ماري کيوري پولنډۍ فزيکپوهه او کيمياپوهه وه، لومړۍ ميرمن ده چې نوبل جايزه يې ګټلې ده، لومړی شخص دی چې دوه نوبل جايزې يې وړي دي، او تر اوسه يوازينې شخص دی چې د ساينس په دوو څانګو کې ورته د نوبل جايزې ورکړل شوي دي. د نوموړې د کيمياوي وړانګو په څيړنو کې مخکښه وه، او نن سبا داسې ګڼل کيږي چې د همدې شعاعو/ وړانګو له کبله په سرطان اخته او د هم هغې له کبله وفات شوه.
هر هغه څوک چې غواړي چې د يوه بدلون سبب شي، که دغه شخصي بدلون وي يا مسلکي، بايد خپلې هڅې ته يوه بيه او ارزښت وټاکي. که له تجارتونو يې راواخلئ هر هغه بريالی تجار چې نن يې تاسې وينئ، هغوی دغې ځای ته رسيدو لپاره خپل زيارونه کاږلي او بيې يې پرې کړي دي.
هر څه بيه لري، هغوی چې هیڅ نه کړي، هم د خپل ژوند طريقې لپاره خبرې اوري، ښايي تر ټولو ډيرې ويناوې همدې بيکاره شخص ته کيږي، چې هيڅ نه کړي، دغه اوريدنه هم زغم غواړي. آرامه کيناستل هم بيه لري، خلکو ته د نړۍ تر ټولو لټ شخص ښکارې او فکر کړي چې که چيرې ته فعاله او کاريګر شي، د نړۍ ټولې ستونزې به حل شي.
هرې چارې ته چې لاس اچول کيږي، د بيې او ارزښت محاسبه یې کیږي. ضرور نه ده چې دغه محاسبه دې ډيره پرمختللې او پيچلې وي، يوازې دوه پوښتنې وي چې دغه کار پر کولو ارزي او هغه زيار چې ورسره يې باسئ دغه کار لپاره مناسب دی. يعنې يو کار کوئ او هغې لپاره د ټولنې يا کورنۍ له مخالفتونو سره مخ کيږئ، سره لدې چې د کولو توان به یې لرئ، خو د خبرو اوريدو حوصله يې نه لرئ نو له چارې تيريږئ.
هر بريالی شخص د خپلې بريا بيه پرې کوي. دا نړۍ پر راکړه ورکړه چليږي، نو څه غواړئ د هغې په مقابل کې څه ورکوئ. راکړه ورکړه پر ارزښت کيږي، که پيسه درسره ډيره وي نو بل زرګون به درته دومره ارزښت ونه لري، خو که ټوله سرمايه مو همدا زرګون وي نو بيا به درته ډير ارزښت ولري.
مهمه داده هر هغه څه چې تاسې تبادله کوئ، تاسې يې ورکوئ او بل يې رانيسي، دواړو لورو ته مختلف ارزښتونه لري. که يو څوک چيرې څوک د يوه ځانګړي خدمت لپاره ګماري، نو خدمت برابروونکی خپل وخت ورکوي او خدمت اخيستونکی د وخت په مقابل کې پیسې يا بل څه ورکوي.
لدې سره بل تړلې بحث د ارزښتونو لوړول دي، موږ په دوامداره توګه هڅه کړو چې بيه راټيټه او ارزښت لوړ کړو. که په مسلکي توګه ورته وګورو، يو څوک به اته ساعته دنده تر سره کوي، د هغې دندې لپاره به يو ځانګړی معاش اخلي، اوس که غواړي چې معاش يې لوړ شي، بايد خپل ارزښت لوړ کړي، او د نن د پوهې په اقتصاد کې د ارزښت لوړولو تر ټولو غوره لار پر خپلې پوهې او مهارتونو پانګونه ده.
هر څومره چې تاسې وکولای شئ، درسپارل شوې چاره په غوره توګه له اړونده پوهې او مهارت سره سرته ورسوئ، همدومره مو ارزښت لوړيږي، د چارې د اجرا وخت راکميږي او کولای شئ دوامداره بوختياوې ولرئ.
که څوک د برياليتوب د بيې له پريکولو ډډه کړي نو هغه د خپلې ناکامۍ يا لټۍ بيه پرې کوي. ښايي فکر وکړئ د ژوند هیڅ بدلون مو نننی ژوند نه ښه کوي، خو کله چې سبا د همدې د نن د نه زحمت او نه خوځښت بيه پرې کوئ، نو هغه تکليفونه به مو بې دليله نه وي.
که تاسې وغواړئ يا نه، نړۍ بدليږي، شاوخوا ملګري، ټولنې او هېوادونه بدليږي. که غواړئ سيال پاتې شئ نو لږ تر لږه په هغه سرعت به حرکت کوئ چې ټولنه ورسره روانه ده. د ونې بيلګه راواخلئ، تاسې دوه ونې کرئ، يوې ونې ته ډيره پاملرنه کوئ، هغه د بلې په پرتله ډيره وده کړي، کله چې دواړه ونې ثمر ته ورسيږي، نو هغه ونه چې ورته پام شوې وو، ښايي ډيره وده به یې کړي وي، نو دا دوهمه ونه به تل د هغې سترې ونې په سيوري کې ژوند کوي.
ستاسې د نن سلوکونه ستاسې سبا ټاکي، که چيرې ځان ودې ته برابر کړئ، د چارو پر ارزښت پوه او اړونده بيه يې پرې کړئ، ښايي نور مو سيوري ته کښيني، خو که چيرې نن له زحمته او سختو تير شئ، ژوند دې تيريږي، سبا به هغه وده ونه کړئ چې توان يې لرئ، او د بل چا سيوري ته به ناست ياست.
خپله سيورې برابرول يا د بل سیوري ته کيناستل دا شخصي فکر دی، هر يو چې شخص ته مناسب ښکاري. خو تاريخ او نړۍ د هغو ده چې نورو ته سيورې برابروي.
ورته ليکنې: د مسلک بيه، د ښې مشرۍ ۸ مهارتونه، د بریالي ژوند معيار، شکوڼ او ګيدړ، د مشرۍ کبر او ناکامۍ مزل







Leave a reply to د ناکامۍ ارزښت – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت ځواب لرې کړه