيښو راپور ورکولو لپاره ميکانيزمونه لري. تل په ياد ولرئ چې په داسې پيښو کې د قرباني ملامتول هیڅکله ګټه نه لري، او دا رټل يې ممکن نور هم د آزاروونکي په لور ورټيل وهي.
(په راتلونکي برخه کې پر آنلاين ځورونه او اعتباري محتوا غږیږو)
ورته ليکنۍ: د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۵) د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۴) د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۳) ، د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۲)، د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۱)، د وبا پر مهال انټرنېټ ته لاسرسی، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د نن ټکنالوژئ لس ننګونی، هوښياريدونکی ماشين – اخلاقي او سلوکي اړخ، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر






څرګندون پریږدئ